Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»نظریات او فکري مکاتب»اومانیزم»اومانیزم «انسان‌پالنه» (دویمه برخه)
اومانیزم پنجشنبه _4 _دسمبر _2025AH 4-12-2025AD

اومانیزم «انسان‌پالنه» (دویمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: محمدعاصم اسماعیل­زهي
اومانیزم «انسان‌پالنه» (دویمه برخه)
د اومانیزم «انسان‌پالنې» تعریف
کله چې د انسانیت اصطلاح ذکر کېږي، د معناوو یوه ټولګه ذهن ته، راځي چې له انسانانو سره نېکي کول، د انساني کرامت لوړول او په عام ډول د انسانانو پاملرنه په‌کې  شاملېږي. دا معناوې تر ډېره د ټولو انسانانو له خوا د یوې ښې مفکورې په توګه منل شوې دي؛ خو د «انسان‌‌پالنې» یا «اومانیزم» اصطلاح یو جلا مفهوم دی. هغه کسان چې نن د انسان‌ پالنې تر بیرغ لاندې راغونډ شوي دي، عموماً د یوې مشخصې موخې په لټه کې دي او نړۍ ته ځانګړی لیدلوری لري، چې بې له شکه ټول خلک یې نه مني.
انسان‌‌پالنه (Humanism)  د مصدر په بڼه د لومړي ځل لپاره د نولسمې پېړۍ په لومړیو کلونو کې د لوېدیځ په کلتور کې څرګنده شوه، یعنې په ۱۸۰۸ ز کال کې. دې کلمې له ډېر پخوا خپل مفهوم درلود او د «فردریک نیتامر»[1] له خوا کارول شوی و. ده په پیل کې د یوه نوي ښوونیز او روزنیز سیسټم په اړه یوه موخه درلوده، چې باید د لرغوني کلتور او دودونو له لارې ماشومانو ته روزنه ورکړل شي، په ځانګړې توګه د لاتیني او یوناني دودونو له لارې، ترڅو د انسان ارزښت او د هغه حیثیت لوړ شي؛ خو د دې کلمې لاتیني ریښه پخوا او په نورو شرایطو کې عامه وه.[2]
انساني یا انسي صفت له شپاړسمې پېړۍ راهیسې په ځانګړي ډول په ۱۵۳۹ کال کې په اروپايي ژبو کې وکارېده.[3]
د انسان (Human) کلمه له لغوي پلوه د (Humus)  له کلمې سره تړاو لري چې د «ځمکه (Earth)» یا «خاوره (Soil)» معنا لري. موخه یې هغه انسان دی چې پر ځمکه ولاړ وي.[4]
خو انسان‌‌پالنه (Humanism)  لکه څنګه چې په نوې طرېقې او چوکاټ کې کارول کیږي، د Mariam-Webster له مخې په لاندې ډول تعریف شوې ده: «باور، د چلندونو ټولګه یا د ژوند طریقه چې د انسان پر پامونو او ارزښتونو تمرکز لري؛ د یوې فلسفې په توګه هغه څه چې له طبیعت څخه پورته دي نه یې مني.
دا طریقه انسان د یوه طبیعي موجود په توګه پېژني او د انسان د بنسټیز کرامت، انساني ارزښت، د عقل او علمي (تجربوي) میتود له لارې د ځان ثابتولو پر وړتیا یې ټینګار کوي.»[5]
انسان‌پالنه دغه راز داسې هم تعریف شوې ده: « یو منطقي چلند چې انسان د ټولو پامونو مرکز ګرځوي.»[6]
انسانیت، انسان‌‌پالنه، انساني تمایل، د انسانیت مذهب، د انسان دین، اومانیزم  دا ټولې اصطلاح‌ګانې له ډېرو معناوو ډکې دي، تر دې چې ځینو «انساني تمایل» د لوېدیځ د نوي کلتور له پېچلو او ګونګو اصطلاحګانو څخه ګڼلی دی، ځکه چې د انسانیت مذهب لپاره هېڅ دقیق تعریف شتون نه لري؛ خو دا اصطلاحګانې ډېر وخت له یو بل سره په مترادف ډول، د یوې مانا د څرګندولو لپاره کارول کېږي؛ که څه هم ځینې یې له یو بل جلا هم ګڼي. له دې «د اصطلاحاتو کورنۍ» څخه موخه په عام ډول د انسان ارزښت لوړول (او کله ناکله خدایي مقام ته د انسان رسول) او د هستۍ په مرکز کې ځای پر ځای کول دي. [7]
دلته موږ د دې تمایل د څرګندولو لپاره د «انسان‌‌پالنې» کلمه وکاروله، نه د «انسانیت»، ځکه دا په خپل لویدځ سټایل کې د دې مذهب د مبالغې او غلو څرګندونه کوي؛ خو د «انسانیت» کلمه په یوازې ځان د «انسان‌‌پالنې» یا انساني تمایل مانا نه لري، بلکې یوازې د دې مانا یوه برخه په ځان کې لري. ځکه چې په انګلیسي کې د (Ism)وروستړی او په فرانسوي کې (Isme) د مذهب یا نظریې مانا ته اشاره کوي.
د انسانیت ماده او د هغې تمایل د لالاند په اصطلاحي انتقادي فرهنګ کې د مانا له مخې څو بېلابېلې سطحې رانغاړي:
  1. تاریخي مانا: هغه فکري خوځښت ته اشاره کوي چې د رنسانس په دوران کې په اروپا کې د انسان‌پالو تر منځ رامنځته شو. فرانچسکو پترارک (۱۳۰۴-۱۳۷۴ ز)، کولوچیو سالوتاتی (۱۳۳۱-۱۴۰۶ ز)، جووانی پیکو دلا میراندولا (۱۴۶۳ـ۱۴۹۴ ز)، اراسموس (۱۴۶۶-۱۵۳۶ ز) او گیوم بوده (۱۴۶۷-ز). د دې غوځښت غړي دي.
دا خوځښت د خپلو هڅو په وسیله وتوانېد چې د انساني فکر ارزښت لوړ کړي او د منځنیو پېړیو او د هغې تابعو دورو له لارې د نوي او زوړ کلتور تر منځ اړیکه رامنځته کړي. د «انسانیت» تر سرلیک لاندې د فرانسوي ژبې په لوی فرهنګ‌نامه کې راغلي دي: «یو فکري خوځښت چې د پینځلسمو او شپاړسمو پېړیو په اروپا کې پراخ شو، چې موخه یې د تېر وخت ریښو ته ستنېدل، د انتقادي فکر او ذاتي تأمل بېرته راژوندي کول، د ښکلا او هنر نوې مفکورې جوړول وو. په اروپا کې غیر مذهبي څېړنې د انساني څېړنو په نوم یادېدې.» [8]
  1. ۲. فلسفي مانا؛ د لالاند د فرهنګ له مخې: «د انسانیت مانا د سیاسي، اقتصادي او اخلاقي ژوند یوې عمومي مفکورې ته اشاره کوي، چې بنسټ یې د انسان د ازادۍ پر باور ولاړ دی، هغه ازادي چې د انساني ځواکونو په وسیله رامنځته کېږي. دا باور په جدي ډول له مسیحیت سره په ټکر کې دی؛ ځکه چې د مسیحیت له مخې د انسان ازادي یوازې د خدای پر حقوقو او د ایمان پر ځواک ولاړه وه.» [9]
والټر لیپمن (۱۸۸۹–۱۹۷۴ زېږديز) په خپل د اخلاقو سریزه(A Preface to Morals)  کې د انسانیت مانا داسې بیان کړې ده: یو مذهب چې خلک د هغه تر سیوري لاندې په دې باور ژوند کوي «چې د انسان دنده دا ده چې خپله اراده د خدای له ارادې سره نه ، بلکې د بشري خوشبختۍ د شرطونو له غوره پېژندنې سره برابره کړي.»[10]
مارتین هایدګر (۱۸۸۹–۱۹۷۶ زېږديز) انساني تمایل داسې تعریفوي: «… د انسان هغه فلسفي توضیحات، چې د انسان د اصل او د هغه په ​​لارښوونه د وجود بشپړتیا تشریح او ارزښتناکه کوي.»
هغه په بل ځای کې دا داسې یوه فلسفه ګڼي چې انسان په قصدي او په شعوري ډول د هستۍ په مرکز کې ځای پر ځای کوي او د وجود د ځانګړو میټافزیکي تفسیرونو له لارې پر دې باور لري، چې د انسان د وړتیاوو د ازادولو، د ژوند د برابرولو او د برخلیک د ډاډمن کولو امکان شته.
په لنډه توګه: «په انساني تمایل کې … هرڅه د انسان شاوخوا ګرځي … په مدارونو کې چې په دوامداره توګه پراخیږي.».[11]
کالین ویلسون (۱۹۳۱–۲۰۱۳ زېږديز) وايي: «د انسان‌‌پالنې (هغه کلتوري خوځښت چې په دې نوم پېژندل کېږي) دنده دا ده چې هڅه وکړي هر هغه ځای کې چې بدبیني شتون ولري له منځه یې یوسي.»[12]
انساني تمایل د هوساینې، خوند اخیستنې، ژوند ته مخه کولو، د هنر او معمارۍ په خلاقیت کې د حیرانتیا په هڅونه کې څرګندېږي. د دې تمایل د پرې کېدو څرګندونه دمنځنیو پېړیو د پوهنو او د هغې له طریقو څخه په ښکاره ډول څرګند دي. [13]
په اجمالي ډول، هغه اصول چې د انسان تمایل تنظیموي دا دي:
ــ انسان ته بشپړه پاملرنه او له الهي قانون څخه جلاوالی
ــ په عقل باندې بشپړه تکیه او د وحی له لارښوونې څخه جلا کیدل.
له دنیاوي ژوند سره مطلق تړاو او له هر ډول اخروي ماناوو څخه جلا کېدل.[14]

دوام لري…

مخکنئ برخه

سرچینې:

[1]. فردریک نیتامر (Friedrich Niethammer) از متخصصان آلمانی علم تربیت (۱۷۶۶ ۸۴۸ میلادی).

[2]. الداوي، عبدالرزاق، موت الإنسان في الخطاب الفلسفي المعاصر، ص۱۸۹، دارالطلیعة للطباعة والنشر، عام 2014م، بیروت.

[3]. مجموعة مؤلفین، الأنسنة العربية المعاصرة، رسول محمد رسول جذور النزعة الإنسية في القرن الأول الهجري، ص21، الناشر: دارالروافد الثقافیة، عام 2016م بیروت.

[4]. همان.

[5]. الداوي، عبدالرزاق، موت الإنسان في الخطاب الفلسفي المعاصر، ص190، دارالطلیعة للطباعة والنشر، عام 2014م، بیروت.

[6]. مجموعة مؤلفین، الأنسنة العربية المعاصرة، رسول محمد رسول جذور النزعة الإنسية في القرن الأول الهجري، ص23، الناشر: دارالروافد الثقافیة، عام 2016م بیروت.

[7]. رالف بارتون، بری، إنسانیت الإنسان، ص75، مترجم: جیوسی، سلمی خضراء، الناشر: مکتبة المعارف، عام 1961م بیروت. و المدنینی، زهیر، إنیة الإنسان ومنزلة الآخر، ص143، الناشر: مکتبة علاءالدین، عام 2010م، صفاقس تونس.

[8]. گودی، جک، سرقت تاریخ، ص352، مترجم: حسن­لی، نرگس، انتشارات: امیر کبیر، سال انتشار: 1392هـ ـ تهران.

[9]. دیفیز، تونی، النزعة الإنسانية، ص۱۳-۱۶، مترجم: الشریف، عمرو، الناشر: المرکز القومی للترجمة، عام 2018م ـ بیروت. و لالاند، آندره، فرهنگ اصطلاحی و انتقادی فلسفه، ص ۵۶۸، مترجم، وثیق، غلامرضا، سال چاپ: 1377هـ، ناشر: فردوسی ـ ایران.

[10]. لالاند، آندره، فرهنگ اصطلاحی و انتقادی فلسفه، ص ۵۶۸، مترجم، وثیق، غلامرضا، سال چاپ: 1377هـ، ناشر: فردوسی ـ ایران.

[11]. الداوي، عبدالرزاق، موت الإنسان في الخطاب الفلسفي المعاصر، ص43، دارالطلیعة للطباعة والنشر، عام 2014م، بیروت.

[12]. قربان، ملحم، الحقوق الإنسانیت رهنا بالتباعدیة، ص252-253، دارالفکر، عام 2012م، بیروت.

[13]. السید ولد أباه، عبدالله، الفکر الأوروبي الحدیث والمعاصر. ضمن مدخل لتکون طالب العلم في العلوم الإنسانیت، ص117، داراحیاء التراث العربی، عام 2019م، لبنان.

2015م تونس.

Previous Articleد اسلام په رڼا کې د زلزلې څېړنه او د معترضینو د شکونو رد (څلورمه برخه)
Next Article د مطالعې ماهیت او څرنګوالی (شپږمه او وروستۍ برخه)

اړوند منځپانګې

مډرنیزم

د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (پينځه‌ویشتمه برخه)

پنجشنبه _4 _دسمبر _2025AH 4-12-2025AD
نور یی ولوله
مډرنیزم

د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (څلوریشتمه برخه)

پنجشنبه _4 _دسمبر _2025AH 4-12-2025AD
نور یی ولوله
مډرنیزم

د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (درویشتمه برخه)

سه شنبه _2 _دسمبر _2025AH 2-12-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

مډرنیزم

د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (پينځه‌ویشتمه برخه)

پنجشنبه _4 _دسمبر _2025AH 4-12-2025AD7 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (پينځه‌ویشتمه برخه)…

نور یی ولوله
مډرنیزم

د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (څلوریشتمه برخه)

پنجشنبه _4 _دسمبر _2025AH 4-12-2025AD5 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (څلوریشتمه برخه)…

نور یی ولوله
متفرقه

د مطالعې ماهیت او څرنګوالی (شپږمه او وروستۍ برخه)

پنجشنبه _4 _دسمبر _2025AH 4-12-2025AD10 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د مطالعې ماهیت او څرنګوالی (شپږمه او وروستۍ برخه) څه ډول ځای…

نور یی ولوله
اومانیزم

اومانیزم «انسان‌پالنه» (دویمه برخه)

پنجشنبه _4 _دسمبر _2025AH 4-12-2025AD11 Views

لیکوال: محمدعاصم اسماعیل­زهي اومانیزم «انسان‌پالنه» (دویمه برخه) د اومانیزم «انسان‌پالنې» تعریف کله چې د انسانیت…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (پينځه‌ویشتمه برخه)

پنجشنبه _4 _دسمبر _2025AH 4-12-2025AD

د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (څلوریشتمه برخه)

پنجشنبه _4 _دسمبر _2025AH 4-12-2025AD
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.