لیکوال: شکران احمدي
د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (شپږ پنځوسمه برخه)
-
خصوصي او جزيي مقاصد
ځانګړي مقاصد هغه چارې دي چې د شارع له خوا په یوې یا څو نږدې برخو کې ټاکل شوې وي او د عقایدو، عباداتو او معاملاتو ته شاملیږي.خو جزئي مقاصد د هرې ځانګړې مسألې اهداف او حکمتونه دي، چې فقهاؤ د احکامو د شرحې په برخې ورته پام کړی دی.
الف: خصوصي مقاصد
ځانګړي مقاصد هغه اهداف او حکمتونه دي چې د شارع له خوا په یوې یا څو نږدې برخو کې د شریعت په قوانینو کې ټاکل شوي وي، لکه د جزاګانو، مالي معاملو، مالي عباداتو، د کورنۍ د نظام د ټینګښت او په ورته مواردو کې مقاصد. [1]
ځانګړي مقاصد د جزاګانو، حدودو او تعزیراتو، د کورنۍ او مالي چارو احکامو، د بدن د اجارې، خیراتونو، د قضاوت او ګواهۍ احکام، د قاضي پرېکړې او حقونه خپلو اصلي خاوندانو ته سپارل پکې شامل دي. ځینې علما دا مقاصد د حقوقو برخه ګڼي، ځکه چې په حقوقو کې د خلکو د ګټو ساتنه کېږي. دغه حقوق د الله حقوق، د بنده حقوق او ګډ حقوقو ته شاملیږي. [2]
له دې ډلې د ځینو مقاصدو تفصیل په لاندې ډول دی؛
-
د عباداتو مقاصد
په اصل کې عبادات د عقل په وسیله د دلیل وړ نه دي، بلکې د بندګۍ او اطاعت لپاره دي؛ البته په دې معنی نه دې چې حکمت او ګټې نه لري، بلکې د دې نړۍ او آخرت دواړو مصالح رانغاړي. له همدې امله عالمانو هڅه کړې چې د عباداتو لپاره عمومي مقصد وڅېړي. بې شکه، هغه مقصد د الله تعالی لپاره عاجزي، تواضع او د هغه اطاعت او فرمانبرداري ده.
په همدې اساس علماؤ د عبادت لمنه پراخه کړې او وايي؛ عبادت د هغو ټولو چارو جامع نوم دی، چې خدای تعالی پرې خوشحاله کیږي، هغه که عقاید دي یا هم د زړه اعمال، لکه؛ د ایمان شپږګوني ارکان، وېره، تمه، توکل، رغبت، رهبت او ورته نور او همداشان اعمال او جواریح لکه؛ لمونځ، روژه، زکات، حج او نور ټول هغه اعمال چې بنده خدای تعالی ته نږدې کوي.
امام شاطبي رحمه الله وايي: ( عبادت او عبودیت د خدای تعالی په وړاندې د اطاعت، عاجزۍ او خشوع د څرګندولو په معنا دی، چې په هر حالت کې په خپل زړه، د بدن غړو او جوارحو الله تعالی یادوي او د هغه له یاد څخه غافل نشي او رضا یې ترلاسه کړي [3] .)
عبادت مختلفې برخې لري؛ سجده، رکوع، دعا، مرسته غوښتل، وېره او هیله، نذر، قرباني او نورې پکې شاملیږي، چې دا ټول موارد خدای تعالی ته خاص شوې دي. عبادت، که د لمونځ او روژې په بڼه وي، یا د نذر او قربانۍ، که د زړه او ژبې عبادت وي او که د بدن او مالي عبادت، ټول د حقیقي څښتن او د نعمتونو د رښتینې مالک لپاره ځانګړي دي او له هغه پرته بل چا، یا د بل موجود لپاره نه ترسره کېږي. د الله عبادت او بندګي نه یوازې د انسان د خلقت لومړنی او اصلي هدف دی، بلکې په فردي او ټولنیز ژوند کې د عبادت کوونکي لپاره ځانګړې مثبتې او ارزښتمنې اغېزې او پایلې هم لري، چې په لاندې نکاتو کې بیانېږي:
-
لمونځ
لمونځ د اسلام د ستنې حیثیت لري او انسان له فحشاء او بدکارۍ څخه منعه کوي او همداشان د رب او بنده ترمنځ ډېره ټینګه اړیکه جوړوي. کله چې انسان خپل لمونځ په جماعت او پرلپسې ډول اداء کړي نو له رب سره یې اړیکه قوي کیږي او له فحشا څخه هم ساتل کیږي، لکه څنګه چې خدای تعالی فرمايي؛
(إِنَّ ٱلصَّلَوٰةَ تَنۡهَىٰ عَنِ ٱلۡفَحۡشَآءِ وَٱلۡمُنكَرِۗ ) [4] ژباړه:په باوري ډول لمونځ له بدلمنۍ او ناوړو چارو څخه منع كوي،
فحشا او منکر:
فحشا د بدو او ناخوښو کړنو لپاره کارېږي، لکه زنا او منکر هغه څه ته ویل کېږي چې په شریعت کې پېژندل شوي نه وي خو شرعه او عقل یې نه خوښوي. د دې مانا؛ چې لمونځ انسان له فحشا او منکر څخه منع کوي، دا ده چې د لمونځ پابندي انسان د ګناه کولو څخه ساتي، ځکه چې په لمانځه کې انسان ځان د الله تعالی په محضر کې ویني، هغه څارونکی ګڼي، ورسره راز و نیاز کوي او د قرآن په آیتونو کې غور او تدبر کوي.
-
روژه:
د روژې اغېزې او پایلې هم ډېرې سترې او مهمې دي. ځکه چې پیغمبر صلیاللهعلیهوسلم روژه د ډال په توګه ګڼلې ده یعنې د دوزخ د اور او ګناهونو په وړاندې ډال. [5]
دا روژه ده چې د انسان شهواني ځواک کمزوری کوي او همدارنګه غني او شتمن کسان د روژې له امله د لوږې احساس کوي، چې په پایله کې د بې وزلو او فقیرانو د درد او کړاو څخه خبرېږي او له هغوی سره د مهربانۍ او رحم احساس مومي. [6]
-
زکات
زکات هم د انسان په ژوند کې قوي اثر لري، چې د انسان نفس له بخیلۍ او د مال له مینې څخه ساتي او په ورته وخت کې د مال د پاکوالي او رشد سبب ګرځي او پکې خیر او برکت زیاتیږي.
همداشان د ټولنیز تکافل روحیه قوي کوي. خدای تعالی فرمايي؛ (خُذۡ مِنۡ أَمۡوَٰلِهِمۡ صَدَقَةٗ تُطَهِّرُهُمۡ وَتُزَكِّيهِم بِهَا ) [7] ژباړه: [اې پېغمبره (ص)!] ته د هغوى له مالونو څخه د صدقې په اخيستلو سره هغوى پاك کړه او (د نېکۍ په لاره کښي) هغوى وهڅوه.
تطهیر: د هغه ګناه اغېزې له منځه وړل دي چې پر انسان باندې یې ځای نیولی وي.
تزکیه: په دې پاکوالي کې لا ډېر او بشپړ پرمختګ راوستل دي.
الله تعالی د دې لپاره چې له بې وزلو، اړمنو او ورته افرادو سره مرسته او مهرباني وکړي او د ټولنې خیر او عمومي رفاه تامین شي، پر شتمنو یې د زکات ورکړه واجب کړې ده. دا عمل دواړو خواو ته ګټه لري؛ ځکه شتمن د خپل زکات په ورکولو سره، روح او نفس له دنیوي بخل او طمعې څخه پاکوي او د رحمت، شفقت او مینې فضیلتونه د بې وزلو، اړمنو او نورو مستحقینو پر وړاندې خپلوي، خپله روح او نفس تزکیه کوي او د دولت او ملت په پرمختګ کې مرسته کوي، څو د ټولنې مصالح او عمومي هوساینه ترلاسه شي.
له بل اړخه فقیران او اړمن کولای شي، چې د دنیا د ستونزو په وړاندې مقاومت وکړي او له توروم او د یو شمېر افرادو په لاس کې د مال له انحصار څخه هم مخنیوی وشي.
خدای تعالی د غینمت د وېش د فلسفې په اړه فرمايي: (مَّآ أَفَآءَ ٱللَّهُ عَلَىٰ رَسُولِهِۦ مِنۡ أَهۡلِ ٱلۡقُرَىٰ فَلِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ وَلِذِي ٱلۡقُرۡبَىٰ وَٱلۡيَتَٰمَىٰ وَٱلۡمَسَٰكِينِ وَٱبۡنِ ٱلسَّبِيلِ كَيۡ لَا يَكُونَ دُولَةَۢ بَيۡنَ ٱلۡأَغۡنِيَآءِ مِنكُمۡۚ) [8]
ژباړه: الله چي هر څه (مالونه) ددغو كليو د خلكو څخه د خپل پېغمبر خوا ته وګرځوي، هغه د الله او پېغمبر، خپلوانو، يتيمانو، مسكينانو او مسافرو لپاره دي، تر څو چي هغه يوازي ستاسي د بډايانو تر منځ لاس په لاس نه شي.
نو زکات د شمتنو په مال کې واجب حق دی. هرکله چې له دې لارې د بې وزلو او اړمنو اړتیاوې پوره شي او د هغوی د ژوند اړتیاوې تأمین شي او لوږه او اندېښنه یې له منځه ولاړه شي، نو ښه خبره ده. خو که زکات د ټولنې د اړمنو د اړتیاوو پوره کولو لپاره کافي نه وي، نو په شتمنو باندې یو بل حق لازمي کېږي چې محدود یا مقید نه دی، تر څو د ټولنې د افرادو اړتیاوې پوره شي. له همدې امله باید د شتمنو له شتمنیو دومره اخیستل وشي، چې د ټولنې د بې وزلو د ژوند کافي تأمین وشي.
دوام لري…
مخکنئ برخه / راتلونکې برخه
[1]. طرق الكشف عن مقاصد الشارع : ۲۷.
[2]. مقاصد الشريعة الإسلامية ج: 2/۱۲۲.
[3]. الشاطبی، الموافقات ج: 2/۳۸۳.
[4]. سورة العنکبوت، آیه ۴۵.
[5]. يا مَعْشَرَ الشَّبَابِ مَنِ اسْتَطَاعَ مِنْكُمُ البَاءَةَ فَلْيَتَزَوَّج، وَمَنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَعَلَيْهِ بِالصَّوْمِ فَإِنَّهُ لَهُ وِجَاءُ. صحيح البخاری ۲/۳.
[6]. خطبههای جمعه: ۵۸-۶۵.
[7]. سورة التوبه، آیه ۱۰۳.
[8]. سورة الحشر، آیه ۷.