1- ایا خدای (جل جلاله) هر چېرته حاضر دی او حلول کوی؟
سیکان په دې باور دي، چې خدای (جل جلاله) هر چېرته حاضر دی او په ټولو موجوداتو کې یې حلول کړی (دننه شوی) دی او څوک چې روحي سپېڅلتیا لري، په خپل زړه سره یې لیدلای شي.
خو موږ اهل السنت دا عقیده لرو، چې الله تعالی له مکان او زمان څخه پاک دی ( هېڅ شی هم ورسره ورته نه دی، هغه دی چې اوري او لیدل کوي) هغه له ټولو څخه بې نیازه دی او خپل هیڅ مخلوق ته هم اړتیا نه لري، ځکه چې غني او بې نیازه دی او دا مخلوقات دي، چې هغه ته اړتیا لري، په دې اړه خدای تعالی فرمايي:
1- لَمۡ يَلِدۡ وَلَمۡ يُولَدۡ – وَلَمۡ يَكُن لَّهُۥ كُفُوًا أَحَدُۢ ” نه هغه څوك زېږولى دى او نه هغه زېږول شوى دى؛ او هیڅوك د هغه سيال نشته.
3- ” إِنَّ ٱللَّهَ هُوَ ٱلرَّزَّاقُ ذُو ٱلۡقُوَّةِ ٱلۡمَتِينُ” – بېشکه، الله خو پخپله ښه روزي ورکوونکی دی، د ډېر قوت خاوند او زورور دی. نو هغه له هر څه بې نیازه دی او ټول د هغه اړمن دي؛ هغه که وغواړي او یا که ونه غواړي.
4- ” وَعِندَهُۥ مَفَاتِحُ ٱلۡغَيۡبِ لَا يَعۡلَمُهَآ إِلَّا هُوَۚ وَيَعۡلَمُ مَا فِي ٱلۡبَرِّ وَٱلۡبَحۡرِۚ وَمَا تَسۡقُطُ مِن وَرَقَةٍ إِلَّا يَعۡلَمُهَا “- له هماغه سره د غيبو كليګاني دي چې د هغه پرته بل څوك پرې نه پوهیږي. په وچه او اوبو (سمندرونو) کښي چې هر څه دي، له ټولو څخه هغه خبر دى. له وني څخه كومه رالوېدونكې پاڼه داسي نشته چې هغه پرې عالم نه وي.
5- ” ءَأَمِنتُم مَّن فِي ٱلسَّمَآءِ أَن يَخۡسِفَ بِكُمُ ٱلۡأَرۡضَ فَإِذَا هِيَ تَمُورُ” – ايا تاسي له دې څخه بېغمه ياست چې هغه ذات چې په اسمانونو کښي دى، تاسي به په ځمکه کښي ښخ کړي؛ او بیا به دغه ځمکه په ناڅاپي ډول ولړزیږي، وخوځیږي؟
6- “وَهُوَ مَعَكُمْ أَيْنَ مَا كُنتُمْ ۚ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ” تاسي چې هر چېري ياست، هغه ستاسي سره دى. تاسي چې هر كار كوئ الله یې ويني.
7- “أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ ۗ مَا يَكُونُ مِن نَّجْوَىٰ ثَلَاثَةٍ إِلَّا هُوَ رَابِعُهُمْ وَلَا خَمْسَةٍ إِلَّا هُوَ سَادِسُهُمْ” ايا ته نه یې خبر چې الله د اسمانونو او ځمکې پرهر شي باندې عالم دى؟ – هیڅكله داسي نه کیږي چې د درېو تنو كوم پټ مجلس وي او د هغو په منځ کې څلورم الله (جل جلاله) نه وي، يا د پنځو تنو پټ مجلس وي او په هغو کې شپږم الله نه وي.
نو بايد د خدای د علم او وجود او ذات ترمنځ اختلاط ونشي؛ په همدې اساس کله چې پاڼه له ونې غورځیږي، خدای پرې خبر دی خو مفهوم یې دا نه دی، چې خدای تعالی تر هغې ونې پر سر یا یې لاندې دی، خدای تعالی له مخلوقاتو سره له هر ډول مشابهت څخه پاک دی. په دې موضوع پوهانو په تفصیل سره بحث کړی دی، خو که ووایو چې خدای (جل جلاله) په حسي ډول هر چېرته موجود دی، نو دا ناسمه او غیرمعقوله عقیده، ځکه نشو ویلای، چې خدای (جل جلاله) د خلکو په کورونو، د مېږیانو په ځالو، پر ځمکه، سمندرونو، پایپونو، کښتیو او یا هم په الوتکو کې فزیکي حضور لري.
په اصل کې د حلول (دننه کېدو) باور د مسحیانو له نظریاتو او عقایدو څخه اخېستل شوی نظر دی، د علامه شلبي په وینا – په ناسوت کې د لاهوت حلول ( په انسان کې د خدای (جل جلاله) حلول نظریه نصراني (مسیحي) رېښه لري او دا اصطلاح دوو طبیعتونو ته اشاره کوي، چې په مسیح کې شته.
ستر خدای (جلاله) له دې څخه لوړ دی، چې حدود، پای، ارکان، غړې، ابزار او شپږګونې لوري دې ولري، لکه څنګه چې نور مخلوقات یې لري.
امام فخرالدین رازي له مقنع دلایلو سره پر حلول رد کوي او ووايي:
«د حلول د عقیدې د بطلان دلیل دا دی؛ هر هغه څه چې د یوه شي، په بل شي کې دننه د حلول په نوم پېژندل کېږي، دا وي چې هغه حل کېدونکی شی به په یو څه کې له خپل ځای (محل) سره تابع او تړلی وي. حال دا چې د واجبالوجود (یعنې د الله تعالی) ذات، په خپل ذات پورې تړلی دی او د بل هیڅ شي تابع کېدای نه شي. نو له دې کبله، د الله تعالی په اړه د حلول تصور ناممکن (ممتنع) دی. او که له حلول نه مراد له دې بیان شوې معنی پرته بل څه وي، نو لومړی باید د هغه لپاره یو روڼ او دقیق تصور وړاندې شي، تر څو بیا دا وارزول شي، چې آیا دا معنا د الله تعالی په حق کې د منلو وړ ده او که نه.»
نو دا عقیده چې سیکان پرې باور لري، د حلول او اتحاد د باورونو لپاره زمینه سازي کوي او له هندویزم څخه سرچینه اخلي.
خلک باید په نړۍ کې د خدای تعالی د نښانو او دخدای تعالی د ذات ترمنځ توپیر ته قایل شي، لکه څنګه چې شاعر وايي:
په هر څه کې یې نښه ده او دا شاهدي ورکوي، چې هغه واحد او یو دی.
خو خدای تعالی باید له هر هغه څه پاک وبلل شي، چې مخلوقات ورته منسوبیږي؛ لکه زمان او مکان، خدای تعالی وخت او ځای ډواړه پنځولي او ورته اړتیا نه لري، کله چې د هغه څخه غوښتنه کوو یا یې رابولو نو خپل لاسونه د اسمان لوري ته پورته کوو، ځکه د انسان په فطرت کې ده، چې ارزښتمن شی لوړ طرف ته وړي، نو اوس د رب مرتبه څنګه ده؟
د رب تعالی علم او پوهه د (معیت – ورسره والي) له مفهوم سره منافات نه لري، خدای تعالی وايي: “إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ” له شک پرته الله تعالی له صابرینو سره دی.
او همداشان فرمايي:
“قَالَ إِنِّي مَعَكُمْ أَسْمَعُ وَأَرَىٰ” ( ویې ویل، زه له تاسو سره یم، اورم او وینم)
دا معیت یا ورسره والی، د مرستې په معنا دی، نو په همدې اساس د حلول عقیده چې د سیکانو له مهمو باورونو څخه ده، د اسلامي علماؤ له نظره ناسمه او شرکي عقیده ده، نو همدې د سیک د توحید عقیده تر پوښتنې لاندې راوستې او هغه یې د کافرانو او لارورکو له عقیدو څخه شمېرلې.
2- د خالق او مخلوق ترمنځ واسطه
«دا عقیده هم د سیک مذهب د توحید له اصل سره ښکاره ټکر لري؛ ځکه سیکان باور لري، چې د خالق او مخلوق تر منځ د یو واسط وجود ضروري دی. د دوی په اند، خالق په مستقیم ډول انسان ته ځان نه ښکاره کوي او مخلوق له کومک او د لارښود له واسطې پرته له خدای سره اړیکه نه شي ټینګولای. نانک (د سیکانو بنسټګر) پر دې خبره ټینګار کاوه، چې ګورو (Guru) خدای نه دی، بلکې د خدای بنده او له هغه سره د انسانانو د اړیکې یو پل دی.
خو ګران اسلام له خدای سره په بې واسطې اړیکې ټینګار کوي، هغه که انساني او یا ناانساني واسطه وي، رد کړې یې ده او باطله یې بولي. لکه څنګه چې څوک هم په دعا او مناجات کې واسطه نه مني.
و [اې پيغمبره (ص)!] زما بندګان كه ستا څخه زما (د لیری والي یا نژدې والي) په اړه پوښتنه وکړي؛ نو هغوی ته ووايه چې زه ورته ډېر نژدې يم: بلونكى چې كله ما وبولي، زه د هغه بلنه اورم او ځواب وركوم، نو هغوی ته ښايي چې زما بلنې ته لبيك ووايي او پر ما ايمان راوړي (ته دا خبره هغوی ته واوروه)، كېداى شي چې سمه لاره ومومي.
د قرانکریم یو راز دا دی، هغه ټول ایتونه چې د (یسألونک – له تا پوښتي) په عبارت سره پیل شوي، د (قل) لفظ لري، خو دا ایت د “وإذا سألک” په لفظ سره پیلیږي او د (قل) نشته پکې، نو دا د دې ښودنه کوي، چې د دعا په ارتقاء کې هېڅ واسطه نشته، که څه هم د وحیې په نزول کې جبرایل علیه السلام واسطه و.
دا الهي حکمت دی، چې د ده او مخلوق ترمنځ یې دې هېڅ ډول واسطه نه وي، تر څو یې د دعا او استغفار د مخنیوي لامل نه شي. په نورو امتونو کې همداسې پېښه شوې، د اروپا تاریخ د دې ډول ناخوالو شاهد دی، چې د پادریانو مخ کې به اعتراف کېده او د مغفرت لیکونه به خرڅېدل او دا د انساني تفکر د ستر سقوط نښه وه او د بشریت د هغه افرادو د رسوايي ګواه و، چې ځان یې وسیط باله، خو خپله په ګناهونو کې تر ستونې غرق وه او یوازې ساده زړي په دوکې سره را خپل کړې وه او له هغوی یې ناسمه فکري استفاده کوله.
دلته څرګندیږي، چې ګورو نانک له هندویزم تفکر څخه متأثر و او پر ګورو یې د کامل تړاو تاکید کاوه، په ورته ډول یې په مسیحیت کې د پادري د وسیط کېدو څخه تاثر ښکاري.
«خو په اسلام کې د بنده او رب (خدای) تر منځ هېڅ ډول واسطه نه شته. لکه څنګه چې د الله له رسول ﷺ څخه ابوهرېره رضیاللهعنه نه په یو حدیث کې روایت کړی دی، فرمايي:
“هیڅ شی داسې نشته چې زما بنده زما قرب ته دومره رانژدې کړي لکه د فرضو (واجبو) ادا کول. او بنده مې د نفل عبادتونو (یعنې مستحب کارونو) له لارې زما قرب ته لا پسې نژدې کېږي، تر دې چې زه یې (په مینه او رضا) اجابت کړم. کله چې زه هغه اجابت کړم، نو زه د هغه غوږ ګرځم چې پرې اوري، د هغه سترګه ګرځم چې پرې ویني، د هغه لاس ګرځم چې پرې نیول کوي او د هغه پښه ګرځم چې پرې ګرځي. که هغه څه وغواړي، زه به یې ورکړم؛ که پناه راوړي، زه به یې وساتم او زه د هېڅ کار په اړه دومره تردید نه کوم، لکه د خپل مؤمن بنده د روح اخیستلو (مرګ) په اړه؛ ځکه هغه مرګ نه خوښوي، او زه هم دا نه خوښوم چې هغه ناراحتي وویني – خو له مرګ څخه هېڅ تېښته نه شته.”
انسان معلم، ښوونکي او واعظ ته اړتیا لري، چې حقایق ورته شرحه کړي، خو دا ادعا په کامل ډول مردوده چې یو څوک دې د لوړتیا او د توبې د دروازې نسبت ځانته وکړي.
ابن تیمیه رحمه الله “الواسطة بین الحق والخلق” رسالې کې په دې اړه تفصلي بحث کړی او وايي: په ډېر خواشنۍ سره د تاریخ په اوږدو کې ډېرو کسانو د واسطې له مفهوم څخه په استفادې پر نورو سلطه موندلې.