Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»دینونه»شېن‌ تو دین (برخه: ۱۵)
دینونه سه شنبه _16 _دسمبر _2025AH 16-12-2025AD

شېن‌ تو دین (برخه: ۱۵)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ابو عائشه
شېن‌ تو دین (برخه: ۱۵)
د شېن‌ تو دین کتابونه
په شېن‌ تو دین کې ځینې داسې کتابونه موندل کېږي چې د پخوانیو خلکو د ادابو او رواجونو یادښتونه پکې راغلي دي. دا کتابونه په بېلابېلو وختونو کې لیکل شوي دي، چې له دې جملې څخه يې یو کتاب په (۸۰۶ م) کال کې تالیف شوی دی. په دې اثارو کې هغه زړې افسانې او روایتونه ذکر شوي دي چې د روحاني طبقې په دفاع کې ویل شوي دي.
د شېن ‌تو دین تر ټولو مهم مقدس متون دوه کتابونه دي:
لومړی یې «کوجيکي» (Kojiki) نومېږي، چې په (۷۱۲ م) کال کې لیکل شوی او دويم یې «نیهون‌ ګي» (Nihongi) دی، چې په (۷۲۰ م) کال کې تدوین شوی دی. دا دواړه اثار د جاپان د شېن ‌تو دین تر ټولو زاړه او لرغوني مذهبي متون ګڼل کېږي. البته دې خلکو یوازې په همدې دوو کتابونو بسنه ونه کړه، وروسته دوه نور کتابونه هم رامنځته شول، چې یو یې د بېلابېلو وختونو لپاره د دعاګانو مجموعه ده چې د لسمې میلادي پېړۍ پر مهال لیکل شوی او بل یې د شعرونو یوه ټولګه ده چې له پنځمې تر اتمې میلادي پېړۍ پورې ویل شوي دي.
د کوجېکي کتاب
د کوجېکي کتاب اوس هم شتون لري او د ډاکتر احسان مقدس له لوري ژباړل شوی دی. د دې کتاب د تالیف په اړه په خپله د کوجېکي په متن کې معلومات شته چې په لاندې ډول یې تشریح کوو:
د څلورمې میلادي پېړۍ په شاوخوا کې د جاپان قبایل ورو ورو د «یاماتا» د مرکزي حکومت تر چتر لاندې راغلل. د پنځمې پېړۍ په پای او د شپږمې پېړۍ په پیل کې ورو ورو د جاپان امپراتوري را منځته شوه. په همدې وخت کې د امپراتورۍ د مشروعیت موضوع د بحث او شخړې ټکی وګرځېد. د «کوجېکي» او «نیهونګي» (چې ځینې سرچینې ورته نیهون ‌شوګي وایي) د لیکلو اصلي موخه دا وه، چې د امپراتورې کورنۍ الهي اصل او د اسماني نسب مشروعیت ثابت کړي.
د دغو دواړو کتابونو کیسې او اسطورې د نقل کوونکو له لوري له یوه نسل څخه بل نسل ته په شفاهي بڼه انتقالېدې. دغه نقل کوونکي په جاپاني ژبه کې کاتاري ‌بیه بلل کېدل (کاتاري: کیسه‌ویونکي، بیه: قبیله). دوی به په مېلمستیاوو او جشنونو کې ګډون کاوه او همدا افسانې به یې خلکو ته ویلې، له همدې امله دا روایتونه د پېړیو په اوږدو کې سینه ‌په ‌سینه انتقال شول.
په اوومه پېړۍ کې امپراتور «جیم‌ مو» د دې پراخو او بې‌ نظمه کیسو له کبله مغشوش شو او ویې وویل: «زموږ تاریخي دودونه او د نسب سلسله د ټولو کورنیو تر منځ خپره شوې ده او دا ټولې کیسې له دروغو سره ګډې شوې دي. که موږ نن دا ټولې کيسې راټولې او سمې نه کړو، نو ډېر ژر به له منځه لاړې شي.»
 وروسته امپراتور د «هیدا نواربه» په نوم یوه (۲۸) کلن ځوان وګماره چې د هېواد ګوټ ګوټ ته سفر وکړي، همدا روایتونه راټول او مطالعه کړي؛ خو امپراتور د کتاب له بشپړېدو وړاندې وفات شو. له ده وروسته ملکه «گیم ‌یو» د ده کار ته دوام ورکړ او د «اونو یاسومارو» په نوم یوه بل شخص ته یې دنده وسپارله، هر هغه څه چې «هیدا نواربه» راټول کړي و، ولیکي. اونو یاسومارو د څلورو میاشتو په موده کې کتاب ولیکه او د (۷۱۲ م) کال د جنورۍ میاشتې په (۲۸) مه نېټه یې ملکې ته وړاندې کړ. په دې توګه د جاپاني تاریخ دا ستر اثر، یعنې کوجېکي (د زړو پېښو کارنامه) د اتمې میلادي پېړۍ په پیل کې د بودايي مذهب تر راتګ وروسته ولیکل شو. هېره دې نه وي چې د کوجېکي اساطیر او روایتونه ډېر زوړ تاریخ لري او د څلورمې، پنځمې او شپږمې میلادي پېړيو له پخوانیو کیسو څخه سرچینه اخلي.
له همدې امله کوجېکي د جاپاني دیني تفکر او مذهبي لید د پېژندنې په برخه کې تر ټولو مهم مذهبي اثر ګڼل کېږي. [۱]
دا د جاپان تر ټولو پخوانی تاریخي کتاب دی، چې د شاهي دربار د پخوانیو دودونو د خوندي کولو او تثبیت په موخه لیکل شوی دی.[۲]
د نیهونګي کتاب
له کوجېکي کتاب اته کاله وروسته د نیهونګي (د جاپان کارنامه) په نوم یو بل اثر هم رامنځته شو. یاد کتاب په (۳۰) فصلونو کې ترتیب شوی و. نیهونګي په حقیقت کې د کوجېکي پوره کوونکی او بشپړوونکی اثر ګڼل کېږي؛ د دې اثر موخه دا وه چې د کوجېکي نیمګړتیاوې اصلاح کړي. نیهونګي اثر د چینایي تاریخ‌ لیکنې په طرز او سبک لیکل شوی و. دا کتاب وروسته د جورج ویلیام استون (George William Aston) له خوا انګلیسي ته وژباړل شو او په (۱۸۹۶ م) کال په لندن کې چاپ شو. د وخت په تېرېدو سره نیهونګي د علماوو او لوستونکو پام ځانته را واړوه او له همدې امله د کوجېکي کتاب تر «اېدو دورې» (۱۶۱۵– ۱۸۶۷م) پورې تر ډېره په هېرېدو شو. د کوجېکي کتاب تر ټولو زړه لاسي نسخه په (۱۳۷۱م) کال لیکل شوې ده او د ناګویا ښار په شیمبکوجي معبد کې ساتل کېږي. خو د نیهونګي له کتاب څخه ګڼ شمېر لاسي نسخې پاتې دي، چې د هییان دورې (۷۹۴ – ۱۱۸۵م) پورې اړه لري. له همدې امله د نیهونګي په اړه ګڼې څېړنې او مطالعات ترسره شوي دي او ګڼې تاریخي دورې په ځان کې رانغاړي.[۳]
نیهونګي له کوجېکي اته کاله وروسته بشپړ شو. دا اثر د جوړښت له پلوه د کوجېکي تقليد بلل کېږي او له دوو اصلي برخو څخه جوړ شوی دی. د نیهونګي یو مهم امتیاز دا دی چې د اوومې میلادي پېړۍ تاریخ هم پکې شامل دی. وروسته د دې کتاب د بشپړولو په موخه تفسیرونه او شرحې هم ولیکل شوې.[۴]
که څه هم نیهونګي له کوجېکي مکمل او وروسته لیکل شوی اثر دی، خو نن‌ ورځ د دې کتاب اصلي نسخه شتون نه لري؛ په داسې حال کې چې د کوجېکي کتاب لا هم په خپل حال پاتې دی او ان فارسي ژبې ته هم ژباړل شوی دی. کوجېکي درې فصلونه لري:
لومړی فصل یې د نړۍ د پیدایښت، د جاپان د ګڼو ټاپوګانو د رامنځته کېدو او ځمکې ته د خدایانو (د امپراتورې کورنۍ د نیکونو) د نزول په اړه کیسې دي.
دويم فصل يې د امپراتور «جیم ‌مو» له وخته تر امپراتور «سوجین» پورې تاریخي دورې بیانوي او دا هماغه وخت دی چې جاپان ته د «کنفیوسیوس» افکار داخل شول؛ دا پېښه د جاپاني تمدن په تاریخ کې د بدلون یو مهم پړاو بلل کېږي.
درېيم فصل د امپراتور «نینوتوکو» له زمانې پیلېږي او د کتاب د لیکوال د ژوند تر دورې پورې رسېږي.[۵]
د دې دوو کتابونو (کوجېکي او نیهونګي) سربېره نور اثار هم شتون لري، چې د شېن‌ تو دین د مراسمو او عباداتو اړخ ته ځانګړي شوې دي، لکه د «انګي‌ شېکي» کتاب چې د مذهبي مناسکو او ملي دودونو د ترسره کولو وضاحتونه پکې راغلي دي او ځینې لرغونې دعاوې هم پکې شاملې دي.[۶]
برداشت او تحلیل
هر څومره چې د شېن‌ تو دین په اړه څېړنې زیاتوو، همغومره له حيرانوونکو او غیر منطقي شیانو سره مخامخېږو. دا حقیقت دی، ځکه هر هغه دین چې له الهي وحې سره تړاو ونه لري او د خالق د ټولو مخلوقاتو له لوري د انسان د نجات لپاره نه وي ټاکل شوی، نو امکان لري چې د زمانې په تېرېدو سره د خپلو پلویانو او یا نورو له لوري تحریف شي او بدلون ومومي.
که یوه ډېره کوچنۍ مقایسه وکړو، نو په واضحه توګه به د اسلام حقانیت او د اسماني دين په توګه به یې عظمت راته څرګند شي: د اسلامي تاریخ د مطالعې له مخې حضرت محمد صلی‌ الله ‌علیه ‌وسلم په (۵۷۰ م) کال نړۍ ته راغلی، په (۶۱۰ م) کال چې څلوېښت کلن و د نبوت مقام لپاره غوره شوی او ورپسې د (۲۳) کالو په موده کې پرې قران کریم شوی دی.
خو د شېن ‌تو دین کتابونه له قران کریم نږدې سل کاله وروسته لیکل شوي دي. نن ورځ د قران کریم پلویان سلګونه میلیونه انسانان دي چې په ټوله نړۍ کې ژوند کوي، خو د شېن‌ تو دین سره له دې چې د لویو امپراتورانو له لوري یې بشپړ ملاتړ کېده ورو ورو له منځه ولاړ. ان تر دې چې په اوسني وخت کې په خپله جاپاني ټولنه کې هم ډېر پلویان نه لري. برعکس اسلام ورځ تر بلې په پراخېدو دی، تر دې چې لوېدیځوال حیران پاتې دي چې څنګه اسلام تر سرحدونو وړاندې د خلکو زړونه نیسي او د کفر او الحاد مشران یې وېرولي او وارخطا کړي دي. دوی له هرې ممکنې لارې هڅه کوي چې د اسلام د خپرېدو مخه ونیسي، خو دا کار د دوی په وس نه دی پوره؛ ځکه اسلام د رب العالمین نور دی او هیڅوک نه شي کولای د رب العالمین نور کم یا له منځه یوسي.
الله تعالی فرمایي: «یریدون لیطفئوا نور الله بأفواههم و یأبی الله إلا أن یتم نوره ولو کره الکافرون». ژباړه: دوى غواړي چې د الله رڼا د خپلو خولو (پوكيو) سره مړه كړي او الله د خپلې رڼا له بشپړولو پرته بل څه نه مني، كه څه هم كافران (دا كار) بد وګڼي.»[۷]
نو لوستونکي باید دې پایلې ته رسېدلي وي چې د الهي او مصنوعي دین ترمنځ څومره ژوره فاصله ده. هغه دین چې د اسمانونو او ځمکې د خالق له لوري رالېږل شوی دی، د انسان د هر درد لپاره دوا، د هرې ستونزې لپاره حل او د ژوند په هره برخه کې د خپلو پیروانو لپاره الهام ‌بښونکې لارښوونې لري.
دوام لري…

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

سرچینې:

[۱] کوجېکي – د شېن‌ تو دین مقدس کتاب، ژباړه: ډاکتر احسان مقدس، چاپ لومړی، ژمی (۱۳۸۰ هـ ش)، مخ ۲۷–۲۸.

[۲] علیرضا ابراهیم، آیین شېن‌تو؛ نگاهی از فراز، بې‌تا، مخ ۹۷.

[۳] کوجېکي – د شېن‌تو دین مقدس کتاب، ژباړه: ډاکتر احسان مقدس، چاپ لومړی، ژمی ۱۳۸۰ هـ ش، مخ ۲۹–۳۰.

[۴] علیرضا ابراهیم، آیین شېن‌تو؛ نگاهی از فراز، بې‌تا، مخ ۹۷.

[۵] کوجېکي – د شېن‌تو دین مقدس کتاب، ژباړه: ډاکتر احسان مقدس، چاپ لومړی، ژمی ۱۳۸۰ هـ ش، مخ ۲۸.

[۶] علیرضا ابراهیم، آیین شېن‌تو؛ نگاهی از فراز، بې‌تا، مخ ۹۷.

[۷] د توبې سورت، آیت ۳۲

Previous Articleهیومنېزم «انسان ‌پالنه» (برخه: ۵)
Next Article قران تل پاتې معجزه (پينځه‌څلوېښتمه برخه)

اړوند منځپانګې

دینونه

شېن ‌تو دین (برخه: ۱۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD
نور یی ولوله
دینونه

شېن‌تو دین  (څوارلسمه برخه)

شنبه _13 _دسمبر _2025AH 13-12-2025AD
نور یی ولوله
دینونه

شېن‌ تو دین (برخه: ۱۳)

پنجشنبه _11 _دسمبر _2025AH 11-12-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

متفرقه

قران تل پاتې معجزه برخه: (۴۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD7 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل پاتې معجزه برخه: (۴۶) د «یحرم من الرضاعة ما…

نور یی ولوله
دینونه

شېن ‌تو دین (برخه: ۱۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD5 Views

لیکوال: ابوعائشه شېن ‌تو دین (برخه: ۱۶) سریزه لکه څنګه مو چې په تېرو برخو…

نور یی ولوله
اسلام

د یلدا شپې تاريخ او نمانځلو حکم (برخه: ۴)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD5 Views

لیکوال: خالد یاغي ‌زهي د یلدا شپې تاريخ او نمانځلو حکم (برخه: ۴) د یلدا…

نور یی ولوله
اومانیزم

هیومنېزم «انسان پالنه» (برخه: ۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD6 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل‌ زهي هیومنېزم «انسان پالنه» (برخه: ۶) له انسان سره د دین…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

قران تل پاتې معجزه برخه: (۴۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD

شېن ‌تو دین (برخه: ۱۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.