Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»د قصاص حکمت، فلسفه او اغېزې (شپږمه برخه)
متفرقه چهارشنبه _27 _اگست _2025AH 27-8-2025AD

د قصاص حکمت، فلسفه او اغېزې (شپږمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
ليکوال: محمد عاصم اسماعيل‌زهي
د قصاص حکمت، فلسفه او اغېزې (شپږمه برخه)
د قصاص ارزښت
قصاص له يوې خوا د ټولنې د ژوند تضمين کوونکی دی؛ ځکه که د قصاص حکم شتون و نه لري او شرور انسانان د امنيت احساس وکړي، نو د ټولنې نظم او امنيت ګډوډېږي او د بې‌ګناه او کمزورو انسانانو ژوند له ګواښ سره مخ کیږي.
له بلې خوا قصاص د هغه کس ژوند هم تضمينوي چې د نورو د وژلو نيت لري؛ ځکه قصاص قاتل ته د قتل خطرناکې پايلې ور يادوي، چې همدا چاره یې تر يوه حده د خيانت او انسان وژنې له فکر څخه راګرځوي.
سربېره پر دې د قصاص په مسأله کې د اسلام د اعتدال او مساوات د مراعت سپارښتنه د انتقام د خپرېدو د مخنيوي او د جاهلي عنعناتو پر ضد د مبارزې په ډګر کې تر ټولو مهم عامل ګڼل کېږي او د ټولنې بقا تضمینوي؛ ځکه په تېرو زمانو کې به یو قتل کله ناکله د څو قتلونو لامل کېده. د جاهليت په دوره د انتقام اخيستنې روحیې (هم په ختيځ کې او هم په لويديځکې کې) هېڅ حد او معياري نه درلود. اسلام دا غلطې طريقې پای ته ورسولې او د قتل او قصاص پديده يې قانونمند کړه. د «لعلكم تتقون» جمله چې د قصاص په آيت کې راغلې، په حقيقت کې د هر ډول تجاوز او تعدي څخه د ډډه کولو خبرداری دی چې په غوره توګه د اسلام د حکيمانه قصاص حکم بشپړوي.
اسلام د قصاص مسأله کې د اعتدال د سپارښتنې ترڅنګ، د عفوې د تجويز تر مفهموم لاندې يو بشپړ منطقي نظام هم لري، چې که چېرې عملي شي نو ګڼې اغېزې او برکات له ځان سره لري.
دا هغه څه دي چې په بشپړ ډول د قرآن کریم له نظره د انسان د مرګ او ژوند ارزښت څرګندوي. په دې دلیل چې د قصاص اړوند آيتونه په داسې چاپېريال کې نازل شوي دي چې د انسان وينې هېڅ ارزښت پکې نه درلود، د قصاص د قانون لویوالی او عظمت په ښکاره توګه څرګندېږي.
د قصاص د مشروعيت دلایل
علما قصاص د اسلام د ښکاره او ثابتو احکامو له ډلې څخه ګڼي، چې ګڼ شمېر قرآني آيتونه یې تائيدوي. د قصاص ځينې قرآني دلایل په لاندې ډول دي:
۱ ـ «وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاةٌ يَا أُولِي الْأَلْبَابِ، لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ» ژباړه: او تاسې لپاره په قصاص کې (لوی) ژوند دی اې د عقل څښتنانو! په کار ده چې تاسي ځان وساتئ (له ناحقو وینو څخه).[۱]
۲ ـ «كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِصَاصُ فِي الْقَتْلَى الْحُرُّ بِالْحُرِّ وَالْعَبْدُ بِالْعَبْدِ وَالْأُنْثَى بِالْأُنْثَى» ژباړه: پر تاسي (په قصد سره) وژل شویو (قتل شویو کسانو) کې قصاص فرض کړل شوی دی. اصیل (آزاد) په اصیل باندې (قصاصېږي) او مریی په مریي (قصاصېږي) او ښځه په ښځه باندې (قصاصېږي).[۲]
۳ ـ «وَكَتَبْنَا عَلَيْهِمْ فِيهَا أَنَّ النَّفْسَ بِالنَّفْسِ وَالْعَيْنَ بِالْعَيْنِ وَالأَنفَ بِالأَنفِ وَالأُذُنَ بِالأُذُنِ وَالسِّنَّ بِالسِّنِّ وَالْجُرُوحَ قِصَاصُ» ژباړه: او (په تورات كې مو) پردوى ليكلي وو چې كس په كس (وژل كيږي) سترګه په سترګې، پوزه په پوزې، غوږ په غوږ، غاښ په غاښ او د ټپونو هم سره برابره بدله ده.[۳]
۴ ـ «وَالْحُرُمَاتُ قِصَاصٌ فَمَنِ اعْتَدَى عَلَيْكُمْ فَاعْتَدُواْ عَلَيْهِ بِمِثْلِ مَا اعْتَدَى عَلَيْكُمْ» ژباړه: ټول حرام شیان بدل لري، نو که چا پر تاسي تېری وکړ، نو تاسي هم د هغوی د تېري په شان پر هغو تېری وکړئ.[۴]
د جاهلي دورې او اسلامي دورې د قصاص ترمنځ مقايسه
د عربانو ترمنځ د قصاص مسأله داسې وه چې کله به د يوې قبيلې کوم غړي قتل ترسره کړ، نو ټوله قبیله به ددې جنايت مسؤوله ګڼل کېده؛ قبیلې هغه وخت د جنايتکار د عمل له پایلو څخه ځان خلاصولی شو کله به یې چې د جنایتکار له ملاتړ څخه لاس اخیسته او په عام محضر کې به یې اعلان کاوه چې یاد شخص نور ددوی د قبیلې غړی نه دی.
له همدې امله د مقتول وارث يا د وينې څښتن، له جنايتکار او آن د هغه د قبيلې له نورو غړو څخه د قصاص غوښتنه کوله. کله به چې د قاتل قبیلې د له خپلې قبیلې څخه د جنایتکار له شړلو انکار کاوه، نو د قاتل او مقتول د قبايلو ترمنځ به د جګړې اور بلېده. په هغه صورت کې چې د مقتول قبیله به د عزت او شرافت څښتنه وه، نو د وینې د غوښتنې بهير به لا زيات پراخېده.
سربېره پر دې، ډېری وخت به داسې کېدل چې ځینو قبيلو به د مقتول د وینې له غوښتنې سره بې‌پروايي کوله او له قاتل څخه به یې ملاتړ کاوه، او د مقتول د کورنۍ غوښتنو ته به يې هېڅ پام نه کاوه. چې په پايله به یې ذ اوږدمهاله جګړو  اور بلیده، ګڼ شمېر بې‌ګناه انسانان به وژل کېدل او ناحقه وينې به پکې تویدې.
کله چې اسلام راغی نو دغه ظالمانه نظام او کړنلاره یې ونړوله او حد و سرحد یې ورته وټاکه. اسلام اعلان یې وکړ چې یوازې جنايتکار او قاتل د جنايت او قتل مسؤل دی، او د جنايت او وژنې ګناه او مسؤوليت يوازې د هغه کس پر غاړه دی چې جنايت او قتل يې ترسره کړی وي. په همدې اساس قرآن کريم فرمايي: «يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِصَاصُ فِي الْقَتْلَى الحُرُّ بِالْحُرِّ وَالْعَبْدُ بِالْعَبْدِ وَالأُنْثَى بِالأُنْثَى، فَمَنْ عُفِيَ لَهُ مِنْ أَخِيهِ شَيْءٌ فَاتِّبَاعٌ بِالْمَعْرُوفِ وَأَدَاءٌ إِلَيْهِ بِإِحْسَانٍ، ذَلِكَ تَخْفِيفٌ مِّن رَّبِّكُمْ وَرَحْمَةٌ، فَمَنِ اعْتَدَى بَعْدَ ذَلِكَ فَلَهُ عَذَابٌ أَلِيمٌ * وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاةٌ يَا أُوْلِي الأَلْبَابِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ». ژباړه: اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی! پر تاسي (په قصد سره) وژل شویو (قتل شویو کسانو) کې قصاص فرض کړل شوی دی. اصیل (آزاد) په اصیل باندې (قصاصېږي) او مریی په مریي (قصاصېږي) او ښځه په ښځه باندې (قصاصېږي). نو که چا ته (مصلحتاً) د ده د (مسلمان) ورور له طرفه څه بخښنه وشوه، نو لازمه ده (په دې عفوه کوونکي) مطالبه د ديت (له قاتله) په ښې طریقې سره او ورکول (د دیت دی) هغه ته په غوره طریقې سره، دا کار (د قصاص جواز، یا دیت، یا عفوه) ستاسې د رب له لوري اسانتيا او رحمت دى، كه له دې (پرېکړې) وروسته څوك تېری وكړي د هغه لپاره دردوونكى عذاب دى  او تاسې لپاره په قصاص کې (لوی) ژوند دی اې د عقل څښتنانو! په کار ده چې تاسي ځان وساتئ (له ناحقو وینو څخه).[۵]
دوام لري…

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

سرچینې:

[۱] سوره بقره، آيت ۱۷۹

[۲] سوره بقره، آيت ۱۷۸

[۳] سوره مائده، آيت ۴۵

[۴] سوره بقره، آيت ۱۹۴

[۵] سوره بقره، آيتونه: ۱۷۸-۱۷۹

Previous Articleسیکېزم؛ پیدایښت او  اعتقادي بنسټونه یې (اتلسمه برخه)
Next Article قران تلپاتې معجزه (اوه وېشتمه برخه)

اړوند منځپانګې

متفرقه

قران تلپاتې معجزه (اته وېشتمه برخه)

شنبه _30 _اگست _2025AH 30-8-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

د قصاص حکمت، فلسفه او اغېزې (اوومه برخه)

پنجشنبه _28 _اگست _2025AH 28-8-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

امر بالمعروف او نهی عن المنکر؛ هغه فریضه چې ملحدین ترې وېره لري (شپږمه برخه)

پنجشنبه _28 _اگست _2025AH 28-8-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (اته پنځوسمه برخه)

یکشنبه _31 _اگست _2025AH 31-8-2025AD8 Views

لیکوال: شکران احمدي د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (اته پنځوسمه برخه) د…

نور یی ولوله
لیبرالیزم

په معاصره نړۍ کې د لیبرالیزم بحرانونه (اتلسمه برخه)

یکشنبه _31 _اگست _2025AH 31-8-2025AD7 Views

ليکوال: مفتي عبيدالله نورزهي په معاصره نړۍ کې د لیبرالیزم بحرانونه (اتلسمه برخه) د قران…

نور یی ولوله
دینونه

سیکېزم؛ پیدایښت او  اعتقادي بنسټونه یې (شلمه برخه)

یکشنبه _31 _اگست _2025AH 31-8-2025AD4 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي سیکېزم؛ پیدایښت او  اعتقادي بنسټونه یې (شلمه برخه) د اسلام له نظره…

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (شپږپنځوسمه برخه)

شنبه _30 _اگست _2025AH 30-8-2025AD4 Views

لیکوال: ابو رائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (شپږپنځوسمه برخه)…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (اته پنځوسمه برخه)

یکشنبه _31 _اگست _2025AH 31-8-2025AD

په معاصره نړۍ کې د لیبرالیزم بحرانونه (اتلسمه برخه)

یکشنبه _31 _اگست _2025AH 31-8-2025AD
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.