لیکوال: شکران احمدي
د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (پنځه پنځوسمه برخه)
د تکلیف لیرې کول، خصوصي او جزيي مقاصد
اسانتیا او د تکلیف لیرې کول د شریعت د کُلي مقاصدو برخه ګڼل کیږي او د ډېریو شرعي احکامو اساسي قاعده ده.
خصوصي مقاصد په ځان کې د عباداتو، معاملاتو، عقوباتو او جنایاتو برخې رانغاړي او همداشان جزيي مقاصد په خپلو ټولو احکامو کې هغه که واجبات، محرمات، مکروهات او هم مستحبات وي همدا چاره تعقیبوي.
-
اسانچاري او د تکلیف لیرې کول؛
د اسلامي شریعت یو بل عمومي مقصد له خلکو څخه د سختي او تکلیف لیرې کول دي او اسانتیا ورکول دي. خدای تعالی په خپلو اوامرو او نهیو کې هر ډول سختي او تکلیف لیرې کړي دي او دا مسأله د قرانکریم په ګڼو ایتونو کې واضحه شوې ده.
خدای تعالی فرمايي؛ «وَمَا جَعَلَ عَلَيْكُمْ فِي الدِّينِ مِنْ حَرَجٍ.»[1] ژباړه: خدای تعالی تاسو ته په دین (اسلام) کې سختي او حرج نه دی ټاکلی.
علماء د سختي یا حرج په اړه سره متفاوت نظرونه لري، ځینې وايي: د سختي لیرې کول په دې معنی دي، چې دوه، درې یا څلور ودونه یې روا کړي او ځینې بیا وايي، چې د سختي لیرې کېدل په سفر کې د لمانځه قصر او د روژې خوړل دي او همداشان په اشارې سره د هغه چا لپاره د لمونځ روا والی چې په ولاړه او ناشته یې شي ترسره کولای او همداشان له معذور کس څخه د جهاد د فریضې لیرې کېدل.
ځیني بیا وايي، چې د سختیو لیرې کېدل دا معنی لري، چې انسانان تر خپله وسه مکلف شوي او له توان لوړ ورته عفوه شوې، دوی د بني اسرائیلو په شان له سختو سره نه دي مخ، چې د بنده ګي لپاره سخت احکام ترسره کړي.
ځینې خلک په دې باور دي چې د «رفع حرج» مانا دا ده چې الله تعالی د توبې او استغفار دروازې پرانیستې دي او همدارنګه یې د کفارې، دیت او قصاص په تشریع کولو سره مسلمانانو ته د ګناه څخه د خلاصون لار ښودلې ده. خو د آیت له ښکاره معنا داسې برېښي چې «رفع حرج» عام دی او یوازې په یادو شویو مواردو پورې محدود نه دی، بلکې مطلب یې دا دی چې الله تعالی له خپلو بندهګانو درانده او له سختیو ډک مکلفیتونه لیرې کړې دي. په دې ډول چې یا خو یې دوی ته په اصل کې داسې درانه تکالیف نه دي ایښي او یا یې په حکم کې تخفیف کړی او د سختۍ پر ځای یې اسان بدیل مقرر کړی دی او یا یې یوه مشروعه لاره بندهګانو ته مخې ته ایښې ده څو د هغې له لارې وکولای شي له ګناه څخه ځان خلاص کړي.
خدای تعالی فرمايي؛ «فَاتَّقُوا اللَّهَ مَا اسْتَطَعْتُمْ.»[2] ژباړه: څومره هم چې کولای شي، تقوا وکړئ! په بل ایت کې بیا فرمايي؛ «یریدُ اللهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلَا يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْر.»[3] ژباړه: خدای تعالی تاسو ته هوساینه او ارامتیا غواړي او تاسو ته د زحمت او سختي غوښتونکی نه دی. په بل ایت کې فرمايي؛
«مَا يُرِيدُ اللهُ لِيَجْعَلَ عَلَيْكُمْ مِن حرج…»[4] ژباړه: الله تعالی نه غواړي، چې هېڅ ډول حرج او سختي ستاسو پر اوږو کېږدي؛ فقهاو د «رفع حرج» د قاعدې پر بنسټ او د الله تعالی د بندهګانو په حق کې د اسانتیا او نرمښت له مخې، داسې اصول او قواعد را ایستلي دي چې د هغو پر بنسټ د عباداتو او معاملاتو ډېر فرعي احکام استخراج شوي دي.
له دې جملې څخه ځینې اصول دا دي:
۱. کله چې یو څه ته تنګتیا راشي، نو پراختیا او آسانتیا راځي.
۲. سختي او مشقت د نرمښت او اسانتیا سبب ګرځي.
۳. د فساد دفع کول د منفعت راجلبولو نه غوره دي.
۴. اړین حالات، ممنوع او حرام شیان مباح ګرځوي.
۵. هغه څه چې په اصل کې حرام دي، د ضرورت پر مهال مباح کېږي.
اسلامي علماوو د هغه سختۍ او مشقت پېژندلو معیار چې د نرمښت او تخفیف لامل ګرځي، د خلکو په عرف پورې تړلي بللي دی.
دا یو ديني اصل دی چې اسلامي فقهاء یې د هغو نویو پېښو او واقعاتو د پېژندنې لپاره راجع کېږي چې په معاصر وخت کې پېښېږي.
په نبوي سنتو کې هم دا ډول حدیثونه شته، لکه وايي، چې؛ «إِنَّ الدِّينَ يُسْرٌ وَلَنْ يُشَادَّ الدِّينَ أَحَدٌ إِلَّا غَلَبَهُ، فَسَدِّدُوا وَقَارِبُوا وَأَبْشِرُوا وَاسْتَعِينُوا بِالْغَدْوَةِ وَالرَّوْحَةِ وَشَيْءٍ مِنْ الدلجة».[5] ( د دین حقیقت اساني او سهولت دی، هېڅوک دې پکې بې ځایه تعمق نه کوي، ځکه مغلوب به شي، نو یو د بل ټینګ ملاتړې اوسئ او یو بل ته زیری ورکړی، په سهار، ماښام او د شپې په یوې برخې کې خدای یادوئ او له هغه څخه مرسته وغواړئ.)
د (وَلَنْ يُشَادَّ الدِّينَ أَحَدٌ إِلَّا غَلَبَهُ) معنی دا ده، چې څوک دې په دین کې مبالغه او شدت نه کوي، ځکه ماتیږي او که څوک یې کوي، نو مغلوب به شي.
امام بخاري په خپل صحیح کې د (ضدین اسانه دي) تر عنوان لاندې دې برخې ته باب ځانګړی کړی دی.
همداشان عایشه رضی الله عنها وايي؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم به هېڅکله هم د دوو کړنو ترمنځ یوه نه ټاکله مګر دا چې ګناه به پکې نه وه، نو بیا به یې اسانه لار ټاکله، خو که پکې ګناه وه، نو هېڅ چا هم تر ده غوره واټن نه ترې درلود.[6]
انس رضی الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي؛ «یسّرُوا وَلَا تُعَسِّرُوا وَبَشِّرُوا وَلَا تُنفِّرُوا.»[7] ژباړه: اسانچارې اوسئ، نه سختچارې، زیری ورکړئ، نفرت مه خوروئ!
په ورته ډول ابوهریرة رضی الله عنه فرمايي؛ یوه بانډه چي عرب د رسول الله په مسجد کې بولې وکړې، خلک پاڅېدل چې ویې وهي، نو رسول الله وفرمايل؛ «دَعُوهُ وأَهْرِيقُوا عَلَى بَوْلِهِ سَجْلًا مِنْ مَاءٍ، أَوْ ذَنُوبًا مِنْ مَاءٍ، فَإِنَّمَا بُعِثْتُمْ مُیسِّرِينَ، وَلَمْ تُبْعَثُوا مُعَسِّرِينَ».[8] ژباړه: هغه پرېږدئ او په بولو یې اوبه تشې کړی، ځکه تاسو د اسانتیا لپاره راغلې یاست، نه د سختۍ او توندي خوی لپاره.
د اسانتیا په باب کې د روایت شویو احادیثو مفهوم دا دی، چې په عبادت او ورته کړنو کې له زیادت او مبالغې ډډه وشي او دا چاره مذمومه او غیر مشروع ده. په هر کار کې غوره دا ده چې ترسره کوونکی یې د خپل توان تر اندازې ترسره کړي او ځان په سختي کې واقع نه کړي.
په یوه صحیح حدیث کې له رسول الله څخه روایت شوی دی؛ «بُعِثْتُ بِالْحَنِيفِيةِ السَّمْحَةِ.»[9] ژباړه: زه د یوه اسانه دین ، چې د اسانۍ تر لارښوونو لاندې ژوند کوي، را لېږل شوی یم.
د ابوصرمه په روایت کې راځي؛ «مَنْ ضَارَّ ضَارَّ اللَّهُ بِهِ، وَمَنْ شَاقَّ شَقَّ اللهُ عَلیه.»[10] ژباړه:
څوک چې خلکو تع زیان رسوي، الله تعالی به خپله دی زیانمن کړي او څوک چې پر خلکو سختي او حرج کوي، نو الله تعالی به یې په سخته کې واچوي.
ج) د عمومي مقاصدو شرطونه
عمومي مقاصد څو شرطونه لري، چې باید محقق شي؛
۱- ثابت وي: یعنې دا چې د عامه ګټې ترلاسه کول او يا د عامه ضرر دفع کول بايد يقيني وي يا لږ تر لږه د يقين تر کچې نږدې وي.
۲. ښکاره وي: يعنې مقصد بايد دومره څرګند وي چې فقهاء پرې اختلاف ونه لري، ځکه هغه څه چې اختلاف پکې موجود وي، د عام مقصود په توګه نه شي ګڼل کېدای.
۳. منضبط وي: يعنې مقصد بايد داسې ټاکلی او محدود چوکاټ ولري چې له هغې څخه د وتلو امکان نه وي او پر ټولو وګړو په يوه ډول منطبق شي. د بېلګې په توګه، په نکاح کې کفائت (برابري) ده، چې ځینې ځانګړنې یې منضبطې او ځینې یې غيرمنضبطې دي. د اسلام شرط او د انفاق وس لرل د کفائت له منضبطو او اتفاقي شرطونو څخه دي، خو په شتمنۍ او نسب کې برابري هغه ځانګړنې دي چې غيرمنضبطې ګڼل کېږي. [11]
دوام لري…
مخکنئ برخه / راتلونکې برخه
[1]. سورة الحج، آیه: ۷۸.
[2]. سورة التغابن، آيه ١٦.
[3]. سورة البقره، آیه ۱۷۸.
[4]. سورة المائده، آیه ٦.
[5]. صحيح البخاری، ج ١/61.
[6]. صحيح البخاری ج ۲/۱۸۹. صحیح مسلم ج ۴/۱۸۱۳.
[7]. صحیح البخاری ج ۱/۲۵۵.
[8]. صحيح البخاری ج: ۱/۵۴۰.
[9]. مسند أحمد ج: ٣٦/٦٢٤.
[10]. سنن الترمذی ج: 4/۳۳۲.
[11]. ابن عاشور: ۲/۱۲۰.