لیکوال: م. فراهی توجګي
د نهیلیزم د ودې بهیر او له دینباورۍ سره یې ټکر (برخه: ۱۴)
ابسوردیت او ابسوردي نهیلیزم
ابسوردیت د پسامدرن نهیلیزم جوهر ګڼل کېږي او ابسوردي نهیلیزم د پسامدرن نهیلیزم تر ټولو بنسټیزه بڼه ده. ابسوردي نهیلیزم د پسامدرن نهیلیزم د غالب شکل په توګه یو انسانمحوره (اومانیستي) ماهیت لري؛ خو په ابسوردي نهیلیزم کې اومانیزم له ژورې بېثباتۍ، اندېښنې او جدي کړکېچ سره مخ شوی او په یو ډول بېثباته او متزلزل حالت کې ژوند کوي.
ابسوردیت څه شی دی؟ ابسورد څه معنا لري؟ او ابسوردي نهیلیزم چې د پسامدرن نهیلیزم تر ټولو مهمه بڼه ده، کومې ځانګړتیاوې لري؟
د لغت له مخې ابسورد د بېمانا، مبهم، «بېمحتوا»، «نامعقول» او… په مانا دی. خو پام مو وي چې «ابسورد» او «ابسوردیت» په یوه واحده کلمه کې دري یا پښتو ژبې ته نه شي ژباړل کېدای؛ ځکه ابسورد داسې یوه اصطلاح ده چې د لوېدیځ په تاریخ کې د نهیلیزم د څه باندې دوه زره کلن بهیر له پرمختګ وروسته رامنځته شوې ده.
ابسورد د یوې اصطلاحي کلمې په توګه د نهیلیزم د څه باندې دوه زره کلن فکري میراث پایله ده، چې د مدرنې نړۍ د بحراني او د مدرن نهیلیزم د وروستي اضطرابي پړاو په راڅرګندېدو سره یې د پسامدرن نهیلیزم د جوهر په توګه عملي بڼه خپله کړې ده.
د یوې واحدې کلمې په محدوده کې پښتو یا دري ژبې ته د «ابسورد» په څېر د اصطلاح دقیقه ژباړه ممکنه نه ده؛ له همدې امله د «ابسورد» کلمې د دقیق وضاحت لپاره اړتیا ده چې په تفصیل سره تشریح او تعریف شي.
د لغتونو په فرهنګ کې د «ابسورد» تعریف داسې راغلی دی: له عقلي یا عرفي پلوه ابسورد د ناهماهنګ یا بېربطه، بېتناسبه، نامعقوله، غیرمنطقي او… په مانا دی.
اوژن یونیسکو په یوه مقاله کې چې د کافکا په اړه یې لیکلې، له یادې اصطلاح خپل برداشت داسې بیان کړی دی: «ابسورد داسې یو څه دي چې هدف او مقصد نه لري. هغه انسان چې له خپلو مذهبي، مابعدالطبیعي او فوقطبیعي ریښو څخه جلا شوی وي، یو ورک انسان دی، ټولې کړنې یې بېمعنا، عبث او بېګټې دي… . د دې لیدلوري ځانګړنه دا ده چې باور لري د تېرو زمانو ثابت او بنسټیز اصول او فرضیات له منځه تللي دي او د تجربو په پایله کې ثابته شوې ده چې ناقص دي… . البر کامو تر ۱۹۴۲م کال پورې په تدریجي ډول دا پوښتنه مطرح کړې وه چې کله ژوند خپلې ټولې ماناوې له لاسه ورکړي، نو ولې انسان باید په ځانوژنه کې د تېښتې لار ونه لټوي؟ همدا مابعدالطبیعي تشویش، چې د بشري حالت د عبثوالي له امله رامنځته کېږي، په پراخ مفهوم سره د بکت، آداموف، یونیسکو، ژنه او نورو ابسوردي لیکوالانو د ډرامو اساسي منځپانګه جوړوي.[۱]
که څه هم «ابسوردیت» او «ابسورد» له نهیلیزم سره نږدې تړاو لري، خو د نهیلیزم په توګه د «ابسورد» ژباړه هېڅکله دقیقه مانا نه شي افاده کولای. یو ځل بیا هم ټینګار کوو چې لیکوالان او ژورنالیستان ابسورد د نهیلیزم په مانا کاروي، په فکري لحاظ ژور تړاو ورسره لري او ترې جدا کیدلی نه شي؛ که څه هم نهیلیزم د ابسوردیت یوه مهمه ځانګړنه ده او د ماهیت یو مهم اړخ یې څرګندوي خو بیا هم نه شي کېدای چې «ابسوردیت»، «ابسورد» او «ابسورډیزم» دې د نهیلیزم په مانا وژباړل شي.
د اکسفورډ کوچنی فرهنګ (۱۹۶۵م) د «ابسورد» د کلمې په تعریف کې لیکي:
۱. په موسیقۍ کې نامنظم؛
۲ د ننني استعمال له مخې د عقل یا ادب له پلوه ناسازګار؛ په ښکاره ډول نامعقول او له همدې امله مسخره او احمقانه.[۲]
په همدې اساس سره له دې چې په پښتو یا دري کې د «absurd» اصطلاح لپاره یوه واحده کلمه نه شو پیدا کولای، خو په لنډ ډول ویلی شو چې «ابسورد» یوه پراخه مفهومي دایره ده او کولای شو چې د مهمل، بېمعنا، عبث، غیرعقلاني، پوچ، بېهوده او لغوه په څېر ماناوې هم ترې راوباسو.
لکه څنګه چې مخکې هم یادونه وشوه، د «ابسورد» او «ابسوردیت» د اصطلاحي مفهوم لپاره د یوې واحدې کلمې د موندلو او ژباړې اصلي ستونزه دا ده چې په پښتو او دري ژبه کې د دې اصطلاح اوسنی او عام مفهوم له هغو فکري او فرهنګي بسترونو څخه سرچینه اخلي، چې له کلاسیک ادبي دود یا سنت سره توپیر لري. کلاسیکه پښتو او دري-فارسي ژبه او ادبیات د اسلامي او معنوي ښوونو د رڼا له برکته، هېڅکله د اومانیستي ابسوردیت تر اغېزې لاندې نه دي راغلي؛ له همدې امله، د دې ژبو په ټول نظم او نثر کې داسې کلمه یا مفهوم نه تر سترګو کېږي چې د ابسوردي نهیلیزم بشپړ استازیتوب وکړي. ځکه د کلاسیکو دري فارسي ادبیاتو بنسټ او موخه چې د وروستیو شاوخوا دوو پېړیو له شبهمدرنې دورې څخه مخکې دور پورې اړه لري، د اسلامي او معنوي تعلیماتو له روح څخه الهام اخیستی او له اومانیسم، نهیلیزم او ورته فلسفي تمایلاتو سره یې هېڅ نسبت نه درلود.
ابسوردیت د لوېدیځ معاصر دور اوسنی حالت څرګندوي؛ هغه حالت چې د پسامدرن انحطاطي بحران مرحلې ته له داخلېدو وروسته د زوال، جمود او ویجاړۍ په پېچلو شرایطو کې راګېر شوی دی. ابسوردیت د معاصر انسان د نابودۍ امکان لا پسې زیاتوي، په یوه ګونګ، کاڼه او عبث موجود یې بدلوي او ورځ تر بلې یې د انحطاط او عبثیت په خټو کې ډوبوي.
معاصر انسان د پسامدرن نیهیلیزم او د ابسوردیت تر تسلط لاندې له داسې حالت سره مخ کېږي چې ناپوهي، بېحسي، سستي، حماقت او بشپړه فکري بیهوشي به پرې واکمنه وي؛ دا ټول د هغو شرایطو زېږنده ده چې ابسوردیت یې رامنځته کوي. د ابسوردیت د واک پراختیا، چې د معاصر عالم په ټولو سطحو او د انسان د وجودي اړخونو په ټولو برخو کې نفوذ کوي، په اوږدمهال کې د معاصر عالم د ویجاړۍ او د لوېدیځ تاریخ د نابودۍ لامل ګرځي. خو په لنډمهال کې انسان په یوه عبث موجود بدلوي، هر ډول لوړ اهداف او ژورې ماناوې ترې اخلي او عقل یې یوازې ژوند د ورځنيو چارو په اړه د فکر کولو تر کچې راټیټوي چې، بلاخره د نئولیبرالیزم ټینګښت او پیاوړتیا ته لار هواروي.
لکه څنګه چې مخکې یادونه وشوه، د ابسوردي نیهیلیزم ماهیت، د پسامدرن نیهیلیزم اصلي جوهر او غالب اړخ جوړوي. پسامدرن نیهیلیزم د خپل ظهور او عیني کېدو له وخته، په ځانګړې توګه د ۱۹۸۰مې لسیزې له پیل او د کړکېچځپلې پسامدرنې نړۍ له رامنځته کېدو وروسته، ورځ تر بلې د ابسوردي ځانګړنو او صفاتو بڼه غوره کوي. له همدې امله، د دې لپاره چې پسامدرن نیهیلیزم په سمه توګه وپېژندل شي، اړینه ده چې د ابسوردي نیهیلیزم او ابسوردیت په اړه ژوره او هر اړخیزه پوهه ترلاسه شي.
د ابسوردي نیهیلیزم د ابسوردیت مهم او اساسي عناصر په لاندې ډول دي:
۱. له آرمانونو تېښته او له آرمانپالنې سره دښمني؛
۲. د تعصب او ایدیولوژیک فکر تر عنوان لاندې د هر ډول آرمانمحورۍ او د معنا د لټون غندنه؛
۳. په شدت سره د ټولنو او انسانانو عبث کول، په بېګټو، منفورو او بېاهمیته جزئیاتو کې د بشر ښکېلول او پر یوه داسې ژوند یې ورګډول چې له سخت غریزۍ، مصرف، سکسمحورۍ او پورنوګرافۍ څخه مالاماله او په افراطي ډول فردمحوره واوسي؛
۴. په دوامدره توګه د انسانانو په شخصیت کې د ټولنې د ضد اړخونو پیاوړتیا؛
۵. د بېوسۍ، پردیتوب او د نورو انسانانو پر وړاندې د بیگانګۍ د احساس خپرول او پیاوړتیا، همدارنګه په هغو انسانانو کې چې د ابسوردیت تر تسلط لاندې ژوند کوي بېتفاوتي، بېمسؤولیتي او ژور عاطفي او رواني ضعف رامنځته کول؛
۶. د بېپروا، ظالمانه او سادیستي تاوتریخوالي شدت او پراختیا، چې ورو ورو د اصلي، غالب او رایج تاوتریخوالي بڼه غوره کوي او پر ټولنو او انسانانو تپل کېږي؛
۷. په پراخه کچه د انسانانو ترمنځ د بېمعنایۍ، بېتفاوتۍ او ناهیلۍ د احساس خپرېدل.
له همدې امله، ابسوردي انسان هغه څوک دی چې په بېمعنايۍ کې راګېر وي، له آرمانونو څخه تښتي، له هر ډول ژمنتیا او معنوي، اخلاقي، سیاسي او ټولنیزې آرمانپالنې انکار کوي.
د معاصر انسان یوه عمومي ځانګړنه دا ګڼل شوې چې هر فرد د نورو انسانانو پر وړاندې د لېوه په څېر چلند کوي او همدا خصلت د ابسوردیت په فضا کې لا پسې پیاوړی او ژور کېږي؛ تر دې چې ابسوردي انسان د نورو په وړاندې په ژوره توګه د لېوهصفت خپلوي. بېمعنايي، بېایماني، ناهیلي، شک او تردید، له معنا څخه تېښته او له معنا سره مخالفت، جمود، ابهام، بېثباتي، تعلیق، اضطراب، خپګان، ستړیا، بېانګېزېوالی، د ژور یوازېتوب احساس، د کمارزښته جزئیاتو او مهملاتو مرکزیت، او د ورځني، ستړي کوونکي او یوازې د معاش پر محور د راڅرخېدونکي ژوند حاکمیت د ابسوردیت ځانګړنې بلل کېږي.
د ابسوردي پسامدرن نیهیلیزم د تسلط په پېر کې د معاصر انسان د هویت کړکېچ بېساری عمق، شدت او پراخوالی موندلی او یو ښکاره حالت یې غوره کړی دی. د ابسوردیت د واکمنۍ او نفوذ د پراختیا ځینې مهمې پایلې او اغېزې په لاندې ډول دي:
د ظالمانه او سادیستي تاوتریخوالي د بېلابېلو بڼو پراخېدل؛ د داسې بېلابېلو اخلاقي او رواني ناروغیو خپرېدل چې د کنټرول وړ نه دي، په ځانګړي ډول د جنسي اخلاقو او ټولنیزو اړیکو په ډګر کې؛ د یوازېتوب د احساس زیاتوالی؛ د معاصر انسان لهځانه د پردیتوب لا ژوروالی؛ د خپګان، اضطراب او د شخصیتي اختلالاتو راڅرګندېدل او پراختیا؛ د ارزښتونو په نظام کې کړکېچ؛ د کورنۍ د بنسټونو لړزېدل؛ د ځانوژنې د پېښو زیاتوالی؛ د اعتیاد پراختیا؛ د سختو لاعلاجه او خپریدونکو جنسي ناروغیو خپرېدل؛ او همدارنګه د جنسي چلندونو بېلابېلې ناوړه بڼې.
ابسوردي نیهیلیزم د پسامدرن نیهیلیزم یو ډول دی او په حقیقت کې د پسامدرن نیهیلیزم اصلي بڼه او جوهر ګڼل کېږي. له کله چې پسامدرن نیهیلیزم راڅرګنده شوی، ابسورد د دې فکري جریان د اساسي او غالبې بڼې، بلکې د دقیق تعبیر له مخې د هغې د ماهیت په توګه را ښکاره شوی دی. د پسامدرن نیهیلیزم له لومړنیو نښو او څرګندونو سره سم، په تدریجي ډول پر دې جریان د ابسورديت اړخ غالب شوی دی، تر دې چې د معاصر لوېدیځ اوسني وضعیت ته په کتو ویل کېدای شي چې پسامدرن نیهیلیزم په تدریجي ډول پر ابسورډیزم د بدلېدو په حال کې دی.
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
- اسلین، تئاتر ابسورده، مخ: ۲۵.
-
هینچلیف، پوچی، مخ: ۶.


