لیکوال: شکران احمدي
د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (اوه پنځوسمه برخه)
-
حج
د کعبې د خونې زیارت د عمر په اوږدو کې یو ځل کیږي، چې عمده او اساسي اثرات لري، چې ځينې لاندې داسې بیانېدای شي؛
-
حج د اسلامي ورورولۍ او یووالي ژوندی انځور دی. په دې ستر عبادت کې په ښکاره ډول څرګندیږي چې د رنګ، قوم، ملت، ژبې، وطن، ټولنیزو طبقو او هر ډول امتیازونو کرښې له منځه ځي. د بنده ګۍ او ورورولۍ حقیقت څرګندیږي، ټول حاجیان په یوه سپینه جامه کې، د یوه واحد شعار په لوړولو سره، د یوې قبلې پر لور مخ اړوي او یوازینی معبود، الله جل جلاله، ستايي او عبادت یې کوي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د حج الوداع په خطبې کې همدې ټکي ته اشاره کړې؛ «يَا أَيُّهَا النَّاسُ، أَلَا إِنَّ رَبَّكُمْ وَاحِدٌ، وَإِنَّ أَبَاكُمْ وَاحِدٌ، أَلَا لَا فَضْلَ لِعَرَبِي عَلَى عَجَمِي، وَلَا لِعَجَمِي عَلَى عَرَبِي، وَلَا أَحْمَرَ عَلَى أَسْوَدَ، وَلَا أَسْوَدَ عَلَى أَحْمَرَ، إِلَّا بِالتَّقْوَى.»[1] ژباړه: اې خلکو! له شک پرته خدای مو یو دی او پلار مو یو دی، باخبره اوسئ! چې هېڅ عرب په عجم، سور پوستی په تورپوستي او تورپوستی په سور پوستې هېڅ لوړتیا نه لري، پرته له تقوا.
-
حج د مسلمانانو لپاره د صبر او زغم د زده کولو یوه مدرسه او مرکز دی او په ورته وخت کې له عبادت څخه د خوند اخېستو ډېر غوره فرصت او همداشان د الله تعالی د ستروالي او عظمت د پېژندو او د قیامت د ورځې د سخیتو د یادولو ښه چانس هم دی.
-
حج د اجر او فضیلت د ترلاسه کولو ډېره غوره موقع ده؛ ځکه په دې مبارک سفر کې نېکۍ څو چنده کېږي، ګناهونه د اوبو په شان لېرې کېږي، بنده د عاجزۍ او تواضع په حال کې د خپل رب په وړاندې درېږي او له خپلو تېروتنو او نیمګړتیاوو د بښنې غوښتنه کوي. په پایله کې له ګناهونو داسې پاک او صفا را وځي، لکه نوی ماشوم چې له مور څخه وزېږي. [2]
-
حج د دې لپاره هم یو ښه فرصت دی چې انسان د تېر شوو پېغمبرانو له عبادتونو، اخلاقو او مجاهدتونو سره آشنا شي او په همدې مهال کې د کورنۍ، اولاد او وطن څخه د جلاوالي په وسیله د روزنې او تربیت درس هم ترلاسه کوي.
-
همداشان حج د دې لپاره غوره فرصت دی، چې مسلمان د اسلامي امت د عمومي حالت څېړنه وکړي؛ د هغوی د علم او جهالت، شتمنۍ او بېوزلۍ، روغتیا او ناروغۍ، توان او ناتوانۍ، استقامت او انحراف او نورو چارو د حالاتو پېژندنه وکړي.
-
د حج یو بل اثر دا دی، چې احرام تړونکی کس، ځانګړی او کفن ته ورته جامې په تن کوي، چې د مرګ او له هغه وروسته حالت یاد ته زمینه برابروي او حج کوونکی په همدې اساس ځان د اخرت لپاره د نیکو اعمالو په ترسره کولو سره تیاروي،لکه څنګه چې الله تعالی فرمايي: «وَتَزَوَّدُوا فَإِنَّ خَيْرَ الزَّادِ التَّقْوَى.»[3] ژباړهة و تاسي چي څه نيك عمل كوئ الله پرې پوهیږي. د حج د سفر له پاره د لارې توښه درسره واخلئ؛ او تر هر څه ښه د لارې توښه پرهېزګاري ده؛ [4]
په خلاصه ډول ویلای شوچې د مسلمان په ژوند او په اسلامي ټولنې کې د عبادت اغېزې او اثار ډېر ګټور او مؤثر دي.
-
د معاملاتو مقاصد
معاملات د یو لوړ هدف د تحقق لپاره وضع شوي، چې هغه د خلکو خیر او مصلحت دی. له همدې امله موخو ته ډېره پاملرنه شوې ده، نه یواځې د جزئي مسایلو سرلیکونو ته. امام شاطبي رحمهالله وایي: د شرعي متونو له استقراء (ژورې مطالعې) څخه مو دا درک کړه چې حکیم شارع د بندګانو مصلحتونه د معاملو په برخه کې په پام کې نیولي دي، او چیرې چې د دوی لپاره مصلحت وي، هماغه کار روا ګرځول شوی دی.
له همدې امله لیدل کېږي چې یو ډول معامله کېدای شي په یو وخت کې حرامه وي، خو په بل وخت کې د خلکو د ستونزو د رفعه کولو لپاره حلال وګرځول شي، ځکه چې یو مصلحت پکې محقق کیږي.
لکه څنګه چې: د یو درهم په بدل کې یو درهم یا تر هغه زیات په پور (نسیه) خرڅول حرام دي، خو پور ورکول (قرض) جائز دي. د تازه خرما په بدل کې د وچې خرما پلور، که تفاوت ولري، جایز نه دی او ربا (سود) ګڼل کېږي. ناڅرګنده معامله (بیع مجهول) له منع شویو معاملو څخه ده، خو بیا هم ځینې معاملې له دې عمومي قاعدې څخه استثنا دي او روا دي، لکه: د بڼوالي معامله (مساقات)، د کروندې شراکت (مزارعه)، د سلم معامله او نور ورته ډولونه. [5]
سلم یا سلف داسې معامله ده چې یو توکی د ځانګړو او معلومو مشخصاتو له مخې، د پیسو په مقابل کې خرڅېږي، په داسې حال کې چې توکی لا نهدی تولید شوی. فقها دې ته د اړمنو خلکو معامله وايي، ځکه دا داسې خرڅلاو دی چې لا تر اوسه شی موجود نه دی، خو دواړه اړخونه (پېرودونکی او پلورونکی) ضرورت لري: پېرودونکی غواړي مخکې له مخکې توکی واخلي او پلورونکی د پیسو اړتیا لري څو هغه توکی برابر کړي، د خپل ژوند لګښت پرې وچلوي یا خپله کرونده پرې پرمخ بوزي. نو له همدې امله، دا ډول معامله د ضرورتونو له ډلې څخه شمېرل کېږي او یوه مشروعه او مهمه مصلحت لرونکې بیعه ده. [6]
بخاري او مسلم روایت کوي، کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینې ته راغلی، نو خلکو به میوې د یوه یا دوو کلونو په سلم پلورلې، نو رسول الله وویل: «مَنْ أَسْلَفَ فِي شَيْءٍ، فَلْيُسْلِفْ فِي كَیَلٍ مَعْلُومٍ، إِلَى أَجَلٍ مَعْلُومٍ.»[7] ژباړه: څوک چې مخکې له مخکې پلور یا پېر کوي، نو پیمانه، وزن او د تحویل موده دې معلومه کړي.
ابن المنذر رحمه الله وايي: (ټول د علم اهل خلک چې موږ ته یاد دي، په دې اجماع لري، چې د سلم بیه جایزه ده[8].)
ټول علماء په دې اتفاق دي، چې مساقات (بڼوالي) جایزه ده، ځکه خلک ورته اړتیا لري، خو یوازې امام ابوحنفیه رحمه الله هغه رواه نه ده بللې او وايي، چې مجهوله بیعه ده او مبیعه پکې نامعلومه ده.
لیدل کیږي، چې یاد او ورته نور معاملات په اصل کې غیرمشروع وه، خو د اړتیا د شدت له امله روا شوې دي. [9]
همداراز، د معاملو په برخه کې شریعت دا حکم کړی چې قاضي باید د غصې په حالت کې پرېکړه ونه کړي. قاتل د وژل شوي کس له میراثه برخمنېدلای نه شي.
په شریعت کې اصل دا دی چې تاوان (ضرر) له ځان او نورو څخه دفع شي. هغه معاملې چې پر دوکه، فریب او چل ول ولاړې وي، حرامې دي. هر ډول مستوونکی څښاک (مسکر) حرام ګڼل شوی او داسې نور بېشمېره احکام هم شته.
ټول دغه احکام دا څرګندوي چې د شریعت بنسټ د بندګانو په مصلحتونو ولاړ دی او د شرعي احکامو محور همدا مصلحتونه دي.
دوام لري……
مخکنئ برخه / راتلونکې برخه
سرچینې:
[1]. مسند أحمد، ج ۳۸، ص ۴۷۴.
[2]. «مَنْ حَجَّ لِلَّهِ فَلَمْ يَرْفُتُ، وَلَمْ يَفْسُقُ، رَجَعَ كَيَوْمٍ وَلَدَتْهُ أُمُّهُ»: صحيح البخاری: 2/133، و صحیح المسلم: ۲/۹۸۳.
[3]. سورة البقره، آیه ۱۷۹.
[4]. خطبههای نماز جمعه: 125.
[5]. الشاطبی، الموافقات: 2/520.
[6]. سید سابق، فقه السنة، ج ۳، ص ۱۲۱.
[7]. صحیح البخاری، کتاب السلم، باب السلم في وزن معلوم، ج ۳، ص ۸۵، و صحیح مسلم، كِتَابُ الْمُسَاقَاةِ، بَابُ السَّلَم، ج ۳، ص ١٢٢٦.
[8]. سید سابق، فقه السنة، ج ۳، ص ۱۲۲.
[9]. همان، ج 3، ص ۳۴۴.