Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»د قصاص حکمت، فلسفه او اغېزې (اتمه برخه)
متفرقه دوشنبه _1 _سپتمبر _2025AH 1-9-2025AD

د قصاص حکمت، فلسفه او اغېزې (اتمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
ليکوال: محمد عاصم اسماعيل‌زهي
د قصاص حکمت، فلسفه او اغېزې (اتمه برخه)
د قصاص په اړه د ځينو شبهاتو ذکر او ځوابونه
۱ ـ شبهه
ځينې وايي: وینه په وینه نه وينځل کېږي؛ په همدې اساس ټولنه يا د مقتول وارثان بايد د مجرم جنايي عمل له سره بېرته تکرار نه کړي. د قاتل وژنه ناوړه پايلې له ځان سره لري او د مجرم د ژوند د سلب سبب ګرځي. په دې کار سره د ده د کورنۍ غړي له عذاب او کړاو او کله ناکله د سرپرست له لاسه ورکولو سره مخ کېږي، او ټولنه له يو بل غړي څخه محروميږي. موږ نه باید د قاتل په وژلو سره د موجوده زيان او خسارت کچه زياته کړو!
که يو حيوان پر بل حيوان حمله وکړي او ویې وژني، نو آیا د قاتل حيوان وژل احمقانه او د ناسمو تدبيرونو پايله نه ده؟ ايا د قاتل حيوان وژل د وژل شوي حيوان ژوند بېرته راګرځولی شي؟ دې کې شک نشته چې د وژل شوي حيوان مرګ تاوان دی؛ خو ايا دا مصلحت دی چې همدا تاوان د بل حيوان په وژلو سره زيات کړو؟ د مصلحت غوښتنه خو دا ده چې د نورو حيواناتو د خوندیتوب په موخه قاتل حيوان د یو وخت لپاره له رمې جلا شي، هر کله چې اصلاح شو نو بيرته دې رمې ته ور وګرځول شي، ترڅو په سوله او زغم کې خپل ژوند ته دوام ورکړي.
انساني ټولنه هم همدا حکم لري. د قاتل وژل مقتول بېرته نشي را ژوندی کولی، بلکې د رامنځته شوي زیان کچه نوره هم پسې زياتوي. ښه خبره دا ده چې قاتل له ټولنې جلا او وروزل شي، کله چې اصلاح شو؛ نو بېرته دې ټولنې ته ور وګرځول شي تر څو له نورو افرادو سره په ګډه سوله‌ييز ژوند ته دوام ورکړي.
د دغې شبهې پر وړاندې ګڼ ځوابونه مطرح کولی شو:
لومړی:
که چېرې د قصاص اجازه ور نه کړل شي، نو دا چاره د قاتل او مقتول د وارثانو ترمنځ د شخصي انتقام‌جويۍ سبب ګرځي، او ډېر امکان لري چې همدا شخړه د قاتل خپلوانو ته هم وغځېږي، دښمني پراخه شي، حالات لا پسې خراب شي، نورې وژنې او د مالونو ضايع کېدل رامنځته شي. خو که د مقتول وارثانو ته د قصاص اجازه ورکړل شي، نو د دې منفي پايلو مخه نيول کیدلی شي. هغوی يا قصاص ترسره کوي، يا دية اخلي، او يا هم قاتل بخښي.
دوهم:
قصاص د ټولنې د بقا سبب ګرځي؛ که څه هم د قاتل قصاص په ظاهره د يوه انسان مرګ دی او ټولنه له يو فرد څخه محرومېږي، خو دا چاره په حقيقت کې د ټولو خلکو د ژوند ساتنه ده او د هغوی په وړاندې له ناڅاپي او پراخ مرګ څخه ملاتړ کوي. کوم ژوند چې په قصاص کې پروت دی، د مجرمانو د ډار پایله ده. مجرمان د قصاص له وېرې پر نورو له تیري کولو څخه لاس اخلي. کله چې انسان ډاډه وي چې د مقتول ژوند د ده د ژوند په بيه تمامېږي، نو فکر کوي، شکمن کېږي، ځان سره حساب او کتاب کوي، او د خپل مرګ له وېرې ډېری وخت د نورو په وینو خپل لاسونه نه ککړوي. په دې توګه د هغه چا ژوند ژغورل کېږي چې نېږدې و ووژل شي.
سربېره پر دې، کوم ژوند چې په قصاص کې پروت دی، د مقتول د وارثانو د زړونو له ارامېدو او درملنې څخه هم سرچينه اخلي؛ ځکه هغوی ويني چې قاتل د مقتول له برخلیک سره مخ شوی دی.
درېيم:
انسان وژنه د هغو رذايلو له جملې څخه ده چې اسلام يې د له منځه وړلو لپاره ډېرې هلې ځلې کړې دي، اسلام د «يوه فرد» وژل د «ټول بشريت» وژل بللي دي. د يوه انسان د وژلو جرأت کول او
 مقدمات یې برابرول، دومره خطرناک دي چې کېدلی شي يو فرد د دې جرأت پيدا کړي چې د ډېرو انسانانو د نابودۍ فکر وکړي. له همدې امله اسلام هڅه کوي چې د انسان وژنې د جرأت زمينې، حتا که د يو فرد د وژلو جرأت هم وي، له منځه يوسي او همدا مقدمات د سولې، صفا او ايثار په زمينو بدل کړي. سربېره پر دې قصاص د انساني ټولنې د ژوند د تضمين لپاره تشريع شوی دی؛ که نه عفو، اغماض او د ديې په بدل کې مصالحه کول د قصاص د عملي کېدو په پرتله ډېر ستایل شوی او سپارښتنه یې شوې ده.
څلورم:
د قصاص په سزا کې دومره لوی عدالت نغښتی دی چې انساني عقل یې تصور نشي کولای، قصاص داسې ځانګړتياوې لري چې نه په بند (حبس) کې شته او نه په کومه بله سزا کې:
لومړی: د قصاص سزا له جرم سره مساوي ده؛ ځکه جرم په قصدي ډول د يوه انسان د ژوند اخيستل دي، نو د عدالت غوښتنه دا ده چې همدې ته ورته مجازات عملي شي.
دوهم: قصاص د جرم د ارتکاب په صورت کې مجرم ته خبر ورکوي چې د ترسره کړي جرم په څېر مجازات یې لار څاري، چې دا خبره مجرم مضطرب او شکمن کوي؛ ځکه نوموړی احساس کوي چې که چېرې جرم ترسره وکړي، نو له سزا څخه نه شي تښتېدلی.
دريم: قصاص د مقتول د وارثانو او يا د مجني‌عليه د زړه غوسه او کينه له منځه وړي.
څلورم: تر ټولو مهمه دا چې قصاص د ټولنې د بقا لامل ګرځي؛ ځکه د قصاص په وسیله د شرورو انسانانو ریښې ویستل کیږي. له همدې امله الله تعالی د البقرې سورت په ۱۷۹م آيت کې فرمايي: «وَ لَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاةٌ يَا أُولِي الْأَلْبَابِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ». ژباړه: «او تاسې لپاره په قصاص کې (لوی) ژوند دی اې د عقل څښتنانو! په کار ده چې تاسي ځان وساتئ (له ناحقو وینو څخه).»[۱]
پنځم: د قصاص د مجازات اساسي موخه د انسانانو ژغورل او د ټولنيز ثبات رامنځته کول دي. د مائدې سورت په ۳۲م آيت کې راغلې دي: «هر څوک چې يو انسان پرته له دې چې قتل يا یې پر ځمکه فساد ترسره وکړي ووژني داسې ده لکه ټول بشريت يې چې وژلی وي»؛ الله تعالی چې د ټولنې لپاره په کوم ارزښت قایل شوی، د فرد لپاره هم په هماغه ارزښت قایل شوی دی. د يوه انسان وژل د ټولنې پر وړاندې د بغاوت او د غړو د ډله‌ييزې وژنې په څېر لوی جرم دی چې درنه سزا لري، او د عمدي قتل په څېر د جرم د مخنيوي او د ټولنيز ثبات د ساتلو تر ټولو غوره لار قصاص دی.
شپږم: د ټولنې بقا او دوام قصاص پورې تړلی دی، که چېرې قصاص شتون و نه لري، نو د بې ګناه وینو تویدل به دوام لري او د چارو واک به د زورواکو په لاس کې وي. د قصاص مجازات ټولنې ته لوړ او باعزته ژوند وربښي، داسې ژوند چې د خلکو وينه، مال او عزت به پکې خوندي وي. له همدې امله د بقرې سورت په ۱۷۹م آيت کې د «حيوة» کلمه د نکرې په بڼه راغلې ده.
اووم: د قصاص د مجازات پر وړاندې د اعتراض اساسي سرچينه د انساني ژوند د حقيقت او لوی ارزښت نه درک کول دي. هغه کسان چې د قاتل د قصاص مخالفت کوي او د انسان د ژوند د ارزښت په پلمه پر قصاص سترګې پټوي؛ دې ټکي ته پام نه کوي چې په حقيقت کې د «انساني ژوند» پر ارزښت او عظمت پرده اچوي. ځکه دوی په غير مستقيم ډول انسانانو ته تلقين کوي چې د يو انسان د ژوند له منځه وړل د څو کلونو بند يا د يو څه مال په بدل کې جبرانېږي. دوی د همدې ظالمانه حکم په نتيجه کې انساني ژوند پوچ او بې‌ارزښته کوي.
اتم: د قصاص مخالفین د قاتل د ژوند غوښتونکي دي، خو په رښتیني معنا نه د هغوی د ژوند خواخوږي دي، او نه یې د ژوند لپاره په قداست قایل دي. د دوی موخه يوازې مادي ګټې دي؛ له مرګ څخه د قاتل د ژغورلو په وسيله غواړي نوموړی د توليدي عامل په توګه ژوندی وساتي څو زياتې ګټې ورته ورسوي. حال دا چې قاتل په خپل ناوړه عمل سره يو انسان له ژوند څخه محروم کړی او د مقتول د خپلوانو د عواطفو او احساساتو هېڅ پروا يې نه ده ساتلې. د قصاص مخالفین دې ته نه ګوري چې د قاتل ژوندی پرېښودل او يوازې د يوه ټاکلي وخت لپاره یې زنداني کول، نور هم تشويقوي او نور هم د دې لارې تعقيب ته هڅوي او الهام ورکوي.
نهم: د يوه انسان له لوري د بل انسان وژل د يوه حيوان له لوري د بل حيوان له وژلو سره تشبيه کول د حيوان سطحې ته د انسان را ټيټول دي. ځکه حيوان نه د خپل همنوع ارزښت پېژني، نه د خپل عمل پايلې درک کولای شي او نه هم ددې وړتيا لري چې د خپل هم‌نوع درناوی وپېژاني او له تیري کولو څخه را وګرځول شي. د مجازاتو په ټاکلو او ګواښلو سره هم حيوان له خپل چلند څخه نه شي منع کیدلی.
خو انسان د اسلامي فکر له مخې يو عاقل موجود دی، د تعليم او روزنې وړ دی، او کولای شي د خپل هم‌نوع ارزښت درک کړي او ژوند ته یې احترام ولري. همدارنګه د مجازات د وضع کولو او د ګواښ کولو په وسيله کېدای شي د خپل هم‌نوع پر جسمي بشپړتيا له تعرض کولو څخه لاس واخلي.[۲]
دوام لري…

مخکنئ برخه

سرچینې:

[۱] سورۀ بقره، آيتونه: 179.

[۲]. فکري احمد عكاز، فلسفة العقوبة في الشريعة الإسلامية والقانون، ص 167، ناشر: دارالشروق ـ بيروت ـ لبنان، 1403هـ. اصغري، سيد شكرالله، سيستم كيفري اسلام و پاسخ به شبهات، ص 68-69؛ ناشر: بعثت، 1366هـ، تهران.

Previous Articleد شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (اته پنځوسمه برخه)
Next Article د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (نهه پنځوسمه برخه)

اړوند منځپانګې

متفرقه

امر بالمعروف او نهي عن المنكر؛ هغه فريضه چې ملحدان ترې وېره لري (اوومه او وروستی برخه)

سه شنبه _2 _سپتمبر _2025AH 2-9-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

قران تلپاتې معجزه (اته وېشتمه برخه)

شنبه _30 _اگست _2025AH 30-8-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

د قصاص حکمت، فلسفه او اغېزې (اوومه برخه)

پنجشنبه _28 _اگست _2025AH 28-8-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

دینونه

سیکېزم؛ پیدایښت او  اعتقادي بنسټونه یې (دوه وېشتمه برخه)

سه شنبه _2 _سپتمبر _2025AH 2-9-2025AD5 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي سیکېزم؛ پیدایښت او  اعتقادي بنسټونه یې (دوه وېشتمه برخه) ج) د اسلام…

نور یی ولوله
اسلام

د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (شپېتمه برخه)

سه شنبه _2 _سپتمبر _2025AH 2-9-2025AD5 Views

لیکوال: شکران احمدي د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (شپېتمه برخه) د مقاصدو…

نور یی ولوله
فرانکفورت مکتب

د فرانکفورت مکتب ته لنډه کتنه (دوهمه برخه)

سه شنبه _2 _سپتمبر _2025AH 2-9-2025AD4 Views

لیکوال: م. فراهي توجګي د فرانکفورت مکتب ته لنډه کتنه (دوهمه برخه) د فرانکفورت مکتب…

نور یی ولوله
متفرقه

امر بالمعروف او نهي عن المنكر؛ هغه فريضه چې ملحدان ترې وېره لري (اوومه او وروستی برخه)

سه شنبه _2 _سپتمبر _2025AH 2-9-2025AD7 Views

ليکوال: م فراهي توجگي امر بالمعروف او نهي عن المنكر؛ هغه فريضه چې ملحدان ترې…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

سیکېزم؛ پیدایښت او  اعتقادي بنسټونه یې (دوه وېشتمه برخه)

سه شنبه _2 _سپتمبر _2025AH 2-9-2025AD

د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (شپېتمه برخه)

سه شنبه _2 _سپتمبر _2025AH 2-9-2025AD
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.