لیکوال: ابورائف
د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (څلورپنځوسمه برخه)
د تزئیناتو هنر (زخرفه)
مسلمان هنرمند پر یوې نوې نړۍ ګام کېښود؛ داسې نړۍ چې د انسانانو له انځورګرۍ او د طبیعت له مستقیم تقلید څخه لرې وه. همدلته د مسلمان هنرمند نبوغ وځلید، خلاقیت یې راڅرګند شو، تخیل یې په حرکت راغی، لطیف او اصیل ذوق یې را څرګند شو. د دغو نوو ډګرونو له جملې یوه یې هم د «تزئیناتو او نقشو» نړۍ وه.
که د ښکلا پنځول د اسلامي هنر اساسي هدف واوسي، نو «زخرفه (تزئینات)» د همدې ښکلا د تحقق له مهمو وسیلو څخه شمېرل کېږي؛ ځکه چې تزئین هغه خالص کار دی چې د ښکلا له پنځولو پرته بل هدف نه لري. په تزئیناتو کې د هنري اثر منځپانګه سره یو ځای کېږي او په ظاهر او باطن کې د ښکلا یوه بشپړه ننداره رامنځته کوي؛ داسې ننداره چې په نورو هنري اثارو کې ډېره کمه تر سترګو کېږي[۱]
په اسلامي تزئیناتو کې داسې خاصې ځانګړتیاوې راپیدا شوې چې اسلامي تمدن ته یې ځانګړې ښکلا وروبښله او د اسلامي تمدن په وده او غوړیدا کې یې ستر رول ولوباوه. مسلمان هنرمند د طراحي کولو، د طرحې د اجرا کولو، د سوژې په پیدا کولو او نوو بڼو په رامنځته کولو کې له ښکلو تزئیني خطوطو څخه ګټه پورته کړه او داسې مجموعې یې رامنځته کړې چې د خیال بېپایانه، متکرره، متنوع، يو له بله سره نښلول شوې او نوښتګره بڼه یې درلوده. هغوی د ستورو په بڼه څواړخیزې، د پاڼو په بڼه د انځورونو (توریق) او داسې نقشې اختراع کړې چې د «توشح عربي» په نوم یې شهرت وموند. یادې نقشې لوېديځ کې د «آرابسک (Arabesque)» په نوم شهرت لري. یاد سبک د فاطمیانو په دوره کې په ځانګړي ډول د څلورمې هجري (لسمې میلادي) پېړۍ په اوږدو کې د الازهر په جومات کې راڅرګند شو او تر نن ورځې په ګڼو هېوادونو کې علاقهمندان لري.[۲]
د اسلامي معمارۍ د تزئیناتو برخې استادانو په لرګي، ډبره او مرمرو د ژورو حکاکیو په هنر کې ډېر مهارت درلود او د رنګونو په کارولو او د نقشو په عملي کولو کې تر لوړ مهارت او استادۍ رسېدلي وو.
د یاد هنر د مهمو تشکلیوونکو عناصرو له جملې کولی شو له «نباتي او هندسي نقشو» څخه یادونه وکړو. یادې نقشې په داسې بڼه رامنځته شوې دي چې ځینې وخت ګډې او ځینې وخت په جدا جدا بڼو راښکاره کیږي. په همدې اساسي تزئینات په اسلامي هنر کې په دوهګو اصلي بڼو وېشل کیږي: «نباتي تزئینات» او «هندسي تزئینات.»
نباتي تزئینات
نباتي تزئینات يا د «توریق هنر» د نقشو هغه بڼه ده چې د بېلابېلو پاڼو او رنګارنګ ګلونو په اساس رامنځته کیږي. یادې نقشې به په بېلابېلو بڼو انځوریدې، ځینې وخت به بېله او جدا رسم کیده، ځینې وخت به په دوه اړخیزه بڼه رامنځته کیده او کله به هم یوه پر بله کې سره نښلول کیده. په ډېریو مواردو کې به یو تزئیني واحد له څو نباتي عناصرو څخه جوړېده چې په منظم، متقارن او يو له بل سره په تړلي بڼه به تکرارېده.
مسلمان هنرمند د خپل تخیل په مرسته وکولای شول چې د طبیعت له ساده تقلید څخه ځان لرې کړي. او خپلې توریقي نقشې په داسې مهندسي شوي اثر بدلې کړي چې د طبیعت په مړه وجود کې د ژوند سا پو کړي او د انتزاع (تجرید) اصل پرې حاکم کړي. دا ډول نقشې به د دیوالونو، ګنبونو، لوښو (مسي، ښیښهیي او خټینو) او آن د کتابونو د پاڼو او جلدونو د تزئین په برخه کې کاریدې.[۳]
هندسي تزئینات
هندسي تزئینات د اسلامي تزئیناتو دوهمه بڼه ده. مسلمانانو له هندسي خطوطو د استفادې او په ښکلو هنري بڼو د هندسي خطوطو په بدلولو کې ډېر مهارت درلود. د دغو بڼو له جملې څخه کولای شو څوګونې (چندضلعي) شکلونه، هندسي ستوري او يو له بل سره نښلول شوي دايرې یادې کړو. دا ډول تزئینات به د ودانیو په جوړولو، د لرګیو او فلزي شیانو، ورودي دروازو او چتونو د ښایسته کولو په برخه کې کارول کیدل چې دې چارې د عملي هندسې په برخه کې د مسلمانانو د پرمختللې پوهې څرګندونه کوله.
مسلمانانو وکولای شول چې له دايرې څخه بېلابېل شکلونه راوباسي، لکه شپږضلعي، اتهضلعي، لسضلعي، او همدارنګه مثلث، مربع او پنځهضلعي شکلونه. د دغو شکلونو له تداخل او د ځينو برخو د ډکو يا تشو د پرېښودلو له لارې ګڼ داسې نوې تزئینات رامنځته کېدل چې سترګې به یې برېښولې او لیدونکي به یې مرحله په مرحله له جز نه د کل، او له کوچنۍ نه د لویې برخې پر لور هدایت کول.
د مسلمان هنرمند اصلي فکر او بوختیا دا وه چې د بېلابېلو کونجونو د ټکر يا د هندسي شکلونو د یو ځای کولو له لارې يو نوښتګر او ابتکاري ترکیب ومومي او په مرسته یې ژوره او محکمه ښکلا نندارې ته وړاندې کړي. د دغو هندسي بڼو له جملې د مماس او مجاورو دايرو، بېلابېلو بڼو، بافتونو او يو له بل سره د نښلول شويو خطوطو يادونه کېدای شي.
د اسلامي هنر د تر ټولو څرګندو هندسي تزئیناتو له ډلې یو یې هم څوضلعي ستوریزې نقشې دي چې «ستورو ته د ورته آبشکونو» په نوم یادیږي. دا ډول تزئینات لرګیو او فلزي شیانو او د قرآن کریم په څېر د مذهّبو پاڼو د ښایښته کولو، او همدارنګه د چتونو په برخه کې په پراخه کچه کارول کیږي.
فرانسوي منتقد «آنري فوسییو» (H. Faucillon) په ډېر دقت سره په ډاګه کوي: «فکر نه کوم چې کوم بل څوګ دې د اسلامي هنر د هندسي نقشو په څېر کوم د ژوند له ظاهري بڼې څخه پرده پورته کړي او د باطن ژورې یې راښکاره کړي. یادې نقشې پر دقیقو محاسبو د ولاړو تفکراتو پایله ده چې ځینې وخت د فلسفي افکارو او روحاني مفاهیمو د یوې نندارې په توګه را څرګندیږي.»
نوموړی زیاتوي:
«باید په یاد ولرو چې د همدې تجريدي جوړښت په زړه کې يو ژوند بهېږي؛ داسې ژوند چې په خطوطو کې جریان لري او په خپل منځ کې داسې ترکیبونه رامنځته کوي چې کله بېل او کله له یوه او بل سره نښلول شوي ښکاري. داسې انګېرل کېږي لکه د یوه سرګردانه روح پایله چې وي، سره جلا کوي یې او بېرته یې سره نښلوي. د دغو نقشو هر ترکیب د څو بېلابېلو تعبیرونو وړتیا لري چې د نندارهکوونکي د لید او تفکر له مخې بېله او ځانګړې معنا پیدا کوي. یادې ټولې نقشې په یوه وخت کې یو څه پټوي او یو څه راښکاره کوي؛ داسې رازونه چې د نه ختمېدونکو وړتیاوو او ظرفیتونو ښکارندویي کوي.»[۴]
د اسلامي تزئیني هنر د خورا مهمو کارول شويو فنونو له جملې څخه کولای شو لاندې مواردو ته اشاره وکړو:
د اسلامي تزئیني هنر په ډګر کې عملي تخنیکونه:
-
ترصیع؛
-
تکفیت؛
-
تلبیس؛
-
تعشیق؛
-
تطعیم؛
-
تجصیص؛
-
قرنصه؛
-
تزییق؛
-
تصفیح؛
-
توشیع.
هغه اصلي مواد چې په دې هنر کې به ګټه ترې اخیستل کیده:
-
مرمر؛
-
ګچ؛
-
لرګي؛
-
فلزات؛
-
خښتې؛
-
موزاییک؛
-
قاشاني کاشي؛
-
سفال.
«روژه ګارودي» د اسلامي تزئیني هنر په اړه وايي: «عربي تزئیني هنر د تزئین مفکورې د څرګندلو یوه سمبولیکه هڅه ده؛ داسې هڅه چې په یو وخت کې د انتزاع (تجرید) او توازن ترمنځ اړیکه ټینګوي. د طبیعت سندریزه او د هندسې عقلاني معنا ددې هنر دوه اساسي او جوړونکي عناصر دي.»[۵]
مخکنئ برخه راتلونکې برخه
دوام لري…
سرچینې:
[۱] الشامی، صالح احمد، الفن الإسلامی، التزام و ابتداع، مخ: 169، دار القلم، دمشق، بیروت، لبنان.
[۲] التراث العلمی الإسلامی، ص: 144.
[۳] الفن الإسلامی، التزام و ابتداع، ص: 171.
[۴] ماذا قدم المسلمون للعالم؟ ص: 606 او الفن الإسلامی، التزام و ابتداع، ص: 173.
[۵] ماذا قدم المسلمون للعالم؟ ص: 608.