
لیکوال: دکتور نورمحمد محبي
قران تلپاتې معجزه (اته وېشتمه برخه)
د قران په رڼا کې د سمندرونو ترمنځ د پردې د شتون راز
قرانکریم د دې ترڅنګ چې د هدایت کتاب دی او معنوي لارښوونې لري، د طبیعي پدېدو په اړه هم ځینې دقیقې اشارې لري، چې نن ورځ یې معاصر علوم کشف کوي. له دې ډلې څخه د دوو سمندرونو ( شرینو او تروو) اوبو ترمنځ د پردې یا برزخ شتون ته اشاره ده، چې د قرانکریم په دوو سورتونو (فرقان او الرحمن) کې شوې ده. دا ایتونه له داسې طبیعي پدېدې څخه د راز پرده پورته کوي، چې انسانانو پېړۍ، پېړۍ لیدله خو علمي حقیقت ته یې په وروستیو لسیزو کې ورسېدل.
د برزخ یا پردې مفهوم او قراني ایتونه؛ په فرقان سورت کې راځي؛ ﵟوَهُوَ ٱلَّذِي مَرَجَ ٱلۡبَحۡرَيۡنِ هَٰذَا عَذۡبٞ فُرَاتٞ وَهَٰذَا مِلۡحٌ أُجَاجٞ وَجَعَلَ بَيۡنَهُمَا بَرۡزَخٗا وَحِجۡرٗا مَّحۡجُورٗاﵞ ژباړه: او دا هماغه ذات دى چې دوه سمندرونه یې سره يو ځاى کړي دي. يو خوږ او خوندور، بل تريخ او تريو. او د دواړو په منځ کښې يوه پرده حائله ده، يو خنډ دى چي هغوی یې له ګډېدلو څخه ساتلي، منع کړي دي.
په الرحمن سورت کې راځي؛ ﵟمَرَجَ ٱلۡبَحۡرَيۡنِ يَلۡتَقِيَانِ 19 بَيۡنَهُمَا بَرۡزَخٞ لَّا يَبۡغِيَانِ 20 ﵞ [الرحمن: 19 و20] ژباړه: دوه سمندرونه یې خوشي کړل چي سره يو ځاى شي؛ – بيا هم د هغو تر منځ يوه پرده حائله ده چي هغوى ترېنه تېری نكوي.
په دې ایتونو کې خدای تعالی داسې یوې پدېدې ته اشاره کوي، چې که څه هم په ښکاره دوه سمندرونه اوبه دي چې خصوصیت یې یو دی، خو د دوی ترمنځ یو مانع شتون لري، چې د کامل ګډون مخنیوی یې کوي.
له طبیعت څخه تجربي شواهد
که څه هم دا پدېده له زرګونو کلونو راپه دېخوا د نړۍ په ګڼو سیمو کې د نندارې وړ ده، خو انسان یوازې په وروستیو لسیزو کې وتوانید چې په حقیقت یې پوه شي، د دې نمونې کاملې بېلګې په لاندې ډول دي؛
د بنګله دېش سيندونه (چانګام او اراکان):
په دې سيمه کې دوه سيندونه ـ چې یو یې خوږې اوبه لري او بل مالګينې ـ سره يو ځای کېږي؛ خو د يو ځای کېدو په ټکي کې د دواړو تر منځ يو ښکاره او څرګند پوله لیدل کېږي.
د اټک پُل، پاکستان:
په دې ځای کې هغه سيند چې د افغانستان له غرونو سرچينه اخلي، د پاکستان له غرونو راټوکېدونکي بل سيند سره د «اټک پُل» په سيمه کې يو ځای کېږي. ننداره کوونکي یې چې له پله ګوري، په ښکاره ډول د دواړو اوبو تر منځ سرحد ليدلای شي؛ يو يې تياره رنګ لري او بل يې روښانه.
د امازون او ريو نېګرو سيندونو یوځای کېدنه، برازيل:
د اوبو دوه متفاوت جریانونه، چې کیلومټرونه یو د بل په څنګ کې پرته له دې چې ګډ شي روان وي. علت يې د تودوخې، غلظت، د جريان د چټکتيا او د کثافت توپير دی.
د برزخ د پديدې علمي بيان: د سطحي د راښکنې (کشش) ځواک او د فزيکي ځانګړنو توپير
هغه پديده چې قرآن کريم يې «برزخ» بولي، په فزيک کې د «سطحي کشش» (Surface Tension) يا د «سيالو د فازونو ترمنځ د سرحد» په نوم تشريح کېږي.
سطحي راښکنه هغه ځواک ته ويل کېږي چې د يوه مايع د سطحې مالېکولونه يو له بل سره تړلي ساتي او د دې مخه نيسي چې په آسانۍ له بل مايع سره ګډ شي، پرته له ځانګړو شرايطو. د دوو اوبو د بېلابېلو ځانګړنو په صورت کې (لکه خوږې او مالګينې)، د حرارت، کثافت، د مالګې اندازه، د بخار فشار او نورو فزيکي عواملو توپير د دې لامل ګرځي چې دواړه سمدستي سره ګډې نشي. په بله وينا، يو ناپېژندل شوی خو کلک سرحد، لکه طبيعي «برزخ»، د دواړو تر منځ رامنځته کېږي.
ساده بېلګه: که يوه کاسه له اوبو ډکه کړئ، د هغې سطحه لږ څه د کاسې له څنډې پورته راځي، مخکې له دې چې توی شي. لامل يې د سطحي د کشش ځواک دی چې د اوبو مالېکولونه يو له بل سره نښلوي او د فوري توېدو مخه نيسي. که يو کوچنی فلزي ستن په ډېر احتياط د اوبو پر سطحه کېږدئ، بې له دې چې ډوبه شي، د اوبو پر سطحه به پاتې شي. دا پديده د مايع د سطحې د قوي پوښ ښکارندویي کوي.
په سمندرونو او سيندونو کې هم همدا ځواک، په ډېر پراخه کچه، د نورو عواملو لکه د حرارت او کثافت تر څنګ عمل کوي او د «برزخ» د جوړېدو لامل ګرځي.
د علم او قرآن تطبیق: يوه حيرانوونکې همغږي
په ياد شويو آيتونو کې يوه د پام وړ نکته دا ده چې قرآن کريم نه يوازې د دوه ډوله اوبو د توپير خبر ورکوي، بلکې د يوه طبيعي مانع شتون ته هم اشاره کوي؛ داسې مانع چې د دواړه ډوله اوبو د بشپړ او فوري ګډېدو مخه نيسي. دا همغږي د معاصرو علمي موندنو او د قرآني کلمو (لکه «برزخ» او «حِجر محجور») تر منځ، نه يوازې عجيبه نه ده، بلکې د قرآن کريم د ژبې هغه باريکوالی څرګندوي چې د واقعيتونو په بيان کې يې کارولی، هغه واقعيتونه چې وروسته علم ورته رسېدلی دی.
البته دا ټينګار هم اړين دی چې قرآن کريم د تجربي علومو کتاب نه دی او موخه يې يوازې د طبيعي قوانينو بيانول نه دي؛ بلکې د انسان معنوي لارښوونه ده. خو له دې سره، د قرآن علمي اشارات کله کله دومره دقيق او راز موندونکي وي چې څېړونکي يې د بيان د اعجاز نښه بولي.
په لنډه توګه ويلای شو چې د «دوو بېلابېلو اوبو د بهيرونو تر منځ د برزخ پديده» د قرآن کريم او د علمي واقعيتونو د همغږۍ يوه روښانه بېلګه ده. که څه هم انسان پېړۍ پېړۍ دا پديده په خپلو سترګو ليدلې، خو يوازې په معاصر دور کې وتوانېد چې پر هغې حاکم قوانين ـ لکه سطحي کشش، د کثافت توپير، حرارت او فشار ـ په دقيق ډول وڅېړي. خو قرآن کريم له پېړيو وړاندې د ښکلو، روښانو او اغېزناکو عبارتونو په کارولو سره د دې طبيعي سرحد يادونه کړې وه.
له دې نظره، ياد آيتونه نه يوازې د قرآن د علمي دقت سند دي، بلکې د هستۍ د ظريف نظام او د طبيعت د منسجم ترتيب يوه نښه هم ده؛ هغه نظم چې مؤمن د هستۍ د خالق او د قوانينو د وضع کوونکي لور ته رهبري کوي.
دوام لري…..