Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»دینونه»سیکېزم؛ پیدایښت او  اعتقادي بنسټونه یې (اتلسمه برخه)
دینونه چهارشنبه _27 _اگست _2025AH 27-8-2025AD

سیکېزم؛ پیدایښت او  اعتقادي بنسټونه یې (اتلسمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: مهاجر عزیزي
سیکېزم؛ پیدایښت او  اعتقادي بنسټونه یې (اتلسمه برخه)
  • معاد ( اخرت او قیامت)
په سیک مذهب کې یو بله مهمه عقیده د معاد یا قیامت د ورځې په اړه باور دی. البته د روح، معاد او قیامت په ورځې سیک باور له انحراف او غلطۍ سره مخ دی، ځکه په دې برخه کې له باطلو ادیانو په ځانګړي ډول له هندوېزم څخه متأثره دي، نو په همدې اساس د دوی تعلیمات تر ډېره هندويي رېښه لري.
نو د دې موضوع د  روښانتیا لپاره لومړی د معاد او ورسره تړلیو مسایلو پېژندنه کوو او وروسته به یې په اړه د سیک دین تعلیمات د اسلامي لرلید پر اساس نقد کړو.
الف: د معاد (اخرت) ورځې تعریف او ارزښت
معاد د (عود) له رېښې څخه اخېستل شوې کلمه ده، چې د بېرته ورګرځېدلو د ځای په معنی ده. [1] د شریعت په اصطلاح کې بیا د انسان له مرګ وروسته بېرته ژوند ته ورګرځېدو په معنی دی، چېرته چې انسان بیا ژوندی کیږي او د نړۍ د کړنو په اړه به ورسره محاسبه کیږي، چې اخرت ورته وايي.
په دې ورځې باور د ایمان له شپږګونو ارکانو څخه دی او څوک چې د اخرت په ورځ ایمان ونلري کافر دی او جهنم ته به ځي، که څه هم د ایمان په نورو ارکانو باور ولري.
خدای تعالی فرمايي؛ «وَلَكِنَّ الْبِرَّ مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْیوْمِ الْآخِرِ»[2]  ژباړه: خو نیک سړی هغه دی، چې په خدای او د قیامت په ورځې ایمان راوړي.
او رسول الله صلی الله علیه وسلم د جبرائل علیه السلام په ځواب کې وویل؛ أَنْ تُؤْمِنَ بِاللهِ وَ مَلآئِكَتِهِ وَ كُتُبِهِ وَ رُسُلِهِ وَ الْیوْمِ الآخِر وَ تُؤْمِنَ بِالقَدَرِ خَیرِهِ وَ شَرِّهِ»[3]  ژباړه: نو ماته د ایمان په اړه ووایه. ویې ویل: ایمان؛ دا چې پر خدای ایمان ولري، پرېښتې، کتابونه او پیغمبران یې ومنې، د اخرت په ورځ او دا چې تقدیر اندازه باندې ایمان ولري، چې د خدای له لوري ده.
د معاد په اړه د سیکانو باور
  • تناسخ (د روح بیا حلول)
سیکان د روح په تناسخ باور لري؛ یعنې د انسان له مرګ وروسته یې روح د بل انسان یا حیوان  بدن ته لېږدول کېږي او دا لړۍ تر هغه وخته روانه وي څو چې روح نجات او بشپړ خلاصون ته ورسېږي. دا عقیده د هندو مذهب څخه اخېستل شوې ده، ځکه هندوان هم د روح په تناسخ باور لري.
په حقیقت کې د تناسخ عقیده د غیب پر نړۍ، حساب او کتاب، جنت او دوزخ او د معاد له نورو اساسي مفاهیمو د انکار معنا لري. د دې لیدلوري له مخې، که یو کس په دنیا کې نېک عمل او ښې کړنې ولري، روح یې د یو نېک خوی لرونکي موجود په بدن کې راښکاره کېږي؛ خو که ګناهکار او بدکرداره وي، روح یې په ټیټ او سپک بدن کې انتقالېږي.
ګورو نانک، چې د سیک مذهب بنسټګر دی، د روح د بیا راژوندي کېدو او تناسخ بهیر په داسې تمثیل بیانوي: «لکه څنګه چې یوه دلوه ( بوکه) په څاه کې غورځېږي، له اوبو ډکېږي، بېرته راوځي، تشېږي او بیا ځلي څاه ته ورننوزي؛ همداسې د انسان ژوند دی او دا زموږ د رب یو ډول لوبه ده.» [4]
د تناسخ تعریف
تناسخ په عربي ژبه کې مرګ وروسته بل جسم ته د روح د انتقال په معنی دی. پخوا عربانو تناسخ د دوام او اوږدوالي په معنا کاراوه او باور یې درلود چې وختونه، پېړۍ او حکومتونه بیا بیا تکراریږي یا تناسخ پیدا کوي، یو د بل ځایناستي کیږي. همداشان نسخ په عربي کې د بطلان په معنی و، چې یو شی به د بل شي ځایناستی کېده، لکه پیغمبران چې یو په بل پسې راتلل.
په لغت نامو کې راځي؛ د شیانو تناسخ  په دې معنی دی چې یو څه د بل څه ځایناستی شي او  د (روح تناسخ) دا دی چې روح له يوه بدنه بل بدن ته ولېږدول شي، که د انسان بدن وي او که د حیوان، څو د تېر ژوند د کړنو له مخې يا سزا وويني او يا هم نیکه بدله. [5]
په فلسفي فرهنګ کې، «تناسخ» د دې لپاره کارول کېږي چې د مرګ نه وروسته د روح انتقال د يو بدن څخه بل بدن ته وښيي، که هغه د انسان بدن وي او که د حیوان. [6]
ځينې یې «تفصّص» بولي، چې د تجزيې او وېش معنا لري او فاعل يې روح ګڼل کېږي. د دې باور له مخې، روح يو تلپاتی او ثابت جوهر دی، حال دا چې بدن یوازې فاني لوښی دی چې روح ترې وځي او بل نوي لوښي ته ننوځي. [7]
د تناسخ د نظريې له نظره، روح د تکرار او تسلسل بنسټ دی، نو ځکه د «تناسخ ارواح» اصطلاح کارول کېږي، نه «تناسخ اجساد»، ځکه دلته روح د موضوع اصلي محور دی او بدن يوازې د انتقال د لوښي رول لوبوي، نه د تسلسل د اصل.
دا نظريه پر دې ولاړه ده چې د روح د ژوند دورې په ځمکه تکرارېږي او له يو بدن څخه بل ته انتقالېږي. روح په هره دوره کې د خپل تېر ژوند د کړنو له مخې يا بدله ترلاسه کوي او يا سزا که په تېر ژوند کې نېک‌عمله وي، نو له مرګ وروسته داسې بدن ته ننوځي چې په کې هوساينه او آرام وي؛ خو که بدکاره وي، داسې بدن ته لېږدول کېږي چې ژوند یې له کړاو او ستونزو ډک وي. [8]
دوام لري…

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

[1]. ابن منظور، لسان العرب، ج ۳، ص ۳۱۷.

[2] . بقره: 177.

[3]. صحيح مسلم، ج ۱، ص ۳۶.

[4]. فیاض قراپی، ادیان هند، ص ۴۶۴.

[5]. المعجم الوسیط، مجمع اللغة العربیة، القاهرة، ص ۵۵.

[6].  المعجم الفلسفی، مجمع اللغة العربیة، القاهرة،ص ۵۵.

[7]. أمین طلیع، التقمص، ص ۱۱.

[8]. مصطفی الکیک، تناسخ الأرواح، ص ۲.

Previous Articleد شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (شپږ پنځوسمه برخه)
Next Article د قصاص حکمت، فلسفه او اغېزې (شپږمه برخه)

اړوند منځپانګې

دینونه

شېن ‌تو دین (برخه: ۱۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD
نور یی ولوله
دینونه

شېن‌ تو دین (برخه: ۱۵)

سه شنبه _16 _دسمبر _2025AH 16-12-2025AD
نور یی ولوله
دینونه

شېن‌تو دین  (څوارلسمه برخه)

شنبه _13 _دسمبر _2025AH 13-12-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

متفرقه

قران تل پاتې معجزه برخه: (۴۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD11 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل پاتې معجزه برخه: (۴۶) د «یحرم من الرضاعة ما…

نور یی ولوله
دینونه

شېن ‌تو دین (برخه: ۱۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD5 Views

لیکوال: ابوعائشه شېن ‌تو دین (برخه: ۱۶) سریزه لکه څنګه مو چې په تېرو برخو…

نور یی ولوله
اسلام

د یلدا شپې تاريخ او نمانځلو حکم (برخه: ۴)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD6 Views

لیکوال: خالد یاغي ‌زهي د یلدا شپې تاريخ او نمانځلو حکم (برخه: ۴) د یلدا…

نور یی ولوله
اومانیزم

هیومنېزم «انسان پالنه» (برخه: ۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD6 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل‌ زهي هیومنېزم «انسان پالنه» (برخه: ۶) له انسان سره د دین…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

قران تل پاتې معجزه برخه: (۴۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD

شېن ‌تو دین (برخه: ۱۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.