Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (درې دېرشمه برخه)
اسلام دوشنبه _14 _جولای _2025AH 14-7-2025AD

د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (درې دېرشمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: شکران احمدي

د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه

درې دېرشمه برخه

اړین مقاصد
د دین ساتنه د شریعت له تر ټولو اړینو مقاصدو څخه ده او د دې چارې تحقق په هغو کړنو پورې تړلی دی، چې الله تعالی روا او واجب ګرځولي دي او په ورته ډول کوم څه چې دین ته زیان رسوي منع او حرام دي. نو په همدې اساس دلته د دین د ساتنې په وسایلو او د مقاصدو په پېژندنې بحث کوو.
ب: د دین د ساتنې وسایل
د اسلام د دین ساتنه له دوو اړخونو کېدای شي؛ ایجابي اړخ – مأمورات – هغه کړنې چې د دین د ساتنې او تقویې لپاره لازمي دي.
سلبي اړخ – منهیات – له هغو کړنو څخه پرهیز، چې دین ته زیان رسوي. د دې دوو اړخونو په پام کې نیولو سره د دین د ساتنې لپاره جامع لار برابریږي.
1- د دین د ساتنې ایجابي وسایل
د دین ساتنه د اسلامي شریعت تر ټولو لوی او مهم هدف دی او دا ستر مقصد هېڅکله هم نه‌شي پرېښوول کېدای چې تخریب، تحریف یا بدل شي؛ ځکه که دین له منځه ولاړ شي، نور اهداف به هم له منځه ولاړ شي او نړۍ به ورانه شي. الله تعالی هغه کسان چې له حق دین او د هغه له رڼا بې‌برخې وي، له بې‌ حسه او بې عقلانیته مړو سره ورته بللي دي؛ لکه څرنګه چې فرمایي…
” أَوَمَن كَانَ مَيۡتٗا فَأَحۡيَيۡنَٰهُ وَجَعَلۡنَا لَهُۥ نُورٗا يَمۡشِي بِهِۦ فِي ٱلنَّاسِ كَمَن مَّثَلُهُۥ فِي ٱلظُّلُمَٰتِ لَيۡسَ بِخَارِجٖ مِّنۡهَاۚ ” الانعام – 122 ايت
ايا هغه څوك چې مخکي مړ ؤ، بيا موږ ژوند ورته وبخښی او هغه رڼا مو ورکړه چې د هغې په وړانګو کښي د خلكو په منځ کښي د ژوند لاره وهي، د هغه چا په څېر کېدای شي چي په ترږمیو کښي غورځېدلى وي او په هیڅ شان ورڅخه وتونكى نه وي؟
دلته له نور څخه مطلب ایمان او هدایت دی؛ ځینو په قران او ځینو بیا په حکمت باندې تعبیر کړی دی، نو هغه څوک چې له ایمان، قران او حمکت څخه برخمن وي، له الهي بصیرت سره ژوند کوي او خپلې چارې ترسره کوي.
په همدې ډول خدای تعالی د کافرانو حال داسې بیان کړی دی؛ ” وَٱلَّذِينَ كَفَرُواْ يَتَمَتَّعُونَ وَيَأۡكُلُونَ كَمَا تَأۡكُلُ ٱلۡأَنۡعَٰمُ وَٱلنَّارُ مَثۡوٗى لَّهُمۡ “
او كافران یوازي د دُنيا د څو ورځني ژوندانه خوندونه اخلي، د څارويو په شان خوراك څښاك كوي او د هغو وروستى استوګنځى دوږخ دئ.
دا ایت کافران له داسې څلوربولو سره تشبیه کوي، چې یوازې د مادي او جسمي لذتونو په لټه کې دي او له ځانه ناخبره دي.
په بل ځای کې بیا خدای تعالی کافران د عقل او تمیز د نشتون له امله له څلوربولو او ان ورهاخوا تر هغوی بدتره معرفي کړي وايي: ” وَلَقَدۡ ذَرَأۡنَا لِجَهَنَّمَ كَثِيرٗا مِّنَ ٱلۡجِنِّ وَٱلۡإِنسِۖ لَهُمۡ قُلُوبٞ لَّا يَفۡقَهُونَ بِهَا وَلَهُمۡ أَعۡيُنٞ لَّا يُبۡصِرُونَ بِهَا وَلَهُمۡ ءَاذَانٞ لَّا يَسۡمَعُونَ بِهَآۚ أُوْلَٰٓئِكَ كَٱلۡأَنۡعَٰمِ بَلۡ هُمۡ أَضَلُّۚ أُوْلَٰٓئِكَ هُمُ ٱلۡغَٰفِلُونَ “
او دا حقيقت دى چې زياتره پيريان او انسانان مو د دوږخ لپاره پيدا کړې دي. د هغوى زړونه شته، خو فكر ورباندې نه كوي. د هغو سترګې شته، خو څه پرې نه ويني. د هغوى غوږونه شته، خو څه پرې نه اوري. هغوى د څارويو په شان دي؛ بلکې له هغو څخه هم لا پسې تېر، دا هغه خلك دي چي په غفلت کې لويدلي دي.
دا آیت څرګندوي چې کافران له خپلو ادراکي حسونو څخه ګټه نه اخلي. د دوی زړونه د حقایقو درک نه‌شي کولای، سترګې یې د الله نښې نه‌شي لیدلای او غوږونه یې د پند او نصیحت اورېدو ته بند دي. دا په داسې حال کې ده چې حیوانات، د خپلې وړتیا په کچه، د ګټې او تاوان ترمنځ توپیر کولای شي؛ خو دا ډله خلک له دې ځانګړتیا هم بې‌برخې دي او په بشپړه بې‌خبرۍ او غفلت کې ژوند کوي.
نو ځکه، د دین د ساتنې لپاره اړینه ده چې هم مثبتې لارې پیاړې شي ـ لکه تعلیم، د ایمان پیاوړتیا او د شریعت عملي کول او هم منفي موارد، یعني د ګناهونو او انحرافاتو څخه ځان ساتل، جدي ونیول شي. د همدې دواړو لارو د تعادل له طریقه، د دین ستر هدف، یعني – د دین ساتنه، تر لاسه کېدای شي.
له ایجابي اړخه د دین ساتنه په څو اساسي نکتو کې را خلاصه کېدای شي، چې مهمې پر الله تعالی، د اخرت پر ورځې ایمان او د الهي اسماؤ او صفاتو پېژندنه ده.
پر الله او د اخرت په ورځې ایمان
پر الله تعالی او د اخرت په ورځې ایمان د عباداتو د منلو اصل او اساس او له دې پرته هېڅ ښه عمل ارزښت نه لري. د مکي دعوت اصلي محوریت درې برخې – توحید، معاد او نبوت – وې. په اخرت باور د ایمان له شپږګونو ارکانو څخه دی او له دې پرته ایمان کامل کېدای نه شي، هر څوک چې ترې انکار کوي، د اسلام له دایرې وځي.
خدای تعالی وايي: ” وَلَٰكِنَّ ٱلۡبِرَّ مَنۡ ءَامَنَ بِٱللَّهِ وَٱلۡيَوۡمِ ٱلۡأٓخِرِ ” بلكي نېكي دا ده چې انسان پر الله، د قيامت پر ورځ …… د زړه له كومې ایمان راوړي.
په دې ایت کې د (پر) کلمه د ټولو ښېګڼو جمعه کوونکې ده،لکه؛ ایمان، نیک اعمال او ښایسته اخلاق. په دې ایت کې خدای تعالی د ایمان د اصولو ترڅنګ د نیکو اعمالو تفسیر هم کړی دی.
پیغمبر صلی الله علیه وسلم د جبرائیل علیه والسلام د پوښتنې په ځواب کې، چې د ایمان په اړه یې وکړه، وویل:
«أَنْ تُؤْمِنَ بِاللهِ وَمَلَائِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ وَتُؤْمِنَ بِالقَدَرِ خَيْرِهِ وَشَرِّهِ» ایمان؛ پر الله، ملایکو، اسماني کتابونو، پیغمبرانو، د اخرت او د خدای له لوري د خیر او شر د اندازې په ټاکلو باندې باور ته وايي.
د اخرت په ورځې د ایمان ارزښت
د اخرت په ورځې ایمان د انسان د ژوند یوه تر ټولو مهمه مرحله ده، چې له مړینې وروسته یې جنت یا دوزخ ته د تګ پایله پکې څرګندیږي، خدای تعالی فرمايي:
” ذَٰلِكَ ٱلۡيَوۡمُ ٱلۡحَقُّۖ فَمَن شَآءَ ٱتَّخَذَ إِلَىٰ رَبِّهِۦ مَـَٔابًا ” د النباء سورت 78 ایت
هغه ورځ حقه ده؛ نو اوس چې د چا زړه غواړي، د خپل رب لوري ته د ورګرځېدلو لار دې ونيسي.
د اخرت په ورځې د ایمان ګټې
پر اخرت ایمان ګڼې ګټې او برکتونه لري؛ د الهي پیرزوینې په موخه عبادتونو ته هڅېدل
د جزا له وېرې له ګناه څخه منعه کېدل
د سکون او اطمینان رامنځته کول
مؤمن انسان د ستونزو او د دنیا د لاسه ورکولو پر مهال د آخرت په بدله (ثواب) هیله لري، ځکه دا باور ورته تسل او آرامي ورکوي.
د فرد او ټولنې نېکمرغي
کله چې انسان پر الهي حساب او جزا باور ولري، نو الهي عدالت او اطاعت ته پابند پاته کېږي. دا باور د شر او فساد مخنیوی کوي، ښیګڼه خپروي او په ټولنه کې د سکون او امنیت سبب ګرځي.
د ایمان اغېز پر وینا او کړنو
پر قیامت ایمان انسان ته دا احساس ورکوي چې باید په خپلو خبرو او کړنو کې دقت ولري؛ ځکه مؤمن پوهېږي چې هره وینا او هر عمل یې ثبتېږي او یوه ورځ به د هغې پوښتنه ترې کېږي. الله تعالی فرمایي: ” وَلَا تَقۡفُ مَا لَيۡسَ لَكَ بِهِۦ عِلۡمٌۚ إِنَّ ٱلسَّمۡعَ وَٱلۡبَصَرَ وَٱلۡفُؤَادَ كُلُّ أُوْلَٰٓئِكَ كَانَ عَنۡهُ مَسۡـُٔولٗا ” د الاسراء سورت 36 ايت
هغه څه مه تعقيبوه چي تا ته د هغه علم نه وي. غوږونه، سترګې او زړه، هر یو د دوی څخه هرو مرو پوښتل کېدونکی دی.
دا ایت انسان له بې شعوره خبرو او کړنو څخه منعه کوي، لکه؛ بې اساسه ګومانونه، د درواغو شاهدي، تهمت او بدې خبرې.
په ټولنیزو اخلاقو د ایمان اثر
د ایمان کمزوري په مسلمانانو کې د ناسمو اعمالو د خپرېدو لامل ګرځي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: «إِيَّاكُمْ وَالظَّنَّ، فَإِنَّ الظَّنَّ أَكْذَبُ الْحَدِيثِ.» پام وکړئ، له بدګمانۍ څخه ځان وساتئ، ځکه بدګماني تر ټولو ستر درواغ دي.
د اخرت په ورځې رېښتونی ایمان د ادارکي حسونو د سمې استفادې سبب ګرځي، لکه؛ غوږونه، سترګې او زړه او همداشان افراد له درواغو، افترا او بدګمانیو څخه منعه کوي.
پر الله د اخرت په ورځې ایمان د اسلام د دین اساسي رکن او د ټولنې د نیکمرغۍ سبب دی. دا ایمان انسان خالصانه عبادت، له ګناهانو څخه لیرې والي، اخلاقو او عدالت ته بولي او کمزوري یې بیا د ډېرو ټولنیزو او اخلاقي مفاسدو لامل ګرځي.
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
Previous Articleد ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (څلوردېرشمه او وروستۍ برخه)
Next Article سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (دیارلسمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلام

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۰)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۱)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۹)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

دینونه

شیطان‌ پرستي (برخه: ۲۹)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD6 Views

لیکوال: عبدالحی لیان شیطان‌ پرستي (برخه: ۲۹) د شيطان پرستۍ د خپرولو لارې چارې (دوام)…

نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۶)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD7 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۶) د…

نور یی ولوله
اسلام

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۰)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD5 Views

لیکوال: ابو عائشه له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۰) د الهي حکمت…

نور یی ولوله
اسلام

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۱)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD4 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۱) د هرې ناروغۍ لپاره درملنه…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

شیطان‌ پرستي (برخه: ۲۹)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۶)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.