لیکوال: عبدالحی لیان
د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۳۶)
له الهي امر څخه د اولاد (اسماعيل عليه السلام) اطاعت
اسماعيل عليه السلام د خپل پلار امر په پوره يقين او تسليمۍ سره ومنه او په دې سره نوموړی هغه مقام ته ورسېده چې پلار يې تر ده وړاندې ورته رسېدلی و. اسماعيل عليه السلام خپل پلار ته وويل: “قَالَ یا أَبَتِ افْعَلْ مَا تُؤْمَرُ سَتَجِدُنِی إِن شَاء اللَّهُ مِنَ الصَّابِرِینَ.”[1] ژباړه: «ويل يې پلاره څه چې درته امر شوی هماغه وکړه، ان شاءالله ما به له صابرانو څخه ومومې.»
اسماعيل عليه السلام خپل پلار ته په داسې فصيح ډول ځواب ورکوي چې مينه، نرموالی او اخلاص پکې له ورايه معلومېږي. دا د اسماعيل عليه السلام د قوي ايمان او بشپړې تسليمۍ څرګندونه کوي او جوتوي چې نوموړی په دې اړوند نه خپه دی، نه کومه وېره لري، نه يې پر عقل کوم منفي اثر شته او نه يې له مينې او ادب څخه بې برخې کړی دی؛ ځکه خو خپل پلار ته وايي: «پلاره! هغه څه چې ته پرې مامور شوی یې، ترسره کړه.» ده هغه څه احساس کړل چې د پلار زړه يې له ده څخه وړاندې احساس کړي وو؛ هغه پوه شو چې خوب یوه اشاره ده او اشاره یو حکم دی؛ همدا کافي ده چې اطاعت وکړي او له ځنډ یا شک پرته یې ترسره کړي.
کله چې اسماعيل عليه السلام خپل پلار ته وویل: «هغه څه ترسره کړه چې پرې مامور شوی یې.» د نوموړي په دې خبره کې هم اجازه موجوده وه او هم دليل، چې يعني زه تاته اجازه درکوم چې ما قرباني کړې؛ ځکه الله تعالی پرې امر کړی دی، چې په دې کې د پلار رضا او د الهي امر اطاعت دواړه موجود دي.
په همدې ډول په خپله وينا کې د کمزورۍ پر وړاندې له الله تعالی څخه د مرستې غوښتنه کوي او الله جل جلاله ته د فضل نسبت کوي چې د ايثار او اطاعت په برخه کې ورسره مرسته وکړي، لکه چې وايي: «د الله په خوښه به ما له صابرانو څخه ومومې.» اسماعيل عليه السلام په دې کار (قرباني کېدو) کې ټول فضل ذوالجلال خالق ته ورکړ او دا يې قهرماني، زړورتيا، بې پروايي او د خطر پر لور منډه ونه ګڼله او نه يې پکې ځان ته کوم سيوری يا ارزښت ورکړ، لکه چې وايي: «د الله په خوښه به ما له صابرانو څخه ومومې»؛ که متوجه شو، نو ګورو چې څه بې مثاله او ښکلی ادب د الله جل جلاله لپاره، څومره لوی عظمت، څه د ايمان پاکي او څومره بهترين اطاعت د تسليمۍ لپاره د اسماعيل عليه السلام په وينا کې موجود دی.[2]
د الهي امر په هغه ډول ترسره کول چې په خوب کې راغلی و
اوس نو وخت را رسېدلی چې په عملي ډول اسماعيل عليه السلام قرباني کړي کړل شي؛ خدای جل جلاله فرمايي: فَلَمَّا أَسْلَمَا وَتَلَّهُ لِلْجَبِینِ.”[3] ژباړه: «نو کله چې دواړو ومنله او په اړخ يې وغورځولو.»
دلته بيا هم څرګندېږي چې اطاعت، شرافت، د ايمان لوړتيا او رضايت له عادي او هغه حد څخه اوړي چې انسانان ورسره عادت دي او ډېرې لوړې مرتبې ته رسېږي.
ابراهيم عليه السلام خپل زوی (اسماعيل عليه السلام) د قرباني کولو لپاره څملوي، چې په عملي ډول دغه حکم پلی کړي.
دا دی اسلام؛ دا دی باور، اطاعت، سکون، رضايت، تسليمېدل او عمل. په دغو حساسو شېبو کې د پلار او زوی دواړو په وجود کې له ايمان زېږوونکو احساساتو پرته بل څه نشته او کوم څه چې دوی ترسره کوي، د جذباتو او زړورتيا پر اساس يې نه ترسره کوي، بلکې په هوښيارتيا، معقول او ارادي ډول تسليمېدو سره يې سرته رسوي، چې دلته د رضايت، خوښۍ او اطاعت خوند شتون لري.
په وروستيو شېبو کې چې اسماعيل عليه السلام قرباني شي او وينه يې تويه شي، الهي غږ راځي: “وَنَادَینَاهُ أَنْ یا إِبْرَاهِیمُ * قَدْ صَدَّقْتَ الرُّؤْیا.”[4] ژباړه: «نو موږ ورغږ کړ چې ای ابراهيمه! دا دی خوب خو دې رښتيا کړ.»
هو! الله تعالی پرته له اسلام او تسليمېدو څخه بل څه نه غواړي؛ داسې چې هېڅ شی بايد له الله جل جلاله او د هغه له حکم څخه پټ او ګران نه وي، هغه که د زړه ټوټه اولاد وي او که خپل روح او ژوند.
الله تعالی هغه روح چې تسلیم شي او عمل وکړي، په یوې لويې قربانۍ سره قرباني کوي او ورته وايي: “إِنَّا كَذَلِكَ نَجْزِی الْمُحْسِنِینَ.”[5] ژباړه: «يقینا موږ (هم) نېکانو ته دغه شان بدله ورکوو.» هغوی ته د د داسې بلاوو (تکليفونو) په ټاکلو، د زړونو په هدايت، وفادارۍ، وړتیا په زياتوالي او صبر په ورکولو سره بدله ورکوو او د اجر مستحق يې ګرځوو.
د همدې لويې پېښې په یاد چې د ايمان د حقیقت ښودونکې، د اطاعت ښکلا او تسليمۍ رڼا ده؛ د قربانۍ سنت د لوی اختر په ورځ پيل شول. د دې سنت پر ځای کول اسلامي امت دې ته متوجه کوي چې د خپل پلار ابراهیم عليه السلام حقیقت وپېژني او په دې پوه شي چې دا په قناعت بخښونکي، ډاډمن او ځواب ورکوونکي ډول الهي تقدير ته تسليمېدل دي؛ په داسې ډول چې ان له خپل رب څخه د (ولې؟) پوښتنه هم نه کوي او نه هم د هغه په لومړۍ اشاره او هدايت کې شک کوي؛ په هغه ډول چې رب يې غوښتنه کړې عمل کوي.
د ابراهیم علیه السلام کیسه د نسلونو او پېړیو په اوږدو کې ذکر شوې ده. ابراهيم عليه السلام خپله یو امت دی، د انبیاوو او د دې مسلمان امت پلار دی؛ دا امت د هغه د ملت وارث دی. الله تعالی د ابراهیم علیه السلام پر ملت د بشریت مشري مقرر کړې ده، نو الله تعالی د ابراهیم نسل او نسب تر قیامت پورې وټاکه، لکه څنګه چې الله تعالی فرمایي: “سَلَامٌ عَلَى إِبْرَاهِیمَ”[6] ژباړه: «په ابراهيم دې سلام وي.»
هغه سلام چې د هغه په تل پاتې کتاب کې ثبت شوی او د هستۍ په ژورو کې نقش شوی دی: «موږ نېکوکارانو ته په همدې ډول بدله ورکوو.»[7] هغوی ته په تکليف، وفادارۍ، ذکر، سلام او درناوي سره بدله ورکوي. «هغه زموږ له مؤمنو بندګانو څخه و.» [8] دا د ایمان بدله او د ایمان حقیقت دی، په هغه څه کې چې ښکاره بلا یې څرګند کړه.
د شک ځواب
کېدای شي دلته دا شک راپورته شي چې د انسان د قرباني کولو حکم یوه لویه ګناه او له لویو جرمونو څخه دی او د ګناهونو او جرمونو د ترسره کولو حکم روا نه دی. که داسې وي، نو څنګه الله تعالی ابراهیم علیه السلام ته د قربانۍ کولو د جرم حکم ورکوي او د چا قرباني؟ د خپل زوی قرباني!
امام قرطبي رحمه الله د دغه شک په ځواب کې وايي: «معصیتونه او اطاعتونه د شیانو ذاتي صفات نه دي، بلکې اطاعت هغه عمل دی چې د الله امر پرې شوی وي او معصیت هغه عمل دی چې د الله نهي پرې شوې وي؛ نو کله چې زوی (سیدنا اسماعیل) ته د (سیدنا ابراهیم) علیهما السلام له لوري د قرباني کولو حکم صادر شو، دا عمل اطاعت او الهي امتحان شو. له همدې امله الله تعالی فرمایي: “إِنَّ هَذَا لَهُوَ الْبَلَاء الْمُبِینُ”[9] ژباړه: «بېشکه دا يو څرګند ازمېښت و.»
هو دا د زوی او نفس په قرباني کولو د صبر لویه ازموینه وه.[10]
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[1] . الصافات: 102.
[2] . محمد، سید قطب، فی ظِلال القرآن، ج5، ص2995.
[3] . الصافات: 103.
[4] . الصافات: 104-105.
[5] . الصافات: 104-105.
[6] . الصافات: 109.
[7] . صافات: ۱۱۰.
[8] . صافات: ۱۱۱.
[9] . الصافات: 106.
[10] . محمد بن احمد الأنصاری، القرطبی، الجامع لأحکام القرآن، ج15، ص112-111.


