لیکوال: محمد عاصم اسماعیل زهي
هيومنېزم «انسانپالنه» (برخه: څلورمه)
د هیومنېزم مخکښان
لرغونی چین
د کنفوسیوس فلسفه[1] (چینایي فیلسوف) (۵۵۱ – ۴۷۹ ق.م) چې په پای کې د چینایي پاچاهانو کورنیو او د هغوی نږدې سیاستوالو د بریالیتوب د نظریې بنسټ شوه؛ دغه نظریه څو انسانپالې نښې لرلې، لکه: د انسان او بشر د ژوند درناوی او له تصوف او خرافاتو څخه سترګې پټول. په دې خرافاتو کې د ارواح او مرګ وروسته د ژوند په اړه فکر او غور شامل و. د کنفوسیوس په فلسفه کې له دې ارزښتونو په څرګنده توګه ملاتړ شوی او دغه ارزښتونه یې په خپل فلسفي ښوونځي کې زدهکوونکو ته لېږدول.
لرغونی یونان
له ميلاد څخه مخکې په شپږمې پېړۍ او له سقراط څخه وړاندې فیلسوفان، لکه: ثالس دمیلتوس او زنوفانس د کولوفون لومړني کسان وو، په هغو سیمو کې چې هڅه یې کوله نړۍ د دیني او انساني لید له مخې د اسطورو او دودونو پر ځای تشریح کړي؛ له همدې امله ویلای شو، چې دوی د لومړنیو یوناني انسانپوهانو په ډله کې شمېرل کېږي.
څېړونکي د هيومنېزم د فکر ریښې په لرغوني یونان کې لټوي. پروتاګوراس له ميلاد څخه (۴۵۰) کاله مخکې، د هيومنېزم ځینې بنسټیزې نظریې وړاندې کړې. سقراط د «ځان پېژندنې اړتیا» په اړه خبرې وکړې. د سقراط افکار د خپلې زمانې فلسفي تمرکز له طبیعت څخه انسان ته واړاوه. اپیکور هغه فلسفه وړاندې کړه چې بنسټ یې پر «یوډای مونیا» ولاړ و. دغه کلمه د «خوشحالۍ، هوساینې یا روحي خوښۍ» په معنا ژباړل شوې ده. د انسان خوشبختي، ښه ژوند کول، دوستي، له افراط او تفریط څخه ډډه کول، د اپیکوري فلسفې مهم عناصر وو، چې په هیلنستي نړۍ او له هغه وروسته یې وده وکړه. ګڼ شمېر څېړونکي تاییدوي، چې د لرغوني یونان د انسانپالنې د فکر ځانګړتیاوې د هغه هيومنېزم ریښې دي، چې دوه زره کاله وروسته مطرح او عملي شوې[2].
د منځنیو پېړیو اسلام
د منځنیو پېړيو ګڼو مسلمانو مفکرینو د پوهې، معناوو او ارزښتونو په لټون کې، په انساني، عقلي او علمي بحثونو کې برخه اخیستې وه. د اسلام له هغو پراخو ليکنو چې د مینې، شعر، تاریخ او دیني فلسفې په اړه دي، څرګندېږي چې د منځنیو پېړيو اسلامي فکر له فردپالنې، سکولرېزم[3]، شکمنو مذهبونو او لیبرالېستي[4] انساني نظریاتو څخه پاک و.
د عباسي خلافت په دوران کې د لرغوني یونان ادبياتو عربي ژباړو پر اسلامي فیلسوفانو اغېز وکړ. د منځنیو پېړيو ګڼ مسلمان مفکرین د پوهې، معناوو او ارزښتونو په لټه کې، د انساني، عقلي او علمي بحثونو په لټه کې وو. په بغداد، بصره او اصفهان کې داسې ښوونځي جوړ شول، چې د اسلام او انسانپالنې ګډ تعلیمات یې ورکول. د دې ښوونځیو څرګند مثالونه خیام، زکریا رازي او ابن راوندي دي. [5]
رنسانس
رنسانس دوره وه چې له (۱۴) ميلادي پېړۍ پیل او تر (۱۷) ميلادي مې پېړۍ پورې یې دوام وکړ. رنسانس په یوه کلمه کې د اروپا د کلتور، اقتصاد، سیاست او هنر د بیا زېږېدنې معنا لري. ولې بیا زېږېدنه؟ ځکه چې ټولو دغو عناصر په لرغوني یونان کې شتون درلود او د رنسانس په دوره کې انسان هڅه کوي، چې همدغه عناصر بيا را ژوندي کړي.
په رنسانس یا توره دوره (منځنۍ پېړۍ) کې د انسان د ازادۍ روح له منځه تللی و. د هيومنېزم بنسټګرانو هڅه کوله چې دا ازادي بېرته راژوندۍ کړي او دا لار یې د کلاسیک ادب له لارې وموندله. په هیومانېستي فکر کې مطرح شوې ازادي، د منځنیو پېړیو له منل شوي فکر سره په ټکر کې وه، چې پر بنسټ یې امپراتوري، کلیسا او فیوډالي اصول د نړۍ نظم ساتونکي ګڼل کېدل او انسان یې یوازې په منلو مجبور و.
د منځنیو پېړیو کلیسا د دې فکر خپرونکې وه چې ټولې چارې، مادي وي او که روحي، چې د انسان اړتیاوې پوره کوي (د ورځې له ډوډۍ څخه را نیولې تر روحي حقیقت پورې) د هغه نظم پر اساس دي، چې انسان یې برخه ګڼل کېږي. روحاني مشران، مفسرين او د نظم ساتونکي د نړۍ واکمنان ګڼل کېدل. پترارک (۱۴مه پېړۍ) چې د هيومنېزم د پلار په توګه یادېږي، هغه د کلاسیکو لیکنو له پېژندلو سره د خپلې علاقې له مخې د اثارو فهرست جوړ کړ او دا اثار یې په څلورو اصلي برخو ووېشل: بلاغت، اخلاقي فلسفه، شعر او ګرامر. دغو اثارو د انسانپالنې د زدهکړو بنسټ جوړ کړ. د پترارک لاره نورو کسانو تعقیب کړه، لومړی په ایټالیا، فرانسې او وروسته يې په شمالي اروپا، په ځانګړي ډول په هالنډ کې، د اراسموس له خوا دوام وکړ. د شکاکیت فلسفه، دین ته نوې کتنه، ریاضیات او نور علوم له هيومنېزمي لیدلوري سره یو ځای شول. [6]
روښانفکري
روښانفکري هغه فلسفي خوځښت دی چې په (اتلسمه) پېړۍ کې رامنځته شو. په دې دوره کې ټولنیز، سیاسي او مذهبي باورونه د عقل محوره فکر او منطق پر بنسټ بدل شول. په دې دوره کې هيومنېزم له دیني او ادبي چوکاټ څخه مخکې شو. پوهې، عقل او روښانفکرۍ وده وکړه، ذهن د نړۍ د درک وسیله وګرځېده او د خدای تعالی ځای ناستی وګڼل شو. دینې فلسفې نور د انسان په اخلاقو تکيه نه کوله. انسانپاله ارزښتونه، لکه: زغم او د غلامۍ پر ضد دریځ د رامنځته کېدو په حال کې و. هغه تخنیکي موندنې او اختراعات چې د انسان ژوند یې بدل کړی و، عادي خلکو ته دا فرصت ورکړ چې له نوو اخلاقو او د بشر په اړه له ډېر باور سره دین ته ور نېږدې شي. نوې فلسفې، ټولنیزې او سیاسي نظریې را څرګندې شوې. د ځینو مفکرینو پر خدای تعالی باور یې په بشپړه توګه رد کړ او بېلابېل روان بهيرونه، لکه: بې دیني، دئیزم او له منظم دین سره دښمني.
په همدې دوره کې اسپینوزا وویل: «خدای یعنې د طبیعت ټوله مجموعه.» په دې وخت کې طبیعت پالنې (ناتورالېزم) وده وکړه او پراختیا يې وموندله.
بارون وویل: «دین د وېرې پر بنسټ جوړ شوی او د تاریخ په اوږدو کې یې د ظالمانو خدمت کړی دی.» د «انسان» انتزاعي مفهوم رامنځته شو. دا په دې معنا چې تر دې مخکې په ادبیاتو او دین کې د «انسانانو» خبرې کېدې؛ باداران، غلامان، پاچاهان، جنګسالاران، سرتېري او ښځې به یادېدلې، خو د «انسان» په یوازیني او انتزاعي مفهوم خبرې نه کېدې. همدا و چې د «انسان» کلمه د «انسانانو» پر ځای ادبي او رسمي متونونو ته داخل شوه. روسو په «ټولنیز تړون» کتاب کې وايي: «انسان ازاد نړۍ ته راځي، خو هر ځای په ځنځیر کې دی.» ( Man is born free but everywhere is in chains.)
توماس پېن «د انسان حقونه» (The Rights of Man) په نوم کتاب ولیکه او په دې کتاب کې یې «انسان» کلمه په مفرد ډول وکاروله او د انسان د نړیوال مفهوم نوې معنا یې وړاندې کړه. د دې او نورو لیکنو په مرسته د توماس هابز لپاره د مادیت پالنې (ماټریالېزم) لاره هواره شوه. موخه دا وه چې انسان باید د طبیعت پر وړاندې د تقدیر په نوم منفعل دریځ پرېږدي او پر ځای یې طبیعت او تاریخ د خپل واک ساحه وګرځوي؛ خپل برخلیک په خپله وټاکي او د طبیعت قوانین د خپل خدمت لپاره وکاروي. (علم محوري/ساینټېزم)
دوام لري…
مخکنئ برخه / راتلونکې برخه
سرچینې:
[1]. جهت آشنایی و شناخت بهتر عقاید و باورهای کنفوسیوس، به بخش ادیان سایت ادارۀ علمی و تحقیقاتی کلمات مراجعه نمایید.
[2]. میر احمدی، منصور، آزادی در فلسفۀ سیاسی اسلام، ص138و 139، بوستان کتاب، سال چاپ: 1381هـ، قم.
[3]. جهت آشنایی و شناخت بهتر عقاید و باورهای سکولاریزم، به بخش نظریات و مکاتب فکری سایت ادارۀ علمی و تحقیقاتی کلمات مراجعه نمایید.
[4]. جهت آشنایی و شناخت بهتر عقاید و باورهای لیبرالیزم، به بخش نظریات و مکاتب فکری سایت ادارۀ علمی و تحقیقاتی کلمات مراجعه نمایید.
[5]. میر احمدی، منصور، آزادی در فلسفۀ سیاسی اسلام، ص138و 139، بوستان کتاب،سال چاپ: 1381هـ، قم.
[6]. دیویس، تونی، اومانیسم، ص 49 ، مترجم: مخبر، عباس، انتشارات: نشر مرکز، سال 1378هـ، تهران.


