Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»دینونه»سیکېزم؛ پیدایښت او  اعتقادي بنسټونه یې (اوولسمه برخه)
دینونه دوشنبه _25 _اگست _2025AH 25-8-2025AD

سیکېزم؛ پیدایښت او  اعتقادي بنسټونه یې (اوولسمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: مهاجر عزیزي
سیکېزم؛ پیدایښت او  اعتقادي بنسټونه یې (اوولسمه برخه)
  • ایا نبوت کسب کېدای شي؟ یا کسبي دی
د نبوت په اړه د سیکانو بله عقیده دا ده، چې دوی نبوت اکستابي یا ترلاسه کېدونکی بولي. د دوی په وینا؛ پوه انسان کولای شي چې له داخلي الهام او روحي تجربې څخه یې ترلاسه کړي. داسې تجربه چې له لارې انسان ځینو هغو پوښتنو ته ځواب ویلای شي، چې نور حیوانات تر عاجزه دي.
لکه؛ ( د دې ژوند موخه څه ده؟) یا په بل عبارت، انسان هڅه کوي چې د ژوند مانا او له ساده بقا څخه لوړ هدف وپېژني. دا هدف هغه څه دي چې انسان له نورو ژویو څخه جلا کوي. د بشر د ژوند موخه تر ټولو ستره او سپېڅلې موخه ده، د ځمکې پر مخ د هر بل موجود په پرتله. دا هدف، هماغه ستره پوښتنه ده چې د انسان د برخلیک او د مرګ نه وروسته د ده د ځای په اړه مطرح کېږي. انسان باید دا پوښتنه په عقل، تدبر او حکمت سره ځواب کړي.
سیک مذهب پلويان پر دې باور دي چې د دې پوښتنې ریښتینی ځواب یوازې د دروني شهود او روحاني تجربې له لارې ترلاسه کېدای شي. هغه کسان چې دا تجربه لري او دې معرفت ته رسېدلي وي، «سپېڅلي کسان» بلل کېږي. د دوی لاسته راوړنه په یوه عقیده یا باور کې وړاندې کېږي، چې «ایمان» ورته وايي. سیکان پیغمبران داسې کسان ګڼي چې دې درجې ته رسېدلي وي، خو دوی ته د آسماني پېغمبرانو په معنا نه ګوري.
سیکان باور لري چې انسان کولای شي د فکر، مطالعې، زهد، تأمل او روحاني ودې له لارې دې مقام ته ورسېږي، خو دا سفر د هر چا لپاره ممکن نه دی؛ بلکې یوازې هغه کسان چې سپېڅلی او پاک روح لري، دا توان لري چې د ناخبرتیا پردې څېري او دې پوهاوي ته ځان ورسوي. [1]
  • د اسلام له نظره د دې ادعا نقد او رد
نبوت او د الهي استازولۍ مقام ترلاسه کېدونکی او کسبي نه دی، دا یوازې الهي ورکړه ده او خپل ځانګړې بنده ګان ورته انتخابوي. انسانان په هڅو، کوښښ، ریاضیت او ان تقوا سره هم نشي کولای چې دې مقام ته ورسیږي، ځکه نبوت د الهي علم او حکمت پر اساس انتخابیږي او ځانګړو اشخاصو ته ورکول کیږي.
خدای تعالی په قرانکریم کې وايي: «اللَّهُ أَعْلَمُ حَيْثُ يَجْعَلُ رِسَالَتَهُ»؛[2] ژباړه: الله ډېر ښه پوهیږي چي د خپلي پېغمبرۍ كار له چا څخه واخلي او په څه شان یې واخلي.
دا ایت په څرګنده بیان کوي، چې نبوت یو الهي او نه کسبېدونکی مقام دی او خدای تعالی یې یوازې هغو کسانو ته ورکوي، چې د دې دارنه مسؤلیت وړتیا لري، نو هېڅوک هم نشي کولای چې په هڅو او مجاهدې يې ترلاسه کړي.
په بل ځای کې خدای تعالی د خپلو ځینو سترو پیغمبرانو په اړه فرمايي؛ «وَاذْكُرْ عِبَادَنَا إِبْرَاهِيمَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ أُوْلِي الْأَيْدِي وَالْأَبْصَارِ • إِنَّا أَخْلَصْنَاهُم بِخَالِصَةٍ ذِكْرَى الدَّارِ»؛[3] ژباړه: او زموږ د بندګانو ابراهيم (ع)، اسحاق (ع) او يعقوب (ع) يادونه وکړه. د ډېر عملي قوت درلودونكي او د بصرت خاوندان ول – موږ هغوي د يو خالص صفت پر اساس غوره کړي ول، او هغه د اخرت ياد و.
دا ایت په ښکاره ډول وايي، چې پیغمبران د ریاضیت او شخصي هڅو پر اساس نه، بلکې د خدای تعالی د ځانګړې انتخاب پر اساس غوره شوې دي.
تر ټولو مهمه بیا دا ده، چې نبوت له رسول الله صلی الله علیه وسلم وروسته د تل لپاره تړل شو او له ده وروسته هېڅ بل پیغمبر نه راځي، قرانکریم په دې اړه وايي: «مَا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَا أَحَدٍ مِن رِّجَالِكُمْ وَلَـٰكِن رَّسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ»؛[4] ژباړه: (اې خلكو!) محمد (ص) ستاسي له نارينه و څخه د هيچا پلار نه دى، هغه خو د الله رسول او اخرنی او وروستنی نبي دى، او الله د هر شی علم لرونكى دى.
د خاتم النبین کلمه د نبوت په قطعي پای دلالت کوي، چې د رسول الله له بعثت سره یې پای موندلی دی، نو په همدې اساس د نبوت هر ډول ادعا یا دا چې نبوت اکتسابي دی، نه یوازې چې باطل دی بلکې د ایمان له قطعي اصولو څخه انکار هم  ګڼل کیږي، چې انسان ان په کفر کې دروي.
دوام لري…

مخکنئ برخه/ راتلونکې برخه

سرچیني:

[1]. نادر السحیل، طائفة السیخ، عرض و نقد، ص ۲۲۰.

[2]. سورۀ انعام، آیه ۱۲۴.

[3]. سورۀ ص، آیات ۴۵-۴۶.

[4]. سورۀ احزاب، آیه ۴۰.

Previous Articleقران تلپاتې معجزه (شپږوېشتمه برخه)
Next Article د دُرُوزي فرقې عقایدو او باورونو ته لنډه کتنه (دوهمه برخه)

اړوند منځپانګې

دینونه

شېن ‌تو دین (دولسمه برخه)

دوشنبه _20 _اکتوبر _2025AH 20-10-2025AD
نور یی ولوله
دینونه

شین‌ تو دین ( يوولسمه برخه)

دوشنبه _20 _اکتوبر _2025AH 20-10-2025AD
نور یی ولوله
دینونه

شین‌تو دین (لسمه برخه)

یکشنبه _5 _اکتوبر _2025AH 5-10-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول( برخه: ۷۰)

چهارشنبه _29 _اکتوبر _2025AH 29-10-2025AD4 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول( برخه: ۷۰) د…

نور یی ولوله
مډرنیزم

د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (پنځلسمه برخه)

چهارشنبه _29 _اکتوبر _2025AH 29-10-2025AD4 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (پنځلسمه برخه)…

نور یی ولوله
مډرنیزم

د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد( څوارلسمه برخه)

شنبه _25 _اکتوبر _2025AH 25-10-2025AD8 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد( څوارلسمه برخه)…

نور یی ولوله
اسلام

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (اوله برخه)

شنبه _25 _اکتوبر _2025AH 25-10-2025AD6 Views

لیکوال: ابوعائشه د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول( برخه: ۷۰)

چهارشنبه _29 _اکتوبر _2025AH 29-10-2025AD

د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (پنځلسمه برخه)

چهارشنبه _29 _اکتوبر _2025AH 29-10-2025AD
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.