ليکوال: غياث الدين غوري
د «دُرُوزي» فرقې عقایدو او باورونو ته لنډه کتنه (دريمه برخه)
دروزيان څوک دي؟
دروزيانو د اسلامي ټولنو او مسلمانو دولتونو په منځ کې ژوند کاوه؛ خو په عین حال کې یې د نصارا (مسيحيانو) په وړاندې هم تظاهر کاوه، ځانونه یې دوی ته نېږدې احساسول، ځکه د دوی په اند «مسيح» هماغه حمزه بن علي دی.
دوی اوس هم په صهيونيستي (د اسراييل) په خاوره ځانونه يهوديانو ته نږدې او د هغوی دوستان ښيي. موږ ليدلي چې د دوی ځينې معاصر او لوی مفکران هندوستان ته سفرونه کوي او داسې څرګندوي چې د دوی عقيده د هند له حکمت څخه سرچينه اخلي.
خو حقيقت دا دی چې دوی په باطن کې د ټولو اديانو له پيروانو په ځانګړي ډول له مسلمانانو کرکه لري. دوی باور لري چې شيطانان د نورو اديانو پيروان دي او “عُقّال” هماغه فرښتې دي.
یادې فرقې د تاريخ په اوږدو کې د بېلابېلو څېرو، پټو او ښکاره باورونو له مخې هڅه کړې چې ځان د يوه خپلواک او کله ناکله د اسلام دین پیروان وښيي، حال دا چې د دوی د عقيدې بنسټ د افراطي باطنپالنې، تناسخ او د حاکم بأمرالله پر الوهيت ولاړ دی.
دروزيانو چې ځانونه «موحِّدون» ( د يو خدای پالونکي) ګڼي او «بني معروف» هم بلل کېږي، ډېری باورونه له اسماعيلیه فرقې څخه اخيستي دي. ويل کېږي چې د «دروز» نوم د «نشتکين دروزي» له نوم څخه اخيستل شوی دی؛ هماغه کس چې د مصر له فاطمي خلفاو څخه بيل شو او شام ته ولاړ، تر څو هلته خپل دعوت ته وده ورکړي.
د دوی عقاید د بېلابېلو اديانو او افکارو ګډوله یا مخلوط دی، د دوی باور دا دی چې عقاید باید پټ واوسي. دوی خپل عقاید نه د خلکو پر وړاندې ښکاره کوي او نه يې خپلو اولادونو ته تر هغې ور زده کوي ترڅو چې د څلوېښت کلنۍ عمر ته نه وي رسیدلي.[۱]
دروزيان عقيده لري چې خدای تعالی د نړۍ يوازينی او ابدي واکمن دی. له هر ډول تشبيې او د بندګانو له توصيف څخه لوړ دی؛ ځکه د دوی په باور د انسان عقل د خدای تعالی د صفاتو لویوالی نه شي درک کولی.
د ځينو سرچينو له مخې یاده طايفه د لسمې ميلادي پېړۍ پر مهال د فاطمي خلفاو په دوره کې له اسماعيلیه فرقې څخه بېله شوه؛ خو ځينې څېړونکي بيا دروزيان د يو خپلواک او ځانګړي باور څښتنان ګڼي.
دروزيان د منځني ختيځ له پخوانيو ټولنو څخه شمېرل کېږي. هېڅوک نه شي کولی چې دې دين ته داخل شي، او هغه څوک چې خپله عقيده پرېږدي، نو بیا هېڅکله نشي کولای چې بېرته ورته راوګرځي. همدارنګه له غير دروزي کس سره واده کول پکې ممنوع دي.
دروزيان مقدس متون لري؛ خو لاسرسی ورته محدود دی او يوازې کم شمېر دروزيانو ته اجازه ورکول کیږي چې په مذهبي مراسمو کې ګډون وکړي.
دوی له نورو سره د خپلو عقایدو او مذهبي کړنو جزييات نه شريکوي، له همدې امله زياتره خلک دوی يوه پټه او مرموزه ټولنه ګڼي. له کلتوري، ژبني او قومي اړخه عرب بلل کېږي؛ خو ډېری دروزيان ځانونه لومړی دروزيان او وروسته عرب ګڼي.
دروزيان د ديني عالمانو طبقه لري چې «عُقّال» یې بولي او خپل مشر د «شيخ عقل» په نوم یادوي. دوی ترجيح ورکوي چې له خپل قوم او طايفې سره واده وکړي. د دوی واده د دواړو اړخونو د رضايت او توافق پر اساس ترسره کیږي، د دواړو اړخونو حقونه پکې خوندي کېږي او د ښځې او مېړه ترمنځ برابرۍ ته پکې پام کېږي. په دې طايفه کې په یو وخت له څو ښځو سره واده کول ممنوع دي او د واده په ترسره کولو کې شفافیت او ریښتینوالی ته ډېر ارزښت ورکول کیږي؛ دواړه لوري اړ دي چې د خپل جسمي، عقلي او روحي صحت حالت څرګند کړي. د طلاق حق يوازې د نارينه په واک کې نه دی، بلکې ښځې هم کولای شي چې له خپلو مېړنو څخه جلا شي.
دروزي مذهب د شام له مهمو ديني ډلو څخه شمېرل کېږي او له ۸۰۰،۰۰۰ نیولې تر يو ميليون پيروان لري. دوی عموماً په لبنان، سوريه او اسرائيلو کې مېشت دي او په اردن کې هم کوچنۍ ټولنې لري. دروزيان د لبنان ۵٫۵ سلنه، د سوريې ۳ سلنه او د اسرائيلو ۱٫۶ سلنه نفوس جوړوي. د دروزيانو تر ټولو پخوانۍ او لويه ټولنه د لبنان په غرونو او د سوريې په جنوب کې د «جبلالدروز»په شاوخوا کې مېشته ده. دروزي ټولنې د شامات د تاريخ په جوړلو کې مهم رول لوبولی او لا هم د پام وړ سياسي نقش لري.
د دوی يوه لرغونې نظريه دا ده چې دروزيان له دولسو عربي قبيلو څخه سرچينه اخلي، کومې چې د اسلام له راتګ وړاندې او د اسلام په بهير کې شام ته کډه شوې وې. دا ليدلوری د سوريې او لبنان د ټولو دروزي ټولنو او د اسرائيلو د ډېریو دروزيانو له لوري منل شوی دی.
دوام لري…
مخکنئ برخه / راتلونکې برخه
سرچینې:
[۱] الموسوعة الميسّرة فی الأدیان و المذاهب و الأحزاب المعاصرة: ص ۳۹۷.