لیکوال: م. فراهي توجګي
امر بالمعروف او نهی عن المنکر؛ هغه فریضه چې ملحدین ترې وېره لري (شپږمه برخه)
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر آداب
۱- له خپل ځانه یې پيلول
که څه هم امر بالمعروف او نهی عن المنکر عدالت پورې نه دی شرط؛ خو ددې لپاره چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر یو ډول اخلاقي برترۍ ته اړتيا لري، آمر او ناهي ته په کار ده چې تر نورو لومړی خپل ځان اصلاح کړي او هغه څه چې له نورو یې غواړي لومړی په خپل ځان کې را پیدا کړي، که چېرې داسې و نه کړي نو له اخلاقي پلوه د امر او نهي اهليت نه لري، که چېرې امر او نهي ترسره کوي هم نو یواځې تشریفاتي کار به وي او د پام وړ اغېز به نه لري.
له دې آیت څخه: «وَلْتَكُن مِّنكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْر …» هم داسې څرګندیږي چې یاده مهمه او لویه دنده باید د مهذبو داسې کسانو له لوري ترسره شي چې په خپله اصلاح شوي وي. لکه څنګه چې د تحریم سورت په شپږم آیت کې راغلې دي: «قُوا أَنفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا» ژباړه: (خپل ځانونه او خېلخانې مو له هغه اور څخه وژغورئ.) پورته آیت له خپل ځان څخه د پیل کولو دلیل ګڼل کیږي. همدارنګه د بقرې سورت له ۴۴م آیت څخه هم دا نتیجه اخیستل کېدای شي چې نورو ته له امر او نهی څخه وړاندې د الهي اوامرو منل او عمل پرې کول یو عقلي شرط دی، لکه څنګه چې الله تعالی فرمایي: «أَتَأْمُرُونَ النَّاسَ بِالْبِرِّ وَتَنسَوْنَ أَنفُسَكُمْ وَأَنتُمْ تَتْلُونَ الْكِتَابَ أَفَلَا تَعْقِلُون» ژباړه: (آیا تاسې نورو خلکو ته د نېکۍ امر کوئ او خپل ځانونه هېروئ؟ په داسې حال کې چې تاسې کتاب لولئ، نو آیا تاسي له عقل څخه کار نه اخلئ؟)
ځینې روایتونه هم پر همدې ټکي ټینګار کوي چې تاسو لومړی باید خپل ځان اصلاح کړئ، وروسته بیا نور له ګناه څخه راوګرځوئ. البته دا ډول اوامر پر استحباب باندې حمل شوي دي؛ ځکه چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وجوب، او د معروف منل او د منکر د پرېښودلو التزام دوه جلا واجبات دي.
۲- خپلوانو ته لومړيتوب ورکول
الله تعالی فرمایي: «يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ»[۱] ځینو مفسرینو له دې آیت څخه په استفادې غوره بللې ده چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر د خپلې کورنۍ له غړو څخه را پيل شي. د کورنۍ د لومړيتوب دلیل له لاندې آیتونو څخه هم ترلاسه کیدلی شي:
«وَكَانَ يَأْمُرُ أَهْلَهُ بِالصَّلَاةِ وَالزَّكَاةِ» [۲] او «يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُل لِّأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاءِ الْمُؤْمِنِينَ»[۳] له کورنۍ وروسته د لرې خپلوانو نوبت را رسیږي، لکه څنګه چې الله تعالی فرمایي: «وَأَنذِرْ عَشِيرَتَكَ الْأَقْرَبِينَ» [۴]
۳- زغم او حوصله
لقمان خپل زوی ته په نصیحت کې د لمانځه د قائمولو، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر، او د ستونزو پر وړاندې د زغم توصیه کړې ده: «يَا بُنَيَّ أَقِمِ الصَّلَاةَ وَأْمُرْ بِالْمَعْرُوفِ وَانْهَ عَنِ الْمُنكَرِ وَاصْبِرْ عَلَىٰ مَا أَصَابَكَ …»[۵]
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر پر مهال له ستونزو سره مخ کیدل حتمي چاره ده؛ ممکن پر آمر او ناهي ځینې وخت داسې تورونه ولګول شي لکه پر انبیاوو به چې لګول کېدل، لکه د لیونتوب (الحجر: ۶)، جادوګرۍ (المدثر: ۲۴)، بېعقلی (الأعراف: ۶۶) او ګمراهۍ (الأعراف: ۶۱).
د ځینو مفسرینو په وینا په العصر سورت کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر له امله پر رامنځته کیدونکو ستونزو د «صبر» کولو سپارښتنې ته اشاره شوې ده. الله تعالی فرمایي: «وَالْعَصْرِ إِنَّ الْإِنسَانَ لَفِي خُسْرٍ إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ»
۴- شفقت او مهرباني
کله چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر د شفقت او نېکنیتۍ له مخې ترسره شي، نو اغېز یې ډېر زیات وي. لکه څنګه چې لقمان خپل زوی په «يَا بُنَيَّ» سره خطابوي چې د مهربانۍ څرګندونه کوي.
همدارنګه کله چې د فرعون د کور مومن موسی علیهالسلام ته له ښار څخه د وتلو مشوره ورکوي (چې همدا په اصل کې یو ډول امر بالمعروف دی): «إِنِّي لَكَ مِنَ النَّاصِحِينَ»[۶]
۵- د منکر بدیل وړاندې کول
کله چې انسان د اړتیا له مخې منکر ته لاس اچوي نو د منع کولو پر ځای غوره دا ده چې یو مباح او روا عمل د بدیل په توګه ورته وړاندې شي ترڅو اړتیا یې پوره کړي. حضرت لوط علیهالسلام په همدې توګه خپل قوم له ناروا عمل څخه راوګرځاوه او د حلارې په توګه یې د نکاح مشروع بدیل وړاندې کړ: «قَالَ يَا قَوْمِ هَؤُلَاءِ بَنَاتِي هُنَّ أَطْهَرُ لَكُمْ فَاتَّقُوا اللَّهَ وَلَا تُخْزُونِ فِي ضَيْفِي»[۷]
۶- نېکه او نرمه لحظه
مناسب کار دا دی چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر د نیکې او نرمې لحظې له لارې ترسره شي. الله تعالی فرمایي: «وَقُولُوا لِلنَّاسِ حُسْنًا» [۸]
او همدارنګه د طه سورت له ۴۴م آیت څخه هم څرګندیږي چې نرمه لحظه یوه اړتیا ده: «فَقُولَا لَهُ قَوْلًا لَيِّنًا»
دوام لري…
مخکنئ برخه
سرچینې:
[۱] التحريم: ۶.
[۲] مریم: ۵۵.
[۳] الأحزاب: ۵۹.
[۴] الشعراء: ۲۱۴.
[۵] لقمان: ۱۷.
[۶] القصص: ۲۰.
[۷] هود: ۷۸.
[۸] البقرة: ۸۳.