
لیکوال: دکتور نورمحمد محبي
قران تلپاتې معجزه (اوه وېشتمه برخه)
د ځمکې او شمسي نظام په حرکت کې د قراني اعجاز ځلا
د قرآن کریم له اعجازونو څخه یو هم هغه ظریفې او ژورې اشارې دي چې د طبیعي پدیدو په اړه یې کړي دي. دا اشارات په لنډو، څو اړخیزو او د انسان د پوهاوي د کچې سره سمون خوړونکو الفاظو کې بیان شوي دي، څو د هرې دورې خلک ترې د خپلې پوهې او درک له مخې ګټه واخلي.
له دغو معجزو اشارو څخه یو ( د مشرق او مغرب) مفاهیم دي، چې په څو ځایونو کې د قرآن کریم په بېلابېلو ژبني جوړښتونو سره تکرار شوي دي او هر یو یې ځانګړی معنايي ژوروالی لري. ﵟقَالَ رَبُّ ٱلۡمَشۡرِقِ وَٱلۡمَغۡرِبِ وَمَا بَيۡنَهُمَآۖ ﵞ [شعراء: ۲۸] ژباړه: موسى (ع) وويل: د ختيځ او لوېديځ او هر څه چې ددې په منځ کې دي، د هغو ټولو رب، كه تاسې څه پوهه لرئ.” ﵟرَبُّ ٱلۡمَشۡرِقَيۡنِ وَرَبُّ ٱلۡمَغۡرِبَيۡنِﵞ [الرحمن:۱۷] ژباړه: د دواړو ختيځونو او دواړږ لوېديځونو مالك او پروردګار همغه دى.
ﵟفَلَآ أُقۡسِمُ بِرَبِّ ٱلۡمَشَٰرِقِ وَٱلۡمَغَٰرِبِ إِنَّا لَقَٰدِرُونَﵞ [معارج:۴۰] ژباړه: نو نه، زه د ختيځونو او لوېديځونو په څښتن قسم كوم چې بېله شکه موږ په دې باندي قادر يوو.
درې عبارتونه، درې ژبني جوړښتونه ( مفرد، تثینه او جمع) چې هر یو یې یو ژور حقیقت ته اشاره کوي. دلته د دې دریو معانیو تعبیر شرحه کوو؛
-
د نزول په وخت کې د متقدمینو یا لومړنیو خلکو فهم
-
د ستورپوهنې او نجومي جغرافیې پر اساس؛ نوی علمي تفسیر
د قرانکریم د نزول د وخت د مفاهیمو بیان
(رب المشرق و المغرب )
په ابتدايي کچې (مشرق) د لمر د راپورته کېدو او (مغرب) د لمر د لوېدو د ځای په معنا دی، چې د قرانکریم د نزول په وخت کې دا تعبیر له ورځنی محاورې سره کاملا برابر وو او هېڅ علمي پېچلتیا پکې نه لیدل کېده.
مشرق د نړۍ ختیځ او مغرب د نړۍ لویدیځ طرف او خدای تعالی د جهتونو د حاکم او خالق په حیث چې د لمر ختو او لوېد نظم یې په لاس کې دی.
(رب المشرقین و رب المغربین)
په یوه لوړه کچه قرانکریم (دوه مشرقه او دوه مغربه) یادوي، دې تعبیر په هغې زمانې کې ممکنه مفهوم دا لېږداوه؛
-
د کال په اوږدو کې د لمر د ختو او لوېدو د دقیق محل بدلون (په ژمې او دوبي کې)
-
یا هم د لمر خاتو دوې متفاوتې نقطې د بصري لید له نظره، لکه؛ د اعتدال او یا هم انقلاب په وخت کې د لمر خاته.
په همدې اساس دا ایت د لمر کلني دوران او د لمر ختو او لوېدو د مختلفو زاویو لوري ته اشاره کلوه، چې هغه وخت یې هم فهم په ضمني ډول ممکن وو.
(رب المشارق و المغارب)
په دې مرتبې کې قرآن کريم د «مشارق» او «مغارب» له جمعې څخه يادونه کوي؛ يو داسې عمومي اشاره چې د لمر د راختو او پرېوتو د ځایونو د تنوّع او ګڼوالي څرګندونه کوي، هغه که په هره سیمه کې وي، که په هر هېواد، که هره ورځ او آن هره شېبه. د قرآن کريم د نزول په زمانه کې دا مفهوم په بشپړه توګه د درک وړ نه و؛ خو د لومړنيو مشاهداتو له لارې (لکه د دوبی او ژمي د لمر ختو توپير) تر يوه حده یا انځور تداعي کولای شو.
علمي تحلیل؛ د ځمکې حرکت او د لمر د ختو او پرېوتو ګڼوالی
د ځمکې ګردوالی او د ختيځ او لوېديځ تړاو
د نن ورځې د علم له نظره، ځمکه کروي یا ګرده ده او هر شیبه يې يوه برخه په تياره او بله برخه په روښنايي کې وي. یا په بلې وینا؛ کله چې د ځمکې په یوې برخې کې لمر را خېژي نو په بلې کې غروب کوي، نو ځکه ختيځ او لوېديځ بېل او جلا مفاهيم نه دي، بلکې يو له بله تړلي دي. الله تعالی فرمايي؛ ﵟقَالَ رَبُّ ٱلۡمَشۡرِقِ وَٱلۡمَغۡرِبِ وَمَا بَيۡنَهُمَآۖ ﵞ [شعراء: ۲۸]
دا ژبنۍ مقایسه پر ژطبیعي وحدت دلالت کوي، چې له طلوع پرته غروب ممکن نه دی او برعکس.
دوه ختیځونه او دوه لوېدېځونه؛ د ځمکې د څرخېدو له اړخه یو لیدلوری
ځمکه په هره شېبه کې په دوو تیاره او روښانه نیمه کرو وېشل شوې او هره نیمه کره یې خپل ختیځ او لویدیځ لري. کله چې یوه نیمه کره له تیارې وځي نو بله نیمه کره یې شپې ته ننوځي.
نو هر شېبه؛
-
یو مشرق او مغرب په لومړۍ نیمه کره کې شتون لري.
-
او بل مشرق او مغرب په دوهمه نیمه کره کې شته.
دا نجومي حقیقت په کامل ډول د ﵟقَالَ رَبُّ ٱلۡمَشۡرِقِ وَٱلۡمَغۡرِبِ وَمَا بَيۡنَهُمَآۖ ﵞ له مفهوم سره برابر دی.
مشارق او مغارب؛ په هرې شېبې کې د لمر ختو او لوېدو زاویې؛
د ځمکې په هرې نقطې کې د لمر ختو او لوېدو زاویې د هرې ورځې په تېرېدو بدلون کوي او لامل یې؛
-
په خپل ځان د ځمکې وضعي حرکت
-
د لمر چاپیر د ځمکې انتقالي حرکت
په يوه هېواد کې لمر هېڅکله له يوه عين ټکي څخه دوه ځله نه راخېژي؛ آن په يوه ښار کې هم د لمر د راختو او پرېوتو زاويې هره ورځ يو له بله بدلېږي. دا حقيقت په ښکاره ډول د شرعي وختونو په ټاکلو کې ليدل کېږي (لکه د فجر د راختو او د لمر د لوېدو وخت). د خلکو لپاره يې تر ټولو ساده بېلګه د روژې په مبارک مياشت کې د روژه ماتې وخت دی چې هره ورځ څو دقيقې بدلون کوي.
له همدې امله ويلای شو چې: په هره شېبه کې، د ځمکې په يوه برخه کې لمر راخيژي او په بلې برخه کې لوېږي.
نو په ټولې ځمکې کې بېشمېره ختيځونه او لوېديځونه شته، چې په پرلپسې توګه په بدلون کې دي.
دا علمي دقت په دې ایت (بِرَبِّ ٱلۡمَشَٰرِقِ وَٱلۡمَغَٰرِبِ) کې په کامل ډول بیان شوی دی؛
له علمي پرمختګ سره د قران کریم حیرانونکی تطابق
په دې دریو ایتونو کې ظریفه نکته دا ده، چې دا ایتونه په خپل منځ کې سره رد نه کوي او نه هم یو بل نسخه کوي، بلکې هر يو په خپل ژوروالي کې يوه حقيقت څرګندوي.
د قرآن کريم د بيان طرز د زمان او مکان د «نسبی» مفهوم څرګندونه کوي. لکه څنګه چې مرحوم شيخ محمد متولي الشعراوي رحمه الله يادونه کړې ده، په يوه عين شېبه کې د ځمکې په پنځو بېلابېلو سيمو کې پنځه لمونځونه پر ځای کېږي: سهار، غرمه، مازديګر، ماښام او د شپې لمونځه. دا په څرګنده ښيي چې:
قرآن کريم د مشرق او مغرب د درېګوني بيان په وسیله، له یوې خوا د نزول په وخت کې د انسان د پوهې له سطحې سره سمون درلود او له بلې خوا يې داسې معنایز پوړونه په ځان کې رانغاړلي چې د علم د پرمختګ په لړ کې يو پر بل روښانه کېږي.
له مفرد څخه تر تثنې او له تثنيې تر جمعې پورې، د مخاطب د درک افق پراخ شوی دی او هر آيت د هستۍ د منسجم نظام يوه برخه را څرګندوي.
دا د قرآن د علمي اعجاز يوه روښانه نښه ده چې:
-
هم د نزول پر مهال د درک وړ وه،
-
هم د نن د علمي زمانې په رڼا کې د تشريح وړ ده،
-
او هم د راتلونکي لپاره نوې پټ پيغامونه په ځان کې لري.
دوام لري…