
لیکوال: دکتور نورمحمد محبي
قران تلپاتې معجزه (پنځه وېشتمه برخه)
د خلقت همغږۍ نظام؛ د نارینه او ښځینه ترمنځ توازن
د ښځو او نارینه و ترمنځ توازن د انساني، چاپیریالي علومو الهیاتو یو مهم بحث دی، چې په خلقت کې د بې مثاله دقت او حکمت ښودنه کوي.
البته د دوهمې نړۍوالي جګړې وروسته یې په تناسب کې یو څه غیرمعمول بدلونونه ولیدل شول، خو دا تغیرات موقتي وه او بېرته د خدای تعالی له لوري مقرر شوی تعادل رامنځته شو. دلته د دې برخې د توازن، علمي او دیني دلایلو او د خلقت په نظام کې یې پر اهمیت بحث کوو.
د جګړې وروسته د نارينهوو او ښځو د تناسب بدلون
د دويمې نړيوالې جګړې تر پاى وروسته، د ټولنې په جنسي تناسب کې يو ناڅاپي او ستر بدلون رامنځته شو؛ يعنې د هر يوه سړي په مقابل کې څلور ښځې موجودې وې. دا بېساري توپير د جګړې له امله د نارينهوو د درنو تلفاتو پايله وه چې ورسره د ټولنې طبيعي تعادل ګډوډ شو. سره له دې، څو کاله وروسته دوباره هغه فطري تناسب بېرته خپل عادي حالت ته وګرځېد، کوم چې د قادر مطلق خدای جل جلاله له خوا ټاکل شوی دی.
دا الهي توازن يوازې په يو ځانګړي هېواد يا قوم پورې محدود نه دی، بلکې په ټولو قومونو، ژبو، هېوادونو او د تاريخ په اوږدو کې تل ثابت او پایدار پاتې شوی دی.
د کورنيو په کچه د نارينهوو او ښځو د شمېر توپیر او په ټولنيز نظام کې یې نظم
کېدای شي په کورنيو کې د اولادونو شمېر او جنسيت سره متفاوت وي: يو څوک اته لوڼې لري، بل څلور لوڼې او څلور زامن لري او کېدای شي بل څوک بېاولاده وي. دا توپيرونه ظاهري دي، خو په ټوليزه توګه، د ټول نفوس په کچه، هغه تناسب په يو ډقيق او منظم ډول د الهي قانون له مخې ترتيبېږي او تل ساتل کېږي.
د بشري جغرافیې او نفوسپوهنې عالمان دغه پرتلېز نظامونه څېړي او د منابعو په تنظيم او د سياستونو په جوړولو کې بنسټیز نقش لري؛ لکه څنګه چې د ماليې وزارت په دقيقه توګه د بودجې پر مصرف څارنه کوي، همداسې د خلقت نظام هم د نارينهوو او ښځو په تناسب ډېر دقيق ثبت او څارنه لري، څو د ټولنې الهي تعادل ټينګ پاتې شي.
د تناسب په ساتلو کې الهي ځواک
له دوهمې نړۍوالې جګړې وروسته د نارینه او ښځینه وو ترمنځ ۷۵/۲۵ سلنه تناسب له څو کلونو وروسته بېرته خپل طبیعي حالت ته را وګرځېد پرته له دې چې انسان پکې مخامخ دخالت ولري، یوازې د الهي دقیقو قوانینو پر اساس راوګرځېد.
خدای تعالی په قرانکریم کې فرمايي؛ ﵟٱللَّهُ يَعۡلَمُ مَا تَحۡمِلُ كُلُّ أُنثَىٰ وَمَا تَغِيضُ ٱلۡأَرۡحَامُ وَمَا تَزۡدَادُۚ وَكُلُّ شَيۡءٍ عِندَهُۥ بِمِقۡدَارٍﵞ [رعد: ۸] ژباړه: الله د هرې حاملې (میندوارې، بلاربې) ښځې له ګيډې څخه خبر دى. څه چې په هغې کې جوړیږي، په هغه هم پوهیږي؛ او په هغه کې چې څه كمی يا زياتوالى راځي، له هغه څخه هم با خبره دى. د هر شي لپاره یې يوه اندازه ټاكلې ده؛
دا ایت د ژوند د چارو په تنظیم کې د الله تعالی د دقیق تدبیر ښوونه کوي.
له دیني او علمي پلوه د نارینه وو او ښځینه وو توپیر
خدای تعالی د حضرت مریم علیه السلام په کیسې کې، چې نوموړې خپلې مور ته خطاب کوي وايي؛ ﵟفَلَمَّا وَضَعَتۡهَا قَالَتۡ رَبِّ إِنِّي وَضَعۡتُهَآ أُنثَىٰ وَٱللَّهُ أَعۡلَمُ بِمَا وَضَعَتۡ وَلَيۡسَ ٱلذَّكَرُ كَٱلۡأُنثَىٰۖ ﵞ [آل عمران: ۳۶] ژباړه: بيا چې كله یې هغه ماشوم وزېږاوه؛ نو هغې ووېل: زما پروردګاره! زما خو لور زېږېدلې ده. – په داسې حال کې څه چي هغې زېږولي وه، الله ور باندي پوره خبر ؤ. او هلك د نجلۍ غوندي نه وي….
اسلامي علماء په دې باور دي چې د مکلفیت او دیني مسؤلیت پر اساس دواړه سره برابر دي، خو له جسمي، اروايي، ټولنیز او ادارکي اړخونو څخه سره بنسټیز توپیرونه لري.
ان په کوچنیو عمرونو کې هم نارینه ماشوم او ښځینه ماشوم سره متفاوت چلن لري او غوښتنې سره توپیر لري.
په خلقت کې توازون؛ ایتونه او نمونې
خدای تعالی فرمايي؛ ﵟوَٱلۡأَرۡضَ مَدَدۡنَٰهَا وَأَلۡقَيۡنَا فِيهَا رَوَٰسِيَ وَأَنۢبَتۡنَا فِيهَا مِن كُلِّ شَيۡءٖ مَّوۡزُونٖﵞ [الحجر: ۱۹] ژباړه: او موږ ځمکه غوړولې، په هغې کې مو غرونه نصب کړي، په هغې کې مو هر ډول شينېلي (نباتات) په ټاكلي، تللي اندازه راټوكولې دي.
دا ایت په عالم کې د یوه دقیق نظم څرګندونه کوي، چې هېڅ هم په بل څه غلبه نه کوي او هر څه د تعادل په حالت کې قرار لري او په خپلې ځانګړې اندازې کې رشد کوي.
د دې څرګنده نمونه د اسټرالیا په لویه وچه کې پېښه شوه؛ هلته د کاکتوس بوټۍ د یوه محافظتي دیوال په حیث وکرل شو، خو د ساتنې پر ځای یې چاپیریال ته زیان ورساوه، خو خدای تعالی د دې بوټي لپاره چې ډېر رشد یې درلود یو افت مقرر کړ او د دې د بې کچې پراختیا مخه یې ونیوله.
د انسان په بدن کې توازون
د انسان په بدن کې هم پېچلتیا او همغږۍ تعادل شته؛
د «هيپوفيز» غدۀ «تيروئيد» غدې فعاليت تحريکوي، خو د تيروئيد غدې هورمونونه بيا د هيپوفيز پر فعاليت منع کوونکی اثر لري، څو دغه تعادل وساتل شي.
د بدن هغه دستګاوې چې د مايعاتو، وینې د قندو (شکر) املاحو او هورمونونو تنظيم کوي، په ډېر دقيق او منظم ډول کار کوي.
د ويټامينونو کمښت د تغذيې د نيمګړتياوو له امله ناروغۍ رامنځته کوي؛ هغه ناروغۍ چې پخوا به د سمندري سفرونو پر مهال د ماڼوګانو د مرګ لامل کېدې.
په خلقت کې د توازن پایلې
دا توازون او مرتب نظام د ژوند او بقا اساس دی، که چېرته دا تعادل نه وای، نو د نمونې په ډول؛ که سترو ماهیانو کوچني ماهیان نه خوړلای نو د ماهیانو شمېر به دې کچې ته لوړ شوی وو، چې د سمندرونو اوبه به ټولې ډکې شوې وې او د اېکو سیستم نظم پاشل کېده.
همداشان حشرې داسې جوړې شوې دي، چې د تنفس سیستم یې د سږو پر ځای د لولو له طریقه دی او دا چې اندازه یې محدوده ده، نو انسان ته په ستر ګواښ نشي بدلېدای.
په پای کې ویلای شو، چې د قران کریم ایتونه او د نن ورځې علم په خلقت کې د بې شان نظم بیانونکي دي، چې د خدای د ځواک، حکمت او بې پایه علم څرګندې نښې دي. په قرانکریم کې راځي؛ﵟإِنَّ فِي خَلۡقِ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِ وَٱخۡتِلَٰفِ ٱلَّيۡلِ وَٱلنَّهَارِ لَأٓيَٰتٖ لِّأُوْلِي ٱلۡأَلۡبَٰبِ 190 ٱلَّذِينَ يَذۡكُرُونَ ٱللَّهَ قِيَٰمٗا وَقُعُودٗا وَعَلَىٰ جُنُوبِهِمۡ وَيَتَفَكَّرُونَ فِي خَلۡقِ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِ رَبَّنَا مَا خَلَقۡتَ هَٰذَا بَٰطِلٗا سُبۡحَٰنَكَ فَقِنَا عَذَابَ ٱلنَّارِ 191ﵞ [عمران: ۱۹۰-۱۹۱] ژباړه: د اسمانونو او ځمکې په پيدايښت او د شپې او ورځي په تګ راتګ کې د هغو پوهانو لپاره ډيرې نښانې دي- چې په ولاړې، ناستې او ملاستې، هر حالت کې خداى يادوي. او د اسمانونو او ځمکې په پيدايښت کښې غور او فكر كوي (هغوى په غير ارادي توګه غږ كوي چي:) “آې زموږ ربه! دا ټول شيان تا بابيزه او بې مقصده نه دي پیدا کړي، ته له دې څخه پاك یې چي عبث كار وکړې؛ نو اې ربه! موږ د دوږخ له عذابه وژغوره؛
دا موزون نظام د خدای تعالی له لوري په خلق شوي منظم او هماهنګه جوړښت کې ته تفکر ته هڅونه کوي او د الهي خلقت او عظمت باندې تاکید دی.
دوام لري…