Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»د قصاص حکمت، فلسفه او اغېزې (اوومه برخه)
متفرقه پنجشنبه _28 _اگست _2025AH 28-8-2025AD

د قصاص حکمت، فلسفه او اغېزې (اوومه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
ليکوال: محمد عاصم اسماعيل‌زهي
د قصاص حکمت، فلسفه او اغېزې (اوومه برخه)
د قصاص پایلې
کله چې د قصاص ټولنیزو اغېزو ته نظر وکړو، نو د یاد حکم د تشريع علت او فلسفه راته څرګنديږي. الله تعالی د البقره سورت په (۱۷۹م آیت) کې د قصاص درې مهمې او ښکاره پایلې بيانوي:
۱- د قتل مخنیوی
دې کې شته نشته چې قصاص د جنايتونو، په ځانګړي ډول د قصدي وژنو د مخنيوي په برخه کې يوه مهمه وسيله ده؛ ځکه قصاص خلکو ته ور یادوي چې له بالمثل عمل سره مخامخ کیږي. که څوګ ووژنم نو په مقابل کې یې زه هم وژل کېږم، او که د چا لاس ور مات کړم نو په بدل کې به یې زما لاس هم ماتیږي. کله چې عاقل انسان په دې خبرو پوه واوسي نو بیا خپل ځان په خپله نه تباه کوي. د قصاص په مسأله کې د علنيت حکم  ددې لپاره راغلی دی چې انسانان په عملي ډول او په خپلو سترګو د ناوړه کارونو سازا وویني ترڅو په دې پوه شي چې که چېرې کوم چاته زیان ورسوم نو په مقابل کې به یې دغسې د خلکو په وړاندې قصاص کیږم او د خپل عمل پور به پرې کوم.
۲- تقوا
د قرآن کریم د مبارک آیت له مخې د تقوا لاسته راوړل د قصاص د تشريع یو بل علت او موخه ده. دا تقوا کېدلی شي هم مطلقه او اصطلاحي واوسي، او هم کیدلی شي چې د لغوي معنا په بڼه وکارول شي. په دې معنا چې د قصاص تشريع د عاقلانو لپاره د تقوا زمينه برابروي او د الهي احکامو له علتونو او موخو څخه یې خبروي. کله چې انسانان د الهي احکامو د علتونو او موخو په اړه پوه شي نو بیا د الله تعالی نواهيو ته د مصلحت او ګټې په سترګه ګوري.
په بل عبارت، د قصاص قانون د رامنځته کولو موخه دا ده چې د ټولنې عاقلو وګړو ته اخطار ورکړي چې خپلو کړنو او چلندونو ته متوجه واوسي، له جنايي او ناوړه کړنو څخه ډډه وکړي، ترڅو د قصاص ښکار نه شي، خپل ژوند او د بدن غړي له لاسه ورنه کړي.
۳- د ټولنې بقا
الله تعالی د قرآن کریم په مبارک آيت کې په ښکاره ډول قصاص د ټولنې د بقا تر ټولو مهم عامل ګڼي او عاقلان مخاطبوي چې ولې د قصاص حکم رامنځته شوی دی: الله تعالی فرمايي چې ټولنه د قصاص په وسیله بقا پیدا کوي؛ ځکه په قصدي توګه د یو چا قتل کول د سرطان د دانې په څېر ده، که چېرې د سرطان همدا دانه د قصاص په وسیله جراحي نه شي او له ټولنې څخه و نه ایستل شي، نو کولای شي چې د ټولنې هرې برخې ته سرایت وکړي او ټولنه له مرګ او تباهۍ سره مخ  کړي.
د انسان د ژوند مال او عزت ساتنه د بشري ټولنو د رامنځته کېدو تر ټولو مهم علتونه دي. که چېرې د ټولنې د رامنځته همدا علت او فلسفه د قصدي وژنو له امله له منځه ولاړه شي، يا د خلکو تر منځ د قاتل د مجازاتو پر سر جګړې راولاړې شي، نو ټولنه به روغه پاتې نه شي او د بنسټ ډبرې به یې ونړېږي. له همدې امله الله تعالی د ټولنې بقا او دوام قصاص پورې تړلی ګڼلی دی.
په هر صورت، د اسلامي اصولو او آدابو له مخې د قصاص پلي کول نه يوازې دا چې په ټولنه کې د بحران مخه نیسي، بلکې د ټولنيز ژوند د بقا، خوښۍ او سرسبزۍ لامل کېږي او همدارنګه د ګناه او جرم د ارتکاب د مخنيوي وسيله ګرځي.
د قتل په مقابل کې د خون‌بها یا قصاص کولو حکمت او فلسفه
په اسلامي شريعت کې د يوه عادلانه جزايي نظام د رامنځته کولو په برخه کې د قصاص قانون یو ډېر مهم ګام و، داسې نظام چې له هر ډول افراط او تفريط څخه خوندي وي. د قصاص حکم هغه وخت نازل شو په کوم وخت کې چې د يوه انسان د وژل کېدو له امله بې‌رحمانه او خونړۍ جګړې رامنځته کیدې، او ځينو قبيلو به د يوه کس د وژلو په بدل کې د کلونو کلونو لپاره دښمني پلله، کرکې او يو د بل وژلو ته به یې دوام ورکاوه.
خو که په دقیق ډول د قرآن کريم په رڼا کې د قصاص د تشريع لړۍ تعقيب کړو، نو پوه به شو چې د قرآن کریم په هغو آیتونو کې چې د قصاص پر جواز دلالت کوي يو ډېر مهم حقيقت ته پام شوی دی. دا مهم حقیقت دا دی چې الله تعالی د قصاص په اړه په ټولو آيتونو کې د مقابلې د جواز له منلو وروسته د انتقام په پرتله پر عفوې او صبر ډېر ټینګار کړی دی. د هر ډول قصاص په برخه کې چې وي که په مطلق ډول د مقابلې د اجازې په بڼه وي او که په مشخص ډول د قتل او ټپي کولو په بدل کې د قصاص د جواز په بڼه. تر دې چې آن په یوه حالت کې هم د قصاص له حق څخه پر استفادې کولو ټينګار نه دی شوی.
د دې نړۍ ابادي انساني ټولنې پورې تړلې ده؛ که د انسان نسل کم يا نابود شي، نو دنيا هم ورسره خرابیږي، ددې لپاره چې د الله تعالی مشيت تر اوسه د دنيا د خرابیدو پر لور نه دی تللی، د هغو کسانو لپاره یې چې خلک وژني، ازار او اذیت ورته رسوي سخت او حتمي عذاب مقرر کړی دی، تر څو يو پر بل داسې تېری او ظلم ونه کړي چې د عمومي فتنې او د نړۍ د ورانېدو لامل شي.
الله تعالی دوه ډوله مجازات ټاکلې دي: يو د وژلو له لارې قصاص او بل د مال په بدل کې خون‌بها. د خون‌بها اړخ هغه وخت د تطبیق وړ دی کله چې دواړه خواوې پرې رضا واوسي. د وژلو په وسيله د قصاص کولو حکمت د عدالت او برابرۍ ټينګول دي، ځکه سزا بايد له ترسره شوي عمل سره برابره واوسي. لکه څنګه چې الله تعالی په قرآن کريم کې فرمايي: ”… أَنَّ النَّفْسَ بِالنَّفْسِ وَالْعَيْنَ بِالْعَيْنِ وَالأَنفَ بِالْأَنفِ وَالأُذُنَ بِالْأُذُنِ وَالسِّنَّ بِالسِّنِّ وَالْجُرُوحَ قِصَاصٌ” ژباړه: «كس په كس (وژل كيږي) سترګه په سترګې، پوزه په پوزې، غوږ په غوږ، غاښ په غاښ او د ټپونو هم سره برابره بدله ده».[۱]
او دا حکم د بې‌کلتوره ملتونو او همدارنګه د هغو ملتونو ترمنځ چې اساسي قانون لري، شايع او مروج دی؛ ځکه د هغوی د قانون اصل دا دی چې هر څوک قتل وکړي نو بايد ووژل شي. خو زموږ په اند ددې چارې حکمت دا دی چې که قاتل و نه وژل شي، نو د مقتول د اولياءو او خپلوانو په زړونو کې د کينې اور بلېږي؛ ځکه پر قاتل باندې د مقتول وينه د هغوی مسلم حق دی او دا حق یوازې د قاتل د وينې په تویولو سره ترلاسه کېږي.
که چیري د مقتول کورنۍ ته خپل حق ور نه کړل شي، نو په انتقام اخیستو لاس پورې کوي او قاتل وژني. په داسې حالتونو کې د لومړي قاتل کورنۍ او خپلوان د مقتول د خپلوانو له ډلې څخه يو څوک وژني. په دې توګه د دواړو لوريو ترمنځ د وژنو لړۍ دوام پیدا کوي او د انتقام همدا لړۍ د قبيلو او طايفو په کچه لویږي تر دې چې د دوو قبيلو تر منځ د جګړې او فتنې لامل ګرځي او ګڼ شمېر کسان پکې وژل کیږي.
موږ وینو چې نن ورځ ډېری جنايي وژنې د انتقام‌اخيستو له امله منځ ته راځي، ځکه چارواکي او د حکومت مسئولین قاتل د شرعي قصاص په سزا نه رسوي.
او د خون‌بها په اخیستو کې که د مصالحې له لارې تر لاسه شي د دواړو لوريو لپاره ګټه ده؛ ځکه کله چې قاتل د مصالحې له مخې د قتل په بدل کې مال ورکوي، داسې ده لکه خپل ژوند ته چې نوې سا وربخښي. او د مقتول وارثان هغه مال چې د مصالحې په بڼه ترلاسه کوي ددوی د ژوند د قوام او د معاش د برابرولو په وسیله بدلیږي.
تر ټولو مهمه ګټه يې دا ده چې د مقتول وارثان د قاتل د نوي ژوند سبب ګرځي، او دا يوه داسې موضوع ده چې د هغوی پر کریمانه اخلاقو او شرافتمندانه خصلت دلالت کوي. ډېر کله له مصالحې وروسته زړونه پاک او صاف شي او پخوانۍ مینه او الفت یې بېرته تر منځ جاري شي. که چېرې د دې آيتونو پر ژوروالي فکر وکړئ، نو د الله تعالی د دې کلام معنا درک کولای شئ. قرآن کریم کې راغلي دي: “وَ لَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاةٌ يَا أُولِي الْأَلْبَابِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ” ژباړه: «او تاسې لپاره په قصاص کې (لوی) ژوند دی اې د عقل څښتنانو! په کار ده چې تاسي ځان وساتئ (له ناحقو وینو څخه)».(۲)
یعنې قصاص ددې لامل کیږي چې د ګڼو انسانانو وینې وساتل شي، بېځایه وژنې رامنځته نه شي، او څوک د قتل جرئت ونه کړي او که ترسره کیږي هم کچه به یې ډېره ټیټه وي.
په دې کې هیڅ شک نشته د شریعت خاوند (الله جل جلاله) خپل ټول کارونه د حکمت پر اساس رامنځته کړي او انسان یې مهمل، بې‌واکه او بې‌مسؤولیته نه دی پرېښی.[۳]
دوام لري…

مخکنئ برخه

سرچینې:

[۱] المائده، ۴۵ آيت.

[۲] البقره، آيتونه ۱۷۸-۱۷۹.

[۳]. جرجای، علي احمد، حکمت او فلسفۀ شریعت، مخ501، “حکمت قصاص”، ژباړه: عبدالواحد احراري، د شیخ الاسلام احمد جام خپرندویه ټولنه: 1380هـ.

Previous Articleپه معاصره نړۍ کې د لیبرالېزم بحرانونه (اوولسمه برخه)
Next Article قران تلپاتې معجزه (اته وېشتمه برخه)

اړوند منځپانګې

متفرقه

قران تلپاتې معجزه (اته وېشتمه برخه)

شنبه _30 _اگست _2025AH 30-8-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

امر بالمعروف او نهی عن المنکر؛ هغه فریضه چې ملحدین ترې وېره لري (شپږمه برخه)

پنجشنبه _28 _اگست _2025AH 28-8-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

قران تلپاتې معجزه (اوه وېشتمه برخه)

چهارشنبه _27 _اگست _2025AH 27-8-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (اته پنځوسمه برخه)

یکشنبه _31 _اگست _2025AH 31-8-2025AD4 Views

لیکوال: شکران احمدي د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (اته پنځوسمه برخه) د…

نور یی ولوله
لیبرالیزم

په معاصره نړۍ کې د لیبرالیزم بحرانونه (اتلسمه برخه)

یکشنبه _31 _اگست _2025AH 31-8-2025AD6 Views

ليکوال: مفتي عبيدالله نورزهي په معاصره نړۍ کې د لیبرالیزم بحرانونه (اتلسمه برخه) د قران…

نور یی ولوله
دینونه

سیکېزم؛ پیدایښت او  اعتقادي بنسټونه یې (شلمه برخه)

یکشنبه _31 _اگست _2025AH 31-8-2025AD4 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي سیکېزم؛ پیدایښت او  اعتقادي بنسټونه یې (شلمه برخه) د اسلام له نظره…

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (شپږپنځوسمه برخه)

شنبه _30 _اگست _2025AH 30-8-2025AD4 Views

لیکوال: ابو رائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (شپږپنځوسمه برخه)…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (اته پنځوسمه برخه)

یکشنبه _31 _اگست _2025AH 31-8-2025AD

په معاصره نړۍ کې د لیبرالیزم بحرانونه (اتلسمه برخه)

یکشنبه _31 _اگست _2025AH 31-8-2025AD
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.