لیکوال: صلاحالدین عمر
اګزیستانسیالیزم (لومړۍ برخه)
د اګزیستانسیالیزم د فلسفي بنسټونو نقد او د اسلام له نظره د دې مکتب د ټولنیزو پایلو څېړنه
لنډیز
په دې مقاله کې اګزیستانسیالیزم ـــ په ځانګړي ډول د دې مکتب آتئیستي اړخ ـــ او د هدفمحوره اسلامي نړۍلید تر منځ بنسټیز ټکر څېړل کېږي. اګزیستانسیالیزم انسان د داسې موجود په توګه معرفي کوي چې له وړاندې ټاکل شوی ذات نه لري، په مطلقه ازادۍ مکلف دی او په نړۍ کې له ژور اضطراب او بنسټیز پوچوالي (بېمعنایۍ) سره مخامخېږي.
خو د اسلامي شریعت له مخې د انسان ازادي هدفمنده ده؛ خلافت، بندګي، ذاتمند ژوند او له مسئولیت څخه ډک سلوک د انسان د وجود اصلي ځانګړنې ګڼل کېږي. اسلام د انسان د پیداښت غایت (عبادت) له وړاندې ټاکي او د وجودي اضطراب پر ځای د الله تعالی په ذکر او د هغه په وصل کې ارام رامنځته کوي.
په پایله کې دې نتیجې ته رسېږو چې د یاد مکتب پایلې ـــ لکه د فردي انزوا ترویج، اخلاقي نسبیتباوري او د ژوند د معنا سقوط ـــ د الهي احکامو له روحیې سره په ښکاره ټکر کې دي. یوازې د الهي شریعت او حقیقي عبودیت لوري ته ورستنېدل کولای شي ټولنې د دې مکتب او نورو وضعي بشري نظریو له رامنځته کړو وجودي (اګزیستانسیالي) بحرانونو څخه وژغوري.
مقدمه
اګزیستانسیالیزم یا هستيپالنه د شلمې پېړۍ له خورا اغېزمنو فلسفي مکتبونو څخه دی او لا هم د نولسمې او شلمې پېړۍ د مدرنیزم د معنايي بحران پر وړاندې د یوه فکري غبرګون په توګه پېژندل کېږي؛ داسې مکتب چې هڅه کوي د انسان ځای او موقعیت په یوه داسې نړۍ کې له سره تعریف کړي چې له متافزیکي قطعیتونو خالي ده.
د کیرکګور، نیچه، سارتر او هایدېګر په څېر فیلسوفانو د انسان پر ازادۍ، انتخاب او وجودي اضطراب ټینګار کړی دی. په عین حال کې، دغه مکتب د ثابت ذات او فطرت د شتون په نفي کولو سره انسان داسې موجود معرفي کوي چې خپله معنا او هویت باید پخپله رامنځته کړي. دا لیدلوری د خدای تعالی او مطلقو الهي ارزښتونو سره د پرېکون لامل ګرځي.
د همدې لید له مخې انسان له هر ډول مخکې ټاکل شوي هدف یا ذات پرته دې نړۍ ته «راټېل وهل» کېږي او په داسې حال کې چې نه کوم ثابت الهي لارښود لري او نه کوم مطلق اخلاقي بنسټ، باید د خپل ژوند په اوږدو کې خپله ماهیت او معنا پخپله جوړ کړي.[۱]
په دې لیکنه کې له مفهومي توضیحاتو سره هڅه کوو چې اګزیستانسیالیزم د اسلام له نظره په بنسټیز ډول نقد کړو او وښیو چې دا مکتب څنګه د معاصر انسان پر روح، اخلاقو او ټولنیز جوړښت ژور او زیانمن اغېز پرېږدي، او ولې د اسلامي شریعت له ارزښتمن نظام سره په ښکاره ټکر کې دی.
د اګزیستانسیالیزم د بحران ریښې
اګزیستانسیالیزم په خپل ذات کې د یوې بېاُمیده هڅې په څېر دی چې غواړي په «پساالهي» (post-theistic) نړۍ کې د الوهیت تشه ډکه کړي. دا مکتب خلاصونبخشه فلسفه نه ده، بلکې د معنا د سقوط او د فکري – روحي بحران پایله ده.
الف: د خالق له حکمت څخه انکار
د اګزیستانسیالیزم اساسي هسته پر دې نظریه ولاړه ده چې ګواکې د انسان له پیدا کېدو وړاندې کوم الهي قصد، هدف یا پلان نه دی ټاکل شوی. د دې لیدلوري له مخې انسان دې نړۍ ته «راټېل وهل» شوی موجود دی؛ داسې موجود چې له خپلو لنډمهالو انتخابونو پرته بله هېڅ ریښه، مرکز یا ثابت بنسټ نه لري. دا ډول فکر په حقیقت کې د خالق له حکمت څخه انکار دی او سرګرداني، حیرانتیا او دایمي بېقراري د اصیل ژوند یوازینۍ بڼه ګڼي.
ب: د ناامیدۍ او اضطراب اتل
اګزیستانسیالیست فرد ځان دې ته مجبور ویني چې د وجود له بنسټیز پوچوالي (Absurdity) سره مخامخ شي. هغه اړ دی چې د مطلقې ازادۍ له وېرې، اضطراب او دروند بار سره یو ځای ژوند وکړي. خو په داسې حال کې چې د نېکۍ او بدۍ د قضاوت لپاره کوم ثابت بنسټ نه لري، بیا هم د ټول بشریت پر وړاندې د تعهد مسؤلیت په اوږو وړي.[۲]
ج: مسؤلیت؛ پر کابوس بدل شوی مفهوم
په دې مکتب کې مسؤلیت د هغه کابوس په څېر دی چې انسان ترې تېښته نه شي کولای، ځکه چې انسان «په ازادۍ محکوم» ګڼل کېږي. اګزیستانسیالیزم د الهي ملاتړ د نفي کولو له امله انسان د یوې ناروغې فردپالنې (Pathological Individualism) لوري ته کشوي؛ داسې فردپالنه چې ثابت اخلاقي اصول او ټولنیز ارزښتونه خپل اصالت پکې له لاسه ورکوي. دا فکري بنسټونه نه یوازې د بېدينۍ لپاره زمینه برابروي، بلکې د دیموکراسۍ په څېر مکتبونو ته د جواز ورکولو او د اسلامي سیاسي نظام د پلي کېدو پر وړاندې ناخوښي هم رامنځته کوي.
دوام لري…
راتلونکې برخه
سرچینې
[۲] کامو، البرت. The Myth of Sisyphus، پاریس، 1942، مخ 11. (اشاره لري د Absurdity یا «بنسټیز پوچوالي» مفهوم ته.)
[۲] سارتر، ژان پل. Existentialism is a Humanism، پاریس، 1946، مخ 20. (اشاره لري د «وجود له ماهیت څخه وړاندې دی» پر اصل.)


