
لیکوال: دکتور نورمحمد محبي
قران تلپاتې معجزه (څلور وېشتمه برخه)
په ښکلي بڼه د انسان جوړښت
د انسان پنځونه د خلقت له سترو عجایبو څخه ده، چې خدای تعالی انسان په ډېرې ښکلې بڼې جوړ کړی دی؛ په قرانکریم کې راځي؛ لَقَدۡ خَلَقۡنَا ٱلۡإِنسَٰنَ فِيٓ أَحۡسَنِ تَقۡوِيمٖ 4 ثُمَّ رَدَدۡنَٰهُ أَسۡفَلَ سَٰفِلِينَ 5 إِلَّا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَعَمِلُواْ ٱلصَّٰلِحَٰتِ فَلَهُمۡ أَجۡرٌ غَيۡرُ مَمۡنُونٖ 6 التین – ۴ -۶ ژباړه: په حقیقت کې موږ انسان په ډېره ښه بڼه پېداکړ – بيا مو هغه په چپه را اړولو سره له ټولو لاندينېو څخه لاندې کړ – پرته له هغو كسانو څخه چې ايمان یې راوړ او ښه عملونه كوي، د هغو لپاره هیڅكله نه ختمېدونكی اجر دی.
دا ایت نه یوازې چې د انسان په ښکلي خلقت دلالت کوي، تر څنګ یې د بېلاری په صورت کې تر ټولو ناکاره ځای ته د راتګ اشاره هم پکې شته،
د انسان پنځونه او کمال یې؛
خدای تعالی هر څه په کامل دقت سره خلق کړې دي، په قرانکریم راځي؛ مَّا تَرَىٰ فِي خَلۡقِ ٱلرَّحۡمَٰنِ مِن تَفَٰوُتٖۖ فَٱرۡجِعِ ٱلۡبَصَرَ هَلۡ تَرَىٰ مِن فُطُورٖ [ملک: ۳].
ژباړه: (اې کتونکې) ته به د الرحمان په هستونه کې هیڅ راز نااړوندي او توپير ونه مومې. بيا سترګي واړوه، وګوره، ایا كومه نیمګړتیا دې چیرې تر سترګو کیږي؟!
دا ایت د خلقت د سیستم په کمال دلالت کوي او انسان د خپلې پېچلي، ښکلي او دقیق جوړښت له امله په مخلوقاتو کې ځانګړی ځای لري؛
او دا ایت هم په ډېر ښکلي ډول د انسان د خلقت د دقت او ترتیب ښودنه کوي؛
ثُمَّ ٱرۡجِعِ ٱلۡبَصَرَ كَرَّتَيۡنِ يَنقَلِبۡ إِلَيۡكَ ٱلۡبَصَرُ خَاسِئٗا وَهُوَ حَسِيرٞ [ملک: ۴] ژباړه: بيا بيا سترګې واړوه راواړوه، ستا نظر به ستومانه نامراده بېرته درستون شي.
لاندې ایت هم په دې دلالت کوي، چې خدای تعالی کولای شوای، چې په هرې بڼې انسان خلق کړي، که چېرې یې غوښتې وای؛ فِيٓ أَيِّ صُورَةٖ مَّا شَآءَ رَكَّبَكَ 8 [ انفطار: ۸] ژباړه: او په هره بڼه یې چې خوښه شوه، ته یې نښلولى جوړ کړې؛
د انسان جسماني او جوړښتیز خصوصیات
انسان د خالق د خلقت تر ټولو پېچلی مخلوق دی، چې حجرې، انساج، غړي او داسې دستګاوې لري، چې د هغوی د کار کولو څرنګوالی د نړۍ د سترو، سترو عالمانو له بشپړ درک څخه هم پورته دی. له ساتونکي پوست څخه نيولې تر سترګو، غوږو، مغز، ځیګر او د بدن د دفاعي سيسټم پورې — ټول غړي په اعلى درجې همغږي او بېسارې دقت سره فعاليت کوي.
د انسان د بدن دفاعي سيسټم
د انسان په بدن کې نظم او ترتیب د هغه دفاعي سیسم څرګندې نښې دي، چې د بدن له دننه څخه د ساتنې دنده لري. دغه نظام درې مهم دفاعي کرښې لري:
-
لومړۍ دفاعي کرښه: د پوست طبقې دي، چې د مکروبونو او ناروغيو د ننوتلو مخه نیسي.
-
دويمه دفاعي کرښه: د هر غړي ځانګړې دفاعي لارې دي لکه د سترګو باڼه، اوښکې او داسې نور چې ځانکړی حفاظتي رول لري.
-
درېيمه دفاعي کرښه: د وینو سپينې حجرې دي، چې د دې دفاعي نظام عسکر بلل کېږي. په عادي حالاتو کې شاوخوا ۲۵ ميليونه وي، خو د اړتیا پر مهال يې شمېر تر څو سوه میلیونو پورې رسېږي.
دا حجرې په بېساري نظم او همغږۍ سره يو له بل سره اړیکه نيسي، د دښمن پېژندنه کوي، بيا يې له منځه وړي او پاتې شوني يې هم پاکوي څو بدن روغ رمټ پاتې شي.
د روح او عقل ارزښت
انسان يوازې مادي جسم نه دی، بلکې روح او عقل يې د وجود اصلي محور جوړوي. روح د احساساتو، عواطفو، غوښتنو او ارزښتونو ټاټوبی دی او دومره پېچلی جوړښت لري، چې تراوسه هم ساینس او ارواپوهنې یې ژور ابعاد نه دي درک کړې.
عقل په خپلې استدلالي، تحلیلي او مبتکارانه وړتیاوو سره انسان ته په نورو مخلوقاتو کې غوره مقام ورکړی دی، خدای تعالی فرمايي؛ ﵟوَلَقَدۡ كَرَّمۡنَا بَنِيٓ ءَادَمَ وَحَمَلۡنَٰهُمۡ فِي ٱلۡبَرِّ وَٱلۡبَحۡرِ وَرَزَقۡنَٰهُم مِّنَ ٱلطَّيِّبَٰتِ وَفَضَّلۡنَٰهُمۡ عَلَىٰ كَثِيرٖ مِّمَّنۡ خَلَقۡنَا تَفۡضِيلا ﵞ [سورۀ اسراء: ۷۰]. ژباړه: دا خو زموږ پېرزوينه ده چې بنيادم ته مو لویي ورکړه، په وچه او لمده کې مو سپرلۍ ورکړې او له پاكو شيانو څخه مو روزي ور په برخه کړه او پر خپلو زياترو مخلوقاتو مو ښكاره لوړتيا ور وبښله.
له غوره تقویم څخه د انسان سقوط
که څه هم الله تعالی انسان په تر ټولو غوره څېره او کامل نظم کې پيدا کړی دی، خو که د حق له لارې واوړي، خپلې غوښتنې له کنټرول او د شرعې او عقل له غوښتنې پرته ومني ـ نو لوېږي او تر ټولو ټيټې مرتبې ته رسي. لکه څنګه چې قرآن کریم فرمايي: ثُمَّ رَدَدۡنَٰهُ أَسۡفَلَ سَٰفِلِينَ6ﵞ التین -۶ ژباړه: بيا مو هغه په چپه را اړولو سره له ټولو لاندينېو څخه لاندې کړ –
دا لوېدنه ښيي چې د انسان د ظاهري جوړښت او د ده د روحاني او معنوي روغتیا تر منځ نېغ په نېغه اړیکه موجوده ده. نن سبا هغه ناروغۍ لکه د دفاعي سیستم نیمګړتیا چې ټول جهان ورسره مخ دی، د همدې لوېدنې او د بدن د دفاعي نظام د ناتوانۍ روښانه بېلګې دي.
په پایله کې ویلی شو چې د انسان خلقت په غوره نظم او سنجونه کې، د الله تعالی د بې پایه قدرت او حکمت ښکاره نښه ده. د انسان د بدن پېچلی او همغږی جوړښت، له روح او عقل سره یو ځای؛ انسان داسې ممتاز مخلوق ګرځولی چې د لوړو درجو او الهي نږدېکت مستحق کېدای شي؛ خو دا هغه وخت ممکن دی چې د حق په لاره کې او د الله د بندګۍ په مسیر کې پاته شي. له دې لارې انحراف نه یوازې د انسان معنوي تباهي راولي، بلکې د ده د طبیعي جسمي نظم د ړنګېدو سبب هم ګرځي.1
دوام لري….