د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دینباورۍ سره یې ټکر (لومړۍ برخه)
لنډیز
نیهیلیزم د ژوند د بېماناوالي پر لور د لېوالتیا مانا لري. په دري کې «له هر څه انکار» د نیهیلیزم فلسفي معادل ګڼل کېږي، چې د هستۍ او نړۍ له مانا او ارزښت څخه د انکار څرګندونه کوي. دا له خدای – جل جلاله – سره د اړیکو پرېکون او له معنوي ارزښتونو څخه د تېښتې مانا هم لري.
د نیهیلیزم فکر د دنیا پرېښودو، ځانهېرونې، بېپامۍ او د نړۍ د هدفمندوالي پر وړاندې د بېباورۍ یوه بڼه ده، او د هر څه په اړه افراطي شک لرل هم پکې شامل دي.
نیهیلیزم (تشګمان) د عصري فکري بهیرونو له ډلې څخه دی، چې په ژوند کې هر ډول معنا، ارزښت او عیني حقیقت ردوي. دا ښوونځی، چې ریښه یې د لویدیځ د معنوي بحرانونو څخه راوتلې ده، له اسلامي نړۍلید سره بشپړ ټکر لري.
دا مقاله د نیهیلیزم د لېوالتیا، د هغه د تاریخ، او له اسلام سره د هغه د بنسټیزو توپیرونو څېړنه کوي، او د اسلام دریځ د نیهیلیزم پر وړاندې بیانوي.
سریزه
نیهیلیزم په څه مانا دی؟ د nihilism کلمه له nihil څخه اخېستل شوې ده. Nihil په لاتیني ژبه کې د «نشته» او «هېڅ» په مانا ده. که موږ یوازې د نیهیلیزم لغوي مانا ته پام وکړو، نو «نشتوالی» او «هېڅوالی» مانا ترې اخېستلای شو؛ خو د دې لفظي او لغوي مانا نهشي کولای د نیهیلیزم حقیقت څرګند کړي، مګر دا چې دې مهمې پوښتنې ته ځواب ورکړو: «نشتوالی» او «هېڅوالی» د څهشي د «نشتهګڼلو» او «هېڅګڼلو» ته اشاره کوي؟ داسې څه دي چې په نیهیلیزم کې «نشت» ګڼل شوي؟ کوم حقیقت دی چې له پامه غورځول شوی دی؟
کله چې له نشتوالي څخه خبره کوو، نو زموږ په خبرو کې دا مانا را څرګندېږي، چې په نیهیلیزم کې یو حقیقت د نشته په توګه ګڼل شوی دی. نو، نیهیلیزم څه شی نهشت ګڼي او کوم حقیقت یې له پامه غورځولی دی؟
نیهیلیزم په خپله اصلي څرګندتیا کې یو تاریخ دی؛ داسې تاریخ چې د الهي ولایت (سرپرستۍ) د هېرېدو او له هغه څخه د غفلت له امله راپیدا شوی او څرګند شوی دی. له همدې امله، دا د حق او حقیقت د غفلت تاریخ دی. نیهیلیزم د تاریخ په توګه، د ظالم د واکمنۍ تاریخ، له حق او عدالت څخه د لېرېوالي تاریخ، د غفلت او ګمراهۍ تاریخ، او د بشر لهخوا د انسانیت د ثابت حقیقت د هېرېدو تاریخ دی.
د انسان حقیقت، یعنې د انسانیت ثابت ذات، امانت ته د باور، تړاو او ژمنتیا د عهد په یادولو سره درک کېږي. دا عهد هماغه د الهي ولایت (سرپرستۍ) منل او پیروي کول دي. بشر د امانت له عهد سره د یاد او د الهي ولایت (سرپرستۍ) د پیروۍ، تړاو او ژمنتیا له لارې، د انسانیت په ساحه کې ځای پر ځای کېږي. په بله وینا، د انسانیت مقام هغه وخت بشپړتیا مومي، چې بشر له الهي ولایت (سرپرستۍ) سره تړاو او ژمنتیا ولري؛ ځکه د انسانیت د ثابت ذات ګاڼه همدا تړاو او پیروي ده. کله چې دا ذات بشپړتیا ومومي، انسان د انسانیت مقام ته رسېږي؛ که نه، نو یوازې یو دوهپایه، نېغ ولاړ، خبرې کوونکی ژوی پاتې کېږي.
نیهیلیزم د یوه تاریخ په توګه
تاریخ په څه مانا دی؟
انسانان پر ځمکه د خپل ژوند په بهیر کې یا خو د الهي شتون او د امانت له عهد سره ژمن پاتې شوي، او یا له هغه سره د هېرېدو او غفلت ښکار شوي دي. د دوی تاریخ همداسې لیکل شوی دی.
انسانان له پیدایښت وړاندې، په «عالمِ ذر» یا هماغه «عهدِ الست» کې له توحید سره بلد شوي دي. هغوی درک کړي چې دوی د خدای مخلوق او بندګان دي او باید د الهي ولایت (سرپرستۍ) تابع وي او د هغه پیروي وکړي.
د انسان د شتون کمال په دې کې دی، چې د زړه له ټولو تړاوونو لاس واخلي او د بندهګۍ په مقام کې له حضرت حق سره تړاو پیدا کړي. دا تړاو باید د الله تعالی د اطاعت له لارې بشپړتیا ومومي. له همدې امله، د بشر دنده د خدای د مخلوق په توګه، او دغه راز د هغه کمال او نېکمرغي په دې کې ده چې د الله تعالی تابع او پیرو وي، د بندهګۍ او مینې په ساحه کې له خدای سره د اطاعت او مینې رشته پر غاړه واچوي، تر څو د انسانیت مقام ته ورسېږي.
انسانان له پیدایښت او د ژوند له پیل وروسته، پر ځمکه لوړ او ټیټ تاریخ تجربه کړی دی: یو داسې دیني تاریخ، چې د الهي ولایت (سرپرستۍ) د یاد پر بنسټ ولاړ و، او هغه وخت د رحمت وخت و. لنډه دا، چې ټول حالات یې رحماني حالتونه وو.
د ژوند په پیل کې، بشر پر ځمکه د یوه واحد امت په بڼه راڅرګند شوی و. دیني تاریخ پر ځمکه د انسان د ژوند له پیل څخه د حضرت نوحعلیهالسلام د نبوت تر یوې برخې پورې دوام درلود. په دې دیني تاریخ کې د بشر ژوند لا تر اوسه له شرک سره نه و مخ شوی، ظلم او استثمار لا عام شوي نه وو.
خو د بشر د ژوند یوه برخه د توحید د انکار تاریخ دی، یعنې هماغه د شرک دوره؛ چې الله تعالی د هماغه وخت د اړتیا له مخې یو پیغمبر رالېږه، تر څو د شرک پر ضد ودرېږي او انسانیت بېرته خپلې اصلي سرچینې، یعنې توحید ته، راوګرځوي.
د بشري تاریخ یوه برخه په لویدیځ کې تېره شوې ده، چې تر ډېره له غیرالهي افکارو سره تړلې ده. له همدې امله، نیهیلیزم هم د بشري تاریخ یوه برخه ده.
۳. د لویدیځ تاریخ د الهي ولایت (سرپرستۍ) د امانت له عهد سره د هېرېدو پر بنسټ عملي شوی او په همدې افق کې پراخ شوی دی.
هر تاریخ د یوه ځانګړي وخت پر بنسټ ولاړ وي، او لویدیځ هم — د یوه تاریخي ماهیت په توګه — له هماغه وخت سره تړلی راښکاره شوی او بشپړتیا یې موندلې ده. د لویدیځ د تاریخ دوره، د شرک، ظلم او نشتګڼلو دوره ده. دا هغه مهال راپیلېږي، چې د الهي ولایت (سرپرستۍ) د هېرېدو او انکار څپه (په یونان کې د اتمې پېړۍ په شااوخوا کې، کومه چې د لویدیځ د تاریخ د راڅرګندېدو او تحقق زانګو ګڼل کېږي، یا په بل عبارت، د لویدیځ د تاریخي وجود د زېږون زانګو ده) څرګنده شوه.
په خپل د پراختیا بهیر کې دا جریان دوام کوي، او د الهي ولایت (سرپرستۍ) پر وړاندې د سرغړونې لار غوره کوي. دا سرغړونه تر پای پورې غځېږي. د لویدیځ پر تاریخ واکمن وخت، د الهي امانت له عهد سره د هېرېدو، غفلت او سرغړونې وخت و.
له همدې امله، د دې تاریخ زمان، پېښې او ټول تاریخي جوړښت د ګمراهۍ، تیارو، ظلم او الهي غضب له تارونو او رګونو سره اوبدل شوی او ورسره ګډ شوی دی. څومره چې د لویدیځ تاریخ پراخ شوی او مخکې تللی، همغومره د هغو خلکو تاریخ ګرځېدلی چې د خدای له غضب سره مخ شوي دي؛ یعنې د «غضب شویو» خلکو تاریخ.