Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»قران تل پاتې معجزه (برخه: ۴۶)
اسلام شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD

قران تل پاتې معجزه (برخه: ۴۶)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي
قران تل پاتې معجزه (برخه: ۴۶)
د «یحرم من الرضاعة ما یحرم من النسب» قاعدې علمي او فقهي تحلیل
د «یحرم من الرضاعة ما یحرم من النسب» قاعده د اسلامي فقه له مهمو اصولو څخه ده، چې  د رضاعت له لارې د محرومیت اړیکه رامنځته کوي، چې له امله یې د اړوندو افرادو تر منځ د نکاح د نه کېدلو لامل کېږي. دا قاعده د قران کریم له ایتونو او نبوي سنتونو څخه اخېستل شوې او د اسلامي فقهې د تاریخ په اوږدو کې منل شوې ده. نن ورځ د بیولوژيکي او جنيټيکي علومو په پرمختګ سره کولای شو د دې قاعدې علمي اساس په سمه توګه و څېړو، چې له شرعي اصولو سره سمون لري او د بیولوژیکي او قانوني اړیکو د پوهېدو لپاره نوي افقونه چمتو کوي.
د رضاعت له لارې د حرمت قاعدې شرعي سند
په نساء سورت کې الله جل جلاله په روښانه توګه د حرمتونو د محرومیت حدود بیان کړي دي او د نسبي محرمانو تر څنګ یې د رضاعي محرمانو یادونه هم کړې ده: «وَأُمَّهَٰتُكُمُ ٱلَّٰتِیٓ أَرضَعنَكُم وَأَخَوَٰتُكُم مِّنَ ٱلرَّضَٰعَةِ» [1] ژباړه: « او هغو میندو چې تاسو ته شیدې درکړې او ستاسو رضاعي خویندې.»  دا ایت ښیي هغه ښځې چې ماشوم ته خپلې شیدې ورکوي، لکه د خپلې اصلي مور او رضاعي خویندې، د خپلو نسبي خویندو په څېر له شرعي اړخه محرمې ګڼل کېږي. دا قاعده د رضاعي اړیکو د رامنځته کولو او له هغې څخه د راپورته کېدونکو حقونو لپاره لومړی فقهي بنسټ دی.
د رضاعي حرمت په اړه له حضرت عایشه رضي الله ‌عنها مشهوره روایت دی، چې د رسول الله صلی‌علیه‌ وسلم په ټینګار ولاړ دی؛ د همدې قاعدې پر بنسټ یې حضرت عایشه رضي‌ الله ‌عنها ته وویل: «‌إنه ‌عمك. ‌فلیلج علیك» [2] ؛ ژباړه: « هغه ستا تره دی، نو کولای شي ستا خوا ته راشي.» له دې حدیث شريف څخه څرګندېږي چې رضاعي اړيکه، د نسبي اړیکو په څېر د شرعي حرمت له پلوه يو شان ګڼل کېږي.
د رضاعي حرمت بیولوژیکي او علمي تفسیر
(۱) د مور د شیدو بیولوژیکي ماهیت
د مور شیدې د مغذي موادو ترڅنګ ژوندۍ حجرۍ هم لري، چې لتفوسیټونه، کاکروفاژونه او اپیټيلیالي حجرې پکې شاملې دي. دا حجرې (DNA)  او (RNA) دي، چې د ماشوم په دفاعي او جينيټيکي سیستم باندې د اغېزو وړتیا لري.
(۲) د حجرو نفوذ او د جينيټيک لېږد
نویو جينيټيکي او بیولوژیکي څېړنو ښودلې، چې د مور په شیدو کې شته حجرې کولای شي د ماشوم د کولمو له دیوالونو تېرې شي، د وینې جریان ته ننوځي او د هغه په بېلابېلو نسجونو کې نفود وکړي. د دې امکان هم شته چې دا حجرې د ماشوم د بدن له حجرو سره یوځای شي او د جينيټيکي موادو یوه برخه جوړه کړي. دا پېښه د میکروکایمریسم حجرو لېږد په نوم یادېږي او د ماشوم په جينيټيکي جورښت باندې يې اغېزه تايید شوې ده.
(۳) د ماشوم  جينيټيکي سمون
د ماشوم د معافیت کمزوری سيستم او د پوره پوخوالي نشتون د دې لامل کېږي چې د مور حجرې د ماشوم له حجرو سره يوځای شي او په دې مرحله کې د ماشوم بدن دا حجرې د بهرنيو (پرديو) موادو په توګه نه پېژني او له منځه يې نه وړي. دا د رضاعي مور او ماشوم ترمنځ د غېرې زېږون جينيټيکي خپلوۍ د رامځته کولو لپاره بیولوژيکي اړیکه ده.
په اسلامي شرعیت کې د رضاعي حرمت د قاعدې ارزښت
(۱) د علمي موندنو په رڼا کې فقهي منطق
پیغمبر صلی‌ الله ‌‌علیه ‌وسلم د «یحرم من الرضاعة ‌ما ‌یحرم ‌من ‌الولادة.»[3] قاعدې په بیان کې وايي: « هر هغه څه چې پر نسب حرام دي، پر رضاعت هم حرام دي.»
د شرعي حکم سربېره، بیولوژیکي او جينيټيکی واقعیت هم روښانه کړې، چې پېړۍ وروسته په علمي ډول هم ثابت شوي دي. له همدې امله ویلی شو چې شرعي حکم د عیني او علمي واقعیت پر بنسټ ولاړ دی. رضاعي حرمت د جينيټيکي او حجروي لېږد له امله رامنځته کېږي او یوه داسې اړیکه جوړوي چې له عادي فیزیولوژیکي اړیکې څخه ډېره ژوره او پراخه وي.
(۲) حقوقي او ټولنیزې پایلې
رضاعي حرمت د ټولنیز نظم ساتنه کوي او د نسلونو د ګډوډېدو او نامناسبو ودونو له امله د رامنځته کېدونکو کورنيو ستونزو مخنیوی کوي. دا امر په اسلامي ټولنه کې اخلاقي او ټولنیزه اړیتا ده، چې پر بیولوژیکي واقعیتونو ولاړه ده.
په لنډه توګه باید ووایو چې د «یحرم من الرضاعة ما یحرم من النسب» قاعده نه یوازې له شرعي  او فقهي اړخه ارزښت لري، بلکې له علمي پلوه هم د ستاینې وړ ده. نویو علمي موندنو ښودلې چې د مور شیدې یو لړ حجرې او جینونه ( ژن) لري، چې کولای شي د ماشوم جينيټيکي جوړښت ته ور ننوځي او د رضاعي مور او ماشوم ترمنځ بیولوژيکي او جينيټيکي اړیکه رامنځته کړي. دا بیولوژيکي حقیقت د شرعي حکم لپاره قوي علمي ملاتړ دی، چې پیغمبر صلی‌ الله ‌علیه ‌‌وسلم د وحې له لارې بیان کړی دی.
له همدې امله دا قاعده د دیني او علمي مطابقت، د انساني اړیکو د تنظیم او ټولنیزو ګټو د ساتنې په برخه کې د همغږۍ یوه روښانه بېلګه ده.[4]
دوام لري…

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

سرچینې:

[1]. النساء: 23.

[2]. صحيح مسلم، كتاب الرضاع، باب تحريم الرضاعة من ماء الفحل، رقم الحدیث: 1445، ج 2، ص 1070 ت عبدالباقي.

[3]. صحيح مسلم، كتاب الرضاع، باب يحرم من الرضاعة ما يحرم من الولادة، رقم الحدیث: 1444، ج 2، ص 1068 ت عبدالباقي.

[4]. فشرده از: موسوعة الإعجاز العلمي في القرآن والسنة، ج 1، ص 106-107.

Previous Articleشېن ‌تو دین (برخه: ۱۶)
Next Article د یلدا شپې تاريخ او نمانځلو حکم (برخه: ۵)

اړوند منځپانګې

اسلام

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۹)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

قران تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۶۰)

دوشنبه _2 _فبروري _2026AH 2-2-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

قرآن تل پاتې معجزه (برخه: ۵۹)

شنبه _31 _جنوري _2026AH 31-1-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

ساینټولوژي

ساينتولوژي ريښې او باورونه (برخه: ۱۰)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD5 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي ساينتولوژي ريښې او باورونه (برخه: ۱۰) سریزه موږ په تېره برخه کې…

نور یی ولوله
اسلام

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۹)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD5 Views

لیکوال: ابو عائشه له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۹) سریزه د دې لپاره…

نور یی ولوله
دینونه

شیطان ‌پرستي (برخه: ۲۸)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD10 Views

لیکوال: عبدالحی لیان شیطان ‌پرستي (برخه: ۲۸) د شيطان پرستۍ د خپرولو لارې چارې د…

نور یی ولوله
متفرقه

د شعبان میاشت (د روژې لپاره د چمتووالي ښوونځی) (برخه: ۲)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD6 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د شعبان میاشت (د روژې لپاره د چمتووالي ښوونځی) (برخه: ۲) د…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

ساينتولوژي ريښې او باورونه (برخه: ۱۰)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۹)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.