لیکوال: ابورائف
د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (دوه اویایمه برخه)
ښکلي او زړهراښکونکي سرلیکونه
په دې بحث کې د اسلامي تمدن بل زړهراښکونکي اړخ ته ورځو او دا زړهراښکونکی اړخ د علمي اثارو او تالیفاتو د نومونو او عنوانونو ټاکل دي.
د اسلامي تمدن فرهنګي او علمي کچه دومره لوړه او بډایه وه چې د امت علماوو او مفکرینو په خپلو لیکنو او علمي لاستهراوړنو کې داسې تعبیرونه او نومونه کارولي چې هر یو یې د دې تمدن د ژورې ښکلا او معنا بیلګه ګڼل کیږي.
د بشري تاریخ په اوږدو کې کم داسې کسان لیدل شوي چې د فقهې، سیرت، حدیث، عقیدې، تراجم یا طبقاتو په اړه دې یې کتابونه لیکلي وي او نومونه دې یې د ښکلا برخه ګرځېدلې وي.
د اسلامي تمدن د علماوو د لیکنو په سرلیکونو کې تر ټولو روښانه او ښکلی اړخ د الفاظو ښکلا ته پاملرنه وه. یعنې هغوی مسجع (قافیهلرونکي) سرلیکونه غوره کول چې عموماً له دوو برخو جوړ وو او د دواړو برخو پای یو له بل سره ورتهوالی درلود او دې ورتهوالي د لوست پر مهال یو خوږ اهنګ رامنځته کاوه.
د دې کار ګڼ مثالونه موجود دي، دلته یې ځینې نمونې رااخلو:
-
«الصارم المسلول على شاتم الرسول» د هغه کتاب نوم دی چې «شیخ الاسلام ابن تیمیه رحمهالله» د هغه چا د حکم په اړه لیکلی چې رسول اکرم صلیاللهعلیهوسلم ته یې بد رد ویلي دي.
-
امام ابن القیم رحمهالله د «الجواب الكافي لمن سأل عن الدواء الشافي». تر عنوان لاندې د ګناهونو د ډولونو او خطرونو په اړه کتاب لیکلی.
-
همدارنګه کله چې لسانالدین بن الخطیب رحمهالله د اندلس د غرناطې (اوسنی ګراناډا) تاریخ ولیکه، خپل اثر یې «الإحاطة في أخبار غرناطة» ونوماوه.
-
د هغه د زمانې بل ستر عالم، د تاریخ حکیم امام ابن خلدون رحمهالله خپل تاریخي اثر په دې عنوان ونوماوه: «ديوان المبتدأ والخبر في تاريخ العرب والبربر ومن عاصرهم من ذوي الشأن الأكبر».
-
کله چې امام مقریزي رحمهالله د قاهرې د ابادۍ او نقشهجوړونې په اړه لیکنه وکړه، نو د خپل کتاب نوم یې «المواعظ والاعتبار بذكر الخطط والآثار» کېښود.
-
همدارنګه امام قلقشندي رحمهالله چې د نظامونو او قوانینو په اړه یې بحث کړی د خپل کتاب عنوان «مآثر الإنافة في معالم الخلافة». ټاکلی.
او د حدیثو د تشریح په برخه کې لاندې مشهور کتابونه یادولی شو:
د حافظ ابن حجر رحمهالله «فتح الباري شرح صحيح البخاري»؛
د امام نووي رحمهالله «المنهاج شرح صحيح مسلم بن الحجاج»؛
د علامه شمسالحق عظیمآبادي «عون المعبود شرح سنن أبي داود»
او د صفی الرحمن مبارکپوري رحمهالله «تحفة الأحوذي شرح صحيح الترمذي».
د عقیدې او تاریخ، علمي مباحثو او مناظرو په ډګر کې امام ابن حزم رحمهالله «الفصل في الملل والأهواء والنحل»، تألیف کړ؛
حجةالاسلام امام محمد غزالي د عقیدې په اړه د «الاقتصاد في الاعتقاد» تر عنوان خپل اثر تألیف کړ؛
امام اشعري رحمهالله د دین د اصولو په باب خپل اثر د «الإبانة عن أصول الديانة» په نوم و نوماوه.
او امام ابن حجر هیثمي رحمهالله د هغو اختلافاتو په اړه چې د صحابه کرامو رضیاللهعنهم ترمنځ رامنځته شوي وو د «تطهير الجنان واللسان عن ثلب معاوية بن أبي سفيان مع المدح الجلي وإثبات الحق لعل» تر عنوان لاندې کتاب تألیف کړ.
زر، ګوهر او مروارید
د پېړیو په اوږدو کې په بېلابېلو علمي برخو کې د اسلامي علماوو تالیفاتو پرمختګ وکړ، او د علمي آثارو د ښکلا بڼې هم بدلون وموند؛ د قافیوي او آهنګ لرونکو نومونو تر څنګ د سرو زرو، سپینو زرو، ګوهر، لمر، سپوږمۍ، ستورو، سیندونو، دښتو، ونو او میوو تصویرونه هم د کتابونو په سرلیکونو کې را څرګند شول.
یاد ټول نومونه د هغو کتابونو عنوانونه و چې منځپانګه یې علمي او اکاډمیکه وه او په ظاهره یې له جدي روحیې سره تړاو درلود، خو د اسلامي تمدن د ښکلا روح همدا لطافت آن د علم د خالصو موضوعاتو تر ژورو جزئیاتو هم ورسوه.
د بېلګې په توګه:
-
تر تاریخ طبري وروسته د تاریخ او جغرافیې په برخه کې تر ټولو لوی اثر د مسعودي (وفات ۳۴۶ هـ) «مروج الذهب ومعادن الجوهر» و؛
-
د امام ثعلبي رحمهالله تفسیر «الجواهر الحسان في تفسير القرآن» عنوان درلود؛
-
امام ابن عبدالبر رحمهالله د «الدرر في اختصار المغازي والسير» تر عنوان لاندې د رسول اکرم صلیاللهعلیهوسلم د جګړو په اړه لنډ کتاب ولیکه؛
-
امام محیيالدین بن ابیالوفاء د حنفي مذهب د علماوو او مشهورو شخصیتونو په اړه د «الجواهر المضية في طبقات الحنفية» تر عنوان لاندې کتاب تألیف کړ؛
-
د مملوکي دورې مورخ ابوبکر داوداري خپل اثر د «كنز الدرر وجامع الغرر» په نوم ونوماوه.


