Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»دینونه»شېن‌تو دین  (څوارلسمه برخه)
دینونه شنبه _13 _دسمبر _2025AH 13-12-2025AD

شېن‌تو دین  (څوارلسمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ابوعائشه
شېن‌تو دین  (څوارلسمه برخه)
سریزه
په تېره برخه کې مو د شېنتو مذهب مهم مراسم او د عبادت پر ځینو عناصرو، لکه: «تطهير، دعا، کورني معبدونه او نور» بحث وکړ. د شېنتو دین مراسم هم د هغو اديانو په څېر ډېر دي چې منلی او ټولییز قانون نه لري. د شېنتو دین د مراسمو د څېړنې په دوام کې دا ځل د «بوشيدو» په نوم د دې دین تر ټولو مشهور مراسم څېړو. د بوشيدو مراسم که څه هم په اصل کې د شېنتو دین اصلي برخه نه ده، خو د وخت په تېرېدو د دې مذهب برخه ګرځېدلي دي، چې په همدې اساس یې تشريح اړینه ګڼو.
د شېنتو دین د مشهورو مراسمو له ډلې یو یې د «بوشيدو» په نوم د اخلاقو طرز يا طريقه ده.  له «بوشيدو» موخه د «د زړورو لاره» ده. دا طريقه د منځنيو پېړيو يادګار دی، په همدې پیړیو کې د پوځ د نظامي چلند برخه وګرځېده او ورو ورو عامه شوه، تر دې چې د شېنتو مذهب تر سيوري لاندې راغله. «د بوشيدو دود» چې د زړورو جنګياليو د سلوک او چلند بېلګه وه، په اتو عنوانونو کې خلاصه شوې ده.[۱]
د بوشيدو تشريح کوونکي، وفاداري، مېړانه، له ځانه تېرېدل، نظم، خيرخواهي، عزت، عدالت او پر نفس کنټرول د دې نظام اخلاقي ارزښتونه ګڼي. له دې ټولو سره سره د چين د اخلاقي علماوو، لکه: کنفوسيوس او منسيوس له هغو ځانګړو منع شوو کړنو يادونه نه کوي چې له دغو ارزښتونو سره تړاو لري.
«بوشيدو يوه منظمه او ليکل شوې مجموعه نه ده. تر ډېره يو شمېر عمومي اخلاقي اصول دي، چې له یو نسل څخه بل نسل ته انتقال شوي او يا د يو جنګي سرتیري يا عالم له قلم څخه را وتلي دي.» د بوشيدو ځواک او يا کمزوري په دې کې نغښتې ده چې هېڅ ډول لیکلې عقيدوي نسخه نه لري. داسې ښکاري چې د بوشيدو اخلاقي مجموعې د جاپان له فيوډالي نظامي جوړښت سره يو ځای وده کړې او ورو ورو له ځوړ سره مخ شوې ده.[۲]
شېن‌تو او د جنګياليو طریقه
شېنتو مذهب له ډېر پخوا د جنګياليو له طريقې سره ګډ شوی او يو ډول يووالی يې موندلی دی، خو له دې سره سره هر يو خپل ځانګړي اصول او قوانين لري. د پوځیانو طريقه او د پوځ دودونه د جاپان له منځینیو پېړيو راهيسې عملي کېدل چې جاپانيان یې «بوشيدو» (Bushido) یا «د زړورو لار» بولي. دا طريقه د اروپا د منځنيو پېړيو له «شوالیانو» (Chevaliers) سره ډېر ورته والی لري. دواړو په خپلو ټولنو کې ستر اخلاقي اغېز پرېښی او ځینې وخت يې ټول ملت د خپل جادويي اخلاقو تر نفوذ لاندې راوستی دی.[۳]
تبليغ‌ او دعوت‌کوونکو د بوشيدو اخلاقي اصول په لاندې ډول خلاصه کړې دي:
۱- وفاداري: د خپلو مشرانو، لوړپوړو چارواکو او په پای کې د امپراتور پر وړاندې د زړورو جنګياليو وفاداري.
۲- حق‌ پېژاندنه: زړور سړی بايد د خپل وطن او امپراتور د حق قدر وپېژني.
۳- زړورتیا: زړور انسان بايد د امپراتور په وړاندې له قربانۍ او فداکارۍ څخه ځان ونه ساتي.
۴- عدالت: زړور سړی بايد غیرې عادلانه ګام پورته نه کړي.
۵- رښتينولي: زړور سړی بايد له وېرې دروغ ونه وايي.
۶- پر نفس باور: زړور انسان بايد د قوي‌ نفس درودونکی، باادبه او باوقاره وي.
۷- استقامت: زړور سړی بايد صبر او زغم ولري.
۸- ازادي: زړور انسان بايد د ذلت د ژوند پر ځای، د عزت مرګ غوره وګڼي.
۹- له علم او پوهې سره مينه.
۱۰- له خلکو سره مينه: زړور سړی بايد تل د ټولنې خيرخواه وي.[۴]
يادونه:
که د انصاف له مخې قضاوت وکړو، نو یاد صفات په واقعي ډول د زړورو کسانو تر ټولو غوره ځانګړنې دي. که څوک عمل پرې وکړي، نو کولای شي د اخلاقي کمال، ښو عادتونو او لوړو صفاتو څښتن شي.
د دې مذهب يو مهم اصل عزت او شرافت دی. د دې مطلب په تشريح کې ويل شوي: «د يوه زړور کس په نظر د بې عزتۍ له ژوند څخه د عزت مرګ غوره دی. زړور سړی بايد تل دوه تورې له ځان سره ولري: يوه اوږده توره له دښمنانو سره د جګړې لپاره او بله لنډه توره د دې لپاره چې که چېرې تېروتنه وکړي يا له ماتې سره مخ شي، نو خپل ځان پرې ووژني.»[۵]
د جاپانيانو د ځان ‌وژنې استعداد او چمتووالی د بوشيدو د ادابو تر ټولو سترې او مهمې نښې بلل کېږي؛ ځکه هر زړور انسان بايد په همدې توګه د هرې ماتې تاوان او د هر زيان کفاره د خپل ژوند په بدل کې ادا کړي. زړور سړی بايد تل د زړه له کومي د دې قربانۍ لپاره چمتو وي. د ځان‌ وژنې عمل بايد د هاراکېري (Hara Kiri) په نوم د ځانګړي رسم له مخې ترسره شي؛ يعنې زړور سړی د بشپړې زړورتيا، ازادۍ او له احساساتي چلند پرته د ټاکلو اصولو له مخې له ژوند څخه تېرېږي او ځان له منځه وړي.[۶]
لکه څنګه مو چې وړاندې وويل شېنتو دین نه پېغمبر لري او نه هم اسماني کتابونه؛ ځکه يو الهي يا شرعي دين نه دی، بلکې د انساني ذهن او هڅو پایله ده، چې له خرافاتو، اوهامو او افسانو څخه ډک دی. کله کله همدا خرافات او اساطير دومره زياتېږي، چې عقل يې د درک توان نه لري او انسان حيران پاتې کېږي چې دا ډول عقاید له کومه او څنګه رامنځته شوي دي.
د شېنتو دین واکمنانو او مشرانو د خپلو اجدادو د کيسو او اثارو د ساتنې لپاره امر وکړ چې همدا حکايتونه دې په کتابي بڼه ثبت شي. د شېنتو مذهب اوسني کتابونه د هماغو پخوانیو امپراتورانو کيسې دي.
«شېنتو هېڅ ډول مقدس متن نه لري، خو يو شمېر زاړه ليکل شوي اثار شته چې د جاپان پخوانۍ افسانې او کيسې پکې بيان شوې دي او د درناوي او اعتبار وړ ګڼل کېږي.»[۷]
دوام لري…

مخکنئ برخه

سرچینې:

[۱] مبلغی آبادانی، عبدالله، تاریخ ادیان و مذاهب جهان، ج ۱، بی تا، ص ۱۱۱.

[۲] سایت دائرة المعارف طهور، عنوان مقاله: اخلاقیات دین شینتویی.

[۳] جان ناس، تاریخ جامع أدیان، ترجمۀ علی اصغر حکمت، چاپ سوم،  ۱۳۵۴ هـ. ش،  با همکاری مؤسسۀ انتشارات فرانکلین، ص ۲۹۰.

[۴] مبلغی آبادانی، عبدالله، تاریخ ادیان و مذاهب جهان، ج ۱، بی‌تا، ص ۱۱۳.

[۵] جان ناس، تاریخ جامع أدیان، ترجمۀ علی اصغر حکمت، چاپ سوم، ۱۳۵۴ هـ.ش، با همکاری مؤسسۀ انتشارات فرانکلین، ص ۲۹۰.

[۶] همان، ص ۲۹۰-۲۹۱.

[۷] ابراهیم، علیرضا، آیین شین‌تو؛ نگاهی از فراز، بی‌تا، ص ۹۷.

Previous Articleد نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین ‌باورۍ سره یې ټکر (پنځمه برخه)
Next Article د یلدا شپې تاريخ او نمانځلو حکم (لومړی برخه)

اړوند منځپانګې

دینونه

شېن ‌تو دین (برخه: ۱۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD
نور یی ولوله
دینونه

شېن‌ تو دین (برخه: ۱۵)

سه شنبه _16 _دسمبر _2025AH 16-12-2025AD
نور یی ولوله
دینونه

شېن‌ تو دین (برخه: ۱۳)

پنجشنبه _11 _دسمبر _2025AH 11-12-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

متفرقه

قران تل پاتې معجزه برخه: (۴۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD11 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل پاتې معجزه برخه: (۴۶) د «یحرم من الرضاعة ما…

نور یی ولوله
دینونه

شېن ‌تو دین (برخه: ۱۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD5 Views

لیکوال: ابوعائشه شېن ‌تو دین (برخه: ۱۶) سریزه لکه څنګه مو چې په تېرو برخو…

نور یی ولوله
اسلام

د یلدا شپې تاريخ او نمانځلو حکم (برخه: ۴)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD6 Views

لیکوال: خالد یاغي ‌زهي د یلدا شپې تاريخ او نمانځلو حکم (برخه: ۴) د یلدا…

نور یی ولوله
اومانیزم

هیومنېزم «انسان پالنه» (برخه: ۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD6 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل‌ زهي هیومنېزم «انسان پالنه» (برخه: ۶) له انسان سره د دین…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

قران تل پاتې معجزه برخه: (۴۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD

شېن ‌تو دین (برخه: ۱۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.