
ليکوال: مفتي عبيدالله نورزهي
په معاصره نړۍ کې د ليبرالېزم بحرانونه (شپاړسمه برخه)
په قرآن کریم کې آزادي
د بشري حقونو په ځانګړې ډول د ازادۍ په اړه د اسلام لیدلوری چې له ځان، خدای جل جلاله، ټولنې او نورو انسانانو سره د انسان پر اړیکې را څرخي په ډاګه کوي چې اسلامي حقوق او د آزادۍ حق، هم د ژورتیا له پلوه او هم د پراختیا او شمولیت له پلوه پر مادي او لیبرالیستي لیدلوري برلاسی دی. د دې واقعیت د درک لپاره اړتیا ده چې د اسلام حقوقي نظام ته ژوره کتنه وشي.
په اسلامي ښوونو کې یوازې له الله متعال سره د انسان د اړیکې خبره نه ده شوې؛ بلکې د خپل ځان، نورو او آن د طبعیت په وړاندې د انسان د مسئولیت خبره هم په عمومي او ځینې وخت په جزئي توګه مطرح شوې ده. داسې ښکاري چې د دین بیان د الزام او تکلیف بیان دی؛ خو که چېرې د انسانانو تر منځ د اړیکو په ډګر کې د انسان مکلفیت ته پام وشي، نو د دواړو خواوو پر اوږو حقوقي مسئولیتونه او الزامات اېښودل شوې دي، نو په دې اساس اسلامي ښوونې او معارف د حقونو او دندو ګډ ترکیب ګڼل کېدای شي.
حتی له الله متعال سره د انسان د اړیکې په برخه کې چې د خالق او مخلوق او د مالک او مملوک نسبت یې په منځ کې واقع دی، ایجابوي چې دین دې یوازې د الله تعالی د تکلیفونو او د هغه د حقونو څرګندونه وکړي، له دې سره سره، الله تعالی خپله په وحیاني او قرآني ښوونو کې د انسانانو او آن د خپل ځان لپاره ځینې حقونه یاد کړي دي: «كَتَبَ عَلى نَفْسِهِ الرَّحْمَةَ»[۱] او یا دا چې: «كَتَبَ رَبُّكُمْ عَلى نَفْسِهِ الرَّحْمَةَ».[۲]
پر مخلوقاتو د خدای تعالی رحمت لازم ګرځول د دې خبرې څرګندونه کوي چې مخلوق پر خالق هم یو ډول حق لري. قرآن کریم په یو ډول په طبیعت کې د استفادې په بڼه بیا بیا د انسان د حق خبره کوي: «وَ سَخَّرَ لَكُمْ ما فِي السَّماواتِ وَ ما فِي الْأَرْضِ» ژباړه: او تاسىو ته يې په آسمانونو او ځمكه كې ټول شته له خپل لوري تابع كړي.[۳] «وَ هُوَ الَّذي سَخَّرَ الْبَحْرَ لِتَأْكُلُوا مِنْهُ لَحْماً طَرِيًّا وَ تَسْتَخْرِجُوا مِنْهُ حِلْيَةً تَلْبَسُونَها وَ تَرَى الْفُلْكَ مَواخِرَ فيهِ وَ لِتَبْتَغُوا مِنْ فَضْلِهِ» ژباړه: او هغه ذات دى چې تاسو لپاره يې سمندر په كار اچولى څو تازه غوښه ترې وخورئ، او د ښكلا هغه ګاڼه ترې وباسئ چې اغوندئ يې، او ته وينې چې بېړۍ ګانې پكې څېروونكې روانې دي څو تاسو د هغه (الله) د لورينې لټون وكړئ.[۴]
«وَكُلُوا مِمَّا رَزَقَكُمُ الله حَلالاً طَيِّباً» ژباړه: له هغو حلالو او پاکو شیانو څخه وخورئ چې الله تاسو ته روزي کړي دي.[۵] «كُلُوا وَ اشْرَبُوا مِنْ رِزْقِ الله» ژباړه: خورئ او څښئ د الله له روزۍ څخه.[۶]
له بلې خوا قرآن کریم انسان ته وریادوي چې پر ځمکه ودانۍ جوړې کړي، اباده یې کړي، له چاپېریال څخه ساتنه وکړي، له طبیعي سرچینو څخه په غوره توګه استفاده وکړي، اسراف پکې و نه کړي او تخریب یې نه کړي: «هُوَ أَنْشَأَكُمْ مِنَ الْأَرْضِ وَ اسْتَعْمَرَكُمْ فيها» ژباړه: هماغه تاسو له ځمكى راپيدا او پكې آباد يې كړئ.[۷] «كُلُوا وَ اشْرَبُوا مِنْ رِزْقِ الله وَ لا تَعْثَوْا فِي الْأَرْضِ مُفْسِدينَ» ژباړه: خورئ او څښئ د الله له روزۍ څخه او مه تېرېږئ له حده په زمکه کې حال دا چې ورانی کوونکی اوسئ تاسي..[۸] «وَ كُلُوا وَ اشْرَبُوا وَ لا تُسْرِفُوا إِنَّهُ لا يُحِبُّ الْمُسْرِفينَ» ژباړه: خورئ، څښئ خو اسراف مه كوئ، بې شكه هغه (الله) اسرافيان نه خوښوي.[۹]
قرآن کریم د انسان د حقونو او هغې اړیکې په اړه چې له خپل ځان سره یې لري داسې وایي: «يا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا لِله وَلِلرَّسُولِ إِذا دَعاكُمْ لِما يُحْيِيكُمْ» ژباړه: اې مومنانو! دالله او رسول بلنه منئ كله چې تاسو هغه څه ته بلي چې ژوندي كوي مو.[۱۰]
«قَدْ أَفْلَحَ مَنْ زَكَّاها * وَ قَدْ خابَ مَنْ دَسَّاها» ژباړه: هر څوک چې خپل نفس (روح) پاکه وساتي، نجات یې وموند؛ او هر څوک چې هغه په پلیدۍ ککړ کړي، نوموړی زیانمن شو.
له دغو آیتونو داسې څرګندیږي چې انسان د خپل ځان په وړاندې هم مسئول دی او پر خپل ځان هم یو ډول حق لري (یعنې د انساني هویت او حقیقت حق) چې باید د ژوند، خوځښت، پرمختګ، کمال او ازادۍ لارې ورته برابرې کړي او ځان له نا پاکیو او د بندیزونو له ځنځیرونو را آزاد کړي. لکه څنګه چې د الهي وحی په متونو کې راغلي دي: «وَ أَمْرُهُمْ شُورى بَيْنَهُمْ» ژباړه: (هر) كار يې په خپل منځي مشورې سره وي.[۱۲] «وَ شاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ» ژباړه: او په كارو كې مشوره ورسره كوه.[۱۳]
یاد آیتونه همدارنګه د متقابلو اړیکو په ډګر کې د انسانانو د سیاسي او ټولنیزو حقونو او ازادیو څرګندوونکي هم دي.
په قرآن کریم کې د آزادۍ تعریف
په قرآن کریم له آزادۍ موخه «له الله تعالی پرته د بل هر څه له بندګۍ او عبادت څخه خلاصون» دی، هغه څه چې د اسلام له بنسټیز شعار «لا اله الا الله» څخه سرچینه اخلي، د دې ژورې مفهومي او معنايي شتمنۍ له مخې د آزادۍ په اړه د اسلام لیدلوری په ښه ډول څرګندولی شو، کوم چې د اسلام د حقوقي نظام له ژورتیا، پراخوالي، همغږۍ او انسجام سره په بشپړ ډول سازګار دی. په دې تعریف کې دوه ډوله آزادۍ ته اشاره شوې ده: منفي آزادي او مثبته آزادي. په لومړي قدم کې انسان باید ځان د هر هغه قید او بند له اسارت، غلامۍ او بندګۍ څخه خلاص کړي چې روح او بدن یې په زولنو کې ساتي. په دوهم قدم کې د عقل، فکر او پوهې له لارې سمه عقیده، باور او مذهب غوره کړي او د فردي، ټولنیز او سیاسي ژوند په برخه کې سمې لارې ته ځان برابر کړي او د خپل سیاسي او ټولنیز ژوند برخلیک په خپل لاس کې واخلي.
د قرآن کریم له روایت سره سم، آزادي په دې مفهوم د ټولو پیغمبرانو او د الهي پیغام رسوونکو د رسالت سرلوحه وه: «وَ لَقَدْ بَعَثْنا في كُلِّ أُمَّةٍ رَسُولاً أَنِ اعْبُدُوا الله وَ اجْتَنِبُوا الطَّاغُوتَ» ژباړه: او موږ هر ولس ته يو رسول ولېږه چې الله ولمانځئ او له باطلو معبودانو ځان وساتئ.[۱۴]
د «طاغوت» کلمه چې په قرآن کریم کې اته وارې ذکر شوې د «اله» کلیمې مترادف ګڼل کیږي. «اله» هغه معبود ته ویل کېږي چې عبادت یې ترسره کېږي، که د الله تعالی په څېر حق وي، او که د بتانو یا نورو شیان او مظاهرو په څېر باطل. خو د «طاغوت» کلیمه یوازې دروغجنو خدایانو ته نه، بلکې هغو انسانانو ته هم اطلاق کېږي چې د انسانانو پر حقوقو تجاوز کوي او انسانان د غلامۍ او بندګۍ تر حده رسوي. امام راغب رحمه الله په مفردات کې وایي: «طاغوت له الله تعالی پرته هر هغه انسان ته چې پر نورو تیری کوي او هره معبود ته ویل کیږي چې عبادت یې ترسره کېږي.»
په همدې اساس قرآن کریم د موسی علیه السلام د وخت فرعون چې بنی اسرائیل یې غلامۍ ته مجبور کړي وو او پر انساني حقوقو یې تجاوز کړی و، طاغوت ګڼلی او چلند یې طغیان بللی دی: «اذْهَبْ إِلى فِرْعَوْنَ إِنَّهُ طَغى» ژباړه: چې: فرعون ته ورشه هغه سركښي كړې ده.
په اسلام کې له آزادۍ موخه دا ده چې انسان له الله تعالی، خپل ځان، طبیعت او نورو انسانانو سره په خپلو پراخو اړیکو کې یوازې د الله تعالی عبادت او فرمانبرداري ومني؛ ځکه الله تعالی د انسان خالق او مالک دی. خو د غیر الله په مقابل کې، انسان باید له یوې خوا د نورو حقونه مراعات کړي او له بلې د نورو انسانانو، خپلو شهواني او نفسانو غوښتنو بندګي، غلامي او اسارت قبول نه کړي. بلکې د آزادې ارادې له مخې پر خپل برخلیک واکمن واوسي او د هغه عقلانیت، انتخاب او ارادې په رڼا کې د سعادت او تکامل لار ولټوي چې له الهي وحې څخه سرچینه اخلي.
د اسلامي-قرآني لیدلوري له مخې انسان د خپل طبیعي او فطري اختیار په اساس کولی شي چې هره عقیده، مذهب او د ژوند لاره انتخاب کړي؛ خو په دې انتخاب او اختیار کې ځینې وخت تېروتنې او خطاګانې رامنځته کېږي، او سره له دې چې څرګندې نښې موجودې وي بیا هم چاپېریالي، کلتوري، اخلاقي او سیاسي عوامل انسان له آزادۍ او حقیقت څخه محروموي. له همدې امله ځینې لارې چارې نازلې شوې دي چې انسان ته ورزده کوي چې څه ډول له خپلې فطري او تکويني آزادۍ څخه سمه استفاده وکړي.
دا لارې چارې له عقل او پوهې پرته بل څه نه دي. انسان په هغو ساحو کې چې عقل او پوهې ته پکې اړتیا ده، له عقل او پوهې څخه په ګټه اخیستو د ځان لارښود جوړیږي. دا چاره نه یوازې د آزادۍ محدودیت نه رامنځته کوي، بلکه د آزادۍ د پراختیا او دقیق درک لامل هم کیږي.
دا ځانګړنه یوازې اسلامي مکتب او فکر پورې نه ده محدوده؛ بلکې هره انساني ټولنه د خپلو وګړو د فردي او ټولنیزې آزادۍ د کنټرول او لارښود او همدارنګه د بې نظمي او د بیلابیلو غوښتنو د ټکر د مخنیوي لپاره قوانین رامنځته کوي. له نورو هغو قوانینو سره چې بشري منشاء لري د اسلامي فکر توپیر په په دې کې دی چې د دین بنسټ او لارې چارې له انساني محدودیتونو پاکې او له ضعف څخه خوندي دي.
دوام لري…