
لیکوال: محمد عاصم اسماعیلزوی
هیومنیزم «انسانپالنه» (درېیمه برخه)
تاریخچه
په لوېدیځ او لوېدیځو ټولنو کې، چې کله وګورو دوی په ژوند کې یوه تشه تجربه کړې، د خپلو داخلي احساساتو د پوره کولو لپاره یې داسې نظریه منلې ده چې د انسان اصیل ارزښت ته اهمیت ورکوي او د خدای جل جلاله غوښتنه ردوي، څو د خپل ګومان له مخې د انسان پر درجې او کرامتونو زیاتوالی راولي.
هغه ډله چې په لوېدیځ کې د خدای غوښتنه د انسان له اصلیت سره په ټکر کې ګڼي، د هیومنیزم د ښوونځي بنسټایښودونکي دي. کیسه له هغه ځایه پیلېږي چې لوېدیځ د طبیعي عوالمو له ردولو وروسته له یوه عجیبه معنوي فقر سره مخ شو. ځکه د خدای انکار او د طبیعت د سختو قوانینو له مخې د نړۍ او انسان تفسیر، له ټولنې څخه هر ډول عاطفه لرې کړه او انسان یې د یوه ماشین په څېر وګاڼه.
دغه حالت لامل شو چې ځینو لوېدیځو پوهانو د معنویت او عاطفې د نشتوالي د جبران لپاره د «انساني اصلیت» په نوم یو اصل مطرح کړي، څو د خپل اند له مخې د ژوند له وچوالي او بېحرکتي څخه راکمول رامنځته کړي. له همدې امله د انسان د اصلیت په نوم یو ښوونځی رامنځته شو چې مخلوق ته اصالت ورکوي، خو له خالق څخه یې لېرې کوي.
په داسې حال کې چې دا دوه اصلیتونه ـ د خدای غوښتنه او د انسان اصلیت ـ له یو بل سره د تضاد وړ نه دي چې ووایو: «یا خدای یا انسان». بلکې دا دواړه یو له بل سره تړلي دي او انسان د هغه بېپایه سمندر له تړاو څخه مرسته اخلي او هڅه کوي ځان د کمال مرکز ته ور نېږدې کړي. په حقیقت کې د انسان کمال د هغه سمندر یو څاڅکی دی؛ که له هغه سمندر سره یوځای شي، نور څاڅکی نه دی؛ که دا یو څاڅکی له سمندر سره یوځای وي، نو یو څاڅکی هم سمندر دی، او که نه، نو دا یو څاڅکی دی او سمندر بیا هم سمندر دی.
که څه هم هیومنیزم په ځانګړې مانا کې د رنسانس د خوځښت له بنسټیزو اړخونو څخه شمېرل کېږي، خو له تاریخي پلوه یې مخینه د لرغوني یونان له کلتور سره تړاو لري.
خرافهپالونکو خپلو خدایانو ته صفتونه او ان انساني څېره ټاکله، او د انسان اندام د نقاشۍ او مجسمهسازۍ په هنر کې تر ټولو مهمه موضوع وه. د مسیحیت له راڅرګندېدو او په رومي امپراتورۍ کې د کانسټنټین په امر له رسمي کېدو وروسته، سیاسي او کلتوري واک هم د دیني مشرتابه تر څنګ د کلیسا تر ولکې لاندې راغی.
د منځنیو پېړیو په دوران کې د کلیسا افراطونو د انسان د ارزښت او کرامت پر وړاندې یو افراطي غبرګون وزېږاوه، چې انسانمحور فکر ته لار هواره کړه او د هیومنیزم د رامنځته کېدو سبب شو. له هغو انساني ضد نظریو او چلندونو څخه چې کلیسا پرې ټینګار او تبلیغ کاوه، دا موارد یادېږي:
-
انسان ذاتاً ګناهکار ګڼل کېږي.
-
انسان هېڅ د خپل ځان واک نه لري.
-
د انسان عقل او پوهه د دین مخالف بلل کېږي.
-
هر علمي کار د شیطاني لاسوهنې په نوم او د بندګۍ ضد ګڼل کېده.
-
دین او دنیا، معنوي او جسمي لذتونه د یو بل مخالف ګڼل کېدل چې یوځای کېدل یې ناشوني وو.
-
خلک د کلیسا پر وړاندې د خپلو عقیدو او افکارو واک نه درلود.
-
د اسمان مالکیت، د ګناهونو بښنه او د جنت د ځمکو پلور د کلیسا له واکونو ګڼل کېدل.
د دې افراطونو او د انسان د کرامت له نادیده نیولو وروسته، د کلیسا، امپراتورۍ او فیوډالانو پر ضد لومړني مخالفتونه د ایټالیا په جنوب کې پیل شول او له څوارلسمې څخه تر شپاړسمې پېړۍ پورې یې ټوله ایټالیا ونیوله؛ وروسته بیا جرمني، فرانسه، هسپانیه او انګلستان ته خپاره شول.
مخالفینو د انساني کرامت د بېرته راګرځولو ادعا کوله او په لومړي سر کې یې د روم او یونان د کلاسیک ادبیاتو په راژوندي کولو سره هڅه کوله چې له لاسه تللې ازادي بېرته را وګرځوي. دوی د عقل د ازادۍ په ټینګار او د دیني ریاضتونو په مخالفت کې هڅه درلوده چې د انسان جسمي لذتونه ـ چې کلیسا پرې سترګې پټې کړې وې ـ د بشر وروستۍ موخه وښيي، او زهد او پرهیزګاري د لذت او ګټې په ترلاسه کولو کې منفي لامل وبولي.
ورو ورو دین د انسان د ازادۍ مخالف وبلل شو او یوازې د هغه د غوښتنو د پوره کولو د یوې وسیلې په توګه تفسیر شو. د غیب نړۍ هیره شوه او مادیت د کار بنسټ وګرځېد. په پایله کې د دین او دنیا په مقابل لیدلوري کې دنیايي لذتونو ته لومړیتوب ورکړل شو.
د «انسانپالنې» کلمه (Humanism) د لاتین له کلمې humanitas څخه اخیستل شوې ده. دا کلمه په نولسمه پېړۍ کې د انګلیسي ژبې لغتنامې ته داخل شوه. تاریخپوهان په دې همنظر دي چې دا مفهوم له ډېر پخوا زمانو څخه جوړ او تشریح شوی دی. د هغوی په باور، دا مفهوم د هغو بېلابېلو ماناوو ټولګه ده چې له humanitas سره تړاو لري او دواړه له نورو انسانانو سره د متقابل سخاوت او هغو ارزښتونو په اړه دي چې د انسانیت یا د انساني زدهکړې له لارې رامنځته کېږي.
په ۱۸۰۸ کال کې فردریک ایمانوئل نییتهامر ـ چې د باواریا د ښوونې کمیسار و ـ د لومړي ځل لپاره د Humanismus کلمه د انسانپالنې په مانا جوړه کړه او هغه یې د خپل نوي درسي پروګرام د تشریح لپاره په المان کې د منځنیو ښوونځیو لپاره وکاروله.
په ۱۸۳۶ کال کې د «انسانپالنې» کلمه انګلیسي ژبې ته داخل شوه. دا کلمه له جوړېدو وروسته، په ۱۸۵۶ کال کې په ټوله نړۍ کې د ټولو له خوا ومنل شوه. همدارنګه په همدې کال کې د المان تاریخپوه او فیلسوف جورج ویګت له دې کلمې څخه د رنسانس د انسانپالنې د تشریح لپاره کار واخیست؛ هغه خوځښت چې په ایټالوي رنسانس کې غوړېدلی و، څو د کلاسیکې زدهکړې انځور بیا راژوندی کړي. د دې کارونې منل د ډېرو هېوادونو په تاریخلیکونکو کې، په ځانګړي ډول په المان کې، رواج وموند.
خو د اتلسمې پېړۍ په منځ کې، د فرانسې د روښانفکرۍ په جریان کې، د دې کلمې داسې بڼه وکارول شوه چې تر ډېره یې ایدیولوژیک رنګ درلود. په ۱۷۶۵ کال کې یو ناڅرګند فرانسوي روښانفکر لیکوال په یوه خپرونه کې داسې ولیکل: «انساني مینه… یوه ناڅرګنده فضا ده چې زموږ تر منځ شته او موږ به یې د انسانپالنې په نوم یاده کړو، ځکه وخت رسېدلی چې د دې ښکلي او اړین شي لپاره یوه کلمه وټاکو.»
د اتلسمې پېړۍ په دویمه نیمایي او د نولسمې پېړۍ په پیل کې ګڼ شمېر «بشردوستانه او خیریه ټولنې» رامنځته شوې چې موخه یې د انسان د ښهوالي او د پوهې د پراختیا لپاره هڅې کول وې (په ځینو ټولنو کې مسیحیان هم لیدل کېدل).
دوام لري…