لیکوال: مهاجر عزیزي
سیکېزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه یې (شپاړلسمه برخه)
د نبوت په اړه د سیکانو عقیده او د هغې رد
-
د ګورو نانک د وحیې او نبوت ادعا
د دې ډلې بنسټګر (ګورو نانک) په غیرمستقیم ډول د وحییې ادعا وکړه او ویل یې، چې نوموړي ته الهي ماموریت ورکړل شوی دی. د ادعا کوله، چې بلې نړۍ ته انتقال شوی و او په الهي محضر کې ورته دا رسالت وسپارل شو، چې د خدای په نوم زیری ورکړي او خلک خپلو لارښوونو ته را دعوت کړي. نوموړي خپلې لارښوونې تبلیغ کړې او زیات پیروان یې وموندل.
-
د اسلام له نظره د دې ادعا نیوکه؛
د نبوّت دعوه د ګورو نانک له خوا کومه نوې پېښه نه وه؛ بلکې له ده نه مخکې او وروسته هم داسې کسان پيدا شوي دي چې ورته ادعا يې کړې ده. دغو مدعيانو – په شعوري او یا هم ناشعوري ډول – کوښښ کړی چې د مسلمانانو په زړونو کې د حضرت محمد مصطفی صلیاللهعلیهوسلم د رسالت او ختم نبوت په برخه کې شک او ترديد پيدا کړي، حال دا چې هغه د الله تعالی وروستی استازی دی.
د اسلام له نظره، ګورو نانک د حق دين له څرګندو مخالفانو څخه شمېرل کېږي؛ ځکه چې هغه د اسلام او هندويزم له يو شمېر ښوونو څخه يوه ګډه او مغشوشه عقيده جوړه کړه، څو د اسلام اصل او سپیڅلتيا ته زيان ورسوي. خو دغه هڅې بېګټې دي؛ ځکه اسلام يو الهي، هر اړخيز او له فطرت سره سم دين دی، چې الله تعالی يې ساتنه کړې او تر قيامته به استوار پاته وي.
د تاريخ په اوږدو کې صادق علما او ستر شخصيتونه د اسلامي امت په منځ کې راښکاره شوي، چې تل یې د انحرافونو پر وړاندې درېځ نيولی او د عقيدې له سرحدونو یې ساتنه کړې ده. د دوی دغه مبارزه د دين د بقا ضامن او راتلونکو نسلونو ته د هدايت د لارې رڼا بلل کېږي.
روښانه خبره ده چې د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد صلیاللهعلیهوسلم د ټولو انبياوو وروستی دی او خاتمالنبيين بلل کېږي. بېشمېره دلایل له قرآن کريم، نبوي سنتو او د امت د علماوو له اجماع څخه دا په ډاګه کوي چې نبوت په هغه مبارک پسې پای ته رسېدلی دی؛ بناءً د نبوت هر ډول ادعا له هغه وروسته مردوده او باطله ده.
خدای تعالی فرمايي: “مَا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَا أَحَدٍ مِنْ رِجَالِكُمْ وَلَكِنْ رَسُولَ الله وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ”[1] ژباړه: (اې خلكو!) محمد (ص) ستاسي له نارينه و څخه د هيچا پلار نه دى، هغه خو د الله رسول او اخرنی او وروستنی نبي دى، او الله د هر شی علم لرونكى دى.
علامه ابن کثیر رحمه د دې ایت په تفسیر کې وايي: «وَقَدْ أَخْبَرَ تَعَالَى فِي كِتَابِهِ، وَرَسُولِهِ فِي السُّنَّةِ الْمُتَوَاتِرَةِ عَنْهُ: أَنَّهُ لَا نَبِيَّ بَعْدَهُ؛ لِيَعْلَمُوا أَنَّ كُلَّ مَنِ ادعى هذا المقام بعده فَهُوَ كَذَّابٌ أَفَّاكٌ، دَجَّالٌ ضَالٌّ مُضِلٌّ، وَلَوْ تَخَرَّقَ (1) وَشَعْبَذَ، وَأَتَى بِأَنْوَاعِ السِّحْرِ وَالطَّلَاسِمِ والنَيرجيَّات (2)، فَكُلُّهَا مُحَالٌ وَضَلَالٌ عِنْدَ أُولِي الْأَلْبَابِ، كَمَا أَجْرَى اللَّهُ، سبحانه وتعالى، عَلَى يَدِ الْأَسْوَدِ العَنْسي بِالْيَمَنِ، وَمُسَيْلِمَةَ الْكَذَّابِ بِالْيَمَامَةِ، مِنَ الْأَحْوَالِ الْفَاسِدَةِ وَالْأَقْوَالِ الْبَارِدَةِ، مَا عَلِمَ كُلُّ ذِي لُبٍّ وَفَهْمٍ وحِجى أَنَّهُمَا كَاذِبَانِ ضَالَّانِ، لَعَنَهُمَا اللَّهُ. وَكَذَلِكَ كُلُّ مُدَّعٍ لِذَلِكَ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ حَتَّى يُخْتَمُوا بِالْمَسِيحِ الدَّجَّالِ، فَكُلُّ وَاحِدٍ مِنْ هَؤُلَاءِ الْكَذَّابِينَ (3) يَخْلُقُ اللَّهُ مَعَهُ مِنَ الْأُمُورِ مَا يَشْهَدُ الْعُلَمَاءُ وَالْمُؤْمِنُونَ بِكَذِبِ مَنْ (4) جَاءَ بِهَا.»[2]
خدای تعالی په خپل کتاب او پیغمبر یې په خپلو احادیثو کې په متواتر ډول دا خبره کړې، چې له رسول الله به وروسته پیغمبر نه وي، تر څو خلک پوه شي، چا چې هم د دې مقام ادعا کوله، نو ستر درواغجن (افاک) دجال، لاروکی او ګمراه کوونکی دی، که څه هم هر څومره د خلکو د غولونې لپاره جامې څیرې کړي، رول اداء کړي او یا هم ډول، ډول سحرونه او طلسمونه ترسره کړي.
دا ټول د پوهانو په وړاندې باطل او لارورکي کوونکي دي. لکه څنګه چې خدای تعالی د اسود عنسي او مسیلمة الکذاب په لاس داسې پوچ اعمال ترسره کړل، چې هر د عقل خاوند یې پر درواغ والې باوري وو.
خدای تعالی دوی د اخرت تر ورځې پورې لعنت کړل او په ورته ډول څوک هم چې د قیامت تر ورځې ورته ادعا کوي، دا ټول د مسیح دجال پیروان دي او له دوی هر یوه سره داسې کړنې راځي چې خدای تعالی یې خلق کوي، خو علماؤ او مومنان پر شاهدي ورکوي، چې دا راوړنکی یې درواغجن دی.
ستر عالم او د الشفاء کتاب لیکوال قاضي عیاض د حقوق المصطفی په برخه کې څرګندوي، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له نبوت وروسته، د نبوت هر مدعي کافر، درواغجن او د رسول الله تکذیب کوونکی دی او دا ادعا یې له قرانکریم سره ښکار ټکر لري، نوموړی په دې اړه لیکي؛
«وأجمعت الأمة على حمل هذا الكلام على ظاهره، وأن مفهومه المراد به دون تأويل ولا تخصيص، فلا شك في كفر هؤلاء الطوائف كلها قطعًا، إجماعًا وسمعًا.»[3]
اسلامي امت په دې اجماع لري، چې دا ایت د نبوت پر ختم دلالت کوي او هماغه ظاهري معنی یې مراد ده، نو په همدې اساس د ټولو هغو ډولو په کفر کې شک نشته، چې د رسول الله له نبوت وروسته د رسالت دعوه کوي، نو دوی کفر د اسلامي امت په اجماع او د قران او سنتو په نقلي دلایلو قطعي دی.
په ورته ډول خدای تعالی په خپلو محکمو ایتونو کې فرمايي؛ «الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإِسْلاَمَ دِينًا»[4] ژباړه: نن ما ستاسي دين، ستاسي لپاره بشپړ کړ او خپل نعمت مي پر تاسي پوره کړ. او ستاسي لپاره مي اسلام ستاسي د دين په توګه منظور کړ.
قاضي عیاض تر دې ایت لاندې داسې لیکي؛ «تدل الآيـة على أن الله قد أكمل الدين، فلهذا لا حاجة للعالم إلى نبي جديد؛ لأن الرسول محمد صلىاللهعليهوسلم قد أتى بالشريعة الكاملة الشاملة الصالحـة لجميع الأمكنـة والأزمنـة مهما ردها ورفضها المجرمون»؛[5]
دا ایت په دې دلالت کوي، چې خدای تعالی خپل دین کامل کړی نو په همدې اساس نړۍوالو ته د نوي دین او پیغمبر اړتیا نشته، ځکه رسول الله له کامل او ټولشموله شریعت سره راغلی، داسې شریعت چې د هر ځای، وخت لپاره مناسب ، که څه مجرمان یې نه مني.
ابن کثیر د دې ایت په تفسیر کې وايي؛ (هذه أكبر نعم الله –تعالى– على هذه الأمة حيث أكمل لهـم دينهم، فلا يحتاجون إلى دين غيره، ولا إلى نبي غير نبيهم -صلوات الله وسلامه عليه-، ولهذا جعله الله خاتم الأنبياء، وبعثه إلى الإنس والجن…)؛[6]
«دا د الله تعالی تر ټولو ستر نعمت دی پر دې امت، ځکه چې د دوی لپاره یې دين پوره کړ، نو نه نور دين ته اړ دي، او نه د خپل پيغمبر ـــصلی الله علیه وسلم ـــ نه پرته بل پيغمبر ته. همدې لپاره الله تعالی هغه د ټولو پېغمبرانو وروستی وګرځاوه او د انسانانو او پېريانو دواړو لپاره یې واستاوه…»
د نبوت خاتمه يو څرګند حقيقت دی؛ ځکه د اسلام شريعت د هر زمان او هر ځای لپاره مناسب دی. دا شريعت عمومي احکام لري او د اجتهاد دروازه یې د نويو پېښو او ستونزو د حل لپاره پرانستې پرې ایښې ده؛ نو له همدې امله بل پېغمبر ته اړتيا نشته. دا د تېرو انبياوو له شريعتونو سره په توپیر، چې د محدودې مودې او ځانګړي قوم لپاره رالېږل شوي وو؛ خو د وروستي پېغمبر صلیاللهعلیهوآلهوسلم شريعت د ټولو انسانانو ـنه بلکې د ټولو عالمونو لپاره دی.[7]
خدای تعالی فرمايي؛ «وما أرسلناك إلا رحمة للعالمين»؛[8] ( موږ ته نه یې استولی، مګر د ټولو نړۍوالو لپاره مو رحمت استولی یې)
او بیا فرمايي: «وما أرسلناك إلا كافة للناس بشيراً ونذيراً»؛[9] ( موږ ته نه یې استولی، مګر د ټولو خلکو لپاره زیری ورکونکی او وېرونکی.
د الله رسول د نبوت د ختم په اړه داسې څرګندې خبرې کړي، چې تاویل او ابهام ته پکې هېڅ ځای نشته.
په مسلم او بخاري کې د ابوهریرة په روایت حدیث کې له رسولا لله څخه روایت دی، چې ویې فرمایل: «مثلی و مثل الأنبیاء من قبلی كمثل رجل بنى بيتاً فأحسنه وأجمله إلا موضع لبنة من زاوية من زواياه، فجعل الناس يطوفون به ويعجبون له ويقولون: هلا وُضعت هذه اللبنة؟ قال: فأنا اللبنة، وأنا خاتم النبيين»؛[10]
زما او د نورو پیغمبرانو مثال داسې دی، لکه چا چې یوه ښکلې بنا یا کور جوړ کړی وي، خو یوه وروستۍ خښته پکې نه وي اېښودل شوې او ځای خالي پاته وي. خلک د یاد کور پر شاوخوا تاویږي او له ښکلا څخه یې په حیرت کې لویږي او وايي، چې کاش دا خښته هم پکې اېښول شوې او تکمیل وای. نو رسول الله وفرمایل: هماغه خښته زه یم او زه د نبوت پای یم.
دا بليغ تمثيل څرګندوي چې نبوت د يو لوړ او ښکلي ماڼۍ په څېر دی، چې الهي انبياوو یې ستنې او برخې درولې دي. د اسلام د پېغمبر صلیاللهعلیهوسلم تر بعثت مخکې دا ساختمان تر کمال پورې جوړ شوی و او يوازې يوه خښته (خټه) پاته وه څو دا وداني بشپړه شي. هغه مبارک په خپل بعثت سره دغه تش ځای ډک کړ او د نبوت ودانۍ يې کمال او تمامیت ته ورسوله. اوس چې دا قصر بشپړ شوی دی، نو بيا هېڅ نوی نبي يا رسول ته اړتيا نشته؛ او که څوک ادعا کوي چې د نبوت يا رسالت کومه بله برخه لا پاتې ده، نو د هغه ادعا په دې ودانۍ کې ځای نه لري او په څرګنده توګه باطله ده. اوس چې د نبوت قصر تکميل شوی دی، نه د نبوت لپاره ځای پاتې دی او نه د رسالت لپاره؛ که د نبوت يا رسالت کوم بل ډول ته هم ادعا وشي، نو په دې قصر کې ورته هېڅ ځای نه شته.
وقال صلىاللهعليهوسلم: “إن لي أسماء: أنا محمد، وأنا أحمد، وأنا الماحي يمحو الله بي الكفر، وأنا الحاشر الذي يحشر الناس على قدمي، وأنا العاقب، والعاقب الذي ليس بعده نبي.”[11]
همداشان یې وفرمایل؛ زه څو نومونه لرم، زه محمد یم، احمد یم او ماحي یم چې خدای تعالی زما په واسطه کفر ورکوي او حاشر یم چې خلک زما پر قدم د قیامت په ورځ راټولیږي او زه عاقب یم یعنی دا چې له ما وروسته هېڅ پیغمبر نه راځي.
وفي صحيح مسلم عن ثوبان: قال رسول الله صلىاللهعليهوسلم: «وإنه سيكون في أمتي كذابون ثلاثون، كلهم يزعم أنه نبي، وأنا خاتم النبيين، لا نبي بعدي.»[12]
ژباړه: په صحیح مسلم کې له ثوبان رضی الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله وفرمایل: زما په امت کې به ډېرش تنه درواغجن راځي، چې د نبوت دعوه به کوي، په داسې حال کې چې زه وروستی استازی یم او له ما وروسته بل الهي استازی نه راځي.
علامه طحاوي رحمه الله د معتبر کتاب (عقیدة الطحاویه) لیکوال د نبوت د مدعیانو په رد کې وايي: «وَإِنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ الْمُصْطَفَى، وَنَبِيُّهُ الْمُجْتَبَى، وَرَسُولُهُ الْمُرْتَضَى، وَأَنَّهُ خَاتَمُ الْأَنْبِيَاءِ، وَإِمَامُ الْأَتْقِيَاءِ، وَسَيِّدُ الْمُرْسَلِينَ، وَحَبِيبُ رَبِّ الْعَالَمِينَ، وَكُلُّ دَعْوَى النُّبُوَّةِ بَعْدَهُ فَغَيٌّ وَهَوًى.»[13]
او په دې باور لرو چې محمد صلی الله علیه وسلم غوره شوی پیغمبر او غوره بنده دی او د خدای خوښ کړی رسول دی. هغه خاتم الانبیا دی، د پرهیزګارانو پیشوا، د االهي نبیانو سید او رئیس دی او د نړۍوالو د رب محبوب دی او له ده څخه وروسته د نبوت هر ډول ادعا له ګمراهي پرته بل څه نه ده.
د خاتمالنبیین صلیاللهعلیهوسلم د نبوت لپاره پای د تواتر تر کچې را نقل شوی دی او د ټولو مسلمانانو د اجماع له مخې ثابت دی. هر څوک چې تر هغه وروسته د نبوت دعوه وکړي، کافر دی؛ که دا ووايي چې زه مستقل پغمبر يم او نوی شريعت راوړم او که دا ادعا وکړي چې ماته د اسلام د شريعت د بېلابېلو مسائلو د تفسير او تشريح لپاره وحې کېږي.
نو بناءً، د ګورو نانک او د هغه د پيروانو ادعا او همدارنګه د ځينو توندلارو ډلو دا خبرې چې ګواکې ځينو افرادو ته داسې وحیې يا الهي مقام ور رسي چې د وحې په کچه دی او هغوی د شرعي احکامو په چارو کې خطا نه کوي، د مسلمانانو د اجماع له مخې له شک پرته کفر بلل کېږي.
دوام لري….
مخکنئ برخه/ راتلونکې برخه
سرچینې:
[1] . احزاب: 40.
[2]. تفسیر ابن کثیر، ج ۶، ص ۴۳۱.
[3]. قاضی عیاض، الشفاء بتعریف حقوق المصطفى، ج ۲، ص ۲۸۶.
[4]. سورۀ مائده، آیۀ ۳.
[5]. قاضی عیاض، الشفاء بتعریف حقوق المصطفى، ج ۲، ص ۲۸۶.
[6]. تفسیر ابن کثیر، ج ۳، ص ۲۶.
[7]. بسام العموش، طائفة السیخ وموقف الاسلام منها، ص ۱۵۱.
[8]. سورة الأنبیاء: 107.
[9]. سورۀ سبأ، آیه 28.
[10]. صحیح بخاری، ش ۳۳۴۲.
[11]. صحیح مسلم، ش ۲۳۵۴.
[12]. مسند احمد، ج ۳۷، ص ۷۲.
[13]. العقیدة الطحاویة، ص ۲۹-۳۱.