لیکوال: شکران احمدي
د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه
یو دېرشمه برخه
اړین مقاصد
اړین مقاصد هغو مقاصدو ته وايي، چې اسلامي شریعت پرې بنا دی او نور مقاصد ترې سرچینه اخلي او په راتلونکو کرښو کې به یې شرحه کړو.
الف: د اړینو مقاصدو تعریف
پوهانو اړین مقاصد په بېلو، بېلو بڼو تعریف کړې دي، چې له ډلې یې امام رازي وايي؛
اړین مقاصد هغه مصالحو ته وايي، چې د دین، نفس، نسب او مال د ساتنې تضمین کوي، خو دا تعریف ناقص بلل شوی، ځکه چې اخروي مصالح یا مقاصد پکې نه دي ځای شوې، نو په همدې اساس ځینو نورو علماؤ یې تر دې دقیق تعریف کړی دی او وايي:
” په شرعي احکامو کې اړین مقاصد یا مصالح هغو ارزښتونو یا مصالحو ته اطلاق کیږي، چې د انسانانو دیني او دنیوي د ژوند دوام ورسره تړلی دی، ځکه د دې ارزښتونو یا مصالحو په نشتو کې انساني ژوند هم مختل کیږي او له کاملې نابودي سره مخ کیږي.”
ځینې نور علماء بیا وايي: ” هغه مصلحتونه چې تحققیې په حتمي ډول اړین وي او د ژوند د مهمو اړخونو د خوندیتوب لپاره یې اړتیا وي، «ضروریات» بلل کیږي؛ یعنې دا هغه ارزښتونه دي چې پرته له دې د دنیا او آخرت نېکمرغي ممکنه نه ده. اسلامي شریعت ډېر احکام د همدې موخو د ترلاسه کولو او ساتلو لپاره مشروع کړي دي. دا لوړې او بنسټیزې موخې، چې د انسان د ژوند ټول اړخونه رانغاړي، په اسلامي شریعت کې د «پنځهګونو کلیاتو» په نوم یادیږي.
شیخ طوفي، احمد قرافي، ابن سبکي او شوکاني بیا دې پنځه ګونو کلیاتو ته د شپږم مورد ( د ابرو/شرافت ساتنه) ور اضافه کول هم له ځینو علماؤ څخه را نقل کړې ده او هم یې ترې دفاع کړېده.
نو مناسبه خبره ده، چې د ابرو یا شرافت ساتنه یې شپږم مورد وګرځي، ځکه چې د عاقلانو عادت همدا دی، چې نفس او مال د ابرو د ساتنې لپاره استفاده کوي او یو اړین مورد دی چې ترې دفاع وشي. له ضروریاتو څخه د ساتنې لپاره شریعت حدود ټاکلي، لکه؛ د نفس د ساتنې لپاره قصاص، د نسل ساتنې لپاره د زنا حد، د مال ساتنې لپاره د غلا حد او همداشان یې د ابرو ساتنې لپاره د قذف حد ټاکلی دی.
امام غزالي رحمه وايي: دا ناممکنه ده، چې شریعت دې له دې مصالحو څخه په صرف نظر شتون ولري او دا مقاصد د شریعت برخې دي، چې په ګڼ شمېر دلایلو ثابتې شوې دي.
دا تعریفونه که څه هم په ښکاره سره متفاوت دي، خو معنی یې واحده او یو ګډ مفهوم وړاندې کوي، چې باید له پنځه ګونو اړتیاوو څخه ساتنه وشي او له دې پرته انسان خپل دنیوي او اخروي بنسټیز ارزښتونه له لاسه ورکوي او د انسان او حیوان ترمنځ به هېڅ توپیر نه وي.
ب: د اړینو مقاصدو ډولونه
د مقاصدو په برخه کې یو مهم بحث د دې اړینو مصالحو شمېر دی، چې تل یې د پوهانو پام ځانته اړولی، ډېری عالمان په دې باور دي، چې پر شریعت له استقرايي دلایلو څخه لاسته راغلي مصالح پنځه دي؛
-
د دین ساتنه
-
د نفس ساتنه
-
د عقل ساتنه
-
د نسل ساتنه
-
د مال ساتنه