Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»کمونیزم»د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (یوولسمه برخه)
کمونیزم سه شنبه _8 _جولای _2025AH 8-7-2025AD

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (یوولسمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: م. فراهي توجګي

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه

یوولسمه برخه

د کمونیزم پر افکارو او باورونو رد
د ټولو انسانانو په فطرت کې د خدای جل جلاله باور شته، او د هر ژوندي موجود په ذات کې دا احساس ژوندی دی، چې خدای جل جلاله شته، هر وخت یې ویني، او پر افعالو او کړنو یې بشپړه احاطه لري.
دا باور په مسلمانانو کې ژور، يقيني دی او اثبات یې اړتیا نشته. مسلمان خدای تعالی د کایناتو له ټولو مظاهرو، او په قرآن کریم کې له ذکر شوو صفاتو سره مني، ایمان پرې راوړي او همدا اساس یې د عبادت بنسټ جوړوي.
خو داسې یوه ډله انسانان هم شته چې خدای مني، خو د هغه د صفاتو او قدرتونو د څرنګوالي په اړه بې‌خبره دي، او د دغو حقایقو د درک لپاره له عقلي دلایلو کار اخلي. کله چې د طبیعت په غېږ کې پیدا شوې ښکلاوې، له عجایبو ډک کهکشانونه، د سمندرونو شورېدلې څپې او ګڼ‌شمېر متفاوت ژوندي موجودات ویني، دا باور اخلي چې واقعاً یو داسې خدای شته چې تر هر څه او هر مخلوق لوړ دی، او یوازینی ذات دی چې د بندګۍ او عبادت لایق دی.
بله ډله بیا داسې کسان دي چې خدای تعالی یوازې د جومات او معبد تر حدودو محدودوي، او پر ځای د دې چې د خدای له لورې لار ومومي، پر خدای بندیزونه لګوي، ورته ټاکي چې په کوم ځای کې دخالت وکړي او په کوم ځای کې نه – یوازې دې ننداره کوي!
دا د خدای تعالی په اړه درې متفاوت تصورونه دي، چې د دریو ډلو په ذهنونو کې شته:
  • لومړۍ ډله مسلمانان دي، چې د خدای تعالی په اړه سالم، له قرآن او سنتو اخیستل شوی تصور لري؛
  • دوهمه ډله هغه کسان دي چې د حقایقو پلټونکي دي، او وروسته له لټون ایمان راوړي، چې دا ایمان یې هم په کامل اخلاص ولاړ وي؛
  • درېیمه ډله هغه کسان دي چې د خدای په اړه ناسم تصور لري، او د دې لپاره چې له هر ډول قید او بند نه خلاص شي، خدای تعالی ته داسې تعریف جوړوي چې د دوی غوښتنو ته برابر وي.
په دې یادښت کې د خدای تعالی د پېژندنې پر مسئله خبرې کوو، او یاد تصورونه به هم وڅېړو.
د خدای تعالی تصور
اکثره خلک داسې فکر کوي چې د خدای شتون یوه ناپېژندلې، عجېبه او له انساني عقل نه پورته خبره ده. خو دا ډول تصور، چې ډېرو خلکو ته پېښ شوی، د خدای تعالی په اړه صحیح تصور نه دی؛ ځکه یا خو دا د دوی د ذهنونو پنځونه ده، یا داسې مبهم تصور چې رڼا نه لري.
مؤمنان بالاخره دا مني چې خدای شته، دا نړۍ یو خالق لري، او دوی پرې ایمان لري. خو د ځینو خلکو ستونزه دا ده چې نه پوهېږي دا خالق څوک او څه دی؟
ځینې خو دومره بې‌باوره دي، چې دا موضوع یې له فهم او ادراک نه وتلې ګڼلې ده. حال دا چې الهي اولیا او رباني عالمان نه یوازې دا پېژندنه ممکنه ګڼي، بلکې د یقیني معرفت دعوه کوي، او خدای لیدونکی او مشهود ګڼي.
په اصولي توګه، د خدای تعالی د شتون موضوع یوه ثابته موضوع ده، چې نه اثبات ته اړتیا لري او نه هم شک ته.
خدای باید د خدای له لارې وپېژندل شي؛ له ده پرته بله هېڅ سرچینه نه‌شته چې د هغه پېژندنه وکړي او د وجود اثبات یې وکړي.
اوس به د خدای تعالی د پېژندنې پر تګلارو لنډه کتنه وکړو:
د خدای تعالی د پېژندنې تګلارې
موږ د خدای تعالی د پېژندنې لپاره درې لارې لرو، چې په تسلسل سره تعقیبېږي:
۱. د آفاقي او انفاسي آیتونو له لارې
دا هغه تجربه‌ییزه لاره ده چې انسان د طبیعت له نښو د خدای تعالی پېژندنې ته رسیږي. دا مرحله د انسان د تفکر، د پیدایښتي نښو او د قرآن د تدویني آیتونو د مطالعې له لارې پېل کېږي.
د انفاسي آیتونو له لارې پېژندنه ډېر اغېزمنه ده، ځکه له نفس سره تعلق لري او د اخلاقو او سیرت په سمون کې مرسته کوي. د طبیعت د نښو او ځان کې د تأمل له لارې انسان تدریجاً د خدای پېژندنې مرحلې ته رسېږي، او دا پېژندنه د حق او شریعت پر لور یو ریښتینی لارښود جوړېږي.
۲. د عقل له لارې
دا لاره د عقل، تحلیل او منطقي تفکر له لارې ده، چې د خاصو کسانو برخه ده. دا هغه کسان دي چې د طبیعت، کایناتو او موجوداتو په اړه د تفکر له مرحلې وروسته، د فلسفې او عقل له لارې د خدای تعالی معرفت ته ننوځي. دا مرحله ژور عقلاني او فلسفي بنسټ لري، او ډېر علمي غور ته اړتیا لري.
۳. د زړه له لارې
دا د خدای تعالی د اولیاؤ لاره ده. دا مرحله یوازې هغه چا ته ممکنه ده، چې د سیر و سلوک پړاوونه یې تېر کړي وي. یعنې لومړی باید د طبیعت نښې وپېژني، بیا عقل ته ورسېږي، او له عقل وروسته د مینې، عرفان او شهود له لارې د حق وصال ته ځان ورسوي.
د عرفان تر ټولو لوړه درجه دا ده چې انسان خدای په هر څه کې وویني، ځکه ریښتینی خدای هغه دی چې په هر شي کې ښکاره وي.
د عرفا‌ء له نظره، خدای تعالی د وجود اصل او متن دی، او هر څه چې له هغه پرته دي، یوازې د هغه مظاهر (ځلاوې، انعکاسات) دي، چې د خدای ظهور بیانوي، نه ذات.
که انسان ژور فکر وکړي، نو خدای به د هستۍ په هر مظهر او موجود کې وویني. ویلای شو، چې موجودات په حقیقت کې شفافې ښیښې دي، چې خدای پکې ښکاره کېږي، او د قرآن کریم په تعبیر، دا ټول د خدای آيتونه او نښې دي.
خو باید دا هم یاده کړو، چې دا ډول لیدنه یوازې د اهل معرفت برخه ده، او د عقل، فلسفې او تجربې پلویان به تر هغې ترې بې‌برخې وي، تر څو د دوی په شان باور، تحلیل او درک و نه‌لري.
البته، په بله اصطلاح ویلی شو چې انسانان د خدای تعالی معرفت په درې بڼو ترلاسه کوي:
۱. تقلید: په دې تګلاره کې خدای تعالی د حواسو او هغو چارو له لارې پېژندل کېږي، چې د احساس وړ وي.
۲. تحقیق او استدلال: دلته خدای تعالی د عقل، منطق او دلیل له لارې پېژندل کېږي.
۳. کشف او رؤیت: په دې طریقه کې خدای تعالی د داخلي شهود، عرفاني مکاشفې او قلبي لید له لارې پېژندل کېږي.
په پای کې یوې مهمې نکتې ته پام کول ضروري دي، او هغه دا ده چې دا لاره، یعنې نظری سیر و سلوک که له عملي سیر و سلوک سره نه‌وي مل، نو بې‌پایلې او نیمګړې پاتې کېږي. ځکه انسان یوازې د علم او عمل په اتفاق سره کمال ته رسېږي. لازمه ده چې دا دواړه سیرونه ــ یعنې علمي او عملي ــ یوځای، په همغږۍ او ګډ ډول ترسره شي.
د طبیعت له لارې د خدای پېژندنه، او پکې طبیعت ته رجوع کول، تر ټولو لومړنۍ او عامه لاره ده، چې د خدای موندلو لپاره کارول کېږي.
کله چې انسان آسمان او ځمکه ته نظر کوي، او له ډېرې حیرانتیا سره په ساعتونو ورته ګوري، نو په ناآګاه ډول د هغه حکمت او تدبیر اعتراف کوي، چې د دې منظرې تر شا پټ دی. او ځکه چې حکمت د عقل او پوهې له ځانګړتیاوو څخه دی، نو پر یوه عاقل ذات یې اعتراف کوي.
کوم انسان چې الهي لیدلوری لري، نو د هر څه تر شا د خدای تعالی حضور ویني؛ که طبیعت ته ګوري، او که د فزیکي او کیمیاوي قوانینو سره سر و کار لري، ځکه دا قوانین انسان نه‌دي پنځولي، بلکې یوازې یې کشف کړي دي. نو بیا دا پوښتنه راپورته کېږي چې: دا قوانین له کومه شول؟ او چا پنځولي دي؟
په اصل کې، هغه څوک چې ډېر پوهېږي، د کایناتو د عجایبو په لیدو لا زیات حیرانېږي او ژور فکر کوي.
له معلول څخه علت ته رسېدل، د خدای د شتون له فلسفي دلایلو څخه ګڼل کېږي، او فلاسفه یې د خدای د وجود د اثبات لپاره د بنسټیز دلیل په توګه کاروي.
خدای تعالی هم په قرآن کریم کې په بیا بیا د طبیعت او موجوداتو د خلقت یادونه کړې ده، او موږ یې دې ته هڅولي یو چې پرې فکر وکړو.
هغه آیتونه چې د طبیعت، نښو او پېښو یادونه کوي، ټول انسان دې ته رابولي، چې له دغو نښو خدای وپېژني. د بېلګې په توګه:
۱. اعراف سورت، آیتونه ۱۷–۱۸:
﴿أَفَلَا يَنظُرُونَ إِلَى ٱلْإِبِلِ كَيْفَ خُلِقَتْ وَإِلَى ٱلسَّمَاءِ كَيْفَ رُفِعَتْ﴾
ایا دوی اوښ ته نه ګوري چې څنګه پیدا شوی؟ او آسمان ته نه ګوري چې څنګه پورته شوی دی؟
۲. الطارق سورت، آیت ۵:
﴿فَلْيَنظُرِ ٱلْإِنسَانُ مِمَّ خُلِقَ﴾
انسان دې وګوري چې له څه پیدا شوی دی!
۳. اعراف سورت، آیت ۱۸۵:
﴿أَوَلَمْ يَنظُرُوا فِي مَلَكُوتِ ٱلسَّمَاوَاتِ وَٱلْأَرْضِ وَمَا خَلَقَ ٱللَّهُ مِن شَيْءٍ﴾
ایا دوی د اسمانونو او ځمکې پر پاچاهۍ نه دي غور کړی؟ او پر هغه څه چې خدای پیدا کړي دي؟
۴. ق سورت، آیت ۶:
﴿أَفَلَمْ يَنظُرُوا إِلَى ٱلسَّمَاءِ فَوْقَهُمْ كَيْفَ بَنَيْنَاهَا وَزَيَّنَّاهَا وَمَا لَهَا مِن فُرُوجٍ﴾
ایا دوی خپل سر پورته آسمان ته نه دي کتلي چې موږ څنګه جوړ کړی، ښکلی کړی، او هېڅ درز پکې نه‌دی؟
او داسې نور ګڼ شمېر آیتونه شته، چې د طبیعت نښو ته اشاره کوي او انسان د خدای پېژندنې ته هڅوي.
د عقلي دلایلو له لارې د خدای تعالی اثبات
د خدای تعالی د اثبات لپاره ډېر دلایل شته، او په دې برخه کې ډېر کتابونه هم لیکل شوي دي. له دې ټولو دلایلو څخه یو تر ټولو مشهور او پیاوړی دلیل د نظم دلیل دی.
د نظم دلیل:
خدای منونکي د خدای تعالی د اثبات لپاره پر ډېرو دلایلو استدلال کوي، چې تر ټولو روښانه، قانع کوونکی او جامع دلیل یې د نظم دلیل دی. دا دلیل هم عقل قانع کوي او هم وجدان مطمئنوي، نو ځکه تل د پوهانو، حکیمانو او فلاسفه‌وو د پام وړ پاتې شوی دی.
د نظم دلیل دوه بنسټونه:
۱. په دې پراخ نظام کې هر څه یو ټاکلی نظم، ترتیب، قانون او هدف لري.
۲. هر هغه جوړښت چې نظم، هدف او دقت پکې وي، نو جوړوونکی یې یو پوه او هوښیار ذات وي.
په همدې لنډ او ساده منطق، دا خبره جوتېږي چې یو ځواکمن او مدبر خالق شته، چې دا نړۍ یې خلق کړې ده. دا خالق له هر تصور او خیال څخه لوړ، ځواکمن، بشپړ او حکیم ذات دی.
یوازې هغه د خالقیت او روزګارۍ مقام لري، او یوازې همغه دی چې د بندګۍ، عاجزۍ او سجده‌ کولو وړ دی.
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
Previous Articleسیکیزم؛ پیدایښت او  اعتقادي بنسټونه (نهمه برخه)
Next Article د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (اووه‌ویشتمه برخه)

اړوند منځپانګې

نشنلیزم

نشنلیزم (اته دېرشمه برخه)

پنجشنبه _17 _جولای _2025AH 17-7-2025AD
نور یی ولوله
نشنلیزم

نشنلیزم (اووه‌دېرشمه برخه)

پنجشنبه _17 _جولای _2025AH 17-7-2025AD
نور یی ولوله
نشنلیزم

نشنلیزم (شپږ دېرشمه برخه)

پنجشنبه _17 _جولای _2025AH 17-7-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (اته دېرشمه برخه)

شنبه _19 _جولای _2025AH 19-7-2025AD1 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول اته دېرشمه برخه…

نور یی ولوله
Blog

قرآن؛ تلپاتې معجزه (نهمه برخه)

پنجشنبه _17 _جولای _2025AH 17-7-2025AD3 Views

لیکوال: دکتور نورمحمد محبي قرآن؛ تلپاتې معجزه نهمه برخه په بیاني اړخ کې د قرانکریم…

نور یی ولوله
اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (پنځه دېرشمه برخه)

پنجشنبه _17 _جولای _2025AH 17-7-2025AD4 Views

لیکوال شکران احمدي د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه پنځه دېرشمه برخه د دین…

نور یی ولوله
نشنلیزم

نشنلیزم (اته دېرشمه برخه)

پنجشنبه _17 _جولای _2025AH 17-7-2025AD8 Views

لیکوال: ابوعایشه نشنلیزم اته دېرشمه برخه ۲. سیاسي نشنلیزم له سیاسي نشنلیزم موخه دا ده…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (اته دېرشمه برخه)

شنبه _19 _جولای _2025AH 19-7-2025AD

قرآن؛ تلپاتې معجزه (نهمه برخه)

پنجشنبه _17 _جولای _2025AH 17-7-2025AD
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.