لیکوال: مهاجر عزیزي
سیکېزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه یې (څوارلسمه برخه)
۳– په سیک دین کې د خدای تعالی پاکوالی
سیک دین پر توحید ټینګار کوي او د بتانو، ستورو او ونو نمانځل حرام بولي. د دوی له نظره خدای دا ځانګړنې لري؛
هېڅکله نه مري، شکل نه لري او د ذات درک یې بشر ته ناشونی دی او وجود یې د مخلوقاتو له لارې څرګندیږي.
سیکان خدای په دې نومونو یادوي؛
-
واه ګورو – لارښوونکی خدای
-
سات نام – رېښتونی نوم
-
کرمات – بښونکی
-
حقیقي پنځونکی
-
اخال – تلپاتې
-
نیرانکار – بې شکله او غیر مادي
سیک دین د خدای تعالی هر ډول انځورونه او تجسم منعه کړی دی.
سیکان د توحید په برخه کې له مسلمانانو څخه اغېزمن دي او له مسلمانانو یې زده کړه کړې ده او په همدې اساس بت پالنه او ځینې خرافات ردوي، خو په دې برخه کې له هندوېزم څخه متأثر دي، چې لامل یې په دوی کې د توحید نقض دی، البته سیکېزم د هندوېزم یوه جلا شوې څانګه ده.
-
قُلۡ هُوَ ٱللَّهُ أَحَدٌ [1] – ژباړه – ووايه: هغه الله دى، یوازې يو دی.
-
ٱللَّهُ لَآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ [2] – ژباړه: له الله، هغه ژوندي ابدي ذات څخه پرته چې ټول كائنات يې تنظيم كړيدي بل هیڅ خداى نشته؛
-
أَنَّمَآ إِلَٰهُكُمۡ إِلَٰهٞ وَٰحِدٞۖ –[3] ژباړه : ستاسې خداى ايكي يو خداى دى،
-
﴿إِنَّ الدِّينَ عِندَ اللَّهِ الْإِسْلَامُ﴾؛[4] – ژباړه: د الله په وړاندي دين همدا اسلام دى.
-
﴿فَمَن يَكْفُرْ بِالطَّاغُوتِ وَيُؤْمِن بِاللَّهِ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَىٰ﴾؛[5] ژباړه: اوس چې څوك له كوم طاغوت (شیطان) څخه منكر شي او پر الله ايمان راوړي، هغه يوه داسې كلكه اسره ونيوله، چې هېڅكله ماتېدونكې نه ده او الله د هر څه اورېدونكى او پر هر څه پوهېدونكى دى.
هر هغه څه چې له الله تعالی پرته یې عبادت کیږي؛ طاغوت ورته ویل کیږي[6] ، هغه که انسان، ډبره او یا که کوم بل مخلوق وي، چې انسانانو د تاریخ په اوږدو کې یې عبادت کړی دی.
دا ټول هغه مخلوقات دي، چې الله تعالی د انسان د خدمت لپاره پنځولې دي.
-
﴿يَا أَبَتِ لِمَ تَعْبُدُ مَا لَا يَسْمَعُ وَلَا يُبْصِرُ وَلَا يُغْنِي عَنكَ شَيْئًا﴾ [7] ژباړه: (دوی ته لږ هغه وخت ور ياد کړه) چي كله (ابراهیم) خپل پلار ته وويل: “پلاره! ته ولې د هغو شيانو عبادت كوې چي نه څه اوري نه څه ويني او نه ستا څخه د كوم شي دفع كولای شي؟
-
﴿يَا أَبَتِ لَا تَعْبُدِ الشَّيْطَانَ﴾؛[8] ژباړه: پلاره! ته د شيطان بندګي مكوه،
سیک په دې اړه چې ( خدای هېڅکله نه مړ کیږي) په باور کې له مسلمانانو څخه اغېزمن دي؛ اسلام خپلو پیروانو ته امر کړی چې په دې حقیقت ایمان راوړي. دلته به د خدای تعالی د ژوند په اړه ایتونه راوړو.
-
﴿اللَّهُ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ﴾؛[9] ژباړه: له الله، هغه ژوندي ابدي ذات څخه پرته چئ ټول كائنات يې تنظيم كړيدي بل هیڅ خداى نشته؛
-
﴿وَعَنَتِ الْوُجُوهُ لِلْحَيِّ الْقَيُّومِ﴾؛[10] ژباړه : د خلكو سرونه به د هغه تل تر تله ژوندي، د كائناتو مدبر په وړاندي ټيټ شي.
-
﴿هُوَ الْحَيُّ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ فَادْعُوهُ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ﴾؛[11] ژباړه: همغه تل تر تله ژوندى دى. له هغه پرته هیڅ معبود نه شته، تاسي همغه د خپل دين په خالص ګرځولو سره وبولئ.
د سیکانو دا باور چې (خدای تعالی شکل نه لري) د مسلمانانو د دې عقیدې پر اساس دی، چې وايي: ﴿لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ وَهُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ﴾[12] ژباړه: د كائناتو هيڅ شى هغه ته ورته څيرمه نشته، هغه د هر څه اورېدونكى او ليدونكى دى؛
البته تنزیه په اسلام کې د وجود د نفې کولو معنا نه لري، ځکه الله تعالی مطلق او حتمي وجود لري. زموږ په عقیده کې د صفاتو نفې کول او اثبات کول دواړه یو بل ته بشپړ کوونکي دي او هېڅ ډول ټکر پکې نشته؛ الله پاک د مخلوقاتو په څېر نه دی، خو د کمال صفاتو لکه اورېدنه، لیدنه او علم لرونکی دی. دا ښکلی توازن ځینو نه دی درک کړی: ځينې د تنزیې په لار کې افراط کوي او د تنزیې د ساتنې په پلمه د الله د نومونو او صفاتو تر انکار پورې رسېږي او یو شمېر نور د صفاتو د اثبات په لاره کې تر هغه ځايه تللي چې الله یې د مخلوق په څېر ګڼلی او ورته شکلونه او جسميت ورکوي؛ دواړه لیدلوري باطل دي او موږ د خپل رب له وينا سره سم منځلارۍ لارې ته ژمن یو.
﴿لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ وَهُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ﴾[13] ژباړه: د كائناتو هيڅ شى هغه ته ورته څيرمه نشته، هغه د هر څه اورېدونكى او ليدونكى دى؛
په دې ایت کې هم داسې تنزیه (له مخلوقاتو سره د ورته والې نفي کېدل) او هم یې د (اورېدو او لیدو) صفت اثبات په کامل حکمت سره شوی دی. [14]
-
خدای تعالی د ناوصفیت نسبت
د سیک دین د پیروانو دا ادعا چې خدای تعالی نشي توصیف کېدای؛ ناسمه او باطله ده، ځکه خدای تعالی د کاملو او ښکلو صفتونو درلودونکی دی. هغه؛ خالق، رازق، رحمن، رحیم، ژوندی ورکونکی او اخېستونکی دی.
د خدای سپېڅلی ذات په داسې صفاتو سره موصوف دی، چې بنده ګان یې پرې پېژندلی شي او له لارې غوښتنه کوي او دربار ته یې نږدې کیږي.
خدای تعالی په قرانکریم کې فرمايي؛ ﴿وَلِلَّهِ الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَىٰ فَادْعُوهُ بِهَا﴾[15] ژباړه: الله د غوره نومونو مسحق دى، هغه په هماغه غوره نومونو سره وبلئ.
همداشان رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: «إِنَّ لِلَّهِ تِسْعَةً وَتِسْعِينَ اسْمًا، مِائَةً إِلَّا وَاحِدًا، مَنْ أَحْصَاهَا دَخَلَ الْجَنَّةَ»[16] ( له شک پرته د خدای تعالی نهه نوي نومونه دي، سل یو ترې کم، چا چې وپېژندل او او یاد یې کړل نو جنت ته به داخل شي.
دوام لري…
مخکنئ برخه/ راتلونکې برخه
سرچینې:
[1]. سورۀ اخلاص، آیه 1.
[2]. سورۀ بقره، آیه 255.
[3]. سورۀ انبیاء، آیه 108.
[4]. سورۀ آل عمران، آیه 19.
[5]. سورۀ بقره، آیه 256.
[6]. عبدالرحمن بن حسن، فتح المجید، ص ۳۹۲.
[7]. سورۀ مریم، آیه 42.
[8]. سورۀ مریم، آیه 44.
[9]. سورۀ بقره، آیه 255.
[10]. سورۀ طه، آیه 111.
[11]. سورۀ غافر، آیه 65.
[12]. سورۀ شوری، آیه ۱۱.
[13]. سورۀ شوری، آیه ۱۱.
[14]. بسام العموش، طائفة السیخ و موقف الاسلام منها، ص ۱۵۲.
[15]. سورۀ اعراف، آیه ۱۸۰.
[16]. مسند احمد، ج ۱۲، ص ۶۹.