په دې بحث کې په پنځه ګونو مقاصدو چې د اسلامي شریعت مهم او اصلي مقاصد دي، څېرنه کوو
الف: د دین ساتنه
د دین ساتنه یوازې دا نه چې د شریعت له تر ټولو مهمو مقاصدو څخه دی، بلکې د نورو ټولو مصالحو روح او اساس ګڼل کیږي، چې نور مقاصد ترې سرچینه اخلي او هغوی ته اصل حیثیت لري او د علماؤ له نظره په ترتیب سره د مقاصدو په لومړۍ درجه کې یې ځای دی.
شیخالاسلام ابن تیمیه رحمهالله وایي: «هر هغه څوک چې د خلکو د وینو او مالونو په اړه قضاوت کوي، خو په پام کې نه نیسي، د هغه پایله به د دوزخ عذاب وي. نو که څوک د خلکو د عقیدې او دین په اړه قضاوت کوي، خو انصاف او عدل نه کوي یا دا چې د دین په مهمو او بنسټیزو مسایلو کې له علم او تحقیق پرته خبرې کوي، نو د داسې کس انجام به څه وي؟
په لومړيو کې دا پوښتنه را پیدا کیږي، چې دین څه دی او د دین ساتنه څنګه کیږي؟
د دین تعریف
دین عربي کلمه ده، چې ګڼې معناوې لري؛
قضاوت او جزا: په عربي ژبه کې د دین یوه معنی ( قضاوت اوجزا) ده او له همدې امله د قیامت ورځې ته (یوم الدین) وايي، چې د قضاوت او جزا د ورځې په معنی راځي.
اطاعت او د بل تابعیت – د دین کلمې بل مفهوم اطاعت او تابعوالی دی، عرب په خپلې محاورې کې وايي؛ (دانه دینا) یعنې، مالک او حاکم یې شو، د هغه رهبري او تدبیر یې په غاړه واخېست او پر مسلط شو، جزا یې ورکړه.
نو د دین کلمه په همدې نسبت د مالکیت او تصرف مفهوم افاده کوي، چې د رهبرانو او فرمانروایانو سره تړلي مفاهیم لکه، سیاست، تدبیر، حکومت، سلطه او مجازات په ځان کې را نغاړي، په دې معنی سره یې رسول الله صلی الله علیه وسلم هم حدیث وړاندې کړی؛ «الكيس مَنْ دَانَ نَفْسَه وَعَمِلَ لِمَا بَعْدَ الْمَوْتِ، وَالْعَاجِزُ مَنْ أَتْبَعَ نَفْسَه هَواها، وتمنَّى عَلَى الله الأمانی.» هوښیار کس هغه دی، چې له ځان سره حساب وکړي او د راتلونکي ژوند لپاره کار وکړي او کمزوری هغه دی، چې په خپلو هیلو او غوښتنو پسې وي او له خدای څخه تمه لري. نو د دې مفهوم دا دی، چې هوښیار کس هغه دی، چې د محاسبې له لارې پر نفس غالب وي.
کار او عادت:
د دین کلمې بله معنی کار او عادت دی، عربانو په خپلو خبرو کې وايي: «مازال ذلك ديني ودیدنی، أى: عادتی.» دا د هغه تلپاتي او همیشنۍ عادت دی.
په دې اړه د عقایدو او دینونو په برخه کې استاد دکتور محمد عبد الله دراز وايي: ” د دین کلمې په اړه د عربو د معنا ګانو مجموعې ته په کتو دې موخې ته رسېږو، چې دا کلمه دوو لورو ته اشاره کوي؛ د یوه اړخ تعظیم او د بل لوري امر او سلطې ته.
نو په همدې اساس لومړی اړخ عاجزي او اطاعت کوي او دوهم اړخ ته یې بیا معنی سلطه او امر راځي، خو د دواړو طرفونو د اړیکو په نسبت، دین د قانون او یا دستور په معنی دی، چې د دواړو لورو اړیکې تنظیموي.
په شرعه کې د دین د اصطلاح مفهوم
په المنار تفسیر کې راځي: دین الهي قانون دی، چې رب تعالی یې په توسط له خلکو سره نیکې کړې او د دوی له منځه یې د یوه تن په توسط چې پیغمبر یې ټاکلی، داسې چې نه پکې تصرف لري او نه یې په زده کړې او فکر سره ترلاسه کوی، دوی ته دین رسولی دی.
یو بل اسلامي عالم وايي: د اسلامي پوهانو له نظره دین یوه الهي قانون دی ،چې خدای تعالی د فکر او عقل خاوندانو ته را لېږلی، تر څو یې د پیروي له لارې د دنیا بریا او د اخرت خلاصون ته ورسیږي.
نو دا خبره بیا څرګنده ده، چې له دې دین څخه موخه حق دین دی، چې الله تعالی خپلو پیغمبرانو ته وحیې کړې، تر څو یې خلکو ته ورسوي او خلک پرې ایمان راوړي او له غوښتنو سره سم یې عمل وکړي.
بل دیني عالم بیا وايي: د دین کلمې موخې درې شیان دی؛ الهي وحیې چې پر پیغمبرانو را نازلې شوي، پر الله تعالی، پیغمبرانو او د اخرت پر ورځې ایمان او پر شرعي احکامو چې د خلکو په ژوند باندې حاکم دي.
البته دلته بیا د دین له کلمې څخه مراد د اسلام دین دی، چې په وروستي نبي محمد صلی الله علیه وسلم باندې را نازل شوی دی، خدای تعالی په قرانکریم کې فرمايي: «إِنَّ الدِّينَ عِندَ اللَّهِ الإسلام» یعنې ( په حقیقت کې د الله په وړاندې منل شوی دین، هماغه د اسلام دین دی) او رب تعالی له دې دین پرته بل کوم دین نه مني.
هو! د الله تعالی د خوښې دین همدا اسلام دی، داسې دین چې پر توحید بنا دی او ټول پیغمبران یې د تبلیغ لپاره را استول شوې دي او ټولو پرې اتفاق درلود او د خدای تعالی له لوري بشریت او عاقلو افرادو ته داسې برنامه ګڼل کیږي، چې د دنیا او اخرت د نیکمرغۍ لپاره یې ټاکي.
په بل ایت کې الله تعالی فرمايي: وَمَن يَبْتَغِ غَيْرَ الْإِسْلَامِ دِينًا فَلَن يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الْآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ» څوک چې له اسلام پرته بل دین ومني/وټاکي، نو ترې وبه نه منل شي او په اخرت کې به له زیان کوونکي څخه وي.
نو په همدې اساس الله تعالی یې د ایجاد او تحقق لپاره عقاید وضعه کړي دي، لکه؛ د ایمان ارکان، ځینې عبادت یې فرض کړي او همدا شان د ساتنې لپاره یې ځینې احکام لکه، جهاد فرض ګرځوي او د فتنو او فسادونو منعه یې مشروع کړې ده.
الله تعالی فرمايي: وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لَا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ لِلَّهِ.» او تر هغو ورسره وجنګېږئ! تر څو فتنه له منځه لاړه شي او دین د خدای لپاره شي. ( د الله دین حاکم شي.)
دا حالت هغه وخت امکان لري، کله چې کفارو دا توان له لاسه ورکړی وي چې خلک د الله (ج) له لارې راوګرځوي او هر مسلمان د خپل دین په اړه په امن کې وي او دین یوازې د الله دین وي. په دې توګه، د باطلو دینونو واکمني او تسلط له منځه ولاړ شي.
د دې په اساس، اسلامي شریعت؛ دین او د هغه اړوند ارزښتونه د انسان له سترو ګټو او د احکامو له اساسي موخو څخه ګڼي. له یوې خوا، د دین د پلي کولو، په افرادو کې د هغه د بنسټ ایښودلو او په ټولنه کې د دینی ارزښتونو د ودې لپاره مشخص قوانین او حکمونه وضع شوي دي، چې رعایت یې لازمي دی او له بلې خوا، د هغو خطرونو او زیانونو د مخنیوي لپاره چې د دیني ارزښتونو پر وړاندې پیښیږي، هم ځانګړي احکام وضع شوي دي. تر څو دا دیني ارزښتونه، چې لومړی پیدا او بیا پیاوړي شوي وي، د یو لړ احکامو له لارې خوندي او له ضررونو څخه ژغورل شوي وي.
مهم ټکي او پایله
د اسلامي شریعت مقاصد له بېلابېلو اړخونو څخه په بڼو وېشل شوې دي، چې له ډلې څخه یې د شریعت د ساتنې مقاصد بیا په دریو برخو وېشل کیږي، چې (ضروریات، حاجیات او تحسینیات) دی، او ضروریات چې د شریعت تر ټولو مهم مقاصد دي، بیا په پنځو ډولونو تقسیم شوې دي: د دین ساتنې، د نفس/ژوند ساتنې، د عقل ساتنې، د نسل ساتنې او د مال ساتنې) ته شاملیږي او د دین ساتنه یې بیا تر ټولو مهم او ضرور مقاصدو څخه دی.