لیکوال: محمد عاصم اسماعیلزهي
د قصاص حکمت، فلسفه او اغېزې (نهمه برخه)
۲ ـ شبهه
اسلام له یوې خوا د اولیای دم د قصاص په حق ټینګار کوي، او له بلې خوا هغوی ته سپارښتنه کوي چې قاتل وبخښي؛ ایا دا ډول متفاوت لیدلوری یو ډول تناقض نه دی؟
ځواب
«قصاص» د اسلامي جزایي حقوقو له اصلي او خورا مهمو مجازاتو څخه شمېرل کېږي. په قرآن کریم کې راغلي دي: “يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِصَاصُ فِي الْقَتْلَى، الْحُرُّ بِالْحُرِّ، وَالْعَبْدُ بِالْعَبْدِ، وَالْأُنثَى بِالْأُنثَى، فَمَنْ عُفِيَ لَهُ مِنْ أَخِيهِ شَيْءٌ فَاتِّبَاعٌ بِالْمَعْرُوفِ وَأَدَاءٌ إِلَيْهِ بِإِحْسَانٍ”. ژباړه: «اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی! پر تاسي (په قصد سره) وژل شویو (قتل شویو کسانو) کې قصاص فرض کړل شوی دی. اصیل (آزاد) په اصیل باندې (قصاصېږي) او مریی په مریي (قصاصېږي) او ښځه په ښځه باندې (قصاصېږي). نو که چا ته (مصلحتاً) د ده د (مسلمان) ورور له طرفه څه بخښنه وشوه، نو لازمه ده (په دې عفوه کوونکي) مطالبه د دېت (له قاتله) په ښې طریقې سره او ورکول (د دېت دی) هغه ته په غوره طریقې سره.»[۱]
د اسلامي اصولو له مخې د قصاص مجازات د ټولنې د دوام او بقا په برخه کې بېمثاله رول لري: “وَ لَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاةٌ يَا أُولِي الْأَلْبَابِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ”. ژباړه: «او تاسې لپاره په قصاص کې (لوی) ژوند دی اې د عقل څښتنانو! په کار ده چې تاسي ځان وساتئ (له ناحقو وینو څخه).» [۲]
د اسلام د جزایي حقوقي مجازاتو له مخې قصاص د انسان د فطري او طبیعي اړتیا ځواب دی. د قصاص د تشریع سرچینه په دې عقیده ده چې کله د کوم انسان د کورنۍ غړۍ ووژل شي نو د قهر او غوسې قوه یې فعالیږي، په دا ډول حالت کې د قهري قوې فعالېدل یو فطري او طبیعي حالت دی، او یوازې قاطع عدالت کولی شي د نفس د شر مخه ونیسي او د ولي دَم غصه راکمه کړي.
که حکومت ولي دَم ته خپل حق ورنهکړي، نو طبیعي ده چې د خپل حق د اخیستلو لپاره به پخپله اقدام وکړي. په داسې حالت کې له ولي دَم څخه د حوصلې او د اعصابو د کنټرول تمه لرل معقول کار نه دی؛ ځکه دا ډول کړاو د درک وړ نه دی.
ايا له هغه چا چې پلار، زوی يا نژدې خپلوان يې په ناحقه وژل شوی وي او له عاطفي اړخه تر سخت فشار لاندې وي، دا غوښتنه مناسبه ده چې ارام واوسي، قاتل ته دې هیڅ و نه وایي، همداسې یې پرېږدي چې د ژوند له نعمتونو او خوښيو څخه برخمن شي، يوازې د کمې مودې لپاره بندي شي او وروسته د عفوې په نامه له زندان څخه آزاد شي؟
اسلام د انسان د قتل په وړاندې د غبرګون په برخه اعتدال او منځلاریتوب غوره کړی دی.
عربانو د قصاص د آيت له نازلېدو وړاندې قصاص مانه، مګر په هېڅ حد او اندازه ورته قایل نه و. يهودانو پر قصاص باور درلود، او نصارا عفوې او ديې ته قائل وو. خو اسلام د قصاص د حذف او اثبات ترمنځ منځنی لاره غوره کړه؛ اسلام قصاص ومنلو، يعنې قاتل د وژلو سزا لري. خو اسلام دا حکم لازمي (جبري) ونه ګرځاوه، بلکې داسې يې وکړل چې ولي دَم (د وژل شوي وارثانو) ته یې دوه انتخابه ورکړل، یو دا چې قصاص وکړي (قاتل هم ووژني). دوهم دا چې عفو وکړي او يا ديه واخلي. په دې معنا چې قصاص په اسلام کې اصل دی، خو حتمي نه دی؛ د انتخاب واک د مقتول کورنۍ ته سپارل شوی دی. سربېره پر دې اسلام په قصاص کې عدالت او مساوات شرط ورګرځاوه.
د قصاص په برخه کې د عفوې اولويت
اسلام نه يوازې ولي دَم ته د قصاص او عفوې حق ورکړی دی، بلکې د عفوې سپارښتنه یې هم ورته کړې ده.
د قرآن کريم آيتونه د قصاص د حق څښتن (ولي دَم) بښنې ته هڅوي او د دې بښنې په بدل کې يې د ښې بدلې ژمنه کړې ده.
په همدې اساس اسلام نه د زيانمن شوي کس او يا د مجنيعليه احساسات له پامه غورځولي دي (ځکه چې د قصاص حق يې ورکړی دی)، او نه يې د انتقام او کينې خپرېدو ته لمن وهلې ده (ځکه چې د عفوې سپارښتنه يې کړې او په بدل کې يې د الهي اجر وعده ورکړې ده).
اسلام ددې لپاره چې د مجنيعليه يا ولي دَم سخت روحي حالت تسکین شي او د طبيعي حقونو درناوی یې وشي د قصاص واک یې ورکړی دی. اسلام هڅه کوي چې د جنايتکار په وړاندې د هغه زړه د بښنې او رحمت لور ته راواړوي، او د رضایت په صورت کې مجرم ته عفو وکړي. دا بښنه هغه وخت معنا لري کله چې د قصاص ځواک او اختيار موجود وي، يعنې عفوه د کمزورۍ نه، بلکې د ځواک او لويې روحي مرتبې ښکارندوی ده.
په بل عبارت ولي دَم يا مجنيعليه سره له دې چې د بالمثل عمل توان لري، خو د روح د عظمت او ديني روزنې له امله مجرم ته بښنه کوي. دا بښنه د مجرم پر روح اغېز کوي او اصلاح ته یې چمتو کوي.[۳]
دوام لري…
مخکنئ برخه / راتلونکې برخه
سرچینې:
[۱] سورۀ بقره، آیتونه: ۱۷۸.
[۲] سورۀ بقره، آیتونه: ۱۷۹.
[۳] محمد أبو زهرة، فلسفة العقوبة في الفقه الإسلامی، ص ۲۹۹، ناشر: معهد الدراسات العربیة العالیة، ۱۹۶۶م.
قدرت الله خسروشاهى، فلسفۀ قصاص از ديدگاه اسلام، ص ۲۱۵، ناشر: مؤسسۀ بوستان کتاب، ۱۳۸۰هـ، تهران ـ ایران.


