ليکوال: ابو رائف
د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (درېپنځوسمه برخه)
د معمارۍ هنر او صنعت
اسلامي معماري ځانګړی شخصیت او خاص سبک لري، که د عمومي ډیزاین له پلوه وي، که د معمارۍ د ځانګړو عناصرو له مخې او که د کارول شوو سینګارتوکو له اړخه، په لومړي نظر سره پېژندل کېږي.
مسلمان معماران د معمارۍ په هنر کې ډېر وځلېدل؛ هغوی به نقشې، د تطبیق دقیق تفصیلات او درېبعدي ماډلونه چې د معمارۍ په برخه کې ډېر اړین وو جوړول. تر څنګ یې د پروژې لومړني اټکلونه هم ترسره کول.
دې کې شک نشته چې همدا ټولې چارې د انجنیرۍ، ریاضي او میخانیک په څېر علومو ته اړتیا لري چې مسلمانان پکې تر نورو مخکې وو.
په دې برخه کې د اسلامي معمارۍ یو شمېر مهمو هنري نوښتونو او لاستهراوړنو ته اشاره کېږي، ترڅو د دغه هنر اهمیت او د مسلمانانو ونډه پکې لا څرګنده شي.
۱. د ګنبدجوړونې فن
مسلمانانو د لویو ګنبدونو په جوړولو کې ځانګړی مهارت درلود، دوی وتوانېدل چې هغه پېچلي محاسبې په سمه توګه ترسره کړي چې د پوستهيي جوړښتونو (Shells) پر تحلیل ولاړې وې. په بیتالمقدس کې د صخرې ګنبد او د استانبول، قاهرې او اندلس جوماتونو ګنبدونه د دغې هنر ځینې بېلګې دي.
دغو ګنبدونو نه يوازې دا چې د انجنیرۍ له پلوه دقیق جوړښت درلود، بلکې جوماتونو ته یې ځانګړې ښکلا هم وربښلې وه. د بېلګې په توګه په استانبول کې د “سلطان احمد ” جومات د دې هنر د عظمت او د اسلامي تمدن د برترۍ ښکاره بېلګه ده.
ګنبدونه د اسلامي تمدن د پرمختګ له بارزو نښو څخه دي چې د وخت په تېرېدو سره یې وده او پرمختګ وکړ او بیلابیل هندسي ډیزاینونه یې خپل کړل؛ لکه د “قیروان ” جامع جومات، په تونس کې د “زیتونه ” جومات او د “قرطبه جامع جومات”. د اسلامي معمارۍ نښې په یوولسمه او دولسمه میلادي پېړۍ کې په اروپایي معمارۍ کې هم را څرګندې شوې.[۱]
۲. د ستنو(عمودونو) فن
ستنې او عمودونو د اسلامي معمارۍ له مهمو عناصرو څخه شمېرل کېږي او ډېر پام ورته شوی دی. د ستنو او عمودونو سرونه به په ښایسته بڼه ډیزاین کیدل، تیره قوسونو به یې درلودل او د لرګیو په وسیله به سره وصل کیدل تر دې چې د “د ودانیزو قوسونو علم” تر عنوان لاندې یوه ځانګړې علمي څانګه رامنځته شوه.
د نعلاسبي قوسونه (حدوة الفرس) د اسلامي معمارۍ له بارزو ځانګړنو څخه ګڼل کېږي. که څه هم تر اسلام وړاندې هم قوسونه موجود وو خو مسلمانانو یې په بڼه کې بدلون راوست او نیمګړتیاوې یې له منځه یوړې.
۳. د مقرنسکارۍ فن
مقرنسکاري هم د اسلامي معمارۍ له بارزو ځانګړنو څخه شمېرل کېږي. مقرنس هغه جوړښتونه دي چې له چت څخه راځوړند وي او په دوه ډوله وېشل کېږي: داخلي او خارجي مقرنسونه. داخلي مقرنسونه به په محرابونو او چتونو کې کارېدل، او خارجي مقرنسونه به د منارو په صحنو، د ماڼیو په دروازو او ایوانونو کې کارول کېدل.
۴. د مشربیو(لرګینو پنجرو) فن
د اسلامي معمارۍ د ښکلو مظاهرو له جملې یوه یې هم د مشربیو (لرګينو پنجرو) جوړول وو، چې په کورونو کې به کارېدې. دغه مشربیې به یا ساده وې یا به ښایسته ډیزاین شوې وې. که شکل به بې ګرد (دایروي) و نو «قمریه» به یې ورته ویل، او که ګرد نه و نو «شمسیه» یا کله ناکله به یې «شیئًا» باله.
مشربیې به له تراشل شوي لرګي جوړېدې او د کړکۍ د پردې په توګه به کارېدې. د دې مشربیو ګټې دا وې چې د رڼا شدت یې کموه، د باد او هوا مناسب جریان یې رامنځته کاوه، او له مېرمنو سره یې مرسته کوله چې پرته له دې چې له د باندې څخه ولیدل شي کولای شي بهر ووینۍ. دا ځانګړنه ورو ورو د اسلامي کورونو په یوه سمبول بدله شوه.[۲]
۵. په معمارۍ کې د آکوستیک (غږ پېژندنې) فن
مسلمانانو د آکوستیک له علم څخه چې بنسټايښودونکي یې هم خپله دوی وو په معمارۍ کې د صوتي فن د ودې او پرمختګ لپاره ګټه واخیسته. هغوی وموندله چې غږ هم د رڼا په څېر مقعرو سطحو کې انعکاس مومي او په ځانګړي نقطه کې سره راټولېږي. مسلمانو معمارانو له دې ځانګړتیا څخه په پراخو فضاوو، په ځانګړي ډول په جامع جوماتونو کې ګټه پورته کړه، تر څو د جمعې او اخترونو د لمانځه پر مهال د امام او خطیب غږ په واضح ډول د جومات ټولو برخو ته ورسېږي.
د دې ځیرک ډیزاین بېلګې د «اصفهان جامع جومات»، د «حلب عادلیه جومات» او د بغداد یو شمېر زړو جوماتونو کې لیدل کېدای شي؛ د یادو جوماتونو چتونه او دېوالونه په ډېر دقت سره په مقعر ډول جوړ شوي دي تر څو غږ د جومات په ټولو برخو کې یو ډول خپور شي.
د غږ پېژندنې (آکوستیک) فن چې د اسلامي تمدن د عالمانو د مخکښوالي څرګندونه کوي تر نن ورځې د انجنيرۍ او معمارۍ په برخه کې استتفاده ترې کیږي او د اسلامي معمارۍ د عظمت یو ښکاره دلیل ګڼل کېږي.
په داسې حال کې چې د لویدیځ مشهور عالم «والاس سابین»[۳] د ۱۹۰۰ میلادي کال په شااوخوا کې تازه خپلې څېړنې پیل کړې وې، د تالارونو او صوتي خونو آکوستیکي چلند یې تر مطالعې لاندې ونیوه ترڅو پوه شي چې ولې د پوهنتونونو د وینا تالارونو کې د غږ کیفیت کمزوری وي
د آکوستیک فن په وده کې د مسلمانانو د رول د ارزښت په اړه همدا کافي ده چې پوه شو چې نن سبا د معاصر تمدن په انجنیرۍ کې د آکوستیک معمارۍ یو بنسټیز اصل ګڼل کېږي او مسلمانانو هماغه عملا له دې فن څخه ګټه پورته کوله.
په معاصرو معماریو کې د تیاترونو او سترو تالارونو شاتني دېوالونه په مقعر ډول ډیزاینېږي، تر څو غږ انعکاس ومومي، ښه خپور شي، او وضاحت یې زیات شي.[۴]
۷. د قوسونو (عقود) فن
د اسلامي معمارۍ تاریخي سرچینې ښيي چې په لومړي ځل د «منفوخ قوس» په نوم د معمارۍ عنصر د دمشق په جامع جومات (مسجد اموي) کې د ۸۷ هجري / ۷۰۶ میلادي کال په شاوخوا کې وکارول شو. له دې وروسته قوسونه ډېر ژر په اسلامي معمارۍ کې عام شول او په ځانګړي ډول په مغرب او اندلس کې د اسلامي معمارۍ یو له بارزو عناصرو څخه وګڼل شو. وروسته اروپايي معمارانو هم نقل کړل او د خپلو کلیساوو او صومعو په جوړولو کې یې وکارول.
همداراز مسلمانانو د «درېګوني قوسونو» فن هم رامنځته کړه، چې پر یو بشپړ هندسي او محاسبوي اصل ولاړو. څېړونکو دا حقیقت د هغه نقشې له مخې تایید کړی چې د اندلس په زاړه ښار «الزهراء» کې د یوې نړېدلې ودانۍ پر دېوال پاتې ده.
۸. د مفصصو قوسونو فن
څېړونکي د اندلس د ویجاړ شوي ښار «الزهراء» د پاتې دېوالونو له نقشو پوه شوي چې مسلمانانو د «درېګوني قوسونو» ډیزاین کارولی و، هغه قوسونه چې وروسته په اسپانیا، فرانسه او ایټالیا کې په کلیساوو کې عام شول.
همداراز « مفصص قوسونه» یا «مقصوصه قوسونه» هغه قوسونه دي چې داخلي څنډې یې د نیمهدایروي یا فصصي په څېر زنځیري بڼه لري او داسې انګېرل کېږي لکه دې بڼې چې د صدف له څنډې الهام اخیستی وي. دا ډول قوسونه د (اتمې میلادي پیړۍ) په پیل کې د اسلامي معمارۍ په ډګر کې راڅرګند شول. د دې قوسونو بشپړه او ښکلې بېلګه د قیروان جامع جومات په ګنبد کې لیدل کېږي چې په کال ۲۲۱ هجري / ۸۳۶ میلادي کې جوړ شوی و. د وخت په تېرېدو سره دا قوسونه لا پېچلي شول او د ګل په څېر د ښکلو نقوشو بڼه یې خپله کړه، په ځانګړي ډول په منارو او محرابونو کې دا بڼه ډېره عامه شوه.
۹. د بندونو او قناتونو فن
د اسلامي معمارۍ ښکلاپېژاندنه يوازي تر ودانیو نه وه محدوده و، بلکې د قناتونو، پلونو او کانالونو تر جوړولو هم وغځېده. دا چارې د ځانګړي ډیزاین او بېساري انجنیرۍ له مخې کانالونو ته ښکلا ور بښله او د اسلامي تمدن د پرمختګ او ښېرازۍ ښکاره نښې وې.
۱۰. د دېوالونو فن
اسلامي معمارۍ د میخانیک پر علمي او عملي کارونې ټینګار درلود، چې په لوړپوړو جوماتونو، دنګو منارو، لویو قناتونو او بندونو لکه د «نهروان بند، الرستن بند او فرات بند» کې لیدل کیږي.
همداراز د قاهرې د «مجریالعیون» دیوال چې د سلطان صلاحالدین ایوبي په وخت کې جوړ شوی له پرمختللي فناورۍ څخه استفاده پکې شوې وه. یاد دیوال داسې جوړ شوی و چې د نیل له سیند څخه به یې د «المقطم» غره لوړې څوکې ته اوبه لېږدولې. دغې سیستم د اوبو پر هغه څرخ تکیه درلوده چې د حیواناتو په زور به چلېدل او اوبه به یې تر ۱۰ متره لوړې سطحې پورې رسولې، او له هغه ځایه به بیا د کانالونو له لارې لوړې څوکې ته رسیدې.[۵]
۱۱. د قلعهجوړونې فن
عربي قلعهګانې د هغو مهمو لاستهراوړنو له ډلې څخه وې چې لویدیځ له مسلمانانو څخه اقتباس کړې. لکه څنګه چې «زیګرید هونکه» هم یادونه ترې کړې، تر دې وړاندې لویدیځ یوازې له ګردو (دایروي) ډیزاین لرونکو قلعهګانو سره بلد و، خو کله چې مسلمانان اندلس او بیا «سیسیلي» ته داخل شول، او وروسته د صلیبي جګړو په ترڅ کې له غربیانو سره مخ شول، د قلعهجوړونې لویدیځې نمونې بدلې شوې او اسلامي بڼه یې خپله کړه.
اسلامي قلعه ګانې د مربع ډیزاین پر بنسټ ولاړې وې چې په څنډو کې یې د څارنې او دفاع برجونه درلودل او کله ناکله به همدا برجونه د قلعه په اوږو (اضلاع) کې هم ځای پر ځای کېدل.[۶]
دا یو تاریخي قانون دی چې د معمارۍ عظمت د هماغه تمدن د عظمت ښکارندوی دی چې رامنځته کړې یې وي. لکه څنګه چې امام ابن خلدون رحمه الله فرمایي: «دولت او حکومت د تمدن لپاره هغسې دی لکه څه ډول چې د مادې لپاره صورت یا څېره ده او همدا څېره د مادې د شتون ساتونکی دی او دواړو بېلتون ناشونی دی. له تمدن پرته دولت نشي تصور کېدای او له دولت پرته د تمدن تصور ناشونی دی؛ په همدې اساس د یوه ړنګېدل د بل د ړنګېدو په معنا ده.»[۷]
د یوه تمدن او کلتور په وده او پرمختګ کې د معمارۍ همدا ارزښت او اهمیت د دې لامل شو چې مسلمانان د معمارۍ فن ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د اسلامي نړۍ اوسني جوماتونه او منارې، د اسلامي هېوادونو تفریحي او سیاحتي مرکزونه، او همداراز هغه جوماتونه او دیني مرکزونه چې نن سبا په غیر اسلامي هېوادونو لکه اندلس او یو شمېر اروپایي هېوادونو کې شتون لري، ټول د دې ښکارندوی دي چې معماري د مسلمانانو په فرهنګ او تمدن کې لوړ ارزښت لري.
دوام لري…
مخکنئ برخه / راتلونکې برخه
سرچینې:
[۱] باشا، احمدفواد، التراث العلمی الإسلامی، شیئ من الماضی أم زاد للحاضر؟ ص: 39-40، چاپ اول، 1423ه.ق.، دارالفکر العربی، قاهره مصر.
[۲] هماغه اثر، مخ: ۴۱.
[۳] ـ والاس کلمنت سابین (۱۸۶۸–۱۹۱۹م) یو امریکایي فزیکپوه او عالم و چې د معمارۍ د غږ پېژندنې (آکوستیک) علم اختراع کړی و.
[۴] تاریخ الحضارة الإسلامیة فی العصور الوسطی، ص: 278- 286.
[۵] ماذا قدم المسلون للعالم؟ ص: 603.
[۶] زیگرید هونکه، شمس العرب تسطع علی الغرب، ص ۴۴۰، دارالجیل، بیروت، لبنان.
[۷] ـ ماذا قدم المسلمون للعالم؟ ص: ۶۰۳.