لیکوال: ابورائف
د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول( برخه: ۷۱)
د نومونو او لقبونو ښکلا
د اسلامي تمدن بله بنسټیزه ځانګړنه دا ده چې اسلام د انسانانو د نومونو او لقبونو معنا او ښکلا ته ځانګړې پاملرنه کړې ده. د اسلام دین تل هڅه کړې چې د خلکو نومونه مانا لرونکي، ښایسته او له نیکو مفاهیمو ډک واوسي.
کله چې د نبي کریم صلیاللهعلیه وسلم سیرت ته نظر واچوو، نو وینو چې ډېری وخت به یې هغه نومونه بدلول چې ناسمه مانا به یې درلوده او پر ځای به یې داسې نومونه اېښودل چې ښه او لوړ مفهوم به یې درلود.
نو ویلای شو چې رسول الله صلیاللهعلیه وسلم به د هغو کسانو د نومونو ښکلا او مانا ته ډېره پاملرنه کوله چې اسلام به یې قبلوه. په ډېرو صحیح او حسنه روایاتو کې راغلي چې کله به د نبي کریم صلیاللهعلیه وسلم یو نوم خوښ نه شو نو بدلوه به یې او پر ځای به یې یو غوره نوم ټاکلو.
لکه څرنګه چې له حضرت عبدالله بن عمررضیاللهعنه څخه روایت شوی دی: «غَيَّرَ النَّبِي صلیاللهعلیه وسلم اسْمَ عَاصِيَةَ، وَقَالَ: أَنْتِ جَمِيلَةُ» ژباړه: «نبي کریم صلیاللهعلیه وسلم د “عاصیه” نوم بدل کړ او ویې فرمایل: ته جمیله یې.»[۱]
همدارنګه نبي کریم صلیاللهعلیه وسلم د «زَحْم بن مَعْبَد السدوسي» نوم «بشیر» ته بدل کړ.[۲]
حضرت علي رضیاللهعنه د خپل زوی لپاره د «حَرب» نوم غوره کړی و، خو نبي اکرم صلیاللهعلیه وسلم د «حسن» نوم پرې کېښود.کله یې چې دوهم زوی پیدا شو نو پر هغه یې هم د «حَرب» نوم کېښود، خو نبي صلیاللهعلیه وسلم دا نوم هم «حسین» ته واړوه.[۳]
سربېره پر دې یې د «أصرم» نوم «زرعة» ته او د «أبي الحَکم» نوم «أبي شریح» ته بدل کړ. د «العاص»، «عزيز»، «عتلة»، «شيطان»، «الحكم»، «غراب»، «حباب» او «شهاب» نومونه یې هم بدل کړل. مثلاً «شهاب» یې په «هشام» واړوه، «حرب» یې په «سِلم»، «المضطجع» یې په «المنبعث»، «عُفرة» یې په «خُضرة»، «شعب الضلالة» یې په «شعب الهدى»، «بنو الزنية» یې په «بنو الرشدة» او «بنو مغویة» یې هم په «بنو رشدة» ته واړوه. [۴]
له دې څخه څرګندېږي چې نبي کریم صلیاللهعلیه وسلم نه یوازې د اشخاصو نومونه بدلول، بلکې که د یوې سیمې یا قبیلې نوم به هم بد مفهوم درلود، نو بدلوه به یې تر څو ښه معنا او مثبت مفهوم ولري.
امام بخاري رحمهالله د حضرت سعيد بن مسيّب رضیاللهعنه له پلار څخه روايت کوي چې: «أَنَّ جَدَّهُ حَزْنًا قَدِمَ عَلَى النَّبِيِّ صلیاللهعلیه وسلم فَقَالَ: مَا اسْمُكَ؟ قَالَ: اسْمِي حَزْنٌ. قَالَ: بَلْ أَنْتَ سَهْلٌ. قَالَ: مَا أَنَا بِمُغَيِّرٍ اسْمًا سَمَّانِيهِ أَبِي. قَالَ ابْنُ الْمُسَيَّبِ: فَمَا زَالَتْ فِينَا الْحُزُونَةُ بَعْدُ.» ژباړه: «د ده نیکه (حَزْن) د رسول الله صلیاللهعلیه وسلم حضور ته راغی. نبي کریم صلیاللهعلیه وسلم ترې وپوښتل: ستا نوم څه دی؟ ویې ویل: “حَزْن” (غم). رسول الله صلیاللهعلیهوسلم وفرمایل: “نه، ته سهل (آسان) یې.” خو هغه وویل: زه هغه نوم نه بدلوم چې زما پلار پرما ایښی دی. ابن مسیّب وايي: له همدې وروسته غم او سختي زموږ د کورنۍ برخه پاتې شوه.» [۵]
رسول الله صلیاللهعلیه وسلم خپل امت ته د نومونو د ټاکلو په برخه کې لارښوونه کړې ده او فرمایي: «أَحَبُّ الْأَسْمَاءِ إِلَى اللَّهِ عَبْدُ اللهِ وَعَبْدُ الرَّحْمَنِ، وَأَصْدَقُهَا حَارِثٌ وَهَمَّامٌ، وَأَقْبَحُهَا حَرْبٌ وَمُرَّةٌ.» ژباړه: «د الله سبحانه وتعالی لپاره تر ټولو غوره نومونه عبدالله او عبدالرحمان دي، تر ټولو رښتیني نومونه حارث او همام دي، او تر ټولو بد نومونه حرب او مرّة دي.» [۶]
وجه دا ده چې د دغو نومونو لومړۍ برخه (عبدالله او عبدالرحمان) ډېر ښایسته او مانا لروونکي مفاهیم لري، خو وروستۍ دوه نومونه (حرب او مرّة) د جګړې، شر او تریخوالي معنا ورکوي.
لکه څرنګه چې مخکې یادونه وشوه نبي کریم صلیاللهعلیه وسلم آن د ځینو ځایونو نومونه هم بدل کړل. کله یې چې مدینې منورې ته هجرت وکړ، نو د ښار نوم «یثرب» و، خو نبي کریم صلیاللهعلیه وسلم د «طیبه» نوم ته بدل کړ. نبي کریم صلیاللهعلیه وسلم له هغو ځایونو کرکه درلوده چې بد نومونه به یې درلودل، او له دا ډول ښارونو له تېرېدو به یې ځان ساته. یو ځل د غزا پر مهال کله چې د دوو غرونو له منځه تېرېده، نو ویې پوښتل: «د دغو دوو غرونو نومونه څه دي؟» ورته وویل شول: «فاضح» او «مخز». نو نبي کریم صلیاللهعلیه وسلم مخ ترې واړاوه او له منځه یې تېر نشو. [۷]
نبي صلیاللهعلیه وسلم به تل دا سپارښتنه کوله چې هر کله یو څوک کوم استازی ورته رالیږي، نو نوم او څېره دې ښکلې او نېکه وي: «إِذَا أَبْرَدْتُمْ إِلَى بَرِيدًا؛ فَابْعَثُوهُ حَسَنَ الْوَجْهِ، حَسَنَ الاسْمِ.» ژباړه: «کله چې د پیغام د لېږلو لپاره کوم څوک استوئ، نو داسې کس ټاکئ چې ښایسته نوم او نېکه څېره لري.» [۸]
په اسلامي تاریخ کې د خلفاو، سلاطینو، وزیرانو او امیرانو لقبونه د ښکلا او ځواک ترمنځ د یووالي په بڼه را څرګند شول. حال دا چې د پخوانیو امپراطوريو په دربارونو کې لقبونه یوازې د زور، جبراو وېرې نښه وه، څو په خلکو کې د رعب او وحشت فضا رامنځته کړي. اسلام دا ډول استکباري او لویې لقبونه حرام اعلان کړل، لکه څنګه چې نبي کریم صلیاللهعلیه وسلم فرمایلي دي: «أَخْنَى الأَسْمَاءِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ عِنْدَ اللهِ رَجُلٌ تَسَمَّى مَلِكَ الأَمْلاكِ.» ژباړه: «د الله تعالی په وړاندې به د قیامت په ورځ تر ټولو خوار او سپک نوم د هغه سړي وي چې ځان یې “ملکالاملاک” (د پاچاهانو پاچا) نومولی وي.» [۹]
له همدې امله خلفاو او سلاطینو داسې لقبونه غوره کړل چې د الله تعالی له نومونو او صفتونو سره به یې تړاو درلود. د عباسي خلافت اتم خلیفه «المعتصم بالله» لومړنی کس و چې دا دود یې پیل کړ. له ده وروسته لاندې لقبونه رامنځته شول: «المتوکل على الله»، «المستعين بالله»، «المنتصر بالله»، «المقتدر بالله»، «المستنصر بالله»، «المستعصم بالله»، «المستضيء بنور الله»، «الناصر لدين الله» او نور.
په وزیرانو، امیرانو، علماوو او پوځي مشرانو کې هم دا دود وګرځېد، د هغوی لقبونه په دې ډول وو:
«نورالدین»، «نجمالدین»، «شمسالدین»، «ضیاءالدین»، «شهابالدین»، «بدرالدین»، «سیفالدین»، «صلاحالدین»، «قلبالدین»، «حسامالدین»، «صدرالدین»، «فخرالدین»، «عزالدین»، «رکنالدین» او ورته نور لقبونه. [۱۰]
په دې توګه د نومونو او لقبونو ښکلا د اسلامي تمدن یو ښکاره سمبول و چې د اسلامي تمدن په ټولو سیمو کې خپور شو او څرګنده یې کړه چې جمال او ښکلا د اسلامي تمدن په هره برخې کې نفوذ کړی دی.
دوام لري…
مخکنئ برخه
سرچینې:
[۱] مسلم: ۲۱۳۹
[۲] ابوداوود: ۳۲۳۰
[۳] بخاري: ۸۲۳
[۴] ماذا قدم المسلمون للعالم؟ ص:
۶۷۲
[۵] بخاري: ۵۸۳۶
[۶] بخاري: ۴۹۵۰
[۷] ماذا قدم المسلمون للعالم؟ ص: ۶۷۳
[۸] الطبراني فی الأوسط، ۷/۳۶۷
[۹] بخاري: ۵۸۵۲
[۱۰] ماذا قدم المسلمون للعالم؟ ص: ۶۷۳


