Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»قرآن تلپاتې معجزه (نهه ویشتمه برخه)
متفرقه پنجشنبه _4 _سپتمبر _2025AH 4-9-2025AD

قرآن تلپاتې معجزه (نهه ویشتمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ډاکټر نور محمد محبي
قرآن تلپاتې معجزه (نهه ویشتمه برخه)
په هستۍ کې جوړه یا زوجیت (د قرآن کریم علمي اعجاز او بنسټیز توپیر)
تضاد او توازن د هستۍ د نظام د اداره کولو له بنسټیزو اصولو څخه دي، قرآن کریم هغه کتاب دی چې د دې اصولو په اړه یې په بېساري علمي دقت سره خبرې کړې دي، چې یو له دې اصولو څخه د “جوړه یا نارینه او ښځينه” قاعده ده، هغه مفهوم چې په قرآن کریم کې په ډېرو تفسیرونو او تعبیرونو سره ترې یادونه شوې، چې د هغې څخه یو یې عبارت دی له:
وَمِن كُلِّ شَيۡءٍ خَلَقۡنَا زَوۡجَيۡنِ لَعَلَّكُمۡ تَذَكَّرُونَ [ذاریات: ۴۹] ژباړه: “موږ هر شي ته جوړه پیدا کړې ده، څو تاسو (د لوی خدای ج لویي) یاد کړئ.”
همدارنګه، په بل آیت کې ویل شوي دي: سُبۡحَٰنَ ٱلَّذِي خَلَقَ ٱلۡأَزۡوَٰجَ كُلَّهَا مِمَّا تُنۢبِتُ ٱلۡأَرۡضُ وَمِنۡ أَنفُسِهِمۡ وَمِمَّا لَا يَعۡلَمُونَ  [سورت یس: ۳۶] ژباړه: ” هغه ذات پاك دى چي د ټولو اقسامو جوړې یې پيدا کړې، كه هغه د ځمکي له نباتاتو څخه وي، يا پخپله د دوى له جنس (انساني نوعي) څخه او يا له هغو شيانو څخه چي دوى یې حتى پېژني هم نه.
په دې برخه کې، به موږ د دې قرآني قاعدې تفسیرې، هستۍ پېژندنې او علمي اړخونه وڅېړو.
د پخوانیو مفسرینو د “زوجیت” له مفهومه تفسیر او درک
د قرآن کریم د نزول په وخت کې، د “خَلَقۡنَا زَوۡجَيۡنِ” آیت عموما د مخلوقاتو د دوه ګوني او مخالف جوړښت یا جوړه پیدا کېدل ښکارندویي کوله. د اسلام په لومړیو کې مفسرینو لکه “حسن بصري رحمه الله” او نور “تابعین”، واده یا جوړه نه یوازې د انسان په نارینه او ښځینه و کې ګڼله، بلکې د هستۍ په ټولو مخالفو اړخونو کې هم دوی ښووله لکه:
  • شپه او ورځ
  • اسمان او ځمکه
  • رڼا او تیاره
  • وچه او سمندر
  • مرګ او ژوند
دوی دا مفهوم، په خپل وخت، په تخلیق کې د همغږۍ او توازن د ژورې پوهې څرګندولو په توګه تشریح کړ او دې په حقیقت کې په طبیعت کې د موجود منظم ترتیب او نظم سره مطابقت درلود.
دا نظر دوه ګونیتوب یا جوړه یي په کایناتو کې یو ډول “ذاتي توازن” ګڼلی چې پکې هر شی پرته د لوی خدای جل جلاله له ذات څخه سیال یا مخالف لري، هغه ذات چې له هر ډول جوړې یا ورته والي څخه پاک دی.
په خلقت کې د جوړې په اړه معاصر علمي لیدلوری
د بشري علومو د پرمختګ سره، په ځانګړې توګه د فزیک، بیولوژي، چاپېریال پېژندنه او ستورپوهنې په برخو کې د “زوج” یا ” دوه ګوني یا جوړه یي” کلمې په معنی کې ژور ابعاد او اړخونه پېژندل کېږي، لکه څنګه چې نن ورځ د جوړې اصل نه یوازې په ژوندیو موجوداتو کې، بلکې د طبیعت په بنسټیزو ذراتو کې هم لیدل کېږي او ثابت شوی هم دی.
د ذراتو په نړۍ جوړې
د ذراتو د فزیک تیورۍ یا نظریې له مخې، په کایناتو کې ټوله ماده د فرعي اتومي ذراتو څخه جوړه شوې ده. دوه هغه بنسټیز عناصر چې د هر اتوم جوړښت جوړوي دا دي:
  • الکترون (منفي چارج)
  • پروتون (مثبت چارج)
که څه هم دا دواړه په بیولوژیکي ډول “نارینه” او “ښځینه” نه دي، خو دوی د مخالف برېښنایی چارجونو سره د متقابل “جوړې” په توګه په دوامداره تعامل کې دي. په حقیقت کې، په دې برخه کې جوړه کول د تضاد او بشپړتیا معنی لري، هغه مفهوم چې د قرآن کریم د الذاریات سورت کې هم ترې یادونه شوې ده.
په دې سربېره، د ذراتو او ضد ذراتو شتون (پوزیټرون د الکترونونو په مقابل کې) په د کائناتو د نظام په ذراتو کې د دې جوړې ترتیب یو بل ثبوت دی.
په نباتاتو او حیواناتو کې جوړه
الله ج د قرآن کریم په سورة یس کې داسې یادونه کړې ده: “مِمَّا تُنۢبِتُ ٱلۡأَرۡضُ” ژباړه: له هغه څه څخه چې ځمکه زرغونوي
له پېړیو وروسته علمي څېړنو دا ثابته کړې ده چې نباتات، لکه د څارویو په څېر، نارینه او ښځینه غړي لري، او دا چې په ډېری نباتاتو کې القاح د ګرده افشاني([1]) او جنسي القاح له لارې ترسره کیږي. د اوسني عصر کشف یا موندنې چې له څو پېړیو څخه ډېر تاریخ او سابقه نه لري، خو څوارلس پېړۍ مخکې په قرآن کریم کې په واضح او روښانه ډول بیان شوي دي.
په انسانانو او حیواناتو کې جوړه(نارینه او ښځینه)
د جوړه والي تر ټولو روښانه مثال په انسانانو او ډیری حیواناتو کې دی، د نارینه او ښځينه یا نوعو او ژوو تنوع او نسل د دوام لپاره د نارینه او ښځینه دواړو جنسونو شتون اړین دی. خو له دې ور هاخوا، حتی په ژوندیو موجوداتو کې چې غیر جنسي تکثیر کوي (لکه ځینې باکتریا یا مرغېړي)، د دوه ګوني یا بشپړونکي تعامل پټ ډولونه لیدل کیږي، هغه څه چې په نویو علمي مفکورو کې د جینیاتي جوړې یو ډول ګڼل کېږي.
په هغه څه کې جوړه یا زوجیت چې موږ نه پرې پوهیږو
د قرآن کریم په سوره یس کې یو حیرانونکې جمله ده چې: وَمِمَّا لَا يَعلَمُونَ ژباړه: “او له هغه څه چې دوی نه پوهېږي”
په سورة یس کې، دا یو معجزانه بڼه لري چې ټول نامعلوم علمي امکانات پکې شاملېږي یا پکې رانغښتل شوي دي.
نن ورځ، د کوانټم فزیک په څېر برخو کې، جوړه یا زوجیت د پټ توازن یا تکمیلي پارامیټرو (لکه اسپن چارج، ایزوسپین چارچ، د کوارکونو رنګ چارج، او نور) په بڼه هم لیدل کېږي، هغه رازونه چې تر اوسه ډېری انسانان یې لاهم نه شي کشفولی او نه پرې پوهېږي.
توازن، تقابل او په تنوع کې یووالي
په قرآن کریم کې جوړه یا زوجیت نه یوازې د خلقت د جوړښت علمي توضیحات دي، بلکې دا فلسفي اغېزې او دلایل هم لري لکه  په هستي کې جوړه کول:
  • توازن رامنځته کوي (نارینه او ښځینه، مثبت او منفي)
  • توپیر ته معنی یا یوه بڼه ورکوي (رڼا او تیاره، ښه او بد)
  • په ورته وخت کې، دا هغه یووالي یا وحت ته اشاره کوي چې کثرت یا ډېر اداره کوي، ځکه چې دا ټولې جوړې یو واحد خالق یا پیدا کوونکي ته راستنېږي.
د الله ج لوی ذات د ایت په پای کې دا په لاندې ډول وړاندې کوي: لَعَلَّكُمۡ تَذَكَّرُونَ [ذاریات:۴۹] ژباړه: “د دې لپاره چې تاسې (د خپل خالق عظمت) یاد کړئ.”
یعنې، د نړۍ دوه ګوني جوړښت ته پاملرنه نه یوازې د علمي پوهې لپاره ده، بلکې د عقل د را بیدارولو او د خدای تعالی یووالي ته د بېرته راستنیدو لپاره هم ده.
په لنډه توګه باید وویل شي، چې د جوړې یا زوجیت اصل د هستي د کنټرولولو یو له تر ټولو ژورو او اساسي اصولو څخه دی، هغه اصل چې قرآن کریم په دوو ایتونو کې روښانه او په ډېر ظرافت سره څرګند کړی دی. د متقدمینو یا لومړنیو مفسرینو له تفسیرې سطحې څخه معاصر علمي بیان تر ژورو پورې، د جوړې مفهوم تل د الهي نظم، توازن او خلاقیت نښه ګڼل شوې ده.
دا اصل نه یوازې دا چې په بیولوژي کې بلکې په فزیک، ستورپېژندنه او حتی په میتافزیک اړیکو کې هم لیدل کېږي. په یوې ځانګړې دورې پورې اړوند او محدودو کلمو کې د خبرو کولو پر ځای، قرآن کریم د تاریخي دورو ور ها خوا مفاهیمو د څرګندولو لپاره جامع ژبه کاروي، چې د انساني پرمختګ د هرې دورې سره نوې پوهه او مالومات پکې راڅرګندیږي.[2]
دوام لري…

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

[1] ګرده افشاني ته په بوټو پوهنه (botany) کې هغه بهیر دی چې ګرده یا پالن د نارینه برخې څخه ښځينه برخې ته انتقالیږي څو القاح وشي او تخم جوړ شي.

[2] مخلص، عبدالرؤوف هروي استاد بوهنځی شرعيات پوهنتون هرات افغانستان، اعجاز قرآن، ص: 45- 46، رسالۀ علمي براي ارتقا به رتبۀ علمی پوهنیار.

Previous Articleد دُرُوزي فرقې عقایدو او باورونو ته لنډه کتنه (پنځمه برخه)
Next Article قرآن تلپاتې معجزه (دېرشمه برخه)

اړوند منځپانګې

متفرقه

قران تل پاتې معجزه برخه: (۴۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۱۵)

پنجشنبه _18 _دسمبر _2025AH 18-12-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

قران تل پاتې معجزه (پينځه‌څلوېښتمه برخه)

چهارشنبه _17 _دسمبر _2025AH 17-12-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

متفرقه

قران تل پاتې معجزه برخه: (۴۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD12 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل پاتې معجزه برخه: (۴۶) د «یحرم من الرضاعة ما…

نور یی ولوله
دینونه

شېن ‌تو دین (برخه: ۱۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD5 Views

لیکوال: ابوعائشه شېن ‌تو دین (برخه: ۱۶) سریزه لکه څنګه مو چې په تېرو برخو…

نور یی ولوله
اسلام

د یلدا شپې تاريخ او نمانځلو حکم (برخه: ۴)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD8 Views

لیکوال: خالد یاغي ‌زهي د یلدا شپې تاريخ او نمانځلو حکم (برخه: ۴) د یلدا…

نور یی ولوله
اومانیزم

هیومنېزم «انسان پالنه» (برخه: ۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD6 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل‌ زهي هیومنېزم «انسان پالنه» (برخه: ۶) له انسان سره د دین…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

قران تل پاتې معجزه برخه: (۴۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD

شېن ‌تو دین (برخه: ۱۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.