Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»لیبرالیزم»په معاصره نړۍ کې د لېبرالېزم بحرانونه (پنځه‌لسمه برخه)
لیبرالیزم دوشنبه _25 _اگست _2025AH 25-8-2025AD

په معاصره نړۍ کې د لېبرالېزم بحرانونه (پنځه‌لسمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
‌
ليکوال: مفتي عبیدالله نورزهي
په معاصره نړۍ کې د لېبرالېزم بحرانونه (پنځه‌لسمه برخه)
اسلام او آزادي
د اسلام وحیاني‌والی په لومړیو کې په هغو کسانو کې چې له دین سره ژوره آشنایي نه لري داسې تصور رامنځته کوي چې د اسلام او قرآن کریم په چوکاټ کې د آزادۍ حدود او تعریف، او همدارنګه د نورو بشري حقونو پلټل بې‌ګټې او بې‌ځایه هڅه ده؛ ځکه دوی فکر کوي چې یاد مفاهیم د معاصر ژوند محصول او د نن زمانې مفاهیم دي، او د دین اعظمي مسؤلیت له خالق سره د انسانانو د اړیکو تنظیمول دي؛ له دین باید ددې تمه و نه لرو چې د تاریخ په اوږدو کې د انسانانو پېچلې اړیکې تنظیم کړي.
د دین په اړه دا ډول تصور تر ډېره د مسیحي دین له موجوده واقعیت او د لویدیځ د دین‌پوهني له طرز څخه سرچینه اخیستې او وروسته یې نورو فرهنګونو، ټولنو او ملتونو ته هم لاره موندلې ده. په اسلامي هېوادونو کې هم هغه کسان چې له اسلام او اسلامي سنتو سره کافي بلدتیا نه لري، یا له همدې مفکورې اغېزمن شوي وي، داسې انګیري چې لویدیځ د تجربي علومو او ماشیني ټکنالوژۍ په برخه کې د عقلاني لاسته راوړنو سرچینه ده، نو د بشري علومو لکه د ادیانو د پېژندنې په برخه کې یې هم موندنې د نمونې وړ دي او د نورو ادیانو په تېره بیا د اسلام په پېژندنه کې د ماډل حیثیت لري.
دا ډول کسان کله چې د قرآني نصوصو او اسلامي سنتو په متونو کې له داسې څرګندونو سره مخ شي چې د دوی له همدې تصور او انګېرنې سره اړخ نه لګوي، نو د همدې مخکېني مفروض پر بنسټ د تأویل او توجیې هڅه کوي. مخکېني باورونه یې د فهم او درک په څرنګوالي دومره اغېز وکړي چې خپل ټول تصورات د همدې نصوصو په هنداره کې ویني.
خو که د لویدیځ دین‌پوهنه د معیار په توګه په نظر کې ونه نیول شي او پر ځای یې د دیني نصوصو او متونو پر بنسټ څېړنه او تحلیل ترسره شي، نو نه یوازې په اسلام، بلکې په نورو آسماني ادیانو کې هم د بشري حقونو ښوونې او مفاهیم موندل کېدای شي.
قرآن کريم د حضرت موسی علیه السلام د مأموریت او رسالت او همدارنګه د یهودیت دین د ښوونو په اړه ذکر کوي چې د خپل قیام او مبارزې په لومړني پړاو کې د وخت د طاغوت او ظالم فرمانروا (فرعون) پر وړاندې د مبارزې ټکر ته کښته شو او د آزادۍ ناره یې پورته کړه. د حضرت موسی علیه السلام پیغام د وطن د آزادۍ، د اقتصادي سرچینو د ترلاسه کولو او یا د نفساني جهاد او دروني آزادۍ لپاره نه و؛ بلکې د ده پیغام کاملاً ټولنیز او سیاسي ماهیت درلود: “أَنْ أَدُّوا إِلَيَّ عِبَادَ الله” ژباړه «(اې مستبدانو!) د خدای بندګان ما ته وسپارئ!»【۱】
فرعون د حضرت موسی علیه السلام د آزادۍ غوښتونکي دعوت په ځواب کې وویل: “أَنَا رَبُّكُمُ الْأَعْلَى” ژباړه: «زه ستاسو برتر پروردگار یم.»【۲】
د فرعون له دې وینا او دېته ورته نورو دعوو څخه موخه دا نه وه چې ځان د خلکو خالق ګڼي، بلکې د ده هدف دا و چې د خلکو د چارو تدبیر یوازې د ده په واک کې دی او انسانان یې باید له هر ډول انکار پرته پرېکړې او فرمانونه ومني او حکمونو ته یې د خپل ژوند د قوانینو په سترګو وګوري. ځکه چې فرعون او پیروان یې پخپله بت‌پرستان ول، او له موسی سره د مخالفت او دښمنۍ یو دلیل یې دا و چې موسی علیه السلام یوازې د بني‌اسرائیلو د فرعوني ظلم او استبداد له واکمنۍ څخه د خلاصون غوښتنه نه کوله، بلکې د هغو بتانو الوهيت یې هم ردوه چې فرعونیانو او د هغوی پیروانو به یې عبادت کاوه “وَقَالَ الْمَلَأُ مِنْ قَوْمِ فِرْعَوْنَ أَتَذَرُ مُوسَى وَقَوْمَهُ لِيُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ وَيَذَرَكَ وَآلِهَتَكَ ۚ قَالَ سَنُقَتِّلُ أَبْنَاءَهُمْ وَنَسْتَحْيِي نِسَاءَهُمْ وَإِنَّا فَوْقَهُمْ قَاهِرُونَ” ﴿اعراف: ۱۲۷﴾
«او د فرعون د قوم مشرانو وويل: آيا ته موسى او قوم يې (نور هم) پرېږدې چې په ځمكه كې ورانى جوړ او تا او ستا خدايان پرېږدي؟ ويلې موږ به يې زامن وژنو او ښځې به يې ژوندۍ پرېږدو او موږ خو پر دوى برلاسي يو.»【۳】
فرعون په جابرانه او مستبدانه انداز ځواب ورکړ: د دوی زامن (نران) به ووژنم او ښځې به یې ژوندۍ پرېږدم [تر څو زموږ خدمت وکړي]، موږ پر دوی برلاسي او تر دوی لوړ یوو. فرعون په خپله ماڼۍ کې د حضرت موسی علیه السلام د ساتنې او پالنې خبره یاده کړه او داسې یې وانګېرله چې ګواکې له همدې لارې یو ځل بیا حضرت موسی علیه السلام ته د احسان ژمنه ورکوي؛ خو شرط پکې دا و چې موسی به د بنی‌اسرائیلو د خلاصون او د خلکو د آزادۍ خبره نه کوي او د فرعون پر استبدادي لار او د هغه پر دروغجنو باورونو به د تایید مهر لګوي.
خو حضرت موسی علیه السلام یې په ځواب کې وویل: «ایا ته پر ما منت باروې چې بني‌اسرائیل دې په غلامۍ کې ساتلې دي؟!» څوک کولای شي چې د حضرت موسی علیه السلام دا خبرې یوازې د دروني آزادۍ او د نفس د جهاد هڅه وبولي او ټولنیز او سیاسي اړخونه یې له پامه وغورځوي؟
قرآن کریم له بلې خوا پیغمبران د آزادۍ، عدل، قسط او برابرۍ مناديان معرفي کوي: “لَقَدْ أَرْسَلْنا رُسُلَنا بِالْبَيِّناتِ وَأَنْزَلْنا مَعَهُمُ الْكِتابَ وَالْمِيزانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ وَأَنْزَلْنَا الْحَدِيدَ فِيهِ بَأْسٌ شَدِيدٌ وَمَنافِعُ لِلنَّاسِ” ﴿حدید: ۲۵﴾ ژباړه: «پرته له شکه موږ خپل رسولان له ښكاره دليلونو سره لېږلي او له هغوى سره مو كتاب او تله هم را نازل كړي تر څو خلک په انصاف ولاړ اوسي، او موږ اوسپنه پیدا كړه چې په هغې كې سخت زور او د خلكو لپاره (ډېرې) ګتې دي.»【۴】
او له بلې خوا قرآن کریم د حضرت ابراهیم علیه السلام، حضرت شعیب علیه السلام، حضرت نوح علیه السلام، حضرت موسی علیه السلام او د نورو پیغمبرانو مخالفین له ستمګرو سرکشانو څخه ګڼي. په دې توګه د الهي پیغمبرانو له آزادي غوښتونکي رسالت څخه انکار کول او ادعا کول چې په ادیانو کې د عدالت، آزادۍ او برابرۍ ښوونې نشته، او یاد ټولنیز او سیاسي مفاهیم د لویدیځ لېبرالېزم فرهنګي میراث ګڼل ښکاره ناپوهي او تېروتنه ده.
فرانسوی متفکر او لیکوال «الکسی توکوویل (۱۸۰۵-۱۸۵۹م)» وایي: «همدا د الهي قوانینو رعایت دی چې انسان ته د آزادۍ لار ورښیي.» د انبیاوو د دعوت له تاریخي بهیر څخه څرګندېږي چې د هر پیغمبر په وخت کې د ټولنې له بېلابېلو قشرونو او طبقو څخه هماغه مظلوم، غلامان او هغه کسان چې د عدالت او آزادۍ له نعمت څخه بې‌برخې ول، له نورو ټولنیزو طبقو څخه وړاندې د پیغمبرانو دعوت ته مثبت ځواب ورکاوه او د هغوی لاره او شریعت یې منلو.
که چېرې د انبیاوو دعوت یوازې تر دروني آزادۍ او د نفس پر وړاندې جهاد پورې محدود وګڼو، او د مستضعفانو، غلامانو او هغو کسانو چې سیاسي، ټولنیز او مدني حقونه یې تر پښو لاندې کیږي له پامه غورزوو، د عقل او منطق له نظره د قناعت وړ توجیه نه ده.
دوام لري…

مخکنئ برخه/ راتلونکې برخه

سرچینې:

【۱】 ـ سوره دخان، آیت: ۱۸.

【۲】 ـ سوره نازعات، آیت: ۲۴.

【۳】 ـ سوره اعراف، آیت: ۱۲۷.

【۴】 ـ سوره حدید، آیت: ۲۵.

Previous Articleد دُرُوزي فرقې عقایدو او باورونو ته لنډه کتنه (دوهمه برخه)
Next Article په معاصره نړۍ کې د ليبرالېزم بحرانونه (شپاړسمه برخه)

اړوند منځپانګې

مډرنیزم

د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (پنځلسمه برخه)

چهارشنبه _29 _اکتوبر _2025AH 29-10-2025AD
نور یی ولوله
مډرنیزم

د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد( څوارلسمه برخه)

شنبه _25 _اکتوبر _2025AH 25-10-2025AD
نور یی ولوله
ساینټولوژي

ساینټولوژي؛ رېښې او باورونه (لومړۍ برخه)

پنجشنبه _23 _اکتوبر _2025AH 23-10-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول( برخه: ۷۰)

چهارشنبه _29 _اکتوبر _2025AH 29-10-2025AD4 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول( برخه: ۷۰) د…

نور یی ولوله
مډرنیزم

د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (پنځلسمه برخه)

چهارشنبه _29 _اکتوبر _2025AH 29-10-2025AD4 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (پنځلسمه برخه)…

نور یی ولوله
مډرنیزم

د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد( څوارلسمه برخه)

شنبه _25 _اکتوبر _2025AH 25-10-2025AD8 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد( څوارلسمه برخه)…

نور یی ولوله
اسلام

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (اوله برخه)

شنبه _25 _اکتوبر _2025AH 25-10-2025AD6 Views

لیکوال: ابوعائشه د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول( برخه: ۷۰)

چهارشنبه _29 _اکتوبر _2025AH 29-10-2025AD

د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (پنځلسمه برخه)

چهارشنبه _29 _اکتوبر _2025AH 29-10-2025AD
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.