لیکوال: م. فراهي توجګي
د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه
دولسمه برخه
د کمونېزم پر باورونو او اعتقاداتو باندې رد
په تېرو یادښتونو کې د کمونېزم عقاید او ټولنیز نظام تر بحث لاندې ونیول شو، په دې څېړنه کې به د اسلام ټولنیز نظام ته توجه وکړو.
د ټولنې اسلامي مفهوم د اسلام له نظره داسې دی، چې انسان یې د ګډ تمدن او همکاریو ترسره کولو لپاره پیدا شوی او لکه د ملحدینو په باور ازادې رمې نه دي، چې له حیواناتو سره یې توپیر پیدا کړی او د اړتیا او مصلحت له امله یې ټولنیز نظام ایجاد کړی دی.
اساسي توپیر دلته دی، چې ایا انسان یو داسې موجود دی، چې د پنځېدنې د موخې لپاره یې تیار دی او که یا هم بې ګټې او د تصادف په پایله کې یې پنځېدلی؟
هغه کسان چې د خالق له شتون نه انکار کوي، یوه بدیله نظریه یې وړاندې کړې ده. د دوی په باور، هېڅ خالق نشته، بلکې دا ټول — له نړۍ او موجوداتو نیولې بیا تر انسانانو پورې — په تصادفي ډول راپیدا شوي دي او د دوی په ادعا دې مرحلې ته رسېدو اوږده موده نیولې او ژور بدلونونه یې موندلي، چې زرګونه میلیارده کاله یې نیولي دي.
د ژوند ابتدا له حیاتي برخو پیل شوې، چې له لومړیو څخه تر اوسه له یوه حجروي موجود څخه اوسني انسان ته رسېدلې. خو دوی د دې ادعا هېڅ ډول قانع کوونکی دلیل نه لري.
په مقابل کې، اسلام په نړۍ کې د انسان وجود د یوې موخې او ارزښت پر اساس ګڼي. اسلام باور لري چې انسان د هستۍ په دې نظام کې یو ځانګړی رسالت لري — یو ارزښتمن مأموریت. له همدې امله، الله تعالی انسان ته عقل او د ارادې ازادي ورکړې او دا وړتیا یې «امانت» بللې ده؛ یو مسؤولیت چې الله انسان ته وسپاره.
امانت د هغو مسؤلیتونو او مکلفیتونو مجموعه ده، چې الله تعالی د ځمکې پر مخ د ټولو موجوداتو ترمنځ د اړیکو د تنظیم او د طبیعي نظام د ساتنې لپاره ټاکلي.
د الله تعالی تر ټولو مهم ایجاد کړی نظام د انسان ټولنیز نظام دی، چې له لارې یې غواړي حیواني غوښتنې کنټرول کړي، تر څو د انسانانو ترمنځ اړیکې د همکارۍ او خیر لپاره وي، نه د شر او ټکرونو په موخه.
د اسلامي ټولنیز نظام توپیر له دوو غیر اسلامي نظامونو (کمونېستي او پانګوالۍ) سره همدلته څرګندیږي.
اسلام چې د ټولنیز نظم په اړه کوم تصور وړاندې کوي، هغه د نورو انسانجوړو نظریو له چوکاټه ډېر اوچت دی. د اسلام له نظره، ټولنیز نظم باید داسې وي چې د افرادو شخصي آزادیو او حقونو هیڅ ډول زیان وانه وړي. له بلې خوا، ټولنیز عدالت په اسلام کې یو بنسټیز اصل دی.
هیڅ یو بشري مکتب دا دعوه نه شي کولای چې د دوی له خوا وړاندې شوو ټولنیز سیستمونه دې عدالت رامنځته کړی وي، یا به یې رامنځته کړي او یا دې راتلونکي کې دا کار ترسره کړي.
همداراز، اسلامي ټولنه باید داسې چاپېریال برابر کړي چې خلک پکې هم د دنیايي نېکمرغۍ او هم د اخروي نجات زمینه ومومي. د دې موخې لپاره، داسې دقیق او بشپړ قانون ته اړتیا ده چې ایجاد یې په حقیقت کې د انسان له توان څخه بهر کار دی.
ځکه انسان، د خپل محدود عقل او محدودو جسمي وړتیاوو له امله، نه شي کولای داسې قوانین جوړ کړي چې د هر وخت او مکان اړتیاوې پوره کړي. دا یوازې هغه وخت ممکنه ده چې انسان د الهي وحی له منبع سره وصل شي — هغه سرچینه چې له بشري کچې لوړه ده.
په حقیقت کې، اسلام هم دا نظر تائیدوي چې انسان یواځې د ټولنیز ژوند تر سیوري لاندې کولی شي خپلې اړتیاوې پوره کړي. له همدې امله، انسانان که څه هم په خپل اختیار، خو د اړتیا له مخې، ټولنیز ژوند ته غاړه ایښې ده. له همدې امله، په هر ډول ټولنه کې باید یو منظم سیستم موجود وي. دا نظم د داسې خلک په شتون کې تامینیدلای شي، چې د قوانینو د تطبیق او د افرادو د حقونو او ازادیو د خوندیتوب ساتنه وکړي. نو قانون نه یوازې لازم دی، بلکې یو تطبیقوونکی هم غواړي.
اسلام، له یوه پلوه ځانګړي قوانین وړاندې کوي او له بل پلوه، د هغو کسانو لپاره چې دا قوانین پلي کوي، ځانګړي شرایط ټاکي. خو دا شرایط داسې دي چې د هغو پوره پېژند، یا تشخیص، تل د انسان په واک کې نه وي.
د دې بحث په دوام کې د اسلام ټولنیز نظام پنځو ځانګړنو ته اشاره کیږي؛
-
اساني او ساده ګي
د اسلام د دین حکمونه او کړنلاره داسې تنظیم شوې، چې د انسان له وړتیاو سره سمون لري، لکه څنګه چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايي: – زه د یوه اسانه او له پېچلتیا نه خالي دین لپاره را استول شوی یم[1].
د اسلام ټولنیز نظام د افرادو د مصالحو د ساتنې لپاره یوه جامع نظام دی، چې د مور په ګېډه کې یې له خلقت څخه پیل، بیا تر مړینې او تر مړینې یې وروسته هم حقونه تظمینوي.
د اسلام ټولنیز نظام د انسان ژوند ټول اړخونه رانغاړي او د هستۍ ټول هغه مخلوقات هم تر خپل سیوري لاندې راولي. په دې لیدلوري کې، له هر ژوندي موجود سره ښه چلند خپل ثواب لري او دا نظام د انسان، کورنۍ او ټولنې د ژوند له ټولو حالتونو سره تړاو لري. هر حالت او وضعیت ته د شریعت له لوري ځانګړی حکم شته، چې یا د قران صریح نص او یا هم د رسول الله سنت به وي او یا به د شریعت له یوې عمومي قاعدې څخه راوتلی وي.
دا نظام سختګیره نه دی، بلکې له اسانتیاو ډک دی. د دې پراخوالي بېلګې ډېرې دي — لکه مسلمان ورور ته موسک کېدل، له خلکو سره مینه او خواخوږي، بشپړ ایثار او فداکاري، د لارې نه د خځلو لیرې کول، یا له غیبت، چغلۍ او هغو ناسم کارونو څخه منعه، چې د ټولنیز ژوند پر فضا بده اغېزه لري.
نو له شک پرته دا اسانتیا له دې امله ده، چې له یوې خوا انسان د ژوند له فشار څخه خلاص وي او له بلخوا د انسانیت لوړو مرحلو ته صعود وکړي، نو په همدې اساس د اسلامي ټولنیز نظام له هر ډول سختۍ څخه لیرې دی. په اړه یې خدای تعالی په قرانکریم کې فرمايي:
(خدای تعالی تاسو ته اساني غواړي او سختي یې نه پېرزو[2]) (هغه تاسو انتخاب کړې یاست او په خپل دین کې یې تاسکو ته سخت مکلفیتونه نه دي ټاکلي[3])
-
د الله تعالی نظام په جزیاتو او اصولو کې
الله تعالی په دې نظام کې د خیر ټول اړخونه انسان ته په ګوته کړې دي، د خدای تعالی حکمت او پوهه لوړه ده، نو انسان یې په کاملې بڼې هست کړی او کامل قانون یې ورته وضعه کړی دی. ٱلۡيَوۡمَ أَكۡمَلۡتُ لَكُمۡ دِينَكُمۡ وَأَتۡمَمۡتُ عَلَيۡكُمۡ نِعۡمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ ٱلۡإِسۡلَٰمَ دِينٗاۚ [4]
نن ما ستاسي دين، ستاسي لپاره بشپړ کړ او خپل نعمت مې پر تاسي پوره کړ. او ستاسي لپاره مي اسلام ستاسي د دين په توګه منظور کړ.
په اسلامي ټولنیز نظام کې د الله تعالی هدایت او ځانګړې پاملرنه د ژوند ټولو اړخونو ته شامله ده؛ له فردي ژونده نیولې، بیا تر کورنۍ، ټولنې او ټول امت پورې. الله تعالی د یوې مؤمنې ښځې د زړه ناره او ځور واورېد، چې د خپلې یوې اړتیا په اړه یې کاوه — نو چې د یوې ښځې شخصي ستونزه دومره ارزښت لري، د ټول ملت اړتیا به نو څومره مهمه وي؟!
په دې ټولنیز نظام کې د الله تعالی رحمت او مهرباني د خپلو مخلوقاتو پر وړاندې څرګندېږي. هغه آیتونه چې د ټولنیزو احکامو، آدابو او نورو اړخونو یادونه کوي، پکې دا ښکاري چې الهي نعمت او برکت د انسان لپاره یوازې په خلقت او درناوي نه دي ختم شوي، بلکې د ژوند د سمو لارښوونو له لارې یې دا نعمت پوره کړی دی.
که چېرته بشریت له دې نعمت څخه محروم شي، نو څومره زیان به یې کړی وي؟ دا به څومره ستره رواني او ټولنیزه بدبختي وي، چې په داسې حال کې انسان له خپل هستوونکي څخه مخ وګرځوي، چې پېژني یې او له مهربانۍ څخه یې خبر هم وي.
أَلَا يَعۡلَمُ مَنۡ خَلَقَ وَهُوَ ٱللَّطِيفُ ٱلۡخَبِيرُ [5] – ايا هغه دې (د زړونو په حال) ونه پوهیږې چې هغه پېداکړي دي؟ – په داسې حال کې چې هغه باريك لیدونکی (په پټو رازونو پوه) او باخبره دى.
ځکه خلک د الله تعالی له فضل، رزق، هدایت او شریعت سره ژور تړاو لري؛ نه د هغه له روزۍ بېنیازه کېدای شي او نه یې له شریعت او لارښوونو څخه. د الله د لورې د ټاکل شوې لارې پیروي، د دنیا او آخرت نېکمرغي راولي او د هغه له رزقه برخمنېدل د دنیا خوښۍ او آرامتیا برابروي.
دا الهي هدایت دی چې د انسان د پیدا کېدو موخه روښانه کوي او د انسان کرامت ته ارزښت ورکوي. له همدې امله، قرآن کریم دا دواړه موضوعات — هدایت او کرامت — سره تړلي وړاندې کوي.
وَمَا خَلَقۡتُ ٱلۡجِنَّ وَٱلۡإِنسَ إِلَّا لِيَعۡبُدُونِ – مَآ أُرِيدُ مِنۡهُم مِّن رِّزۡقٖ وَمَآ أُرِيدُ أَن يُطۡعِمُونِ – إِنَّ ٱللَّهَ هُوَ ٱلرَّزَّاقُ ذُو ٱلۡقُوَّةِ ٱلۡمَتِينُ[6]
ما پيريان او انسانان له دې پرته چي زما بندګي وکړي د بل څه كار لپاره ندي پيدا کړي – زه له هغو څخه څه روزي نه غواړم او نه دا غواړم چي هغوى ما ته خواړه راکړي – بېشکه، الله خو پخپله ښه روزي ورکوونکی دی، د ډېر قوت خاوند او زورور دی.
” يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ ٱعۡبُدُواْ رَبَّكُمُ ٱلَّذِي خَلَقَكُمۡ وَٱلَّذِينَ مِن قَبۡلِكُمۡ لَعَلَّكُمۡ تَتَّقُونَ [7]“
اې خلكو! د خپل هغه رب بندګي غوره كړئ چې ستاسو او ستاسي څخه د مخكينیو تېرو شوېو خلكو ټولو هستوونكى دى؛ ښايي چي تاسي له عذابه ځانونه وژغورئ.
” فَإِمَّا يَأۡتِيَنَّكُم مِّنِّي هُدٗى فَمَن تَبِعَ هُدَايَ فَلَا خَوۡفٌ عَلَيۡهِمۡ وَلَا هُمۡ يَحۡزَنُونَ [8]“
بيا چې تاسي ته زما له خوا كوم هدايت ورسيږي، نو څوك چي زما د هدايت پېروي وكړي؛ نو پر هغو به څه وېره او غم نه وي؛
نن ورځ خلک د خپلو چارو لپاره یوازې هغو متخصصینو ته مراجعه کوي، چې همدا شیان یې جوړ کړي دي، موټر د موټر پر جوړونکي ترمیموي او د ناروغي لپاره له ډاکټر پرته بل چا ته نه ورځي، نو څوک چې په دې باور لري، چې خالق یې الله تعالی دی، بیا ولې د هغه لور ته نه ورګرځي؟! ځکه هغه ښه پوهیږي، چې څرنګ خلقت یې کړی دی. دوی څومره زیات په دې تاکید کوي، چې له خپل خالق څخه لیرې شي او په فساد او واخطايی کې ډوبیږي.
ملحدان، چې د پاک رب له شتون څخه انکار کوي، د همدوی خپل وجود یې ځواب کوي؛ فطرت یې نارې وهي، عقل، روح او سترګې ته یې چې حق نه ویني، ځوابونه ورکوي. ټاکل شوې نه ده، چې هر څه دې په سترګو ولیدل شي او یا دې د لیدلو د حس له لارې و ارزول شي. هر شی د خپل ځانګړي حس له لارې پېژنو، لکه د خوشبویه ګل بوی، چې د بویايي حس له لارې مو زړه ته رسي. البته دلته دا مجال نشته چې د هغوی باطل نظریاتو ته تفصیل ورکړو.
که یو مخلص، صادق او مینهناک انسان چا ته ډالۍ ورکړي، نو هغه په هغې ډالۍ ویاړي؛ نو بیا دا څومره ستره ویاړنه ده چې کله یوه ډالۍ د کریم او مهربان رب له لوري موږ ته راورسیږي! او څومره ککړ او خوار دي هغه کسان چې د دې ډالۍ مخه نیسي او خلک د بشر پر لاس د جوړو شوو قوانینو لور ته بولي، داسې قوانین چې یو اړخیز دي او تر ډېره د دکه بازانو او مکارانو په وړاندې د کمزورو د حقونو دفاع نه کوي.
په اسلام کې الهي او رباني ټولنیز نظام له بېلابېلو اړخونو انسان ته سکون او آرامتیا وربښي؛ داسې آرامتیا چې د الله (ج) پر ذات د توکل او له مخلوق څخه د بېنیازۍ له لارې ترلاسه کیږي. د الله په حضور کې د زړونو آرام څومره ښکلی دی او له هغه څخه لیروالی څومره ویرونکی دی! ریښتینی اطمینان د حق تر سیوري لاندې موندل کیږي، هغه لار چې له شک او سرګردانۍ څخه خالي ده.
حق او حقیقت یوازې د اسلامي ټولنیز نظام او الهي شریعت تر سیوري لاندې خوندي دی؛ داسې نظام چې نه حق تر پښو لاندې کوي او نه هم د هغه په جزئیاتو کې کومې نیمګړتیا ته لاره ورکوي.
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
[1] ابن حنبل، مسند احمد: ۲۱۲۶۰.
[2] بقره: ۱۸۵.
[3] حج: ۷۸.
[4] د مایدې سورت ۳ ایت
[5] ملک: ۱۴.
[6] ذاريات: ۵۶-۵۸.
[7] بقره: ۲۱.
[8] بقره: ۳۸.