لیکوال: خالد یاغي زهي
د یلدا شپې تاريخ او نمانځلو حکم (برخه: ۴)
د یلدا شپې مخینه او حقیقت (دوام)
د بابک خرمدین پیروان چې په «خرمدینانو» هم مشهور دي، د یلدا شپه نمانځله، د «خرم» او لمر د زېږون ورځ یې بلله او د خپل نوي کال پیل یې هم له همدې ورځې څخه کاوه. یاد مراسم او همدارنګه د ژمي له پیل سره تړلې کال شمېرنه تر اوسه هم د ځینو قومونو ترمنځ لیدل کېږي چې بېلګه یې د پامیر او بدخشان (د افغانستان په شمال او د تاجکستان په جنوب کې) محلي جنتري ده. همدارنګه د لرغونو ارمنایانو په پخواني جنترۍ کې د نوي کال له لومړۍ میاشتې څخه د «ناواسارد» په نوم یادونه شوې چې له اوستایي کلمې «نوسرذه» سره تړاو لري او مانا یې «نوی کال» دی.
لرغوني ایرانیان د لمر د ژغورنې او زېږون په توګه، د شپې تر سهاره، د جدي (دي) د میاشتې د لومړۍ ورځې تر سهاره پورې ویښ پاتې کېدل چې د لمر راختل وویني. د لمر د درناوي په موخه به یې ټوله شپه په ویښه تېروله او جشن به یې نېوه. د دې جشن یوه مهمه برخه د کورنۍ د مشرانو او عمرخوړولو شتون و چې د مني په پای کې د لمر د زړښت سمبول ګڼل کېدل. همدارنګه به د ویښ پاتې کېدو لپاره ډېر خوراکي توکي چمتو کېدل، لکه: انار، هندواڼه او سنځلې، چې د لمر د سور رنګ نښې بلل کېدلې.
تیارې د شیطان استازیتوب کاوه؛ ځکه چې د کال په تر ټولو اوږده شپه کې شیطاني تیاره ډېره اوږدېږي، نو دغې شپې د ایرانیانو په نظر بد فال درلود. کله به چې دا شپه راتله، هغوی به اور بلوه چې تیاره او شیطاني عوامل له منځه ولاړ شي او وتښتي. خلک به سره راټولېدل شپه به یې په خوړلو، څښلو، خوشحالۍ، نڅا او خبرو اترو تېروله او ځانګړی دسترخوان به یې تیاروه چې د موسم تازه او وچې مېوې به یې پرې کېښودې.
د یلدا د شپې دسترخوان د «میزد» په نوم یادېده. په دسترخوان کې به يې تازه او وچې مېوې شاملې وې، چې د زرتشتیانو په اصطلاح «لُرک» به یې باله. یاد توکي د دغه جشن او مېلمستیا له اړینو برخو څخه و او د «اورمزد» او «مهر» ( لمر) په درناوي او ویاړ به ترسره کېدل.[۱]
د لرغوني ایران په دیني دودونو کې به د هر جشن او خوښۍ لپاره ځانګړی دسترخوان هوارېده. د عبادت وسایل لکه اور دانۍ، عطر دانۍ، بخار دانۍ او نور به پرې ایښودل کېدل او ورسره به د هماغه فصل خوراکي نعمتونه، بېلابېل خواړه او سپېڅلي خوراکونه، لکه «میزد» هم اېښودل کېدل.
ایرانیانو به کله ناکله د لمر د بیا زېږون په انتظار د یلدا شپه د البرز د غرونو په لمنو کې د سهار تر رڼا پورې تېروله. ځینې به «مهرابه ګانو» (د مهر د ایین د پیروانو عبادتځایونو) ته تلل، عبادت به یې کاوه او له خدایه به یې د مهر بریا او د اهریمن ماتې غوښته. همدارنګه به د شکر د ادا کولو په موخه د شپې له خوا یوه دعا چې «نی ید» نومېده، لوستل کېده.
د یلدا د شپې وروسته ورځ (د جدي/دي د میاشتې لومړۍ ورځ) به «خور روز» (د لمر ورځ) او «دیگان» بلل کېده. په دې ورځ به خلکو استراحت کاوه او عمومي رخصتي به وه (خرمدینانو دا ورځ د «خرم ورځ» یا «خره ورځ» بلله). «خور روز» په لرغوني ایران کې د انسانانو د برابرۍ ورځ ګڼل کېده. په دې ورځ به ټول خلک ان پاچا هم ساده جامې اغوستې چې یو شان ښکاره شي او هېچا حق نه درلود چې په بل چا امر وکړي، ټول کارونه به په خپله خوښه ترسره کېدل، نه د حکم له مخې.[۲]
په دې ورځ جګړه، وینه تويېدل، ان د پسونو او چرګانو حلالول هم منع و. دا موضوع د ایرانیانو د دښمنانو لپاره هم معلومه وه، هغوی به په جګړه ییزو مورچلونو کې هم رعایت کوله او وینه تويېدل به په موقتي ډول بندېدل.
په دې ورځ به خلکو تر ډېره له کار نه کاوه او نه یې غوښتل چې کوم بد کار ترې وشي؛ ځکه د «مهر» ایین د لمر د زېږون په ورځ ډېر کوچنی بد عمل ترسره کول هم ډېره لویه ګناه بلله. ایرانیانو به «سرو» ته د تیارې او ساړه پر وړاندې د ځواک د نښې په سترګه کتل او د «خور روز» په ورځ به د سرو ونې مخې ته درېدل او ژمنه به یې کوله چې تر راتلونکي کال پورې به د سرو یوه بله ونه هم کري.[۳]
په «برهان قاطع» کې تر «یلدا» لاندې داسې راغلي دي: «یلدا د ژمي لومړۍ شپه او د مني وروستۍ شپه ده، چې د جدي لومړۍ او د قوس وروستۍ ورځ ګڼل کېږي. دا د کال تر ټولو اوږده شپه ده او په همدې شپه یا هغې ته نږدې لمر د جدي مياشت ته ننوځي. وایي چې دا شپه ډېره بدمرغه او نامبارکه ده او ځینو ویلي دي چې د یلدا شپه د جدي یوولسمه ده.»
لکه څنګه چې مخکې هم یادونه وشوه، دا شپه د نورو قومونو او ملتونو او بېلابېلو دینونو ترمنځ هم د جشن، درناوي او راټولېدنې شپه وه. د یلدا شپې لپاره په نورو هېوادونو کې د ژمي د انقلاب په څېر جشنونه د لرغونو قومونو ترمنځ هم دود و. په لرغوني روم کې او هم مهاله د مسیحیت د خپرېدو پر مهال، د «سول اینویکتوس» (نه ماتېدونکی لمر) عبادت چې د رومي پاګاني خدای و، ډېر عام و او رومیانو به د هغه زېږون د ژمي د انقلاب پر وخت نمانځه. «سول اینویکتوس» د رومي مېتراییزم په ایین کې هم ځانګړی ځای درلود او ان «مېتراس» (چې د لرغوني ایراني خدای «مېترا» یوناني معادل دی) د «نه ماتېدونکي لمر» لقب درلود.
څېړونکي په دې باور دي چې لوېدیځ مسیحیت خپل اساسي چوکاټ، چې دې دین ته یې ثبات او بڼه ورکړې ده، د لرغوني روم له مسیحیت څخه مخکې دینونو، په ځانګړي ډول د مېتراییزم پوروړی دی. د بېلګې په توګه د کلیساوو جنتري او د مراسمو او جشنونو ډېری پاتې شوني، په ځانګړي ډول د کرېسمس جشن له مسیحیت څخه مخکې دورې څخه راپاتې دي. کرېسمس د ساتورنالیا د جشن او د مېترا د زېږون د مراسمو یو ګډ ترکیب و چې د څلورمې میلادي پېړۍ پر مهال د مسیحیت له رسمي کېدو وروسته د کنستانتین په امر د مسیح د تولد د رسمي ورځې په توګه ومنل شو.[۴]
د اروپا او روم امپراتورۍ تر واک لاندې سیمو کې د رازورزۍ د ایینونو د پراختیا پر مهال او د مسیحیت له منلو څخه مخکې رومیانو هر کال د ډسمبر په (۱۷مه) د «ساتورنالیا» په نوم جشن نمانځه، چې د «کیوان» (ساترن) سیارې ته به پکې، چې د کرنې لرغونی معبود و، درناوی کېده. دې جشن به تر اوو ورځو پورې دوام کاوه او د ژمي انقلاب (Winter Solstice) یې هم په ځان کې رانغاړه؛ ځکه رومیانو په خپلو محاسبو کې له یولیاني نېټې څخه کار اخیسته، نو د ژمي د انقلاب ورځ د ډسمبر د (۲۱ یا ۲۲) پر ځای، نږدې د ډسمبر پر (۲۵مه) واقع کېده.
بلجیمي لرغونپوه فرانتس کومون او د معاصرې مېترا پېژندنې بنسټ ايښودونکی او نور هغه مېترا پوهان چې له ده سره همفکره وو، د رومي مېتراییزم د ایین مفاهيم په بشپړه توګه د مزدیسنا له دین او د ایراني معبود «مېترا» (مهر) څخه اخېستل شوي بولي، خو دا نظریه د شلمې پېړۍ د (۱۹۷۰مې) لسیزې وروسته له سختو نیوکو او بیاکتنو سره مخ شوه او اوس د لرغوني روم او یونان د دینونو د څېړنې په ډګر کې له خورا جنجالي مسألو څخه ګڼل کېږي.
د مېترا د زېږون جشن یوازینی ایین نه دی چې مسیحیت ته یې لاره موندلې ده. د مسیحیانو د دودونو او د مېتراییزم د ایین ترمنځ ډېر ورتوالی موجود دی. نن ورځ ټول هغه مسیحیان چې د عیسی مسيح زېږون نمانځي، لا هم د جشن په ورځ خپلې بخارۍ او شمعې بلې ساتي، د کرېسمس ونه په وړو رڼا لرونکو څراغونو سینګاروي، شپه په ویښه سبا کوي او ځانګړي خواړه خوري. د يو بل کورونو ته د لیدنې لپاره ځي او د خپلو دوستانو او خپلوانو تر څنګ یې نمانځي؛ هماغسې لکه څنګه چې لرغونو ایرانیانو د یلدا په شپه کول.
کرېسمس او یلدا یوازې د هغو ګڼو ګډو باورونو، دودونو، نښو، کیسو او افسانو څو بېلګې دي چې د بېلابېلو ملتونو او بېلابېلو مذهبونو خلک سره نښلوي.[۵]
دوام لري…
مخکنئ برخه
سرچینې:
[۱]. فرهوشي، بهرام، جهان فروري، مخ 333، د چاپ کال: ۱۳۹۱هـ، خپرندوی: د تهران پوهنتون د چاپ او خپرونو موسسه.
[۲]. احمدزهي، عبدالسلام، شب یلدا در شرع خدا، مخ 34، د خپرېدو کال: ۱۳۹۶هـ، ایران.
[۳]. انصاري، بهمن، زرتشت و زرتشتیان، مخ ۸۹، د خپرېدو نېټه: ۸ بهمن ۱۳۹۶هـ، تهران.
[۴]. فرهوشي، بهرام، جهان فروري، مخ ۳۳۱، د چاپ کال: ۱۳۹۱هـ، خپرندوی: د تهران پوهنتون د چاپ او خپرونو موسسه.
[۵]. احمدزهي، عبدالسلام، شب یلدا در شرع خدا، مخ ۴۴، د خپرېدو کال: ۱۳۹۶هـ، ایران.


