ليکوال: محمد عاصم اسماعیزهي
د قصاص حکمت، فلسفه او اغېزې (څلورمه برخه)
د اسلام له نظره د نفس او ځان ساتنه
د ژوند کولو حق
د انسان لومړنی او تر ټولو لوی حق د ژوند حق دی چې ځانګړې پاملرنه باید ورته وشي. د ژوند حق ډېر مقدس او محترم دی او هېڅکله یې حرمت پای ته رسول او پر حریم یې تېری کول جواز نه لري. الله متعال فرمايي: «وَلا تَقْتُلُوا النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللهُ إِلا بِالْحَقِّ» ژباړه: «او هغه كس مه وژنئ چې الله (یې قتل) حرام كړى دى مګر په حقه.» [۱]
پیغمبر صلیاللهعلیهوسلم هغه حق چې د نفس د وژنې د جواز لامل ګرځي په هغه حدیث کې تشریح کړی چې د ابن مسعود رضیاللهعنه له لوري روایت شوی دی: «لا يَحِلُّ دَمُ امْرِئٍ مُسْلِمٍ يَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا الله وَأَنِّي رَسُولُ الله إِلَّا بِإِحْدَى ثَلَاثٍ: الثَّيِّبُ الزَّانِي، وَالنَّفْسُ بِالنَّفْسِ، وَالتَّارِكُ لِدِينِهِ الْمُفَارِقُ لِلْجَمَاعَةِ» ژباړه: «د هغه مسلمان انسان وینه تویول او وژل روا نه دي چې له الله تعالی پرته بل هېڅوک د عبادت وړ نه ګڼي او محمد بن عبدالله د الله تعالی رسول ګڼي، مګر په دریوحالتونو کې: هغه کس چې له واده وروسته زنا وکړي، هغه کس چې په ناحقه یې بل انسان وژلی وي، او هغه کس چې خپل دین (اسلام) پرېږدي او د مسلمانانو له ټولنې څخه جلا شي.» [۲]
او الله متعال فرمايي: «وَلَا تَقْتُلُوا أَوْلَادَكُمْ خَشْيَةَ إِمْلَاقٍ نَحْنُ نَرْزُقُهُمْ وَإِيَّاكُمْ إِنَّ قَتْلَهُمْ كَانَ خِطْئًا كَبِيرًا» ژباړه: «او خپل اولاد مو د نېستۍ له وېرې مه وژنئ، موږ هغوى ته هم روزي وركوو او تاسو ته هم، د هغوى وژل خو يقيناً لويه ګناه ده.» [۳]
او همدارنګه الله متعال فرمايي: «وَإِذَا الْمَوْؤُدَةُ سُئِلَتْ * بِأَيِّ ذَنبٍ قُتِلَتْ» ژباړه: «او كله چې ژوندۍ خښه شوې جينۍ وپوښتل شي؟ چې په كومه ګناه وژل شوې ده؟» [۴]
الله متعال د هغو کسانو لپاره چې قتل او وژنه دود او د ځان لپاره لاره او سنت ګرځوي، داسې سخت عذاب او کړاو ټاکلی چې د هېڅ بل جنايتکار لپاره يې نه دی ټاکلی.
پیغمبر صلیاللهعلیهوسلم فرمايي: «لَيْسَ مِنْ نَفْسٍ تُقْتَلُ ظُلْماً إِلَّا كَانَ عَلَى ابْنِ آدَمَ الْأَوَّلِ كِفْلٌ مِنْ دَمِهَا، لِأَنَّهُ أَوَّلُ مَنْ سَنَّ الْقَتْلَ» ژباړه: «هر څوک چې په ظلم سره ووژل شي، نو د هغه د وینې يوه برخه ګناه به د آدم علیهالسلام د زوی قابيل پر غاړه وي، ځکه دی لومړی کس و چې خپل ورور هابیل يې په ظلم سره وواژه او د ظالمانه قتل اساس يې کېښود.» [۵]
اسلام د ژوند پر ساتنې دومره ټینګار کړی دی چې که چېرې یو کس د وینې تویول او وژنه حلاله وګڼي، نو د ډېر سخت عذاب ګواښ یې ورته کړی دی. الله متعال په قرآن کريم کې فرمايي: «وَمَنْ يَقْتُلْ مُؤْمِناً مُتَعَمِّداً فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِداً فِيهَا وَغَضِبَ اللهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَاباً عَظِيماً» ژباړه: «او څوك چې قصداً كوم مومن وژني نو سزا يې جهنم دى، تلپاتې په هغه كې، او الله پرې غضب كړى، رټلى يې دى او سترعذاب يې ورته چمتو كړى.» [۶]
په دې آيت کې په آخرت کې د قاتل سزا داسې بيان شوې ده: دردناک عذاب، دوزخ کې د تل لپاره پاتې کېدل، د الله تعالی غضب، لعنت او د ستر عذاب وعده.
پیغمبر صلیاللهعلیهوسلم فرمايي: «لَزَوَالُ الدُّنْيَا أَهْوَنُ عَلَى اللهِ مِنْ قَتْلِ مُؤْمِنٍ بِغَيْرِ حَقٍّ» ژباړه: «بېشکه د الله تعالی لپاره د دنيا نابودي او فنا کول په ناحقه د يوه مؤمن له وژلو اسانه دي. یعنې د مؤمن وژل دومره ستر جرم او لویه ګناه ده.» [۷]
امام ترمذي رحمهالله د حسن سند له مخې له ابو سعيد رضیاللهعنه روایت کړی دی چې پیغمبر صلیاللهعلیهوسلم وفرمايل: «لَوْ أَنَّ أَهْلَ السَّمَاءِ وَأَهْلَ الْأَرْضِ اشْتَرَكُوا فِي دَمِ مُؤْمِنٍ، لَأَكَبَّهُمُ اللهُ فِي النَّارِ» ژباړه: «که د آسمان او ځمکې ټول اوسېدونکي د يو مؤمن د وینې په تویولو کې برخه واخلي، نو الله متعال به ټول د همدې جرم په سزا دوزخ ته واچوي.» [۸]
امام بيهقي رحمهالله له ابن عمر رضیاللهعنهما څخه روايت کړی دی چې رسول الله صلیاللهعلیهوسلم وفرمايل: «مَنْ أَعَانَ عَلَى دَمِ امْرِئٍ مُسْلِمٍ بِشَطْرِ كَلِمَةٍ، كُتِبَ بَيْنَ عَيْنَيْهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ: آيِسٌ مِنْ رَحْمَةِ الله» ژباړه: «هر څوک چې د يوه مسلمان په وژلو کې حتی د نيمې کلمې په اندازه مرسته وکړې وي، نو د قيامت په ورځ به یې پر تندي وليکل شي: دا کس د الله تعالی له رحمت څخه محروم دی.» [۹]
دا ځکه چې قاتل هغه بنا ويجاړوي چې الله تعالی جوړه کړې ده، او له مقتول څخه ژوند او حیات اخلي. چې دا چاره د هغه د خپلوانو او کورنۍ پر حقونو تېری دی، ځکه هغوی د ده په شتون کې د عزت او سربلندۍ احساس کاوه، له وجوده يې ګټه اخيسته، خو په نشتون کې یې له دې ستر نعمت څخه محرومېږي.
قتل په اسلام کې حرام دی، هغه که د مسلمان وژنه وي، که د کافر ذمي (هغه کافر چې د مسلمانانو تر سیوري لاندې ژوند کوي) وژنه وي او یا هم د ځان وژنه وي. په احادیثو کې په ښکاره ډول راغلي دي چې د کافر ذمي ناحقه قاتل به په اور کې وي. امام بخاري رحمهالله له عبدالله بن عمرو بن العاص رضیاللهعنهما څخه روایت کړی دی چې رسول الله صلیاللهعليهوسلم وفرمايل: «مَنْ قَتَلَ مُعَاهَداً لَمْ يَرَحْ رَائِحَةَ الْجَنَّةِ، وَإِنَّ رِيحَهَا يُوجَدُ مِنْ مَسِيرَةِ أَرْبَعِينَ عَاماً» ژباړه: «هر څوک چې هغه کافر ووژني چې له مسلمانانو سره یې تړون او عهد کړی وي، يا يوه مسلمان پناه ورکړې وي، يا حاکم مسلمان د پناه ضمانت ورکړی وي، او يا د جزيې تړون ورسره شوی وي، داسې کس به د جنت بوی هم حس نه کړي، سره له دې چې د جنت بوی له څلوېښت کلن واټن څخه هم احساسېږي. یعنې دا ډول کس به جنت ته داخل نه شي.» [۱۰]
دوام لري…
مخکنئ برخه/ راتلونکې برخه
سرچینې:
[۱] سوره إسراء، آيت: ۳۳.
[۲] السجستاني، سليمان بن الأشعث، سنن أبي داود، ج۴، ص۲۲۲، الحدود، باب الحكم فيمن ارتد، رقم الحدیث: ۴۳۵۴، ناشر: دار الفكر.
[۳] سوره إسراء، آيت: ۳۱.
[۴] سوره تکوير، آيتونه: ۸-۹.
[۵] القزويني، محمد بن يزيد، سنن ابن ماجة، ج۲، ص۸۷۳، كتاب الديات، باب التغليظ في قتل مسلم ظلماً، رقم الحديث: ۲۶۱۶، دار الفكر.
[۶] سوره نساء، آيت: ۹۳.
[۷] القزويني، محمد بن يزيد، سنن ابن ماجة، ج۲، ص۸۷۴، كتاب الديات، باب التغليظ في قتل مسلم ظلماً، رقم الحديث: ۲۶۱۹، دار الفكر.
[۸] الترمذي، محمد بن عيسى، الجامع الصحيح سنن الترمذي، ج۴، ص۱۷، الديات، باب الحكم في الدماء، رقم الحديث: ۱۳۹۸، دار إحياء التراث العربي – بيروت.
[۹] البيهقي، أبو بكر أحمد بن الحسين، شعب الإيمان، ج۴، ص۳۴۶، باب ذكر الحديث الذي ورد في شعب الإيمان، السادس والثلاثون من شعب الإيمان وهو باب في تحريم النفوس والجنايات عليها، رقم الحديث: ۵۳۴۶، الطبعة الأولى: ۱۳۴۴هـ، الناشر: مجلس دائرة المعارف النظامية – حيدر آباد، هند.
[۱۰] البخاري، محمد بن إسماعيل، صحيح البخاري، ج۴، ص۹۹، كتاب الجمعة، باب من انتظر حتى تدفن، رقم الحديث: ۳۱۶۶، الطبعة الثالثة، ۱۴۰۷هـ – ۱۹۸۷م، ناشر: دار ابن كثير، اليمامة – بيروت.