Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»دینونه»سیکېزم؛ پیدایښت او  اعتقادي بنسټونه یې (دوه وېشتمه برخه)
دینونه سه شنبه _2 _سپتمبر _2025AH 2-9-2025AD

سیکېزم؛ پیدایښت او  اعتقادي بنسټونه یې (دوه وېشتمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: مهاجر عزیزي
سیکېزم؛ پیدایښت او  اعتقادي بنسټونه یې (دوه وېشتمه برخه)
ج) د اسلام له نظره د یاد باور نقد
داکټر ناصر بن عبدالکریم العقل د اسلامي عقیدې د علم مخکښ عالم د علامه طحاوي رحمه الله د یادې جملې په اړه داسې وايي: دلته علم په دوو برخو وېشل شوی دی، شته علم او ورک علم.
ورک یا غیبي علم په لاندې څو ټکو کې را خلاصه کیږي؛
  • دقَدر (تقدیر) مسأله:
    ټول تقدیر هغه پټ علم دی چې انسان ورسره هېڅ ډول اړیکه نه لري. بشر یې په پلټنه مکلف نه دی، بلکې یوازېنی ماموریت یې دا دی، چې په دې برخه کې په بشپړه توګه تسلیم وي. د تقدیر په اړه قرآنکریم او احادیث ډېر روښانه او ښکاره بیانونه لري، چې نه پرې زیاتونه کېدای شي او نه هم څه ترې کمېدای شي.
  • غیبي چارې په عمومي ډول
    هر څه چې د الله تعالی په ذات، صفاتو او افعالو پورې تړاو لري او یا هغه غیبي خبرونه چې موږ ته د وحیې او روایت له لارې رارسېدلي دي؛ لکه د آخرت حالات، راتلونکي پېښې او هغه شیان چې د انسان د حواسو او عقل له درک څخه بهر دي، ټول د علم مفقود یا غیبي علم برخه ګڼل کېږي. انسان ته سپارښتنه شوې چې د دې په لټه کې نه شي او نه یې دې پلټنه کوي؛ ځکه چې په دغو چارو کې ښکېلتیا ځان په تکلف اچول او ګناه بلل کېږي. [1]
  • د علم مفقود دعوه کول کفر دی؛ ځکه دا د غیب د علم ادعا ده. د بېلګې په توګه، د الله تعالی د صفاتو د کیفیت په اړه پوښتنه کول کفر ګڼل کېږي، ځکه دا د الله په اړه خبرې کول دي پرته له دې چې علم پرې ولري. کله چې له امام مالک رحمه‌الله وپوښتل شول: «الله تعالی څنګه په عرش باندې استوا کړې ده ؟» هغه وفرمایل: «الاستواء معلوم، والكيف غير معقول، والإيمان به واجب، والسؤال عنه بدعة.»یعنې: «استوا معلوم ده، د هغې کیفیت د عقل له درکه بهر دی، په دې ایمان راوړل واجب دي او په اړه یې پوښتنه کول بدعت دی.» [2]
د غیب او تقدیر په اړه ژورې پوښتنې کول او بحثونو ته ننوتل د شریعت له نظره منعه دي. ډېر عالمان د دغو مسایلو څېړنه د ګمراهۍ لامل ګڼي؛ ځکه د انسان عقل د غیبي چارو ټول اړخونه نشي درک کولای او د دې موضوعاتو په اړه پلټنه انسان د توهم، ناسم فهم او حتّی د عقیدې د انحراف پر لور بیايي.
خدای تعالی هم په قرانکریم کې د دې چارو په اړه له بحثونو او پلټنو څخه منعه کړې ده، الله تعالی فرمايي: “فَاسْتَمْتَعْتُمْ بِخَلَاقِكُمْ كَمَا اسْتَمْتَعَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ بِخَلَاقِهِمْ وَخُضْتُمْ كَالَّذِي خَاضُوا”[3] ژباړه: او تاسي هم خپله برخه مزې چړچې هماغسي وکړې لكه چې هغوى کړي وې. او په هماغسي خبرو اترو کې تاسي هم بوخت شوئ لكه چي هغوى په کښي بوخت شوي ول.
په دې آیت کې، الله تعالی موږ او ټول امتونه له دې څخه منع کړي یو چې د پخوانیو قومونو په څېر په بې‌ګټې شخړو او بحثونو کې ځان ښکېل کړو؛ ځکه چې د قَدر په موضوع کې ننوتل د عقیدوي انحرافاتو ټولې دروازې پرانیزي.
هیڅ څوک په دې موضوع کې له ژورو بحثونو ورسته سم نه دی پاته شوی او انحراف یې کړی دی، ځکه چې د «قدر» بنسټ پر تسلیم والي ولاړ دی. نور غیبي امور هم همداسې دي، خو د قضا او قدر مسأله تر ټولو ستونزمنه او پېچلې ده او خلک ډېر په دې اړه بحثونه کوي. د دېرو امتونو د ګمراهۍ اصلي لامل همدا د قضا او قدر په مسأله کې بې ځایه پلټنه او ژور بحثونه وو. [4]
واندوینه هم په دوه ډوله ده:
  1. هغه پېشبیني چې د علتونو او علم پر بنسټ ولاړه وي – دا ډول د شریعت له نظره منل شوې ده؛ ځکه چې پر منطقي او علمي بنسټ ولاړه ده.
  2. هغه اټکل او وړاندوېنه چې پرته له علم او اسبابو ترسره کېږي – دا ډول مردوده او باطله ده، ځکه دا د غیب د علم ادعا ده، چې یوازې الله تعالی ته ځانګړې ده.
نو له شک پرته هغه وړاندوینې او غیب چې سیکان پرې باور لري، د  باطل کهانت له ډولونو څخه ده او له علمي وړاندوېنو سره هېڅ ډول تړاو نه لري.  ځکه علمي اټکل د وسایلو او انساني علم له لارې ترسره کیږي.
لکه د بېلګې په توګه، د هوا حالاتو اټکل کې؛ خلک د باران یا واورې د اورېدو، د باد د لوري، د تودوخې د بدلون او نورو هوا حالاتو په اړه معلومات ترلاسه کوي او د دې پر بنسټ خپل ورځني کارونه سموي؛ لکه د کور څخه وتل، سفر کول، د جامو ټاکنه او د منفي پایلو پر وړاندې ممکنه چمتووالی.
په ورته ډول د علمي اټکلونو له ډلې څخه یو هم اقتصادي برخه ده؛ لکه د بیو پورته کېدل او ښکته کېدل، د بازارونو رشد او رکود، او د اسعارو د تبادلې د کچې بدلون. د دغو معلوماتو پر بنسټ خلک خپلې اقتصادي چارې تنظیموي؛ لکه پېر او پلور، سپما کول، لګښت کول، د پیسو تبادله او د معاشونو لوړول.
په همدې ډول، د منل شوو علمي پېشبینیو له ډلې څخه د ساینسپوهانو هغه وړاندوینې هم دي چې د ځانګړو ناروغیو د درملنې د موندلو یا د نوېو ناروغیو د راڅرګندېدو په اړه کېږي. دا نوې ناروغۍ کېدای شي د ځانګړو حالاتو له امله رامنځته شي؛ لکه د اوزون د طبقې سوري کېدل، د کرهڼې په هورموني خوړو کې ککړتیا، یا د تخمونو په کيمیاوي درملو کې کارېدونکي مضره مواد. [5]
دا او ورته نور اټکلونه اړین او ګټور دي، ځکه چې د انسانانو لپاره خبرتیا ده، لکه؛ د زلزلې د یا دسیلاو د راتګ خبرتیا.
خو کوم اټکلونه چې زموږ مطلب دي، هغه د سیکانو او ځیني خرافاتي شیخانو وړاندوېینې دي، چې د الله تعالی له نازل کړو مواردو سره هېڅ تړاو نه لري.
خدای تعالی فرمايي: «قُلْ إِنَّمَا الْعِلْمُ عِندَالله»؛[6] او همداشان رسول الله صلی الله علیه وسلم هم وايي؛ «ما المسئول عنها بأعلم من السائل»؛[7]
نو ځکه، موږ ته پکار ده چې په ټوله وړتیا او ځواک سره د دغو خرافاتو پر وړاندې ودریږو؛ په ځانګړي ډول ځکه چې ډېر شمېر دجالان او فرصت طلبه، د خلکو  له ساده توب او د ایمان  له کمزورۍ څخه ناوړه ګټه اخلي او د هغوی شتمنۍ لوټي. دا هغه کسان دي چې د راتلونکې د پېژندلو یا د ځانګړو ناروغیو د درملنې په لټه کې د خلکو احساساتو سره لوبې کوي.
په دې اړه بې‌شمېره کیسې روایت شوي دي او دا کړنې د اسلامي نړۍ په ډېرو برخو کې خپرې شوې دي. پر ټولو هغو کسانو چې د اسلام د عزت او د حق د ساتنې مینه لري، لازمه ده چې د اسلامي شعور په خپرولو، د حقایقو په څرګندولو او د خلکو د سمې لارښوونې په وسیله د دغو دجالانو او دروغجنو پر وړاندې پیاوړې مبارزه وکړي او د خالصې اسلامي عقیدې دفاع وکړي.
دوام لري…..

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

سرچینې:

[1]. ناصر العقل، شرح العقیدة الطحاویة، ص ۵۴.

[2]. عبدالرحمن بن ناصر، شرح العقیدة الطحاویة، ص ۱۷۸.

[3]. التوبة: 69.

[4]. ناصرالعقل، شرح العقیدة الطحاویه، ص ۵۴.

[5]. بسام العموش، طائفة السیخ وموقف الاسلام منها، ص ۱۵۶.

[6]. الملك: 26.

[7]. ابوداود، ش ۴۶۹۵.

Previous Articleد شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (شپېتمه برخه)
Next Article د «دُرُوزي» فرقې عقایدو او باورونو ته لنډه کتنه (څلورمه برخه)

اړوند منځپانګې

دینونه

شېن ‌تو دین (دولسمه برخه)

دوشنبه _20 _اکتوبر _2025AH 20-10-2025AD
نور یی ولوله
دینونه

شین‌ تو دین ( يوولسمه برخه)

دوشنبه _20 _اکتوبر _2025AH 20-10-2025AD
نور یی ولوله
دینونه

شین‌تو دین (لسمه برخه)

یکشنبه _5 _اکتوبر _2025AH 5-10-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول( برخه: ۷۰)

چهارشنبه _29 _اکتوبر _2025AH 29-10-2025AD4 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول( برخه: ۷۰) د…

نور یی ولوله
مډرنیزم

د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (پنځلسمه برخه)

چهارشنبه _29 _اکتوبر _2025AH 29-10-2025AD4 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (پنځلسمه برخه)…

نور یی ولوله
مډرنیزم

د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد( څوارلسمه برخه)

شنبه _25 _اکتوبر _2025AH 25-10-2025AD8 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد( څوارلسمه برخه)…

نور یی ولوله
اسلام

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (اوله برخه)

شنبه _25 _اکتوبر _2025AH 25-10-2025AD6 Views

لیکوال: ابوعائشه د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول( برخه: ۷۰)

چهارشنبه _29 _اکتوبر _2025AH 29-10-2025AD

د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (پنځلسمه برخه)

چهارشنبه _29 _اکتوبر _2025AH 29-10-2025AD
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.