Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»نظریات او فکري مکاتب»اومانیزم»هیومنېزم «انسان ‌پالنه» (برخه: ۵)
اومانیزم سه شنبه _16 _دسمبر _2025AH 16-12-2025AD

هیومنېزم «انسان ‌پالنه» (برخه: ۵)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: محمد عاصم اسماعیل ‌زهي
هیومنېزم «انسان ‌پالنه» (برخه: ۵)
د انسان‌ پالنې بحث
د تاریخي پړاوونو پر بنسټ  څلور لوی هیومنېستي بحثونه شوي دي، چې له  دغو څلورو بحثونو څخه هر یو يې په کوچنیو بحثونو وېشل شوی دی. کلاسیک هیومنېزم، د رنسانس هيومنېزم، د روښانتیا هيومنېزم او د شلمې پېړۍ هيومنېزم چې په څلور واړو باندې به لږ بحث وشي.
همدارنګه داسې یې هم تعریفولی شو چې هيومنېزم له يو ځانګړي فيلسوف يا فلسفي نهضت سره تړي، لکه مارکسيستي هيومنېزم، هایدګري هيومنېزم، يا اګزیستانسیاليستي هيومنېزم او نور.
هيومنېزم په یو بل وېش کې په دوو عمومي برخو وېشل کېږي:
(۱) انسان‌ محوره هيومنېزم «انسان‌پالنه»: په دې هیومنېستي لید لوري کې مذهب زیاینمن او رد شوی بلل کېږي او یا یو داسې تسکین کوونکی عامل ګڼل کېږي، چې انسان کولای شي له هغه څخه بې ‌نیازه شي. دا ډول هيومنېزم خپله په دوو برخو وېشل کېږي:
(الف) دئیستي هيومنېزم: له خدای سره د اړیکې ناممکن کېدل.
(ب) اته ‌ئیستي (ملحدانه) هيومنېزم:  افراطي الحادي تفکر او له خدای جل جلاله څخه بشپړ انکار.
(۲) مذهبي او خدای محوره هيومنېزم: په دې لید لوري کې هيومنېزم د دین په چوکاټ کې محدودېږي او یوازې د انسان د ژوند یوه برخه رانغاړي. [1]
کلاسیک هيومنېزم
د سوفسطائیانو بیا سقراط، افلاطون او ارسطو له راتګ سره د تفکر بهیر له هستۍ ‌پېژندنې، کاینات ‌پېژندنې او طبیعت‌ پېژندنې څخه انسان‌ پېژندنې ته واوښت او انسان په اساسي پوښتنه بدل شو. تر دې وړاندې اساسي پوښتنه دا وه، چې طبیعت څه شی دی؟ خو وروسته له دې بیا دا پوښتنه مطرح شوه چې انسان څه شی دی؟ په حقیقت کې د فکر او تفکر قانون او مرکزي ثقل بدل شو او د انسان پر محور د هغه انګېزې او علاقې جوړې شوې. په دې پړاو کې ان اخلاق هم د عقل تر څېړنې لاندې راغلل او په عملي ډول تر نقد او پوښتنې لاندې ونیول شول. پروتا ګوراس په همدې دوره کې دا خبره چې « انسان د هر څه معیار دی» وکړه.  دا پړاو خپل فکري او فلسفي اوج په سقراط کې ویني، ان تر دې هغه نړۍ چې سقراط یې پېژني د انسان نړۍ ده او د هغه ټولې څېړنې په همدې انساني دایره راڅرخېږي. [2]
د رنسانس هيومنېزم
رنسانس د (۱۴ مې) میلادي پېړۍ په دویمه نیمايي کې په ایټالیا کې پیدا شو. په دې موخه چې د لرغوني یونان او روم د لیکوالانو اثار مطالعه کړي. دا غورځنګ تر ډېره فلسفي او ادبي وو او دوی غوښتل چې د لروغوني تمدن ادبي او هنري میراث را ژوندی کړي. د رنسانس د دورې انسانان له یوې خوا له دیني باورونو ستړي شوي وو او له بلې خوا یې غوښتل، چې  د هغو پر ځای بدیل فکري نظام رامنځته کړي؛ ځکه کلیساګانو ترې فکري او عقیدوي ازادي اخیستې وه او پر یوه حتمي او نه بدلېدونکي برخلیک یې ټینګار کاوه، چې انسانان یې په ډول ډول غلامۍ کې اچولي وو. نو دوی د لرغوني یونان د فکر خاوندانو له عقلاني لید لوري الهام واخیست او د عقل پر بنسټ یې د نوي نړۍ لید (جهان‌ بینۍ) د جوړولو پرېکړه وکړه، چې نوم یې ورته هيومنېزم کېښود. د دې دورې له مهمو هیومنېستانو څخه دانته، پترارک، لامیراندولا، اراسموس او بوکاچو  یادېږي.
پیکو دلا میراندولا (د ایټالیا د رنسانس دورې لیکوال) «د انسان مقام» په وینا کې د خدای له قوله وایي: «ای انسانه! ما تاته له مخکې ټاکلی مقام، ځانګړې څېره یا ځانګړي امتیازات نه دی درکړی؛ ځکه ته باید خپل ذات له هر ډول بندیز پرته او یوازې د هغه ځواک له لارې چې ما درکړی وټاکې. ما ته د نړۍ په زړه کې پیدا کړی یې، چې له دې ځایه په نړۍ کې هر څه ووینې، ما ته نه اسماني، نه ځمکنی فاني او نه تل پاتې جوړ کړی یې، بلکې ته کولای شې، لکه یو بشپړ او خپلواک استاد خپله بڼه جوړه کړې او ځان هماغسې جوړ کړې چې خپله یې خوښوې.» [3]
د روښانتیا عصر هيومنېزم
دا بحث د رنسانس د هيومنېزم پر خلاف چې سلبي لوری لري، تر ډېره ایجابي بڼه لري. هيومنېزم  د روښانتیا په دوره کې فلسفي څېره خپله کړه. انسان په عقل سمبال یو ژوندی (بیولوژیکي) موجود وګڼل شو. انسان د هستۍ بنسټ او مرکز وګرځېد او فکر کول د واقعیت پر وړاندې د فني واکمنۍ اساسي وسیله وبلل شوه.  دیدرو وايي: یوازې د انسان شتون دی چې د نورو موجوداتو شتون ته معنا ورکوي؛ ځکه انسان یوازینی د پیل او پای ټکی دی، چې ټول څه باید ورسره تړاو ولري.
د شلمې پېړۍ هيومنېزم
په شلمه پېړۍ کې لږ تر لږه (۴) ډوله هیومنېزم منځ ته راغلی دی: مارکسيستي هیومنېزم، پراګماتيزم هیومنېزم، اګزیستانسیالیزم هيومنېزم او پرسونالیزم هيومنېزم. خو په ټوله کې د شملې پېړۍ هیومانیستي غورځنګونه اکثره غیر دیني او له سيکولريزم سره همغږي دي. په ډېری مواردو کې  هيومنېزم هغه د خدای جل جلاله له شتون پرته باور ته اشاره کوي، چې د انسان پر عاملیت ولاړ وي او د نړۍ د درک لپاره پر علم او عقل تکیه کوي، نه پر وحې چې له ماروا‌ء طبعي سرچینې څخه راځي.
هیومنېستان معولاً له بشري حقونو، بیان ازادۍ، له پرمختللو سیاستونو او ولسواکۍ څخه ملاتړ کوي. هغه کسان چې هیومنېستي نړۍ لید لري، په دې باوردي چې دین د اخلاقو بنسټ نه دی او د دیني لاسوهنې له امله په ښوونه او دولتي چارو کې مخالفت کوي.
دين او هيومنېزم
له دیني اړخه دوه ډوله هيومنېزم لرو: «انسان محور هيومنېزم» او «خدای محور هيومنېزم». په انسان محوره هيومنېزم کې انسان د ټول عالم مرکز او ان د خپل خدای خالق ګڼل کېږي؛ خو په خدای ‌محوره هيومنېزم کې خدای د هستۍ محور دی او انسان د همدې دایرې دننه ژوند کوي، خو تکیه یې پر خدای نه ده، بلکې پر خپل ځان تکیه کوي. ځینې انسان ‌پالونکي په رښتیني خدای د ایمان په نوم، یعنې د انسان پر ځان ایمان ګڼي. د دوی په اند که څه هم په انسان کې یو دروني غږ شته، چې وايي خدای شته، خو دا چې انسان هغه نه ویني، نو باید په اړه یې څرګندونه ونه کړي؛ هغه څه چې اوس شتون لري او انسان یې ویني خپله انسان دی. په حقیقت کې انسان همغه خدای دی او د ټولو انسانانو په اندازه خدای شتون لري.
سره له دې چې هیومنېستان د منځنیو پېړیو له الهیاتو او سختو ریاضاتو سره مخالف وو، خو ‌مذهبي یا ‌مسیحي ضد شخصیت یې نه درلود. د انسان د ارزښت او ازادۍ له ساتنې سره د هغوی لېوالتیا د دې لامل شوه، چې د خدای، د هغه د قدرت، د روح، د روح د بقا او د هغه د ازادۍ په اړه حدیثي او دیني مسایلو ته مخه کړي، چې دا بحثونه ډېر وخت د هماغه دودیزو منځنیو پېړیو په بڼه ترسره کېدل. په هر صورت په هيومنېزم کې يې دغو مفاهیمو او موضوعاتو نوې مانا وموندله؛ ځکه هغوی د انسان د ابتکار او نوښت وړتیا ته د درک او تصدیق حق ورکاوه او د همدې وړتیا ملاتړ یې په دیني ډګر کې هم کاوه.
جیانوتزو مانتي په خپل کتاب «د هيومنېزم ستر شخصیتونه» کې لیکلي: سپېڅلی کتاب یوازې د اخروي نېکمرغۍ  لپاره یوه خبرتیا نه ده، بلکې د دنیوي نېکمرغۍ  لپاره هم یوه خبرتیا ده. د مانتي له نظره، مذهب هماغه د انسان د عمل پر ارزښت باور، د دغه عمل بریا او په اخرت کې د هغه اجر او بدله ده. هغه د لونزو والا او ډېرو نورو په څېر، د مذهب بنسټیزه دنده دا ګڼي چې د انسان ملاتړ د حقوقي ژوند په عمل کې وکړي او همدارنګه د هغه د سیاسي فعالیت ملاتړ هم وکړي.
هیومنېستان په دې باور دي چې د دیني اصولو له یوې ټولګې سره نه ژمنتیا به د ټولنیز نظام بنسټونه ړنګ کړي. د هيومنېزم دیني لید لوری په ژوره توګه د زغم (مدارا) له روحیې څخه ډک وو. د «مدارا» او «تساهل» اصطلاح چې د شپاړسمې او اوولسمې پېړۍ د دیني جګړو تر اغېز لاندې رامنځته شوه، د بېلا بېلو دیني عقایدو تر منځ د سوله ‌ییز ګډ ژوند امکان ته اشاره کوي، هغه عقاید چې یو له بل څخه بېل پاتې کېږي او په یوه واحده عقیده نه شي بدلېدای، له همدې امله هیومنېستان خپل زغم ‌ناک لید لوری د ټولو دیني مذهبونو د بنسټیز وحدت او نړیوالې دیني سولې د امکان له نظریې څخه ترلاسه کوي. له بلې خوا پیکودلا میراندولا د زغم د نظریې په الهام سره د نوې سولې پیغام راوړ، چې دې جوړ جاړي یې د نړۍ د ټولو مذهبونو او فلسفو پام ځان ته را واړوه. «د انسان د مقام » په وینا کې یې د افلاطوني او ارسطويي تفکر د یو له بل سره د جوړ جاړي له لارې د یوې نړیوالې سولې د بنسټ طرحه وړاندې کړه. همدارنګه پیکو د دې دوو نظریو ترمنځ او د لرغوني عهد نورو فلسفو، کابالا (یهودي عرفان)، جادو او سحر، پاتریستیک (د کلیسا د لومړنیو پلارانو اړوند) د مدرسې ښوونخی وړاندې کړ، د فلسفې، مسیحیت او مذهبي وحې د همغږۍ وړاندیز یې وکړ، چې دې د پیکو دلا میراندولا پورې تړاو درلود. [4]
دوام لري…

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

سرچینې: 

[1]. هایدگر، نامه‌ای در باب اومانیسم، ص67، مترجم: علیپور، ابراهیم، (پایان‌نامۀ کارشناس ارشد)، خرداد سال 1381هـ، تهران.

[2]. همان.

[3]. هایدگر، نامه‌ای در باب اومانیسم، ص77، مترجم: علیپور، ابراهیم، (پایان‌نامۀ کارشناس ارشد)، خرداد سال 1381هـ، تهران. وصانع‌پور، مریم، خدا و دین در رویکردی اومانیستی، ص43، انتشارات: موسسۀ فرهنگ و ‌اندیشۀ معاصر، سال چاپ: ۱۳۸۱هـ تهران.

[4]. صانع‌پور، مریم، خدا و دین در رویکردی اومانیستی، ص40، انتشارات: موسسۀ فرهنگ و اندیشۀ معاصر، سال چاپ: ۱۳۸۱هـ تهران.

Previous Articleد یلدا شپې تاريخ او نمانځلو حکم (برخه: ۲)
Next Article شېن‌ تو دین (برخه: ۱۵)

اړوند منځپانګې

اومانیزم

هیومنېزم «انسان پالنه» (برخه: ۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD
نور یی ولوله
نظریات او فکري مکاتب

د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین باورۍ سره یې ټکر (برخه: ۸)

پنجشنبه _18 _دسمبر _2025AH 18-12-2025AD
نور یی ولوله
نظریات او فکري مکاتب

د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین ‌باورۍ سره یې ټکر (برخه: ۷)

چهارشنبه _17 _دسمبر _2025AH 17-12-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

متفرقه

قران تل پاتې معجزه برخه: (۴۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD7 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل پاتې معجزه برخه: (۴۶) د «یحرم من الرضاعة ما…

نور یی ولوله
دینونه

شېن ‌تو دین (برخه: ۱۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD5 Views

لیکوال: ابوعائشه شېن ‌تو دین (برخه: ۱۶) سریزه لکه څنګه مو چې په تېرو برخو…

نور یی ولوله
اسلام

د یلدا شپې تاريخ او نمانځلو حکم (برخه: ۴)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD5 Views

لیکوال: خالد یاغي ‌زهي د یلدا شپې تاريخ او نمانځلو حکم (برخه: ۴) د یلدا…

نور یی ولوله
اومانیزم

هیومنېزم «انسان پالنه» (برخه: ۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD6 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل‌ زهي هیومنېزم «انسان پالنه» (برخه: ۶) له انسان سره د دین…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

قران تل پاتې معجزه برخه: (۴۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD

شېن ‌تو دین (برخه: ۱۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.