لیکوال: مهاجر عزیزي
سیکېزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه یې (پنځلسمه برخه)
د سیک په باورونو نیوکه
2- نبوت:
د سیک باورونو په منځ کې د دوی یو مهم باور د نبوت او پیغمبري په اړه دی. د دې موضوع د څېړلو لپاره لومړی ( د نبي او رسول) لغتونو، لفظي او اصطلاحي معناګانې را سپړو او وروسته د نبوت په اړه د سیکانو لیدلوری تر بحث لاندې نیسو او د اسلام له نظره یې نقد او نیوکه کوو.
الف؛ د نبي تعریف
د (نبي) کلمه په عربي ژبه کې له (نبأ) کلمې څخه اخېستل شوې، چې د خبر معنی ورکوي، خدای تعالی فرمايي؛ «عَمَّ يَتَسَاءَلُونَ، عَنِ النَّبَإِ الْعَظِيمِ»[1] ژباړه: دا خلك د څه شي په باب يو له بله پوښتنې كوي؟ – ايا د هغه لوی خبر په باب!
نو پیغمبران له همدې امله په (نبي) نومول کیږي، چې هم خبر ترلاسه کوي او هم خبر ورکوي او (مخبرین) دي. په دې مفهوم چې خدای تعالی خبر ورکړی او وحیې یې ورته استولې ده، خدای تعالی فرمايي؛«قَالَتْ مَنْ أَنْبَأَكَ هَذَا قَالَ نَبَّأَنِيَ الْعَلِيمُ الْخَبِيرُ»[2] ژباړه: نو هغې (حفصې) پوښتنه وکړه: تا ته چا د دې خبر درکړ؟ – پېغمبر (ص) ځواب ورکړ: “ما ته هغه ذات خبر راکړ چي په هر څه پوهيږي او ښه خبر دى.”
او همداشان مخبرين دي، ځکه چې د خدای تعالی له لوري وحیې او اوامر خلکو ته رسوي؛ ۞نَبِّئۡ عِبَادِيٓ أَنِّيٓ أَنَا ٱلۡغَفُورُ ٱلرَّحِيمُ –[3] ژباړه: [اې پېغمبره (ص)!] زما بندګانو ته خبر ورکړه چي زه ډېر ښه بښونكى او مهربان يم. او بیا فرمايي: وَنَبِّئۡهُمۡ عَن ضَيۡفِ إِبۡرَٰهِيمَ [4] – ژباړه: او دوى ته د ابراهيم(ع) د مېلمنو قصه واوروه.
په ورته ډول ویل کیږي، چې نبوت له (نبوة) کلمې څخه اخېستل شوی، چې په عربي کې د لوړې ځمکې په معنا دی.
عربان هغې لوړې ځمکې ته چې د لارې د پیدا کولو لپاره د نښې په حیث استعالیږي، کاروي.
د دې کلمې د لغوي او اصطلاحي معنا ترمنځ تناسب دا دی، چې پیغبران په دنیا او اخرت کې د لوړې مرتبې خاوند افراد دي. دوی تر ټولو انسانانو شریفه او داسې کسان دي، چې خپله دنیا یې اصلاح کړې او د اخرت نیکمرغي ته رسېدلې دي. [5]
ب) د رسول تعریف
په عربي ژبه کې (ارسال) د لېږلو په معنی راځي او کله چې څوک ماموریت ته استوی، نو هغه ستاسو رسول کیږي. خدای تعالی د سبا ښار د ملکې له خولې وايي:
وَإِنِّي مُرۡسِلَةٌ إِلَيۡهِم بِهَدِيَّةٖ فَنَاظِرَةُۢ بِمَ يَرۡجِعُ ٱلۡمُرۡسَلُونَ [6] – ژباړه: زه دغو خلكو ته يو سوغات لېږم، بيا ګورم چې زما ځانګړی استازى له څه ځواب سره بيرته راستنيږي.”
کله وخت د (رسول) کلمه عربان هغه چا ته هم استفاده کوي، چې د خبر اخېستلو لپاره لېږل شوی وي. عربان وايي: «جاءت الإبلُ رَسَلاً» – یعنې اوښان پرلپسې راغلل.
په همدې اساس پیغمبرانو ته (رسول) کلنه اطلاق شوې، ځکه د خدای تعالی له لوري را استول شوې دي[7]؛
«ثُمَّ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا تَتْرَا»[8]. ژباړه: بيا موږ پرله پسې خپل پېغمبران ولېږل.
دوی له ځانګړې پیغام سره د خدای تعالی له لوري مأمور شول، تر څو همدا پیغام ورسوي، پلی او تعقیب یې کړي.
خو له دې سره، سره د علماؤ په وړاندې تر ټولو ډېر منل شوی تعریف یې داسې دی؛ (رسول هغه څوک دی، چې د خدای تعالی له لوري له یوه نوي شریعت سره مبعوث شوی وي، په داسې حال کې چې نبي بیا هغه چاته وي، چې د پخواني پیغمبر شریعت پلی کوی او خلک د هماغه احکامو لور ته رابولي او همدا احکام ورته تبلیغوي او په خلکو کې یې ترویجوي. [9]
دوام لري…
مخکنئ برخه/ راتلونکې برخه
سرچینې:
[1]. سورۀ نبأ: آیات 1-2.
[2]. تحریم: 3.
[3]. حجر: 49.
[4]. حجر: 51.
[5]. لسان العرب، ج ۳، ص ۵۶۱؛ لوامع الأنوار البهية، ج ۱، ص ۴۹؛ الرسل والرسالات، ص ۱۳.
[6]. النمل: 35.
[7]. منابع: لسان العرب، ج ۲، ص ۱۱۶۶-۱۱۶۷؛ المصباح المنیر، ص ۲۶۶؛ الرسل والرسالات، ص ۱۳.
[8]. مؤمنون: 44.
[9]. تفسیر آلوسی، ج ۷، ص ۱۵۷.