لیکوال: خالد یاغيزهي
د یلدا شپې تاريخ او نمانځلو حکم (برخه: ۳)
د یلدا شپې مخینه او حقیقت
یلدا شپه د ځینو قومونو له پخوانیو او خوښې وړ مراسمو څخه ده. یاده شپه د قوس يا اذر میاشتې له (۳۰) مې نېټې (د مني له وروستۍ ورځې) پیلیږي او د جدي میاشتې تر لومړۍ ورځې (د ژمي له لومړۍ ورځې) د لمر تر راختلو پورې غځېږي.[۱]
ډېری قومونه د یلدا شپه نمانځي. د یلدا شپه په شمالي نیمهکره کې د ژمي له انقلاب سره برابره ده. د قوس میاشتې له وروستۍ ورځې وروسته ورځې اوږدیږي او شپې لنډېږي. د مني وروستۍ شپه او د ژمي لومړۍ ورځ د ژمي له انقلاب سره سمون خوري، چې د اقلیمي بدلون نښه ده؛ ځکه لمر افق کرښې ته تر ټولو نږدې موقعیت خپلوي، نو د ورځې موده تر ټولو لنډه او د شپې موده د کال تر ټولو اوږده موده وي. لمر د خپل کلني حرکت په ترڅ کې د مني په پای کې د سوېل ختیځ د افق تر ټولو ټیټې نقطې ته رسېږي، چې پایله یې د ورځې لنډوالی او د شپې د تیارو د مودې زیاتوالی دی. خو د ژمي له پیل یا د ژمي له انقلاب وروسته، لمر بیا د شمال ختیځ پر لور ستنېږي، چې په پایله کې یې د ورځې رڼا زیاتیږي او د شپې رڼا کمیږي.[۲]
په بل عبارت، د اوړي له پای او د ژمي تر پیل پورې د شپږو میاشتو په موده کې، لمر هره شپه او ورځ د راختلو له ځایه لږ څه ټیټ راخېژي، تر دې چې د ژمي په پیل کې د خپل سوېلي حد تر ټولو ټیټې کچې ته رسېږي، چې له ختیځ څخه شاو خوا (۲۳/۵) درجې واټن لري. له دې ورځې وروسته، د لمر د راختلو د ځای د بدلون لوری بېرته راګرځي، لوړېږي او د اوړي د انقلاب نقطې ته ستنېږي. شمال ختیځ ته د لمر د بېرته را ستنېدو پیل او د ورځې د اوږدوالي زیاتوالی د لرغونو خلکو په فکر او باورونو د لمر د بیا زېږون یا نوې زېږېدنې په توګه ګڼل کېده او دوی دا وخت مبارک او نېکمرغه باله.
یلدا او هغه جشنونه چې په دې شپه ترسره کېږي، یو لرغونی دود دی. د پخوانیو زمانو خلکو چې کرنه د دوی د ژوند بنسټ و او د کال په اوږدو کې یې له فصلونو او طبیعي بدلونونو سره سر و کار درلود، د تجربې او د وخت د تېرېدو په پایله کې وکولای شول چې خپل کارونه او فعالیتونه د لمر له ګرځېدو، د فصلونو له بدلون، د ورځې او شپې له اوږدوالي او لنډوالي او همدارنګه د ستورو له جهت، حرکت او تم ځایونو سره سم تنظیم کړي.[۳]
هغوی به دې ته پام کاوه چې په ځینو ورځو او فصلونو کې ورځې ډېرې اوږدېږي او له همدې امله به يې په هغو ورځو کې د لمر له رڼا او ځلا څخه زیاته ګټه اخیسته. له همدې ځایه دا عقیده را پیدا شوه چې رڼا، روښانتیا او د لمر وړانګې د نېکۍ او خیر نښه ده او له تیارې او د شپې له ظلمت سره په جګړه او کشمکش کې دي. د لرغونو زمانو خلکو، په ځانګړي ډول اریایي قومونو لکه هندي، ایراني– هندي او اروپایي ټبرونو درک کړه چې تر ټولو لنډه ورځ د مني وروستۍ ورځ او اوږده شپه د ژمي لومړۍ شپه ده او له هغې وروسته ورځې ورو ورو اوږدېږي او شپې لنډېږي. له همدې امله یې دغه شپه د لمر د زېږون شپه وبلله او هماغه یې د کال پیل وټاکه.[۴]
په همدې ډول د لرغوني اوستایي کلتور په زمانه کې کال له ساړه فصل څخه پیلېده او په اوستا کې د (Sareda, Saredha) «سردا» یا «سرذا» کلمه چې د «کال» معنا افاده کوي، خپله د «ساړه» په معنا ده او دا پر اهریمن د اورمزد د بریا زېری او پر تیارې د رڼا د بریا نښه ده.[۵]
پورته مخینې ته په کتو ویلای شو چې یلدا شپه غیر اسلامي ریښه لري او ان د لمر د تقدیس او درناوي له مخې رامنځته شوې ده؛ هغه کار چې د لمر پالو، مهر پالو او یا هم د اور پالو له ځانګړنو څخه ګڼل کېږي. هغوی د یلدا شپه یا هم د چلې شپه، د لمر د خدای د زېږون شپه بلله او د داسې ورځې په نمانځلو سره یې خپل معبود، یعنې لمر ستایه او تمجیداوه. ان اوستایي دین دا ورځ د خپل رسمي کال لومړۍ ورځ ګڼي. همدارنګه ویل کېږي چې د «یلدا» کلمه سریاني اصل لري او د «زېږون/ولادت» په معنا ده؛ یعنې د لمر (مهر، میترا) زېږون. رومیانو یاده ورځ د (Natalis Invictus) یعني د نه ماتېدونکي (مهر) د زېږېدو ورځ بلله.[۶]
د زردشتیانو د باور له مخې د دې اوږدې شپې په پای کې چې هغه یې اهریمني او نامبارکه بلله (او لا یې هم بولي) تیاره ماتې خوري، رڼا بریالۍ کېږي، لمر زېږېږي او ورځې د اوږدوالي پر لور روانېږي.
ابو ریحان البیروني هم د یلدا شپې د مناسبت او حقیقت په اړه داسې وایي: «د دې ورځې نوم میلاد اکبر دی، چې موخه ترې د ژمي انقلاب دی. وایي په دې ورځ رڼا د کموالي له حده د زیاتوالي حد ته رسېږي، د انسانانو وده او پراختیا پیلېږي او (پری) د فنا پر لور روانېږي».[۷]
په «اثار الباقیة» کې ابو ریحان البیروني د دې میاشتې له لومړۍ ورځې څخه د «خور» په نوم هم یادونه کړې ده؛ یعنې هغه ورځ چې لمر یا هماغه مهر نړۍ ته راغلی دی. د حیرانتیا وړ دا ده چې د قانون مسعودي د لندن د بریتانیا موزیم په نسخه کې د یلدا شپه د «خُره روز» په نوم ثبت شوې ده، که څه هم په ځینو نورو سرچینو کې «خرم روز» بلل شوې ده. رومیان دې ورځې ته (Natalis Invictus) یعنې د نه ماتېدونکي مهر د زېږېدو ورځ وایي. ابوریحان البیروني له دې جشن څخه د میلاد اکبر په نوم یادونه کړې او موخه ترې د لمر زېږون دی.[۸]
لرغوني ایرانیان پر دې باور و چې د لمر د زېږون معنا دا ده چې لمر د شیطانانو له منګولو څخه ژغورل شوی دی. هغوی عقیده درلوده چې د یلدا په شپه او په همدې ورځ لمر (د مهر خدای) د اهریمنانو (د بدۍ خدای) له منګولو څخه خلاص او ازاد شوی دی. له همدې امله به د دې ورځې د بد فال د لرې کولو لپاره سره را ټولېدل، ځانګړي دودونه او مراسم به یې ترسره کول او ځانګړي خوراکونه او مېوې به یې خوړلې. هغوی دا شپه د بدۍ او ستونزو څخه د خلاصون شپه ګڼله؛ ځکه چې د دوی خدای (مهر یا میترا) په همدې شپه او ورځ کې د بدۍ له خدای او اهریمنانو څخه ژغورل شوی و. همدارنګه دا هم د یادونې وړ ده چې دا شپه له هغې شپې سره برابره ده چې مسیحیان یې د حضرت عیسی علیه السلام د زېږون شپه بولي، یعنې کرېسمس. نه یوازې مسیحیان، بلکې هندي قومونو هم دا ورځ نمانځله او ګڼو دینونو د چلې شپې لپاره یو دیني مفهوم ټاکلی دی.
د میترا په ایین کې (او وروسته د مهر د کیش په نوم) د ژمي لومړۍ ورځ د «خوره روز» (د لمر ورځ) په نوم یادېده او دا د مهر د زېږون ورځ او د نوي کال لومړۍ ورځ ګڼل کېده. دا دود نن هم په میلادي تاریخ کې چې د میترایي شمېرنې دوام بلل کېږي او له میلادي مبدا شاوخوا څلور سوه کاله وروسته رامنځته شوی، خپل اغېز ساتلی دی.
د عیسوي بېلا بېلو فرقو له نظره سره له ځینو توپیرونو، د مسیح د زېږون ورځ د ژمي له انقلاب سره نږدې ورځې ګڼل شوې دي او همدارنګه د نوي کال جشن او کرېسمس د لرغوني سیستاني تقویم په څېر په همدې وخت کې نمانځل کېږي.
د لرغوني سیستاني تاريخ د کال پیل د ژمي له پیل سره سم و او د پام وړ دا چې د دوی د کال د لومړۍ میاشتې نوم هم «کرېست» و. د میلاد نوم د حضرت مسیح له زېږون سره تړل، وروستیو پېړیو ته ورګرځي؛ تر دې وړاندې، لکه څنګه چې ابوریحان البیروني په اثار الباقیة کې روایت کړی، له میلاد څخه موخه د مهر یا لمر زېږون و. همدارنګه د ژمي د لومړۍ میاشتې او د نوي کال د «دي/دی» په نوم نومول، چې د دادار/خدای په معنا ده، له همدې میترایي باورونو څخه سرچینه اخلي.
دوام لري…
مخکنئ برخه / راتلونکې برخه
سرچینې:
[۱] احمدزهي، عبدالسلام، شب یلدا در شرع خدا، مخ ۳۲، د چاپ کال: ۱۳۹۶هـ، ایران.
[۲] فرهوشي، بهرام، جهان فروري، مخ ۲۱۴، د چاپ کال: ۱۳۹۱هـ، خپرندوی: د تهران پوهنتون د چاپ او خپرونو مؤسسه.
[۳] شعباننژاد، افسانه، شب یلدا، مخ ۹۱، د چاپ کال: ۱۳۷۷هـ، خپرندوی: محراب قلم، تهران.
[۴]. احمدزهي، عبدالسلام، شب یلدا در شرع خدا، مخ ۳۳، د چاپ کال: ۱۳۹۶هـ، ایران.
[۵]. هماغه.
[۶]. احمدزهي، عبدالسلام، شب یلدا در شرع خدا، مخ ۳۴، د چاپ کال: ۱۳۹۶هـ، ایران.
[۷]. ابو ریحان بیروني، محمد بن احمد، آثار الباقیة عن القرون الخالیة، مخ ۳۵۵، ژباړن: اکبر داناسرشت، د چاپ کال: ۱۳۸۶هـ، خپرندوی: امیرکبیر، تهران – ایران.
[۸]. ابوریحان بیروني، محمد بن احمد، آثار الباقیة عن القرون الخالیة، مخ ۳۳۶، ژباړن: اکبر داناسرشت، د چاپ کال: ۱۳۸۶هـ، خپرندوی: امیرکبیر، تهران – ایران.


