لیکوال: م. فراهي توجګي
د فرانکفورت مکتب ته لنډه کتنه (دوهمه برخه)
د فرانکفورت مکتب د منځتهراتګ پړاوونه
د فرانکفورت مکتب لومړني بحثونه د ۱۹۲۳ ـ ۱۹۳۳ کلونو ترمنځ مطرح شول. په دې پړاو کې د ټولنیزو څېړنو مرکز تأسیس شو او د پانګهوالې ټولنې نوې ستونزې تر مطالعې لاندې ونیول شوې. د پانګهوالې ټولنې نوې ستونزې د مارکسیستي لیدلوري پر اساس تر مطالعې لاندې ونیول شوې، خو کوم ځانګړی تفسیر یا چوکاټ یې نه درلود. په دې دوره کې د فرانکفورت مکتب څېړنو متنوع بڼه درلوده او د مارکسيستي تفکر هغه ځانګړې بڼه یې نه درلوده چې وروسته د انتقادي تیورۍ په چوکاټ کې رامنځته شوه. څېړونکو په دې دوره کې زیاتره پر تاریخي ماتریالیسم تمرکز درلود.
د یاد مکتب دوهم پړاو هغه مهال پیل شو کله چې د انتقادي تیورۍ بنسټاېښودونکي له فرانکفورت څخه امریکا او نورو سیمو ته تبعید شول. د ۱۹۳۳ـ۱۹۵۰ ترمنځ د انتقادي تیورۍ په څېړنو او فعالیتونو د هګلي نظریاتو اغېز غالب و. کله چې هورکهایمر د څېړنیز مرکز رئیس وټاکل شو او له آدورنو او مارکوزه سره یې همکاري پیل کړه، نو فرویدي تمایلات هم د دې دورې یوه مهمه برخه وګرځېده. له همدې امله په دې پړاو کې د اقتصادي ـ تاریخي لید ځای فلسفي ـ رواني تمایلاتو ونیوو. انتقادي لیدلوری په ۱۹۳۷ کال کې د هورکهایمر د «سنتي او انتقادي تیورۍ» د مقالې په لیکلو سره را پیل شو او وروسته آدورنو او مارکوزه وده ورکړه.[۱]
د دوهمې دورې د څلوېښتمې لسیزې تر پایه پر اثباتپالنې او علمپالنې نیوکې دې پایلې ته ورسېدې چې علمپالنه یوازې د تخنیکي او ابزاري عقلانیت پر بنسټ ولاړه ده.
د فرانکفورت مکتب دریم پړاو هغه مهال پیل شو کله چې په ۱۹۵۰ کال کې د یادې مؤسسې مرکز بېرته د فرانکفورت ښار ته راولیږدول شو. د انتقادي تیورۍ اصلي نظریات او لیدلوري په ښکاره ډول د همدې مؤسسې د متفکرانو او لیکوالانو په یو شمېر مهمو آثارو کې تدوین شول. فرانکفورت مکتب ورو ورو د آلمان پر ټولنیز فکر ژور اغېز پرېښود، او د نفوذ دا دایره وروسته پراخه شوه، په ځانګړي ډول له ۱۹۵۶ کال وروسته کله چې په ټوله اروپا او همدارنګه د امریکا په متحدو ایالتونو کې د نوې چپ جریان راڅرګند شو؛ د مؤسسې ډېری غړي (په ځانګړي ډول مارکوزه) هلته پاتې شوي وو. دا پړاو د فرانکفورت مکتب د فکري او سیاسي اغېزو لوی پړاو و، ځکه چې د ۱۹۶۰ لسیزې په وروستیو کې د رادیکالو محصلانو د خوځښتونو د چټک ودې له امله اوج ته ورسېد.
د ۱۹۷۰ لسیزه د فرانکفورت مکتب د تاریخ څلورم پړاو بلل کېدای شي، په دې لسیزه کې یاد مکتب ورو ورو خپل نفوذ او اغېز له لاسه ورکړ او له زوال سره مخ شو. په حقیقت کې په ۱۹۶۹ کال کې د آدورنو او ۱۹۷۳ کال کې د هورکهایمر له مړینې سره سره د یوه فکري مکتب په توګه د فرانکفورت ژوند په عملي ډول پای ته ورسېد.
فرانکفورت مکتب په وروستیو کلونو کې له هغې مارکسیزم څخه دومره لرې شو چې یو وخت یې د الهام اصلي سرچینه وه. د مارتین جي په وینا یاد مکتب د مارکسیزم د یوې څانګې په توګه خپل اعتبار له لاسه ورکړ. ځکه د دوی ټول فکر د ټولنیزې تیورۍ پر وده متمرکز و او ورځ تر بلې د نوو یا منل شویو مارکسیستي لیدلورو له لوري تر پوښتنې لاندې نیول کېده.
سره له دې د فرانکفورت مکتب یو شمېر بنسټیزو مفاهیمو د ټولنیزو علومو د ګڼ شمېر متفکرانو (مارکسیستانو او غیرمارکسیستانو) په آثارو کې ځای وموند.
یورګن هابرماس بیا د ټولنیز پېژندنې د امکان پر شرایطو او همدارنګه (د تاریخ او معاصرې پانګوالۍ په اړه) د مارکس په نظریه جدي کار وکړ او یاد مفاهیم یې نور هم واضح کړل او وده یې ورکړه.[۲]
د انتقادي تیورۍ اصلي بنسټاېښودونکي
د انتقادي تیورۍ اصلي بنسټاېښودونکي لوکاچ او گرامشي دي. یاد دواړه متفکران سره له دې چې مارکسیستان پاتې شول، خو بیا یې هم د هګل او وبر د نظریاتو په بنسټ مارکسیزم ته نوې کتنه وکړه.
گرامشي د مادهپاله (ماتریالیستي) او میکانیکي لید له مخې پر مارکسیزم نیوکه کوله. د ده د علاقې وړ موضوع د واک غښتلتوب و چې له یو ډول دوامداره او منسجم قدرت سره تړاو لري. ددې ترڅنګ یې د کلتور اهمیت هم په نظر کې نیولی و.
گرامشي په ګڼو موضوعاتو کار کاوه، د هغوی له جملې:
الف: یوه مدني ټولنه څه ډول خپلې موجوده بڼې ته دوام ورکوي؟ ده ددې پوښتنې په ځواب کې د روشنفکرۍ سازمان په رڼا کې د روشنفکرانو چلند تحلیل کړ. د نوموړي په نظر د مدني ټولنې د ساختار اصلي عامل د روشنفکرۍ سازمان دی.
ب: د نوموړي بله مسأله د هغو میکانیزمونو او لارو چارو پیدا کول وو چې د ټولنیز وفاق یا ګډ تفاهم لپاره کارول کېږي. ده باور درلود چې یاد وسایل او میکانیزمونه یوازې د حاکمې طبقې د سلطې وسیلې نه دي، بلکې کلتوري عناصر هم خپل اغېز لري.
له بلې خوا لوکاچ په دې باور و چې د آلمان فلسفي لوري (نوکانتیزم) هڅه کوله چې د تجربوي څېړنو او نظري ـ منطقي مسایلو ترمنځ جلاوالی رامنځته کړي. لوکاچ له همدې امله کوښښ کاوه چې د تجربوي او نظری بحثونو ترمنځ، او همدارنګه د حقیقت د ارزښت ترمنځ توپیر واضح کړي.
لوکاچ د خپل وخت له معاصر ټولنپوه جورج زیمل هم اغېزمن شوی و او د طبیعت او کلتور ترمنځ د جلاوالي غوښتونکی و. نوموړي د انساني علومو په برخه کې د اثباتپالنې یا د تجربوي علومو د اصولو د کارولو نظریه وغندله. له بلې خوا لوکاچ چې د ادموند هوسرل د پدیدارشناسي مکتب تر اغېز لاندې و د اخلاقو، فلسفې او ښکلاپوهنې پر موضوعاتو کار کاوه.
په اروپا کې د ۱۹۱۴ ـ ۱۹۲۴ کالونو ترمنځ بدلونونه، په ځانګړي ډول د لومړۍ نړیوالې جګړې اغېزې او د ټولنیزو او ملي فکري خوځښتونو راټوکېدل د لوکاچ پر افکارو ډېر اغېز وکړ. د دې ترڅنګ دی له دوو نورو فکري بهیرونو څخه هم اغېزمن شوی و: له یوې خوا د اثباتپالنې(پوزیتیویزم) له بهیر څخه، او له بلې خوا هم د تجربهپالنې د رد له بهیر څخه.
لوکاچ په خپل کتاب “تاریخ او طبقاتي پوهاوی” کې د خپل فکر یو مهم مفهوم، یعنې شیوارګي (Reification) مطرح کوي. نوموړي یاد مفهوم د مارکس لهځانه د پردي کېدو (Alienation) د نظریې په دوام کې مطرح کړ.
مارکس ویل چې کارګر د تولید په بهیر کې له خپل ځان څخه پردی کېږي او دا پردیتوب یې یوازې تر کارګر طبقې محدود ګاڼه. خو لوکاچ یاد مفهوم ته وده ورکړه او ویې ویل چې په پانګوال نظام کې نه یوازې کارګره طبقه، بلکې نورې طبقې، برخې او سازمانونه هم د یوه ډول شیوارګي ښکار کېږي. د لوکاچ له نظره له دې حالت څخه د خلاصون لار طبقاتي پوهاوی او د طبقو بیداري ده.
وروسته به ووینو چې د فرانکفورت مکتب یو مهم مفهوم دا و چې د کارګر طبقې په اړه د دوی لید بدل شو او نور نو د پخوا په څېر په انقلابي ځانګړتیا ورته قایل نه و ؛ تر دې چې د ټولنیزو بدلونونو اصلي عامل یې روشنفکره طبقه وبلله.
دوام لري…
مخکنئ برخه
سرچینې:
[۱] آزاد ارمکي، ۱۳۷۶، ص: ۱۴۱.
[۲] باتومور، ۱۳۷۰، ص: ۱۵.