Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (شپېتمه برخه)
اسلام سه شنبه _2 _سپتمبر _2025AH 2-9-2025AD

د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (شپېتمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: شکران احمدي
د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (شپېتمه برخه)
د مقاصدو اصول او ځانګړنې
د شریعت مقاصد خپلې داسې ځانګړتیاوې او قواعد لري چې له نورو نظریو او قوانینو څخه یې لوړي او خپل ځانګړی هویت ورکوي. دغه مقاصد د شرعي دلایلو، لکه کتاب، سنت او نورو معتبره ماخذونو څخه اخیستل او استنباط شوي دي او په اړه یې پوهه؛ لوستونکو ته ژور فهم ورکوي. په دې برخه کې، چې د رسالې وروستۍ برخه ده، لومړی د شریعت د مقاصدو ځانګړتیاوې او قواعد تشریح کېږي او بیا به یې اړیکه له شرعي دلایلو سره وڅېړل شي.
لومړی بحث – د شریعت د مقاصدو ځانګړنې
په دې کې شک نشته چې د اسلامي شریعت مقاصد یا ارزښتونه ګڼ داسې خصوصیات لري، چې له نورو وضعي قوانینو او افکارو  او همدا شان له منسوخ شویو اسماني قوانینو څخه یې جلا او متماز کوي. دا ځانګړنې ډېرې زیاتې دي چې مهمې هغه یې په دوو برخو، فرعي او اصلي بڼه باندې خلاصه کوو.
همداشان د اسلامي شریعت مقاصد په ځینو قواعدو او اساساتو ولاړ دي، چې په عمومي او خصوصي قواعدو وېشل کیږي او دلته پرې بحث کوو.
اسلامي شریعت د انساني ټولنې د نظم، د بشر د نسل د بقا او همدا شان له رب سره د خلکو د اړیکو د ټېنګېدو د څرنګوالي په موخه راغلی دی. دا چارې د دې غوښتنه کوي چې اسلامي شریعت باید داسې ځانګړنې ولري، چې له نورو وضعي قوانینو څخه لوړتیا ور په برخه کړي. دا ځانګړې په دوو برخو وېشل کیږي، چې یو اصلي ځانګړنې او دوهمه بڼه یې فرعي ځانګړنې دي.
الف) اصلي ځانګړنې
د شریعت مقاصد اصلي – ربانیت،  د بشري فطرت او اړتیاوو مراعت کولو ځانګړتیاوې په ځان کې را نغاړي چې په دې بحث کې به یې په جلا توګه توضیح وکړو.
• رباني توب: د اسلام د شریعت مقاصد د خپلې سرچینې او مراجعې له مخې له الله تعالی څخه دي. نو د شریعت مقاصد په دې ځانګړنې سره له ټولو وضع شوي قوانینو سره بنسټیز او ماهیتي توپیر لري؛ ځکه چې د دې قوانینو سرچینه د انسان فکر دی، خو د اسلام مقاصد لکه څنګه چې مو وویل، د انسان خالق او پالونکی الله تعالی دی. هغه حکیم او عالم دی او ښه پوهیږي چې انسان ته څه ګټور او څه بې ګټې دي. لکه څنګه چې الله تعالی فرمایي: «عَالِمِ الْغَيْبِ لَا يَعْزُبُ عَنْهُ مِثْقَالُ ذَرَّةٍ فِي السَّمَاوَاتِ وَلَا فِي الْأَرْضِ وَلَا أَصْغَرُ مِن ذَلِكَ وَلَا أَكْبَرُ إِلَّا فِي كِتَاب مبین.»[1] ژباړه: زما په خپل رب قسم دى چي په پټو خبردار دی، هغه (قیامت) به هرومرو پر تاسي راشي. د الله څخه د يوه بڅري په اندازه كوم شى نه په اسمانونو کښي پټ دى او نه په ځمکه كي، نه له بڅري څخه غټ او نه له هغه څخه كوچنىِ، هر څه په يو څرګند دفتر کښي درج دي.”
دا اسلام او نورو قوانینو ترمنځ باید دا توپیر ساده ونه ګڼل شي او له دې څخه غفلت یا کمښت په هېڅ ډول د منلو نه دی، لکه څنګه چې خدای تعالی فرمايي: «إِنَّا أَنزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ لِتَحْكُمَ بَينَ النَّاسِ بِمَا أَرَاكَ اللهُ وَلَا تَكُن لِلْخَائِنِينَ خَصِيمًا.»[2] اې پېغمبره! موږ دا كتاب په حقه ستا لوري ته درلېږلی دى، تر څو هغه سمه لاره چې الله در ښودلې ده، له هغې سره سمه د خلكو په منځ کې فېصله وکړې، ته د خائنانو له خوا جګړه كوونكى مه کېږه،
د شریعت د مقاصدو په الهيت والي باندې ځینې لاندې اثرات موندل کیږي؛
د شریعت د مقاصدو بشپړوالی او له هر ډول کمبودۍ او نیمګړتیا څخه پاکوالی؛ دا چې وايي  د مقاصدو عمومي اصول د الله تعالی له لوري ټاکل او نازل شوي دي، نو دا خبره په بدیهې توګه ثابتوي چې اسلام یوه بشپړه دین دی، چې له هر ډول کمبودۍ، جهل، د نفس غوښتنو او ظلم څخه پاک او بې عیبه دی. د دې لامل خورا واضح او څرګند دی او هغه دا دی چې د خالق صفات حتماً په هغه څه کې ښکاري چې هغه رامنځته کړي. ځکه چې الله تعالی په خپل ذات، صفاتو او اعمالو کې مطلق کمال لري او د هغه برعکس حالت د هغه تعالی په حق کې ناممکن دی، نو د دې مطلق کمال اثر باید په شریعت، او په هغه احکامو کې چې نازل شوي، قواعد او مناهج چې ټاکل شوي، ښکاره شي. له دې امله، د اسلام مقاصد باید بشپړ او بې عیبه وي. برعکس، هغه قوانین چې انسانان یې وضع کوي، هېڅکله له کمښت، خواهشاتو، ظلم او جهل څخه پاک نه دي؛ ځکه چې دا مفاهیم د بشر اړوند صفات دي او د هغوی څخه یې بشپړ تجرد ناممکن دی او پایله یې دا ده یادې نیمګړتیاوې په هغه اصولو کې انعکاس مومي، کومې چې انسانان یې وضعه کوي.
دوهم؛ دا چې اسلامي شریعتونه د مؤمنانو په منځ کې ځانګړی عزت او احترام لري او ان که یو مؤمن له هر ډول مقام او ټولنیز موقف څخه برخمن وي، بیا هم ځان د الله تعالی په فرمان اطاعت کوونکی او تابع ګڼي. ځکه چې دغه نفوذ، ټولنیز مقام او دنیوي ځواک هغه ته د الله تعالی په وړاندې د بشپړ خضوع او تسلیمۍ له دایرې څخه نه ایستلو ته اجازه نه ورکوي.
له بلې خوا، د اسلامي شریعت اطاعت د خوښۍ پر بنسټ دی، چې د ایمان هڅونې لاندې او د انسان د زړه ژورو څخه سرچینه اخلي او یو مسلمان په جبر او زوره دې ته نه کشول کېږي. دا امر د اسلامي قانون د بشپړ تطبیق لپاره تر ټولو غوره او قوي ضمانت دی، چې د هغې پر ضد د مخالفت لاره بندوي؛ که څه هم یو شخص ممکن د هغې څخه د وتلو توان ولري.
برعکس، هغه قوانین او بنسټونه چې د انسانانو لخوا وضع کېږي، په خلکو کې د هغه احترام او هیبت نه لري کوم چې اسلامي شریعت او ورسره تړلي قوانین یې لري؛ ځکه چې دا قوانین د انسان په نفس او زړه کوم تسلط نه لري او نه هم لکه اسلام؛ د عقیدې او ایمان پر بنسټ ولاړ دي. له دې امله، د انسان نفس د وضع شویو قوانینو پر ضد ډېر جرأت لري او هر وخت چې له قانون او قضایي واک څخه د فرار لپاره فرصت پيدا کړي، نو له دې قوانینو څخه ځان ژغوري او په خپلو غوښتنو او خواهشاتو پسې روانیږي[3].
دوام لري…..

مخکنئ برخه

سرچینې:

[1]. سورۀ سبا، آیه ۳.

[2]. سورۀ نساء، آیه ۱۰۵.

[3]. الیوبی، مقاصد الشريعة الاسلامية وعلاقتها بالأدلة: ۴۲۲-۴۲۴.

Previous Articleد فرانکفورت مکتب ته لنډه کتنه (دوهمه برخه)
Next Article سیکېزم؛ پیدایښت او  اعتقادي بنسټونه یې (دوه وېشتمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلام

د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (نهه پنځوسمه برخه)

دوشنبه _1 _سپتمبر _2025AH 1-9-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (اته پنځوسمه برخه)

یکشنبه _31 _اگست _2025AH 31-8-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (اوه  پنځوسمه برخه)

پنجشنبه _28 _اگست _2025AH 28-8-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

دینونه

سیکېزم؛ پیدایښت او  اعتقادي بنسټونه یې (دوه وېشتمه برخه)

سه شنبه _2 _سپتمبر _2025AH 2-9-2025AD5 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي سیکېزم؛ پیدایښت او  اعتقادي بنسټونه یې (دوه وېشتمه برخه) ج) د اسلام…

نور یی ولوله
اسلام

د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (شپېتمه برخه)

سه شنبه _2 _سپتمبر _2025AH 2-9-2025AD5 Views

لیکوال: شکران احمدي د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (شپېتمه برخه) د مقاصدو…

نور یی ولوله
فرانکفورت مکتب

د فرانکفورت مکتب ته لنډه کتنه (دوهمه برخه)

سه شنبه _2 _سپتمبر _2025AH 2-9-2025AD4 Views

لیکوال: م. فراهي توجګي د فرانکفورت مکتب ته لنډه کتنه (دوهمه برخه) د فرانکفورت مکتب…

نور یی ولوله
متفرقه

امر بالمعروف او نهي عن المنكر؛ هغه فريضه چې ملحدان ترې وېره لري (اوومه او وروستی برخه)

سه شنبه _2 _سپتمبر _2025AH 2-9-2025AD6 Views

ليکوال: م فراهي توجگي امر بالمعروف او نهي عن المنكر؛ هغه فريضه چې ملحدان ترې…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

سیکېزم؛ پیدایښت او  اعتقادي بنسټونه یې (دوه وېشتمه برخه)

سه شنبه _2 _سپتمبر _2025AH 2-9-2025AD

د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (شپېتمه برخه)

سه شنبه _2 _سپتمبر _2025AH 2-9-2025AD
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.