لیکوال: مهاجر عزیزي
سیکېزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه یې (نولسمه برخه)
د تناسخ ډولونه؛
د دې نظریې د ځینو پیروانو په نظر تناسخ په څلورو مرحلو وېشل کیږي؛
-
نسخ: له یوه انساني جسم څخه بل انساني جسم ته د روح لېږد. دا مرحله د انسانانو ترمنځ د زېږېدو مرحلې په حیث پېژندل کیږي، ځکه روح یې بل انسان ته لېږدول کیږي.
-
مسخ: دا مرحله د هغو انسانانو لپاره ځانګړې شوې، چې د ناسمو کړنو له امله یې روح حیواني جسم ته لېږدول کیږي، په دې حالت کې روح د یوه جنس (حیوان) په محدوده کې تبادله کیږي.
-
رسخ: په دې مرحله کې روح نورو موجوداتو لکه، بوټو او نباتاتو ته انتقالیږي او له نسخ حالت څخه سخت وضعیت دی، ځکه لومړی روح یوه له جنس څخه بل جنس ته نقلیږي او بیا د یوې اوږدې مودې لپاره ثابت پاتیږي، لکه تېږه.
-
فسخ؛ دا مرحله د تېرو درېو مرحلو خلاف د قطعه شوو بوټو او یا حلالو شو حیواناتو لپاره ده، چې له منځه ځي او کومه څه یې نه پاتیږي. په دې حالت کې روح په تر ټولو ټېټې درجې کې پای ته رسیږي. [1]
د روح پېداېښت او د تناسخ تکامل
د روح د تناسخ د مفکورې د زېږون او زمانې په اړه بېلابېل نظرونه شته. ځینې باور لري چې دا تفکر لومړی د مصر په تمدن کې راټوکېدلی او د لرغونو مصریانو په منځ کې د ارواوو د تناسخ فلسفې طرحه دود شوې وه. خو ځینې نور وايي چې دا باور د آریایانو له راتګ وروسته په هند کې وده وکړه او هلته خپور شو. د دې په مقابل کې یوه ډله په دې نظر ده چې د تناسخ نظریه لومړی په یونان کې د فلسفې په بڼه مطرح شوه او له هغه ځایه بیا هند او نورو ختیځو سیمو ته ولېږدېده.
اوس به د دې عقیدې د زېږون او پرمختګ په اړه په تفصیل سره خبرې وکړو:
لومړني انسان د ژوندي موجود د بدن او د مړي د بدن تر منځ څرګند توپیر درک کړ. هغه دې پایلې ته ورسېد چې په ژوندي بدن کې یو څه شته چې په مړي کې نه شته. انسان ورو ورو پوه شو چې د ژوند او حرکت سرچینه یو پټ ځواک دی؛ که دغه ځواک له بدن څخه ووځي، نو ژوند او خوځښت هم ورسره له منځه ځي. د زمان په تېرېدو لومړني انسانان دې ته متوجه شول چې «بدن او روح» دوه بېلابېل توکي دي او روح له جسم څخه ډېر ځواکمن دی. [2]
د دې رازونه د معما حل په هغو خوبونو او انځورونو کې و، چې ده به په خوب کې لیدل ، داسې افراد چې ژوند یې ورسره کاوه او ان ځینې چې مړه شوې وه او د مړو له نړۍ سره یو ځای شوې وه.
دا خوبونه به کله خواږه او خوښي ورکونکي وه خو کله به وېرونکي وه او چې وېښ به شو بیا به هېڅ هم نه وه. د وخت په تېرېدو سره نوموړی د (مرګ) په نوم له پدېدې سره مخ شو او د محرک او مړ جسم ترمنځ په توپیر خبر شو او همداشان وپوهېده چې مرګ یوه مرموزه پدېده ده. [3]
په همدې ډول، د روح په اړه د لومړني انسان عقیدې شکل وموند. هغه پوه شو چې روح د ژوند او بقا سرچینه ده او خاصې ځانګړتیاوې لري: روح د بدن په پرتله ډېر نازک او لطیف دی، ځکه چې په خوبونو کې یې کولای شول په لنډ وخت کې اوږده واټنونه ووهي. همدارنګه یې درک کړه چې روح له هر ډول خنډ او دېواله تېرېږي او د بدن په مرګ له منځه نه ځي، بلکې د ارواحو نړۍ ته لېږدېږي. دا نظریه په خوبونو کې د مړه شوو کسانو د روحونو د راڅرګندېدو له لارې نوره هم پیاوړې کېده. [4]
وروسته دا فکر د هغه په ذهن کې راوټوکېد چې طبیعي ځواکونه او پدیدې هم روح لري. که دی روح لري، ولې به دغو ځواکونو او پدیدو ته روح نه وي ورکړل شوی؟ ښايي د هغوی ارواوې تر ده ډېرې ځواکمنې او سترې وي. [5]
له همدې ځایه هغه د دغو ځواکونو او پدیدو عبادت ته مخه کړه، ځکه باور یې درلود چې هغوی سترې ارواوې او فوقالعاده ځواکونه لري.
همدې ابتدايي انسان په دې هم بسنه ونکړه او دې باور ته ورسېد چې د مړو او ژوندیو د ارواوو ترمنځ اړیکه شته او د مړو روحونه پر ژوندیو مستقیم اغېز لري. د ده له نظره د طبیعت ارواوې له انسان سره په طبیعي کارونو کې مرسته کوي، خو شرورې ارواوې بیا د ناروغیو او درد سبب ګرځي، نو په همدې اساس یې ځینې دیني مراسم ترسره کوي، تر څو د نیکو ارواوو کمک را جلب او د شري روحونو ضرر دفعه کړي. [6]
همدا ابتدايي انسان په دې باور وو، چې ژوند تل د پراختیا او رشد په حال کې دی، نو پایله یې دا ترلاسه کړه، چې حیوانات او بوټې هم د انسان غوندې ژوند او د حرکت نښې لري او دې چارې دې انځور ته لاره هواره کړه، چې د یوه حیوان روح کېدلای شي په انسان کې حلول وکړي او د دې عکس د انسان روح هم کولای شي، چې د یوه حیوان په جسم کې ځای ونیسي.
دغه فکر وکولای شو چې د وخت اوږد پُل جوړ کړي او په ډېرو لرغونو تمدنونو کې ځان ښکاره کړي. تاریخ پوهان باور لري؛ لومړی تمدن چې دا نظریه یې په فلسفي بڼه او د لومړني درک له توپیر سره وړاندې کړه، د لرغوني مصر تمدن و. ځینې نور بیا باور لري چې مصریان د روح د څېړنې په برخه کې مخکښان وو، چې دغه لیدلوری یې د مړینې وروسته د ژوند په اړه د باور او د دوی ځانګړې دیني فلسفې له امله درلود. [7]
خو ځینې نور بیا باور لري چې د ارواحو د تناسخ نظریې په هند کې د آریایانو له راتګ وروسته وده وکړه. په مقابل کې، یوه ډله مخالف نظر لري او وایي: «د ارواحو د تناسخ پرمختللې فلسفي نظریه له یوناني فلسفې سرچینه اخېستې او بیا هند ته انتقال شوې ده.» دوی یادونه کوي چې د فیثاغورث یو شاګرد، د «برخني» په نوم په دې وتوانېد چې د خپل استاد فلسفه د ارواحو د تناسخ او د نفس د پاکوالي په اړه، ترڅو له دې نړۍ خلاصون ومومي، هند ته انتقال کړي. [8]
په همدې اساس په هندوانو کې د تناسخ عقیدې ځای وموند او د وخت په تېرېدو سره په کې په ژورې عقیدې بدله شوه، تر دې چې له دې دین څخه د جلا شویو فرقو عقیده هم ترې متأثره شوه او هغه یې د خپلو بارونو یوه برخه وګڼله. نن ورځ د سیک دین پیروان د تناسخ عقیده خپل یو اساسي باور د او د خپل دین مهم رکن بولي.
دوام لري…..
مخکنئ برخه / راتلونکې برخه
سرچینې:
[1]. محمد أمین، ضحی الإسلام، ج ۱، ص ۲۵۰؛ د. عرفان عبدالحمید، والفلسفة الإسلامیة، ص ۱۳۴؛ به نقل از کتاب: تناسخ الارواح، اصوله وحکم الاسلام فیه، ص ۲۰۱.
[2]. تناسخ الأرواح: أصوله، آثاره وحکم الإسلام فیه، ص ۲۰۲.
[3]. احمد عبدالغفور عطار، الدیانات والعقائد فی مختلف العصور، ج ۱، ص ۷۰، ۷۱.
[4]. مصطفی الکیک، تناسخ الارواح ص ۱۱.
[5]. احمد عبدالغفور عطار، الدیانات والعقائد فی مختلف العصور، ج ۱، ص ۷۰، ۷۱.
[6]. مصطفی الکیک، تناسخ الأرواح، ص ۱۱.
[7]. همان، ص ۴۵.
[8]. الشهرستانی، الملل والنحل، ج ۲،ص ۲۶۲.