لیکوال: عبدالحی لیان
شیطان پرستي: (برخه: ۳۲)
د شیطان پرستۍ پر وړاندې د مبارزې لارې چارې
شيطان پرستي له هغو ويجاړوونکو جريانونو او عقايدو څخه ده چې له بده مرغه په وروستيو کلنو کې په ټوله نړۍ کې په چټکۍ سره خپره شوې ده. اسلامي هېوادونه چې د استعمارګرو اصلي هدف بلل کېږي، تل د شیطان پرستۍ د خپروونکو تر ځانګړې پاملرنې لاندې پاتې شوي دي. هغوی د درنو لګښتونو له لارې هڅه کوي چې د اسلامي ټولنې بډایه فرهنګ له منځه وېسي، چې د اسلامي فرهنګ له کمزوري کېدو او له منځه وړلو وروسته پر اسلامي ټولنه په اسانۍ سره واکمن شي.
په اسلامي ټولنو کې د شیطان پرستۍ د خپرېدو تر ټولو اغېزمنه وسیله د شیطان پرستۍ موسیقي، لکه د (رېپ او مټال) رواجول دي، چې د پام وړ شمېر ځوانان یې ځان ته راجلب او هغوی یې له خپل هویت څخه پردي کړي دي. دا ډول موسیقي چې د سندرو معناوې یې د ډېرو ځوانانو لپاره د درک وړ نه وي، خو بیا یې هم زمزمه کوي او ورو ورو یې خپل ذهن ته سپاري.
په ټولنه کې د دې باور د خطر پراخوالی غوښتنه کوي چې د ټاکلو او روښانه لارو چارو پر بنسټ په جدي ډول ورسره مقابله وشي. له شیطان پرستۍ سره مقابله په دوو برخو کې څېړل کېدای شي چې يو يې د مخنیوي لارې چارې (وقایه) او بل يې تعقیبي لارې چارې (معالجه) ده.
(۱) د مخنیوي لارې چارې
په دې کې هېڅ شک نشته چې تر تعقيب مخنيوی ډېر مهم دی، په ځانګړي ډول هغه مهال چې خبره د ټولنې او اعتقادي مسایلو وي. له همدې امله د شیطان پرستۍ پر وړاندې د مقابلې تر ټولو غوره لار د مخنیوي لاره ده. د مخنیوي لارې چارې بېلا بېلې ساحې او اړخونه لري، چې دلته به یې مهمو برخو ته اشاره وکړو.
(الف) دیني او اعتقادي روزنه
د انسان د روزنې اړتیا (په ځانګړي ډول د عقیدې او باور په برخه کې) له خوراک او تغذیې څخه هم زیاته ده؛ ځکه باور د انسان لپاره د کنترول د کابینې حیثیت لري. له همدې امله په باور کې انحراف په چلند او سلوک کې هم انحراف را منځته کوي. د اسلامي ټولنې د افرادو له دیني او اعتقادي روزنې څخه زموږ موخه د شیطان پرستۍ د خپرېدو پر وړاندې مقابله ده، چې لاندې ټکو ته پکې پاملرنه اړينه ده:[۱]
(۱) په غوره (احسنه) توګه په ټولنه کې د دیني باورونو خپرول، نشرول او بنسټیز کول
(۲) په ټولنه کې د اعتقادي مفاهیمو، لکه: (توحید، اخلاص، عبادت، اسلام، ایمان او نور) د اصلي سپېڅلتیا، هیبت او واقعي مقام بېرته را ژوندي کول او د ځوان نسل لپاره یې روښانه کول.
(۳) په سمه توګه د وارداتي او له دیني باورونو سره د مخالفو افکارو پېژندل، د انحرافاتو څرګندول او هغوی ته د میلان خطرونه بیانول.
(۴) د باطلو او دین ضد ډلو د اعتقادي او فکري انحرافاتو رېښې پېژندنه او په اسلامي ټولنه کې د دغو افکارو د خپرولو په برخه کې د استعمارګرو د رول بربنډول.
(۵) د دین د ټولو اړخونو عملي کولو ته پاملرنه او د ټولنې وګړي هڅول چې یوازې پر اعتقاد پالنه بسنه ونه کړي، بلکې دین په عمل کې پلی کړي.
(۶) د ورځینو معیارونو مطابق په اسلامي ټولنه کې د جومات د رول بېرته را ژوندي کول، د جوماتونو د روزنیز سنګر فعالول او د مسلمانانو سمه توجیه.
(۷) د دعوت او تبلیغ تخصصي کول او منبرونه د دعوت د چارو متخصصینو ته سپارل.
(۸) د مبلغینو، د جوماتونو د خطیبانو او نورو لپاره د مناسبو او ټولشموله روزنیزو پروګرامونو ترتیب او تنظیم.
(۹) د کورنۍ د روزنیز پروګرام او د مدرسې او مکتب د روزنیزو پروګرامونو ترمنځ د دوامدارې همغږۍ او یووالي رامنځته کول.
(ب) قانون جوړونه او د شرعي قوانینو تطبیق
د الحاد او ویجاړوونکو ټولنیزو انحرافاتو پر وړاندې د مقابلې په برخه کې د قانون جوړونې ډګر له تر ټولو مهمو ساحو څخه شمېرل کېږي. که اسلامي واکمنان د شریعت د مقاصدو او بشري مصالحو په نظر کې نیولو او همدارنګه د هغوی د پلي کېدو ځواک ته په کتو سره شرعي قانون جوړونې ته جدي پاملرنه وکړي، نو دا به د الحادي افکارو، په ځانګړي ډول د شیطان پرستۍ د له منځه وړلو لامل شي. دې موخې ته د رسېدو لپاره د لاندې ټکو په پام کې نيول ضروري دي:[۲]
(الف) په غوره بڼه د شرعي قوانینو پلي کول، چې د فتنې ټولې دروازې وتړل شي.
(ب) د شریعت عملي تطبیق او د فکري انحرافاتو پر وړاندې پر شرعي قوانینو تکيه کول.
(ج) قانون جوړونې او د قانون تطبیق، په دواړو برخو کې د شریعت د مقاصدو په رڼا کې د خلکو ګټو ته جدي پاملرنه.
(د) د ټولو شهواني، د فرهنګ ضد، اخلاقو ضد او دین ضد مظاهرو پر وړاندې جدي مبارزه.
(هـ) د شیطان پرستۍ ټولې بڼې جرم بلل، لکه: خپرول، په غونډو کې ګډون او په ټولنه کې د شیطان پرستۍ د نښو او سمبولونو خپرول او نشرول.
(و) د ټولنیزو مجرمینو په توګه د شیطان پرستۍ له خپروونکو سره شرعي او قانوني چلند کول.
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[۱] النحوی، عدنان، الحقیقه الکبری فی الکون والحیاه، ریاض: دار النحوی، لومړی چاپ، ۱۴۱۶هـ، مخ ۱۷۹؛
علی، سعید اسماعیل، أصول التربیه الإسلامیه، مصر: دارالسلام، دوهم چاپ، ۱۴۲۸هـ، مخ ۳۵؛
النحلاوي، عبدالرحمن، أصول التربیه الإسلامیه وأسالیبها، دمشق: دارالفکر، درېیم چاپ، ۱۴۲۵هـ، مخونه ۱۰۹–۱۱۰.
[۲] المطعني، عبدالعظیم، عقوبة الارتداد عن الدین، قاهره: مکتبة وهبه، لومړی چاپ، ۱۴۱۴هـ، مخونه ۶–۷؛
الدجني، یحیی، مخاطر عبادة الشیطان علی الدعوة الإسلامیة، مخ ۳۵؛
شاطبي، الموافقات فی أصول الشریعة، بیروت: دار الکتب العلمیة، لومړی چاپ،۱۹۹۱م، ټوک ۲، مخ ۴؛
ابن قیم الجوزیة، إعلام الموقعین عن رب العالمین، قاهره: دار الحدیث، درېیم چاپ، ۱۴۱۷هـ، ټوک ۳، مخ ۵.


